(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شنـه وتره

(شعري ټولګه)

د کتاب ځانګړنې:

 
   

د کتاب نوم    :    شنه وتره

شاعر     :    مبارز څاپی

کمپوز او ډيزاين    :    عبدالهادي اثر

چاپ کال  :    ١٣٩١ ل.

چاپشمېر       :    ۱۰۰۰

د خپرونو لړ   :    (١٤٠)

چاپځى         :    اسد دانش مطبعه/ ٠٧٨٨٠٤٢٨٢١

د چاپ حقوق خوندي دي.

ډالۍ

د هغوی په نامه، چې د خپل ولس په مينه کې له سره ځارېږي.

مبارز (څاپی)

مناجات

يه! څښتنه د هسکونو
يه! خاونده د برمونو
ټول د تا په لمانځه بوخت دي
يه! منونکيه د لمنځونو
زړه مې بيا په چيغو ژاړي
بيا له تانه مرسته غواړي
ته يې اورې او که يه؟

ځمکه ټيټه ده له څېلمې
خو هسکونه يې وچت
دا بې رنګه خړه خاوره
په رنګونو کې لت پت
له دې خړې پړې خاورې
هر رنګ ژوي پنځېدلي
رنګ په رنګه ونې بوټي
هم په کې دي ټوکېدلي
په کې شته دي لا پسې هم
هڅېدنې، پاڅېدنې
يو په لوړ بل په ژوره
لا ختنې، پرېوتنې
د مرګي او د ژوند راز
په رنګونو کې آغاز
يه! څښتن ددې رازونو
يه! خاوند د آغازونو
زړه مې بيا په چيغو ژاړي
بيا له تانه مرسته غواړي
ته يې اورې او که يه!

د يوې ښځې له نسه
د يوه سړي له پښته
که سړي بولي سړي دي
که وګړي له پنځښته
تا په ګنډو دي وېشلي
پېژندنې له ارزښته
په هر خېل دې جلا کړي
نوميالي د نوم په رښته
هر ټبر ته دې ورکړي
خپله ژبه خوږه زښته
پښتانه هم په کې شماره
ښه نېکمرغه ښه نېک بخته
که يې سيال کړې د سيالانو
هم له بخته هم له تخته
يه! بښونکيه د نومونو
جوړوونکيه د خېلونو
زړه مې بيا په چيغو ژاړي
بيا له تانه مرسته غواړي
ته يې اورې او که يه؟

زور زياتی دی پنځولی
سوله روغه دی منلی
ورور د ورور په دښمنۍ کې
زوی هم پلار دی خپل وژلی
يو دې زيات په زور غښتلی
بل دې زور نه غورځولی
يو دې لوړ په ونه کړی
بل دې ټيټ دی ګرځولی
يو دی لوږې نری کړی
بل مړخت دی پړسولی
يو ناروغه ژوندانه کې
بل دې روغ رمټ ساتلی
يو دې کړ بې زويه لوره
بل ته ګڼ ځوځات بښلی
يه! خالقه ددې کړنو
ددې کړنو د لاسونو
زړه مې بيا په چيغو ژاړي
بيا له تانه مرسته غواړي
ته يې اورې او که نه؟

زور زياتی چې نه کولو
تا هغوی به ښه ستايلو
چا چې زغم به کړلو غوره
تر بري دې رسولو
مينه زغم د هر وګړي
د پايښت په لور د تللو
هر زغمونکي شو استازی
د نېکمرغه ژوند لرلو
تا ښکلا د ژوند کړه سوله
روغه، جوړه د منلو
سوکالي او سمسورتيا هم
شوه د سولې په پاللو
له پرون څخه تر ننه
د ګانده د غم خوړلو
يه! څښتنه د زغمونو
زړه مې بيا په چيغو ژاړي
بيا له تانه مرسته غواړي
ته يې اورې او که يه؟

د تروړليو هيلې تروړي
د هيلو لمنې نغاړي
د ابليس سپي دي راغلي
هر بېوزله ولس داړي
چې د پېښو مخه ډب شي
يو د مينې لارښود غواړي
ډېر بې نومه شهيدان شول
کور او کلي پسې ژاړي
لا هم سوځي په لمبو کې
په هر رنګه بهانو کې
چا يې غږ په غوږ وانه ورېد
دنياومند په استانو کې
لا هر څوک تورونه وايي
ډکو ډکو پيمانو کې
يه! نياومن د ولسونو
مرستندوی د ټبرونو
زړه مې بيا په چيغو ژاړي
بيا له تانه مرسته غواړي
تا يې اورې او که يه؟

