(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځدراڼ

ځدراڼ د پښتنو يوه مشهوره او نو ميا لۍ قبيله ده چې ز موږ پښت پو هان دوی د پښتنوپه کر لا ڼي ټو لنيز ګروپ کې شميري٠ ځدراڼ د پکتيا، خو ست او پکتيکا په ولا يتو نو کې استو ګنه لري٠ د پکتيا ولايت ځدراڼ په وزه ځدراڼ ،شواک او زر مت په ولسو اليو ،دخو ست ځدراڼ ددغه ولايت د سپيره،نادرشاه کوټ او قلندر په و لسواليو او ددغه ولايت په مر کز کې اود پکتيکا ولايت ځد راڼ ددغه ولايت د ارګون، ګيان، زيړوک او نکه په ولسو اليو کې ميشته دي٠
د ځدر ا ڼو شمال ته منګل، احمدزي، ګر ديز او زر مت مو قعيت لري،لو يديز ته يې زر مت او دخرو ټو قبيله، جنوب ته يې پير ګو تي او يوه بر خه يې د ډيورنډ دکر ښې سره د مده خيلو وزيرو سره پو له لري٠همداراز ختيز لوري ته د خو ست، تڼيو او منګلو سره پو له لري٠(١)
د تا ريخ حيات افغا ني ليکوال ډپټي محمد حيات خان له نن نه ١٤٦ کلو نه وړاندې د ځد ر ا ڼو د قبيلې په اړ وند داسې کښلي دي :
(( د ځد راڼو د قبيلې د استو ګنې سيمه د خو ست لو يد يز او د زرمت ختيز ته يوه شنه غر نۍ سيمه ده٠ ددوی په دغه شنه غر نۍ سيمه کې رڼې اوبه، شنه وا ښه، دنګې دنګې ونې، د مر غا نو اوازونه او سړه هوا انسان ته خو ښي او خو شا لي ور بخښي، خو سره ددې ښې اب و هوا د کر نې وړ ځمکه پکې لږه ده او دغه د ځمکو کمو الی تر دې اندازې پکې محسوس دی چې خلک تيږي په ځا نګري ډول ا واروي او خا ورې ور با ندې اچوي او د کر نې له پاره يې چمتو کوي٠ له همدې کبله ده چې ددغې سيمې پيداوار د نو موړې قبيلې د خلکو له پا ره بسنه نه کوي او دوی د مزدو ريو له پا ره ګا ونډ يو سيمو ته ځي٠ ځدران د څاه ګا نو په کيند لو او ژورولو او همداراز د خټينو ديو الو نو په جو ړولو کې ځا نګړی مها رت لري٠
ځدراڼ په خوړو کې دغنمو، جوارو او وريجو نه ګټه اخلي او خپلې خو راکي اړ تياوي د ګر ديز او خو ست د ښا رو نو نه لا س ته راوړي٠ ددوی په غر نيو سيمو کې ډول ډول ميوې لکه مڼې، مند تې، غوزان( چار مغز)،بادام او ځڼغو زي پيدا کيږي٠ چې ځنغوزي ددغه ځای له غوره پيد اوارو نه ګڼل کيږي٠ په دوی کی ما لداري هم شته او وزي، پسو نه او غو ايي سا تي(٢)))٠
مشهور انګر يزي تا ريخپوه مو نټ سټوارټ الفنسټن په خپل مشهور اثرAn Account of The kingdom of Cabul کې د ځد را ڼو د قبيلې د خلکو په اړوند داسي ليکلي دي :' ددوی جا مې د وزيرو د قبيلي د خلکو په څير دي او د خر و ټو په لور د ځنغو زيو ډکو ځنګلو نو په مينځ کې درومي٠(٣) "
د ځد ر اڼو د قبيلې ښا خو نه، څا نګې او خيلو نه :
که چيري د ځد را ڼو دقبيلېد شجرې په اړوند څيړ نه و کړو نو لکه چې دمخه وويل شو ل دوی کر لا ڼي پښتا نه دي٠ په پښتني عنعنوي شجرو کې ځدراڼ د بر هان زوی،دککي لمسی او دکر لا ڼ کړ وسی دی،نن ورځ ددغې قبيلې خلک د ځدراڼ د نا مه په وجه په ځد راڼو سره شهرت لري٠ د ځدرا ڼو د پا تي ښاخونو، څا نګو او خيلو نو نو مو نه په لا ندې تو ګه در پيژندل کيږي :
