(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امريكا و افغانستان ته د ...

محمد نعيم كاكړ

ډېر پخوا داخبره موږ و لوستونكو ته وړاندى كړى وه چي نزدې ۳۵ كلو كښې چي په افغانستان يا نورو پښتنى سيمو كښې چې څه روان دي دا يوه لويه طوطيه او د سيسه ده چي د پښتون افغان په ضد روانه ده او د دهغه لوئى لوبى يوه برخه ده چي فرنګيانويوه يو نيمه پيړى د مخه جوړه كړي وه او دوي ددي لوئى لوبى يا د (GREAT GAME)وپائى ته را رسيدلي دي موږ دا هم ويلي وو چي پښتنو افغانانو ته يوه لاره پاته ده چي دوي په يوه ټغر سره كښيني او د سولى يوه داسي لاره خپله كړي چي د دوى په ګټه وي ولى چي تر هيچا زياته اړتيا دومره نه شته څومره چي د سولى اړتيا او ضرورت پښتون افغان ته ده او ددي د څنګه موږ په وارو وارو داخبره هم غبرګه كړي وه چي پښتون افغان دي په خپل ځان باور وكړي نه په بل چا و لكه هغه څومره نزدې هم وي ددي د څنګه داخبره هم شوي وه چي د برتانيې هغه زوړ ټك نه دي اير ځكه چي د پښتون په نس كښې داسي چاړه وروهلي ده چي تراوسه د انګريز لخوا جوړ شوي ټپ څخه ويني بهيږي پاته سو لوئى لالا دهغه خو په يوه تنه باندي څو مخه دي او د هغه څو مخي يواځي د وخت شوروي اتحاد پيژندلي و چي د شوروي اتحاد د ماتيدو وروسته يې يوه څهره ټولي نړۍ وليده چي په دوي باندى څوك باور نه شې كولى پاته شو د دوي لاس پوڅي دا هم په وارو موږ په ګوته كړي و او د دهغه لاس پوځي په زور يې د هغه لويه تر دي ځايه راورسوله.

     اوس چي د رسېنو د لاري موږ ډول ډول خبرى اورونو داسي ښكاره كيږي چي موږ يوواربيا ټولو لويه تېروتنه وكړه او دهوكه شول د چا لخوا دهوكا شول هغه و موږ ټولو ته څرګند شول خو په  نورو د تور لګولو په ځائى بايد دا ومنو چي ټول پښتون افغان د پخوا وارو يوواربيا د خپله لاسه دهوكا وخوړله خو چي اوښ ليوانو و خوړ اوس الك وهل څه ګټه لري كه په حكومت كښې ناست په دي ناز كوي چي دوي هيواد ته ګټه راوړي ده هم بيځايه خبره ده او څوك چي د دولت په ضد جګړه كوله يا يې كوي هغه هم ودي هيواد او ولس ته ګټه نه د راوړي كه يوه خواته باندنيو ځواكو په بمبار ډراون بريدونو كښې په زراو پښتانه وژلي او معذوره كړي دي افغانان يې ځپلې دي خو بلې خواته د دولت مخالفينو چي دوي داوه لري چي د باندني ځواكو د وژلو په ضد يې جهاد پيل كړي دي خو دوي باندنيان لږ خو خپل عام وروڼه يې زيات وژلى او اوس يې هم وژنى كه يوه باندنى وژل كيږى خو خوار هيوال تر سلو پورى وژل كيږي او ددي د څنګه چي څومره ولسى شتمنى ته زيان رسيږى هغه خو بې شميره دي چي كله افغانان دي ته ګوري چي دهغه د طالب په نامه چي دومره وژني او وراني كيږى د افغانان نه شې كيدي خو ډېر داسي اټكل كوي چي كيدي شې چي د طالب په نامه دهغه وران كارد افغانستان دښمنان وي خو دا بيل بحث دي چي دي ته جلا كتنه په كارده.

     خو اوس بيرته ودي ته راځو چي آيا پښتانه افغانان د غاري وپائى ته درول شوي دي كه ددي جواب په هو كښې دي چي ځما په اټكل هوهم داسې ده نو بيا موږ ته څه كول په كاردي د كوتري وارو سترګى پټى كړو چي پشونه شته كه دهغه تش نس وجود سره راټول كړو او هغه ځموږ نيكه ګانو چي په خپلو وينو دهغه ښكلي افغانستان موږ ته راسپارلي و چي ځموږ د نايووالي او بې اتفاقى څخه زور ځواكو نيمګړي كړي موږ يې بشپړه بيرته ورغوو..؟ او دا د پښتون افغان د دوي چي كله يې هم ټاټوبى په خطر كښې شوي دي دوى لاس سره وركړي او دښمن يې شړلى دى خو دا بيله خبره ده چي د سياست په لوبى كښې هر څه دلاسه وركړي دي ځكه چي نن په دي ځائى ولاړ دي چي پورته پړانګ او لاندي پاڼ دى خو بيرته هم و موږ ته يوه اويكي يوه لاره پاته ده هغه ملي يووالى په كاردي چي پخپلو كښې چاړي په تيكو كښې واچوو اوهغه چاته مخه كړو چاچي د ډېرو وختو څخه موږ د خپلو ګټو دپاره څو كرولي يو او نور مو څوكروي كله په يوه نامه او كله په بل نامه آن دا چي د اسلام په سپيڅلې نامه هم موږ وهل شوي او وهل كيږو آن دا چي د افغان په نامه باندى هم پښتنو دهوكه شوي او كيږي خو پخوا ځموږ لارښودانو او مشرانو ويلي و چي دا هر څه ځموږ په خاوره روان دي دا د نورو د ګټو د خوندي كولو جګړه ده كه هغه شوروي كوله يايې دا اوسنې كوي څوني د خواښني خبره ده چي ځموږ د ټاټوبى ويش نن د امريكا برتانيه او نورو په لاس كښې دي او دوي ځموږ حكمرانان ټاكي او ځموږ خاوره دوي يو بل ته په لاس كښې وركوي لكه دوي چي ځموږ د خاوري او ټاټوبى خاوندان وي دا ځكه چي موږ پخپلو كښې سره لويدلي يو او د هيواد پريكړي مي نور كوي اوس هم موږ دهغه زورځواكي او د دوي لاس پوڅي چيلنج كولي شو كه موږ خپله خبره يوه كړو او په خپل ځان باور وكړو.