هابيليان يې چې وژلي
د قابيل ځوځات راغلي
د بابل له هسکه څلي
نر ماشوم پر ځمکه ولي
د نمرود د اور لمبو ته
د مهال براهيمان بولي
د فرعون لښکرې ګوره
په موسی پسې ورځغلي
د عيسی په لياره تلونکي
پر صليب دي ځړېدلي
چې بودا له برمه پرېوت
سولې، روغې پرځېدلي
چېرته؟ څوک؟ لکه بلال
د آذان پر بام ختلي
يه! څښتن د آذانونو
زړه مې بيا په چيغو ژاړي
بيا له تانه مرسته غواړي
ته يې اورې او که يه؟

موده وشوه پښتانه هم
په بېديا کې آواره دي

د جګړو د اور د لاسه
په ژړا او په ناره دي
هرې خواته ددې سيمې
په ټوټو اره اره دي
بيا د تا له ستره واکه
په غوښتنه د چاره دي
د يو ستر ولس په توګه
ښه په سيمه او څاره دي
ورته وبښه يووالی
د ميليونو په شماره دي
بيا يې ټول په يو مرکز کړه
کوم په سيمه کې ښکاره دي
يه! منونکيه د غوښتونو
زړه مې بيا په چيغو ژاړي
بيا له تانه مرسته غواړي
ته يې اورې او که يه؟

تورې شپې دي اوږدې شوي
د غم سترګې برندې شوي
پلوشې د رڼاګانو
د ګهيځ دي ړندې شوي
د دوزخ په لورې تګ
رنګ په رنګ ګړندي شوي
فردوس نه ښکاري په سترګو
د تګ ليارې بندې شوي
د تورمخيو د شامته
ليارې کندې کندې شوي
د بري په لور ګامونه
د هر تن غړندی شوي
هره هڅه په هر ګام کې
د هر ژوي زندۍ شوي
يه! خاوند د ګهيځونو
يه! څښتنه د لمرونو
زړه مې بيا په چيغو ژاړي
بيا له تانه مرسته غواړي
ته يې اورې او که يه؟

موږ غوښتونکي د يووالي
هيله من د غښتلوالي
چې روان پر سمه لار شو
د ولس د سمون والي
په جرګو او مرکو کې
ستر سمبول د پښتونوالي
د نړۍ تر هرې برخې
نوميالي په سوله والي
ستا د نوم له لوړه هسکه
په ښکلا د مينه والي
ژوند رنګينه د (څاپي) کړه
په نومونو د نوميالي
له نن ورځې تر قيامته
تل به ستا يو ستاينوالي
يه! څښتنه د حشرونو
زړه مې بيا په چيغو ژاړي
بيا له تانه مرسته غواړي
ته يې اورې او که يه؟

رارسېدلی ليک

سلام او ښې چارې يه وروره زما
واوره خبر له هره لوره زما
زړه مې دننه په ګوګل کې ناڅي
دا ستا په ياد د سترګو توره زما
وروځې، لېمه، باڼه رپېږي درته
واخله خبر له څار او څوره زما
تندی دی ټول ټبر روښانه پرتا
د پلار د سوړ نغري اوره زما
په ژوندانه کې د روغتيا او بري
په دعا ياد د پلار او موره زما
دتا په شان هم بېلتانه وړېدې
که يې خبر له وروره او خوره زما
له سوچ او فکر نه به هېر شي کله؟
وړي بېلتون غړي له کوره زما

د زمانې په بېوفا پېښو کې
څه يې خبر له تور او بوره زما
دلته د ټول ټبر ترمينځ که پوښتې
له هره چا ده برخه نوره زما

(۲)

ما خو تکل کړی چې تا وګورم
تا سره هم يو بل اشنا وګورم
په پردي ښار او په پردي هېواد کې
ستاسو خوښي ستاسو خندا وګورم
په راشه درشه د دوستانو ترمينځ
خواږه د مينې د وفا وګورم
خپلو دوستانو په ليدنو کې هم
د هاغې سيمې ښه ښکلا وګورم
په چاپېريال د بېلتانه غمونو
د پردېسۍ د ژوند هوا وګورم
زړې څپې د خاطرو مې د ژوند
دا ستاسو مينځ کې يو ځل بيا وګورم
ستاسو د ژوند په ورځني چارو کې
خواږه، تراخه لا خوا په خوا وګورم
په دې تکل مې دغه ليک ليکلی
څو اروپا او امريکا وګورم
وايه چې ستا (څاپی) نظر څنګه دي؟
زاړه ياران به په رښتيا وګورم؟

ځواب

(۱)

