(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ملالۍ يوسفزۍ ګناه

ليک : ظهيراختر بيدى
هسې خو د نړۍ تاريخ له وژنو، زورزياتيو، چورچپاونو سفاکيته ډګ پروت دى ، مګر موږ چې له کومو بږنوونکو پيښو له وخته تيريږو دهغې بيلګه کيداى په انسانى تاريخ کې ترسرګو نه شي  ، دنړۍ ترټولو بيکاره او ظالم  حکمران په وژنو او شکنجو کې دصنف نازک (ښځو) ، د ماشومانوله له وژنوڅخه  لاس په سر کيږې مګر نن د دغې انسانى ټولني پر وړاندې د ظلمونو يوه داسې لړۍ پيل شويده چې هغه ماشومان ، ښځې ، او نه هم بوډاګان د بخلو وړګڼې اوپه هغې کې د ګناهګاراو بې ګناو توپيرنه کيږې ، له بارودوډکى لارۍ ، ځانمرګې بريدونه او هدفې وژنوچې په پاکستان کې کومه يوه نوي بڼه غوره کړيده ، څوک چې هم ورته مخامخ شي وژل کيږې ، او د عامه وژنو ډيروالى عام ملکيان ګوته په خوله کړى دي اوپه خپلو سترګو د اسمان خواته ګورې او نااميده کيږې ، ټول هيواد له ويرې ، دهشت ، بې خوندېتوبه او له نااميدو ښکارشويدى .
په دغه ترهګريزه ماحول او فضا کې په سوات کې څوارلس کلنه زده کوونکى ملالۍ اودهغې په دريو ملګرو باندې وژونکي بريد اګر چې د ويري او دهشت په فضاکې لاپسې توروالى رامنځته کړيدى ، مګر دهغې سره سره په ملالۍ يوسفزى باندې وژونکي بريدهيواد له يوه سره تربله سره نه بلکې په ټوله نړۍ کې دنفرت او کرکى ماحول رامنځته کړ ، که هغوې منظم شول او يو مرکز ورته په لاس ورغى نو پرته له شکه د وحشت مخه بدليدلي شي ، زمونږ هغه سياستوالو کوموچې په يوه وجه په هيواد او نړۍ کې ديوې خطرناکى مسئلې په چپه خوله په دروازه کې پرته ده ټينګار کاوه هغوى هم پر ملالۍ بريد په سختو ټکو غندلي دى ، دهغې جرم دا ويل کيږې چې ملالۍ په ډاګيزه توګه د ښځو د تعليم حمايت کاوه اودهغې په ياد جرئت هغې ته د جرئت مډال هم ورکړل شوي ؤ
دغه راز هغې ته په نړيواله کچه هم ځينې مډالونه ورکړل شوي ؤ کومو خلکو چې پر ملاله بريد کړى هغوې ملالۍ ته ګواښ کوي چې که چيرته هغه وژغورل شوه او ژوندى پاتې شوه نو بياهم پرهغې بريد کوې او له منځه يې وړي ، اوددغې څوارلس کلنى ماشومې قصور يوازې دا ويل کيږې چې هغه د طالبانو پرخلاف وه ،
دنړۍ په تاريخ کې دلويو لويو ترهګريزو ګوندونو نومونه شتون لري مګر يوازي په ګوندي مخالفت باندې دهغې د مرګ د پريکړي بيلګې تردي دمه نه ده ترسترګوشوي ، اوکه پرهمدغه اصولو عمل وکړاى شي اوهمدغه يې معيار وګڼل شي نوبيا خودنړۍ ٩٩ سلنه وګړي د مرګ مستحق دي .
د سپټمبرد ١١ پيښې د بريدونو له پيله دترهګرۍ پر وړاندې په جنګونوکې اګرچې  مهم رول افغانستان او پاکستان ادا کړي خو له هغې وړاندې د يوشمير نورو اسلامى هيوادونو ساده مسلمانانو يې له افغانستانه روس هيواد د ويستلوپه جنګ کې استعمال کړل ، دغو مذهب خوښونکو مسلمانانو ته داسې بارو کړاى شوې ؤ چې روس له افغانستال ويستل جهاد دى اوپه اصل کې داد دواړو سترو طاقتونو د ګټو او فايدو مسئله وه پدغه جنګ کې امريکا دوسلو او ډالرو بې دريغه استعمال وکړ اوهم دغو وګړو په پلمه يې نړيوال تاج په سر کړ ، اودهغې د مطلب اوهدف د ترسره کولو وروسته يې افغانستان نهرو پړانګانو ته پريښود .