تولا خيل،احمد خيل، شير خيل،زنګي خيل،سوري خيل، بر اهم خيل،پيرو خيل،با زيد خيل،سلطا نخيل، بهيکار خيل،ايسپ خيل،ا ختون خيل، ابو خيل،الله خيل، با زکي،ويدي خيل، ديري خيل،هوس خيل، خوی خيل، مو سم خيل ، بيبه خيل،زني خيل،غرزي، سپيره کي،مده خيل،شاه خاني،يحيي خيل، غيبت خيل،ميزايي،باروم خيل،شريک خيل، پړانګي،خان خيل، جنيا ت خيل،توري خيل، مر شن خيل،هوني خيل، خوز خيل، زودين، ملک دين او نور خو په عمو مي تو ګه په ځد را ڼو کې دغه لا ند ينۍ ښا خو نه او څا نګې مشهور دي : پير داد خيل،زني خيل، ختين خيل، بيبه خيل،علي محمد خيل، سپا هي خيل، ،ګر مو ښي،سپر غه خيل،دري خيل او مير زايي(٤).
د ١٣٥٤ ليږديزکال د مر کزي احصائيې دسر شميرنې له مخې د پکتيا او پکتيکا په ولا يتو نو کې دځد ر ا ڼو د قبيلي د خلکو مجمو عي شمير ١٥٤١٢٢ تنه ښودل شوي وو(٥) چې ښا يې دا شمير به اوس تر پخوا ډير شوی وي٠ددغې قبيلې ځينې خلک دخليج په هيوادونو او سعودي عربستان کې په خواريو او مزدوريو بوخت دي.
ځدراڼ غير تمن،په هيواد او خپلو اکۍ مين، جنګيالي، ميلمه پال ، دينداره او په پښتو او پښتو نو لۍ با ندې مين خلک دي٠ د تاريخ حيات افغاني د ليکوال په قول دوی ډير جنګيالي خلک او تقر يبا هر با لغ تن يې په خپل کور کې وسله لري ،څو د بهر ني ير غل په وخت کې د خپلې قبيلې د خلکو او سيمې نه سا تنه او دفا ع و کړي٠نوموړي مؤرخ ١٤٦ کلو نه وړاندې ددوی د وسله والو جنګيا ليو شمير له ١٥ زرو تنو نه زيات ښو دلی دی٠ په ر ښتيا هم چې دوی دهر تيري کو ونکي ځواک په وړاندې په ډير ميړ نتوب سره جنګيدلي او سترې حما سې يې زيږ ولي دي٠ دافغان - انګر يز په دري ګو نو جګړو کې دنورو افغا ني شاه زلميانو تر څنګ ځدراڼو په ډيره ميړانه توري وهلي دي، چې د بيلګي په تو ګه د غازي ببرک خان ځدر اڼ نوم يا دولای شو چې د افغا نستان تا ريخ دده په نامه وياړي.
دروسي ير غلګرو په وړاندې هم ځد راڼو د ملي مقا ومت سنګر ونه تا وده سا تلي وواو د هغوی په وړاندې په ميړانه جنګيدلي دي چې په د غو جنګيا ليو کې د مو لانا جلال الدين حقاني او ګل زرک ځدراڼ نو مو نه د يا دونې وړدي٠د ځدراڼو بل قو مي مشر با چا خان ځدراڼ دی چې د ځدراڼو په قبيله کې ډير نفوذ لري٠ نو موړی اوس د افغا نستان په پا رلمان کې د خپلې سيمي منتخب استا زی دی٠
همدارازيو شمير ځدراڼو د شهيد داؤد خان په رژيم او د ثور تر کو دتا ورو سته رژيم کې پو ځي دندې در لودلې چې په هغوکې دپا چا ګل وفاداراو سيد محمد ګلابزوی نو مو نه يا دو لاى شو٠ پا چا ګل و فادار د داؤد خان په وخت کې د سر حدو نو چارو وزير او د ثور تر کو دتا وروسته په هند کې افغا ني سفير و٠ همداراز سيد محمد ګلا بزوی د کارمل په رژيم کې د کو ر نيو چا رو وزير و.