زه د بېلتون د اور لمبو کې وسوم
ته غواړې راشې اروپا وګورې
په خوله خبره د دوستانو کوې
په زړه کې هوډ چې امريکا وګورې
راځه زر وارې په دې لياره راشه
دلته به ته هرڅه زما وګورې
تاته به زه ښه هرکلی ووايم
ته به هم هر څه د هر چا و ګورې
د پردېسۍ او د بېلتون غمونه
زموږ د ژوند په هره خوا وګورې
(هر چاته خپل وطن کشمير دی) کنه
دغه متل به په رښتيا وګورې
که خواږه ډېر دي، تراخه هم ډېر
د ژوند غمونه به بلا وګورې
په پاکو کليو او کورونو کې به
زړونه ناولي د هر چا وګوري
سوځي په اور کې د روخي اندونه
که ودانۍ د اروپا وګورې

(۲)

ورور او تر بور به وي زموږ د کلي
خو په چوپړ کې د اغيارو تللي
هېواد شو کنډ کپر لا ستړي نه دي
چا چې ودکا او که ويسکي نوشلي
هغوی به څنګه وداني وکاندي؟
چا چې بچيان د خپل هېواد وژلي
هغوی به څرنګه باور وګټي؟
چا چې کاسې لا هم د دال څټلي
هلته سياست او د مذهب لاسونه
پرمخ د ځمکې کې هر څه سېځلي

چارې ددين دي له هرچانه پاتې
په نوم د خدای دي ټول شيطان بللي
تر بيرغ لاندې د افغان په نامه
هاغه به کېږي چې دښمن ويلي
د ورور ولۍ او د اسلام په نامه
د هر دښمن په توغندو مو ولي
په ټوله ځمکه کې دې اور بل شوی
په رډو سترګو دي هر چا کتلي

(۳)

دلته سياست او د مذهب چارواکو
هرڅه په مينځ کې د خپل ځان وېشلي
هر يو واکمن د سياست او مذهب
د خپل هېواد ټول نواميس منلي
هر يو په خپله دی بسيا برخه کې
څنګه قانون چې هم روا ګڼلي
د ملا خېټه ده مړه له هر چا
چړې ته هرڅه لا هرچا بښلي

وزير، رئيس، مشر مامور که ګورې
لا له هر چا نه معتبر ختلي
يو د جرګې بل دې لمانځنې کار ته
هر يو په وار خپل هېوادوال بللي
هيڅوک د چا سره بدي نه کاندي
ټول خو په ليار د قناعت کې تللي
کار په سيالي کې د اندونو کېږي
ټول دي په پړي د قانون تړلي
چا د وطن په لوري هيڅ کله هم
نه دي په سترګو د بدۍ کتلي

(۴)

هلته خو ټول خوار ډېرکي ولس مو
په اسکيرلي توګه لوږه کې مري
په بېسدۍ کې ژوند د ټولو تېر شو
نشته دی څوک د ژوند پټی وکري
يو لږه کۍ دې د مړښت لپاره
لاهم د بل چا په ورشو کې څري

هغوی د بل چا د شرابو په خوند
بد بد مستۍ په بد مستۍ کې لري
د ګران هېواد د ښمنانو سره
کړی  تړون د ورانولو سري
په بهانو چې ما او تا ووژني
وسلې را غواړي هوايي او بري
يو ښه نيرنګ د غولولو دي دا
د خپلې ژبې نوم يې ايښی دري
د باز منګولو ته به ټينګ شي کله
د شيطانت د دام تارونه نري
دا معجزه ده که کمال د خاورې
ښکلا خاورينه ده خو تاج يې زري
څه دی توپير د بې سدۍ او مستي؟
دواړه ناپوه دي له خپلې هستي

بن جرمني

۶ / ۸ / ۲۰۰۶

 

 

 

 

وستل د لېونيانو

ساقي راته په مينه جام په لاس نيولی دی
راځه! د ناز خوماره پسرلی راغلی دی
ښيښې د خمار ماتی په هر ګوټ کړو ددې جام
هستي کې مو مستي د لېونتوب ګټلی دی
جامونه په کړنګا شي چې منګی په نڅا راشي
خمار يې راته ښکاري چې لا ښه سپېڅلی دی
چې زه يې کړم بې هوښه او هغه پاتې هوښيار
قانون کې خو د مينې لېونتوب ليکلی دی
هر چېرته هم په ياد دلېونيانو مېړنيانو
په برم سره ولاړ د شهيدانو څلی دی
هيڅوک په هوښيارتيا کې نه دی مړ زموږ د سيمې
دا ټوله هديره د لېونيانو کلۍ دی
چې څوک د لېونيانو د وستل په لور په مينه
راغلی لېونی دی لېونی هم تللی دی
ما زړه ته کړل چې  چېرته لېونيانو لا وځانته
راوښيه په مينه کوم هوښيار منلی دی
زړه پړنګ شو په ژړا کې د ګيلې په توګه وويل
هوښيار ته کوم مهال چا لېونی ويلی دی؟
هوښيار په ځمکه پاتې خو د ځمکې له مداره
ښاغلی لېونی دی چې بهر وتلی دی
چې ووايي رښتياوې په ښه لوړ آواز له هسکه
منصور غوندې مې دار ته نن (څاپی) بللی دی