دغه رازاګر چې د روس له افغانستانه دوتلو وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت قائم شو مګر دهغوې په ټول حکومت کې سربيره لدې چې دخپلى خوښى د اسلام د نفاذ د کلتورسبب شي  له ډير والي نور څه نه ؤ    
مګرکله چې دامريکا پخوانى ولسمشر 11/9   وروسته د رسوايې د بدلي د  اخيستلو لپاره په افغانستان بريد وکړ نو مذهبي توندرو په تدريجي ډول د ترهګرۍ خواته ولاړل ، ددغې سترځواک اودهغې د اتحاديانو چې کله د ترهګرۍ پرخلاف په يوه ناتوانه حيثيت د ترهګرۍ په ياد چيرکي جنګ په ترسره کولو او خپله ټوله توجو يې دازادۍ دجنګ مرکزته اړولي ده نوبيانه داچې په سيمه ايزه توګه بلکې په نړيواله کچه هم پلويان لري اوس امريکا دغه جنګ په مذهبى توندروۍ بدل کړيدى ، چې له امله يې اوس مهال له قابضوپوځونو پرځاى خپله د بى ګناو وروڼو پلوته شويدى ، پدغه جنګ کې که د ناټو دوه سرتيري وژل کيږې نو په بد ل کې يې دوه سوه مسلمانان هم وژل کيږې په سوات سيمه کې پرملالۍ بريد هم ددغې ړوند اوبى هدفه جنګ يوه برخه ده ،
آيا موږ دغه جنګ ته د نظرياتې جنګ نوم ورکولاى شو ؟
موږ يو ړوند او چې طرف يې نه وي نامالومه دى جنګ کې ښکيل يو  په ياد جنګ کې ښځې ، ماشومان او بى ګناوګړى وينو چې په وينو کې پراته دى دهغې پروړاندې د ناخوښۍ څرګندول يوه فطرى خبره ده مګر کله چې موږ په ځانمرګو بريدونوکې د ملالۍ په څير کم عمره ماشومه په استعماليدو وينو نو زموږ د حيرانتيا اود ناخوښۍ لپاره يوجواز جوړيږي کوم طاقتونه چې خپل زامن دمرک کومې ته ديکه کوي نو څرنګه کيداى شې چې دنورو د زامنو او ښځوباندې غمجن شي ؟
دغه راز نوري ستري  غميزي هم زموږ پروړاندې شتون لري اوهغه دي  فرقه ئيزه وژني اوکړني زموږ دحيرانتيا لدې امله جايز ده چې پر نړۍ دغلبى د لاسته راوړلو لپاره پدي جنګ کې دخپل ځواک د زياتوالى پرځاى ولى خپل طاقت کموي ؟؟
فرقه ييزجنګونه اوسمهال يوازې دپاکستان پوري محدوده پاتې نه شول بلکې هغې ټول اسلامى هيوادونه په خپله غيږه کې اخيستي دي آيا هغه طاقتونه کوم چې د مسلمانانو هيوادونو پر وسائلو د قبضې د دوام لپاره ليواله دي پردغه ويشت اوپه خپلو کې د جنګونو له امله پر هغوې نه خوشاليږي ؟
په خواشينۍ سره بايد وويل شي چې له لسېزو نيولى تر جمعو پورې ددغې فرقه ييزو  جنګونومالى مرستې اومددونه ځينې عرب هيوادونه کوي موږ ته نه ده څرګنده چې پدغه فرقه ييز جنګونو، وژنو او چورچپاونو پلوي اودهغې په لويه کچه په دغه ډول مرستې له هغوى سره ولى او په کومه موخه ترسره کيږي ؟
موږ يوازي پرخپلو بدبختيو  وير کوو او ګورو چې  ددغو جنګونو ګتي يوازي هم دغو طاقتونو ته رسيږي .......
زموږ په مذهب کې پر تعليم او ليک لوست امرشوى چې د مقالې د ليکونکى په اند په حديث کې راغلي دي داسلام پيغمبر ويلې دي چې علم لاسته راوړئ اګر که هغه په چين هيواد کې وي ورپسي ولاړشه .
غالباً دغه لارښونه لدې امله شويده چې علم ، پوهه اوهم زده کړه ده چې انسان له حيوانيت له عنصره انسانيت ته راښکي ، ددغې روښانه لارښوونى سره سره دماشومانو مکتبونه په چاوديدونکيو توکو الوزول ، ښحې له زده کړو بندول ، په څه ډول د سپيڅلې اسلام د پيغمبرعليه السلام د لارښونو سره سمون خوړلي شي ؟
په سوات کې ملالۍ يوسفزۍ دخپلو دريو ملګرو سره يوځاى دژوند او د مرګ ترمنځ پراته دي  دزده کړي د لاسته راوړلو لپاره
په دغه جنګ کې له يوې خوا ملالۍ د جرئت په مډال نازول شوي خو ورسره جوخت بلې خواته هغه پر مرګوني بريد هم ونازول شوه اود روغتيا په صورت کې يوځل بيا د مرګ په سزا نازول کيږي .
دمګرۍ ټول پاکستان نه بلکې په ګرده نړۍ کې د ملالۍ اودهغې دملګرو لپاره لاس په دوعاو دي اودهغې د روغتيا لپاره دعاګاني کوي اوله بريدګرو څخه د کرکى څرګندونه کوي
آيا داد ملالۍ يوسفزۍ بريانه ده ؟
ليک : ظهير اختر بيدى
ژباړه : مسيح الله عصام
13.10.2012
دخبريال ويب پاڼى څخه په مننى سره .

- بېرته شاته