د ځدرا ڼو د قبيلې علمي او اکا ډميکې څيرې :
دځدراڼو په قبيله کې ډير ستر علمي شحصيتونه شته چې مو ږ يې د ځينو نو مو نه دلته راوړو:
١- پو هنوال ډاکترنظر محمد سلطا نزی ځدراڼ :
نو موړی هستوي فز يکپوه او د افغا نستان د اتو مي انر ژۍ د سازمان AAEC پخو انی مسئول مشر و٠ دده ډير آثار او مقا لې خپرې شوي دي چې زه يې دلته د ځينو مقالو نو مو نه وړاندې کوم : د اتوم انرژۍ بنسټيز فو رمول،د چر نو بيل د پيښې شل کلن تاريخ،دګا ونډيو هيوادونو هستوي از مو ينې،اتو مي بمو نه او مذ هبي نو مو نه،د مسلمان پښتون او داتو م بم د کار پوه عبد القديرخان لنډه پيژ ندنه،( دويني د سر طان نار وغي، پيژند نه ، در ملنه او مخنيوی)، په هيواد کې د اتو مي پا تي شو نو خبر تيا،د سر طا ني نا رو غيو کلينيکي فورمول TNM او نور ٠٠٠(٦)
٢-پو ها ند دکتور الف شاه ځدراڼ :
د کابل پو هنتو ن د ټو لنيزو چارو استاد او څه موده دکا بل پو هنتو ن د علمي چارو د مر ستيال په تو ګه يې دنده در لوده٠ نو موړی د يو شمير ز يا تو علمي آثارو خا وند دی٠
٣-ارواښادسر محقق عبد الر حيم ځدراڼ :
دی د افغا نستان د علو مو اکا ډمۍ يو تکړه محقق و٠ دده زيا ت شمير مقالې د کا بل په مجله ، دزيري په جريدې او د هيواد په نورو معتبرو مجلو او جر ېدو کې خپرې شوي دي٠ دده يو مهم اثر د رو هيله پښتانه په نا مه سره يا ديږي چې په هند او په تيره بيا د رو هيلکهنډ د سيمي پښتا نه نو ابا ن پکې معر في شوي دي٠
٤-سراج الحق ببرکزی ځد ر اڼ :
حقو قپوه او قا نو نپوه دی٠ دی يو شمير اثار او مقالې لري چې د ځينو مقالو نو مو نه يې دادي : افغا نستان او نړ يو اله جز ايي محکمه، يو نسکو، د بشر حقوق او مو رنۍ ژ به، د عر بو سيا سي نظا مونو سيستم او په افغا نستان کې د ژبو سيا ست او ملي تر مينا لو جي نو ميږي٠
٥- عبد القادر ځدراڼ:
د ښا غلي ځدراڼ مقالي او ژ با ړې د هيواد په مطبو عا تو کې خپرې شوي دي چې ما دده مقالې دکا بل په مجلې او په زيري کې لو ستلې وي٠ ښا غلی ځدراڼ په جر مني ژبه پو هيږي(٧).
داو د ځد ر اڼو د قبيلې په باب لنډ معلومات چې ګر انو لو ستو نکو ته وړ اندې شول ٠
------------------------------

١- پښتني قبيلي،دکتور لطيف ياد، دپيښور چاپ ١٠٠-١٠١ مخونه.
٢- حيات افغاني، پښتو ژ باړه د پيښور چاپ ٣٤٨-٣٤٩ مخونه.
٣- دکا بل سلطنت بيان، د کا بل چاپ،٧٤ مخ٠
٤-حيات افغاني،٣٤٨ او ٣٤٩ مخونه.
٥- معلومات مختصر در باره اقوام و قبا يل سر حدي کشور،٤٩ مخ٠
٦-‬http://benawa.com/kandahar/ariki/
٧- د ځدراڼو دقبيلې په اړوند زما(ددې مقالې ليکوال) يادداشتونه.‬
- بېرته شاته