بن جرمني

۱۱ / ۹ / ۲۰۰۶

سپېڅلې مينه

خيال دې چې کله په نڅا شي زړه ته
باڼه مې واړه په رپا شي زړه ته
ستا د راتللو ليارې سر له څاره
سترګې مې دواړې په ژړا شي زړه ته
شونډې او خوله، د تندي هره ګونځه
لا له حيرته په خندا شي زړه ته
وروځو، لېمو، سترګو، بڼو له څوکو
ستا د راتګ زېری رښتيا شي زړه ته
تللی پر لوړو نا اشناوو غرونو
چېرې درمل کومه هوا شي زړه ته
په پردېسۍ کې يې ژړلي دي ډېر
پرېږدئ چې زړه مې بېرته راشي زړه ته
هيله ده دا د غمه ډک ګوګل مې
يو ښه انګړ د مينې بيا وشي زړه ته
بيا دې که ورټل غليم او غماز
زما به هم کلکه ويسا شي زړه ته
د مينې لاس دې که راوغځوې
د هوساينې به امسا شي زړه ته
د مينانو په ټوليو کې هم
نور به روښانه نوم زما شي زړه ته
جوړ به اتڼ کړم د تڼي له تڼه
ستا د راتللو که تڼا شي زړه ته
ته چې د مينې سوال مې هېر کړی ګلې
زما هم رنګ په رنګ سودا شي زړه ته
د مبارز (څاپي) سپېڅلي مينه
چېرې به هم يو ځل د تا شي زړه ته

بن جرمني

۶ / ۱۲ / ۲۰۰۶

مرور خيال

مرور خيال دې چې پخلا شي کله
ماته هغه مهال بلا شي، بله
د پلو لاندې ستا په نيمو کتو
زړه به زما وايه سلا شي، څله؟
د عدالت چې په کې ټکی نه وي
څوک به يې څه کړي که طلا شي، تله
لکه د خيال د جنون وچو هيلو
که مې په زړه کې بيا ځلا شي، ځله
تا چې د زړونو کلي پاک ولوټل
د تا به کور هم لوټ په غلا شي، غله
که وږمې وشيندي ښکلا سره سم
بلبل به تا لره هم راشي، ګله
چا چې دفتر د مينې نه وي لوستی
په ژوندانه به يې تالا شي، ډله
که مجنون لاړ شي د سارا په لوري
له ډېره غمه به ليلا شي، شله
ستا د بڼو له غشو اور ورېږي
وريت مې که ځان هم پرې والله شي، وله
څوک چې خپل ځان په فراغت کې ستايي
ماته په سترګو کې حيا شي، خپله
د مينې رنځ نه به هيڅ روغه نه شي
په تاويذونو که دې ملا شي، مله
د بېلتانه په تورو شپو کې که هم
دا ستا د مخ د لمر رڼا شي، بله
لکه پتنګ د شمعې وبه ستايم
(څاپي) که ستا په اور جليا شي، هله

بن جرمني

۱۶ / ۱۲ / ۲۰۰۶

غوټۍ شونډې دتا

کله به سپړېږي؟
د مينې بڼ کې زما
غوټۍ شونډې دتا
غوټۍ شونډې دتا

په دښتو کې د شګو
په غرونو کې د تيږو
کلونه شول د لوږو
راځي پر له پسې
ډېرېږي تلوسې
له ډېرې بې وسي
چې نه راځي په شونډو
هغه موده خندا

غوټۍ شونډې دتا
غوټۍ شونډې دتا

د هسک پر هره غاړه
خوښي کاندي نڅاوي
خو برخه د غمونو
په خټه کې اخښلی
زموږ د ځمکې والو
د ژوند په هر پړاو کې
د ساندو سره يو ځای
راغلې ده ښکلا

غوټۍ شونډې دتا
غوټۍ شونډې دتا

دا پورې چې ښکارېږي
په نوم د بوډۍ ټال
ليندۍ ده د رنګونو
وريا سره راغلی
د لمر وړانګو په مرسته
له ورېځو او بادونو
زرغونه به شي ځمکه
رنګينه شوه هوا
غوټۍ شونډې دتا
غوټۍ شونډې دتا

ځبېښناکو يو ځبېښلي
رنګ رنګه د زمان
پر کور مو دي راغلي
غښتلي د جهان
خو موږ ورته ولاړ يو
په نوم د پښتون والي
سرونه مو ښندلي
پر ټوله پښتونخواه