     موږ پخوا هم ويلي و چي د نن ورځي سيمه ايزه او نړۍ وال سياست او چارى ډيرى سپيچلى دي چي څوك ددي سياست سره ولدوي هغه په هر څه پوه دي خو چي څوك ورسره ولدنه دي نو هغه چي په كومه كنده كښې ولويدل الته ولويدل خو دا وخت موږ ته را پيښه ده او د پيښى څخه تېره نه شته او ژوندى قامونه هغه بلل كيږى څوك چي خپل ولس د شخړو څخه راوباسي پښتانه خو په وارو وارو د داسي آزمو پښتونو سره مخامخ شوي دي آيا ددي واره به هم ددي امتحان څخه ووځى....؟ هوكه دوي خپل ټولى تيري چاري ځائى په ځائى پريږدي او دا يوه چغه او ږغ پورته كړي چي لومړى د خپل هيواد ځغورنه ده او بس ددي دپاره به هر لوري د لومړۍ كار دا وكړي چي وسله په مځكه واچوي او يو د بل سره تړون ټينګ كړى.

     د نړۍ دهغه زبرځواك چي د ټول بشر ټيهكه په غاړه اخستي ده او د بشر د حقوقو علمبردار ځان ګڼې ارومرو هغه پښتانه افغانان دا پوښتنه ځينى لري چي په برلن جرمنى كښې چې تا كومى ژمني د افغانانو سره وكړى تر كومه ځايه تا دا ژمني تر سره كړي..؟ نن چي نړۍ د يوه نړۍ وال كلى د جوړيدو و خواته روانه ده او هر نړۍ وال تر ډېره را روان نسل چي په دي هيله دي چي د دوي به خپل سباون په كرارى سوله او سوكالي كښې ژوند تېروي امريكا د دوي دهغه هيلى تر كومه ځايه بشپړه كړي دي په نړۍ وال كلى كښې چي سرحدونه خپل ارزښت دلاسه وركوي نو په كاردي چي دهغه عمل و خپلي ارتقاء ته پريږدي خو د پاكستان او افغانستان تر مينځ د ډيورنډ كرښي راپورته كول څه ما نالري په يوه داسي وخت كښې چې د پاكستان او افغانستان په ګډون ټوله سيمه د خونړيو پيښو سره مخامخ ده چي پخپله د لويديځ او ناټو څو درځن ملكونه د يو ولس كاله كيږي چي نوي او درندي وسلى هم ورسره دي خوونه كړل شول چي دوي بريا ترلاسه كړي نو دا اجازه امريكا ته چا دا اجازه وركړي ده چي په زراو ميله ليري پرته امريكا د نورو ملكو ويش كوي كه موږ دا نړۍ يو سوله ايزه او سوكاله نړۍ وال كلى ( GLOBEL VILLAGE)غواړونو به هر وړوكي او لوئى ملك ته به د ملګرو په چوكاټ كښې دهغه نړۍ وال كلي وده كوي شې نه دا چي زورور په كمزوري خپله حكم په بل لاګو كړي دهغه نړۍ وال كلي هم هغه وخت وده كوي شې د ملګروملتو په چارټر عمل وركول شې خو كه دهغه د يوه بل ملك درناوي ونه شې نو به نه دهغه نړۍ وال كلې وي نه به د بشر څه سباون وي بلكي دا نړۍ به پوه پناه كيږي په ۱۱۹ يوي پيښى ټوله امريكا ولړځوله كه نو كه چيرى يوبله پيښه رامخ ته شې نو بيا به څه حال وي په كاردي چي موږ نړۍ د سولى دپاره په ګډه كار وكړونه دا چى دا نورو ملكو ويش كړو پاته شوه برتانيه دهغه په اړه خو لوئى ليكوال.

فريډرك نټشى چي يو نامتو فلسقي او لوئي اديب دي په خپل يو فصل كښې چي نوم يې شريف څوك دي؟  تر عنوان لاندي  ليكي چي انګريز(فرنګى) يوپسټ قام دى په خپله خوښه څريدونكي ځناور دي په خپل مكر يې د دنيا او نړۍ خلګ بيوقوفان جوړ كړي دي مخ ته وائي چي انګريز په مكر او فريب كښې استاذ دي.

        نو ځه دا وايم چي پښتنو افغانانو ته په كار دي چي ددهغه مار څخه ځان وځغوري ولى ددي مار د چچولو څخه چي كوم ټپ جوړ شوي دي دهغه ټپ څخه تراوسه ځموږ ويني بهيږى چي دهغه يوه لويه بيلګه د ډيورنډ كرښه ده چي دپښتنون افغان په تتۍ ايستل شوى ده دايوه لويه چپړنه غواړي  چي  په  كار  دي  چي  هغه جنايتونه  په ګوته شي  چي  دوي  په  خپل مكر اوفريب  د  تاريخ  په اوږدو كښې دموږ سره  كړى او اوس يې هم زړه نه  دي سوړ كه  وي خوي نور خوشاته دوي ناست دي.

- بېرته شاته