غوټۍ شونډې دتا
غوټۍ شونډې دتا

بن جرمني

۲ / ۱۵ / ۲۰۰۷

درېغه درېغه

عمر تېر شو بې درېغه، درېغه، درېغه
د شپېتو دپاسه نېغه، درېغه، درېغه
لا خو نه يم تر اوياوو رسېدلي
د مرګي اورمه کړېغه، درېغه، درېغه
سپينۍ واورې مې پر سر دي ورېدلي
د خزان د ساړه مېغه، درېغه درېغه
د ځوانۍ د مستي مست اس مې قربان کړ
د هوس د تېره تېغه، درېغه، درېغه
په چمن کې د بلبلو پرځای ښکاري
د شين ټاغي سترګه ټېغه، درېغه درېغه
د زړښت د سيلۍ وار راغی (څاپيه)
له هيبته شومه هېغه، درېغه، درېغه

بن جرمني

۲۸ / ۲ / ۲۰۰۷

درېغه درېغه

ياران لېږدي بې درېغه، درېغه، درېغه
د بېلتون له درد او ديغه، درېغه، درېغه
د وصال او د بېلتون ترمينځ سيالۍ کې
د بېلتون شمله ده نېغه، درېغه، درېغه
له کاروانه د هر يار د لېږدېدنې
اورېده شي بغ او بېغه، درېغه، درېغه
په چاړه لکه قصاب مو هسې وژني
د بېلتون له تېره تېغه، درېغه، درېغه
له پنځښته يو اخته د ځان په وير کې
د مرګي له بده کړېغه، درېغه، درېغه
په ژړاوو د هيچا هم نه جار وځي
د مرګي ده سترګه اېغه، درېغه، درېغه
د هر يار د بېلتانه د غم په وير کې
ما هم ووهله چيغه، درېغه، درېغه
لکه ما غوندې (څاپي) په بېلتانه کې
د هر چا شوه ژامه هېغه، درېغه، درېغه

بن جرمني

۴ / ۳ / ۲۰۰۷

څلـــوريـــزه:

حيرانتيا

ځان ښيې کوربه غوندې، ناست يې د مېلمه غوندې
زه خو يې حيران کړمه، دې پښتونولۍ دتا
وايې له سمون نه خو، کړنې دې کږې وږې
څو به وي کږه وږه، دا سمونولۍ دتا

بن جرمني

۱۷ / ۶ / ۲۰۰۷

لوړه

لوړه په مينه او په وينه کړم، په ژبه کې هم
که په روغتيا وي که د يار د بېلتون تبه کې هم
ما خو هيڅکله محبت کې خيانت نه دی کړی
که په ناسوبه وه د يار د مخ، په سوبه کې هم

بن جرمني

۲۷ / ۷ / ۲۰۰۷

مينه

مينه په وروځو ده، په سترګو که په بڼو د چا؟
که ده په شونډو، په لېمو، په وېښتو ګڼو د چا؟
زه غواړم سره د اننګو، د کڅو تور تورونه
نور مې پروا نه شته هيڅکله لا په چڼو د چا

پرخه

لکه د کڅو چې د ېوال د بڼو تاو دی ترېنه
هسې ازغيو کې ښکلا په پټېدو خوښه ده
ګوتې لېمو ته مې د ګل چې نېږدې نه کړې کله
پرخه په وړانګو کې د لمر په ځلېدو خوښه ده

اوښکه

پرېږده چې ستړې شي د ساندو د نغمو سره مې
ستا نڅاګره ادا لا په نڅېدو خوښه ده
ټوله نړۍ په تماشا درته راغلې ده خو
اوښکه بېوزله دې لا هم په څڅېدو خوښه ده

بن جرمني

۸ / ۲/ ۲۰۰۸

 

په کنډر کې د ژواک

ځای د تڼۍ نيسيي چې ځنځير د ختو چاک
نه مومي بوډا هغه د تېرې ځوانۍ ځواک
لرې شه زوړ توبه، ګلابي شونډو په جام کې
اوڅښم خواږه لا، د ځوانۍ د بڼ د تاک
چا چې ژوندانه کې خپله ژبه ښه لمانځلی وي
زه خو يې ستايمه که ژواک وي که پژواک
مړ هغه ولس دي په نړۍ کې د سيالۍ
نه لري هيڅکله چې د خپلې ژبې واک
چېرته د انسان په وژنه چا؟ چانه پوښتلي دي
مه رسوه غږ تر عدالت پورې د هاک
وسوځوه زړه کې تړاوونه څه دې کرکي دي
اوسه خپل ولس ته ښه سپېڅلی مينه ناک
هرڅه د هوس په اور کې سوځي د ځواکمنو
دی تنور د ظلم دې جوړ کړی لوی بلغاک
غټ وي که وړوکی، که وي دروند او که هم سپک
نه ښکاري ړانده ته، دغه ټول لکه خاشاک
نه وو چې لارښود مو پوه، د ژوند له جګړه تونه
هر يو چغزنې بری مو واوخته مټاک
چاته چې لارښودنه وي رښتينی او هوښيار
خوشې غورځي پرځي کا، په کنده د هلاک
نه غواړي غوږونه د دروغژنو چې لا واوري هم
چېرته چې وينا وي د رښتياوو د ټيک ټاک
رابه نه شي سوله لا په ځمکه د افغان
څو چې کرل کېږي ترورېږم او ترياک
بې له مينې وينې، نور څه نشته د (څاپي)
څه غواړي بلوسګره په کنډر کې د ژواک

بن جرمني

۱۸ / ۸ / ۲۰۰۷

ښــــځـه

د چا په شونډو اننګو خوښه ده
د چا په وروځو په لېمو خوښه ده
څوک يې غاښونه د صدفو ستايي
د چا په خال او په کمڅو خوښه ده
ځينې خو ستايي د وېښتانو څپې
د چا په ناز او کرشمو خوښه ده
څوک يې د تيو او وره نونو ستايي
د چا په سترګو او بڼو خوښه ده
ځينې سيرت ځينې صورت خوښوي
د چا په ونه او جامو خوښه ده
چاته د ژوند ده د پايښت خبره
د چا يوازې په شېبو خوښه ده
ځينې د خپل د کور مېرمنه ګڼي
د چا د کليو په دېرو خوښه ده
څوک يې د مور په نامه ډېره ستايي
د چا ګلرنګه په وږمو خوښه ده
څوک يې د اور د بېلتانه نه تښتي
د چا جليا په سرو لمبو خوښه ده
کور دی ګلبڼ مېرمن بلبله د ګل
بلبله ګل ته په نغمو خوښه ده
ښځه د کور مېرمن، واکمنه د کور
د کور د واک په مرتبو خوښه ده
ماشوم چې څومره د مور غېږ کې خوښ دی
هومره مور خواته د زانګو خوښه ده
چې په زانګو کې خپل ماشوم ويده کړي
په ترانو للو للو خوښه ده
تراخه وي زهر چې يې نوم وانه خلي
ښځه هر کله په خوږو خوښه ده
خواږه چې څنګه د خوږو خوښېږي
هڅې هم خولی ته د ترخو خوښه ده
د جنت حوره، پرښته د جنت
ماته دنيا کې په ژوندو خوښه ده
زېری د مينې د ښکلا له هسکه
بيا د (څاپي) په ترانو خوښه ده

بن جرمني

۱۶ / ۲ / ۲۰۰۸

پلوشې

له مخه لرې کړه کمڅۍ خورې ورې پلوشې
په مسکا وځلوه شونډې تکې سرې پلوشې
وړانګې د لمر دي که دا ستا د مخ شغلي ووايه!
د ژوند پر بام مې چې لا هاغسې لرې پلوشې
يېبره د کر به دې ترلاسه شي د ژوند نېکمرغي
په زړه کې مينه دا زما چې نن کري پلوشې
له شينکو کڅو نه دې ځار چې مې ټول شته د ژوند شي
داسې ارمان دی، زما د تن هرې زرې پلوشې
په ونه ټيټه، بڼه سپينه، طلايي وېښتانو
ناوې يې ښکلې ژما د ژون د سر دری پلوشې
له بېلتانه، نه مو ترمينځه چې بيا ونه وايي
(هاينه) ټوټې کړ ستا د غم تېری اری پلوشې

بن جرمني

۱ / ۳ / ۲۰۰۸

يادونه:دغه پورتنۍغزله مې د ښاغلي زيباستيان (هاينه) په غوښتنه ليکلې، زيباستيان (هاينه) يو دوه ويشت کلن المانىځوان دی، چې د ټولو اروپايي ژبو په شمول په پښتو ژبه هم په روانه توګه غږېدلی شي. نوموړی په فارسي، بلوڅي، کردي، سندي، اردو، پنجابي او هندي ژبو هم پوهېږي او خبرې پرې کولی شي.هغه له يوېالمانۍنجلۍ سره مينه لري او غواړي چې ورسره واده وکړي، سره ددې چې د ځان لپاره يې پښتو نوم (زمری) غوره کړی، خپلې راتلونکې مېرمنې ته يې هم د (پلوشې) نوم غوره کړی دی او ورباندې ايښی يې دی، نو ځکه هغوی ته ما دغه غزله د ښه راتلونکي ژوند په هيله وليکله چې ډېر ډېر پرې خوښ شوي هم دي.      مبارز څاپی

غـزلـــه

يه ښکلي مينان دي کړيدلي دي که نه دي؟
په اور د بېلتانه کې سوځېدلي دي که نه دي؟
په سوچ کې به د چا د مينې پاتې يې که نه يې؟
له سترګو دې هم اوښکې څڅېدلي دي که نه دي؟
وريا کي د ګوليو د بمونو له آسمانه
کنډرې د چا ړنګې دې ليدلي دي که نه دي؟
له ورېځو به څوک هم کله پوښتنه داسې وکړي:
چې څاڅکي د وريا دې ورېدلي دي که نه دي؟
جنډې د شهيدانو هره خوا چې لا رپېږي
تا هم له يتيمانو اورېدلي دي که نه دي؟
له هسکه د غروره که راکوزه شي وګوري
د وينو مو رودونه بهېدلي دي که نه دي؟
د مينې لېونيان دي هره خوا خواره واره شول
له غمه د هجران دې ژړېدلي دي که نه دي؟
ميليونه له وطنه په بهر کې آواره دي
په غم د پردېسۍ کې زورېدلي دي که نه دي؟
له هسکه د غمونو چي غړمبېږي هم ووايه!
دا ستا د تندر شونډې برېښېدلي دي که نه دي؟
خوښې ته د تګ پښې د مبارز شولې ورماتې
وارونه د ميرڅۍ پرې لګېدلي دي که نه دي؟

بن جرمني

۱۰ / ۴ / ۲۰۰۸

بوللـه

چې انسان لره خوښي بښي اختر دی
چې اختر لري هغه ښه بختور دی
نن خو نوم د اختر بيا له هر چا اورم
که په کور کې دی دننه که بهر دی
ځينې بوخت دي په خوښيو د اختر
چاته پروت لا د غمونو لوی دفتر دی
ځيني دي له هره غمه نه بې غمه
چا پر چا هم غوړولی خپل وزر دی
خو په برخه د هغوی څه خوښي نه شته
څوک چې پروت له کرښې لره او که بر دی
په ګوګل دننه زړه ساتم په مينه
له دې زړه نه مې يو پاک الله خبر دی
داسې مه ګڼه چې ما ده خوله تړلې
څېرې کړي مې هر چاته خپل ټټر دی
خوښي نه شته د خوښي او زما ترمينځه
د بېلتون لښکر پرېوتی سر په سر دی
بېلتون نه شته له بېلتونه ځکه ځکه
دا زما او د بېلتون کور ور په ور دی
په ويالو کې غوټې مه وهه چې نه شته
ملغلرو ته يوازې سمندر دی
چې انسان پر انسان نه ورځي هم هلته
د بدۍ د هوډ د دوه غرونو ټکر دی
د جګړو د اور په لټه شول بد مرغه
چا چې سوله روغه غوښتي بختور دی
تباهي ده په نغمه د آزادی کې؟
يا خو دا چې سندر غاړي يې کافر دی
چې ماتم او مصيبت شو زموږ هېواد ته
د اووم او د اتم د غوايي ښکر دی
بيا هم هلته د ولس د مرګ لپاره
له لوېديځه څخه تللی لوی لښکر دی
چې په وينو کې لا نه دی لمبېدلی
راته وايه کومه دښته ده که غر دی؟
هره ونه هر يو بوټی يې سور ښکاري
که څېړۍ ده که بر لنځه که نښتر دی
ګرځېدلی کومه پېښه چې د کال ده
هم هغه خو توره بوړه د سپين غر دی
د چا نوم چې لا په خولی اخيستی نه شم
اوس هغه زموږ د خوار کلي رهبر دی
په وينا کې لکه ستر عالم ددين
په عمل لکه د کلي لنډه غر دی

د چندخو او غوماشو وه محفل ته
په نڅا او په سندرو لکه خر دی
په ټول ژوند کې چې د کلي چتکي ويشتي
هم هغه مو نن د سيمې سکندر دی
د وطن کلي بانډې ښارونه ړنګ شول
ملامت چېرې يوازې ملا ببر دی
په دې لياره کې هر چا کړه ينه يخه
د ګوندونو که اصغر دی که اکبر دی
ماشومانو ته د لوبو په چلول کې
افلاطون سره استاد مو برابر دی
چې واک پرېوته په لاس کې د لوټ مارو
چاته پاتې نه غالۍ ده نه ټغر دی
له هغو ښاغليو سل ځله ځارېږم
چا چې تاج ايښی پر سر او قلندر دی
که څوک نن په ملاتړ د حق وچت شي
په ګانده کې (مبارز) يې شمله ور دی
که په دې کې څه غلطه چاته ښکاري
دده کاڼي او زما خوارکی سر دی

بن جرمني

۲۶ / ۱۱ / ۲۰۰۸

څلـــوريـــزه:

واوره

هرې څنډې ته د ځمکی رسېدلی
د افغان د هېواد پېښو نښانې
د بريو د وياړونو په غرور کې
ګوره مات شول فاتحين د زمانې

بن جرمني

۲۶ / ۱۱ / ۲۰۰۸

سوله

ښکاري چې د ژوند يوه اسره غوندې
رابه شي هغه خوره وره غوندې
تاوی دي ورباندې سر په سر لړی
نه ښکاري چې سترګه يې ذره غوندې
رنګ يې د رنګونو اور کې سوي دی
ښکاري چې له بڼې نه ايره غوندې
لري به شي دا تورې تيارې د غم
پاکه به شي سيمه ښه سوتره غوندې
نه راځي باور ته په عقلونو کې
چاته مو کتنه ښه کره غوندې
ښکاري مو د کلي د کوڅې ورشو
سترګو ددښمن ته سر دره غوندې
څه شوه که مهال د جبر شونډو کې
ودراوه غليم راته غره غوندې
ځبېښي مو هر غاښی د دښمن وينې
بيا لکه کړپه او تاتره غوندې
رسي ميوندۍ ټپه غوږونو ته
ننګ دی (مبارزه) ښه سره غوندې

بن جرمني

۲۸ / ۱ / ۲۰۰۹

کرواړی

څه ريبي لوګري، څه په لاس د وږي ساړي دي
ماته خوشی پاتی تشې ځمکې د کرواړې دي
لا به کډوالي او لا به ترهه د بېوزلو وي
چېرته چې چارواکي په خصلت لکه غوباړي دی
سر په سر به اوري لا بمونه د پښتون په کور
کوم چې د بدۍ په نيت راغلي دومره خراړي دي
ولې نشته پای د ورانولو او وژلو لا؟
ولې دغه کلي او کروندې ټولې شاړې دي؟
بې کومې ګناه او بې خطا ګوره ځاځونو کې
هر چېرته نيولي غليمانو چينګي داړي دي
څومره چې بهېږي هومره پاکې د چينې اوبه
وګوره بويناکې د هر ډنډ اوبه ولاړې دي
نشته عدالت او نه يې نوم هم چېرته پاتې دی
کله چې د غلو او د چارواکيو سره غاړي دي
هر کله په پوهه د خبرو جګړه پای مومي
نور خو د جګړې په ملاتړ خبرې کراړې دي
ګوره زما په سترګو (څاپي) هغو مختورونو ته
چا چې هم له ځمکې پورته کړي خپلې لاړې دي

بن جرمني

۲۷ / ۳ / ۲۰۰۹

څلـــوريـــزه:

غاړی دي

دلته ددې ښار په هر يو پارک کې که څوک وګوري
ډلې هلکانو سره انجونې هم ولاړې دي
نه شته ده لولې او نه يې نوم هم چېرته پاتې دي
چېرته چې د انجونو د هلکو سره غاړې دي

بن جرمني

۲۷ / ۳ / ۲۰۰۹

پسرلی

رنګونه ښکلوي چې اننګي نن د ښکلاوو
بيا ښکلی پسرلی کړ د مين سترګو ژړاوو
غړمبېږي ورېځې پورته تندرونه په نڅا دي
غړمبس او ټسهار هره ګړۍ دی د بلاوو
نېزونو د نيازمنو مينې ړنګې کړلې ګورم
د سژ کال پسرلی چې دی راغلی په غوغاوو
بيا دښتې، غرونه، کلي او بانډو کې د ذرغاوو
راپورته انګازې شوې د زرکانو د خنداوو
رمې دي د شپنو او که غوايي د غوبنو دي
په لوري د ورشو د څرا درومي په نڅاوو
تيارې د ژمي ورو، ورو د يخنيو سره درومي
تاودې ورځې به راشي د لمر سترګو د رڼاوو
د مينې د ګلونو غوړېدلو به وار راشي
وږمې به په نڅا شي ددې سيمې په هواوو
بڼونو چمنونو کې د ژوند له رنګينيو
نغمې به اورېده شي د بلبل له هرې خواوو
د مينې د ملګرو ډلې دلې هرې خواته
(څاپي) غوندې به بوخت وي د هر بڼ په تماشوو

بن جرمني

۲۰۰۹

د اجمل خټک په مړينه

نن خټک لاړ په ګانده به مو بل يار ځي
(د يارانو کډې ګور ته وار په وار ځي)
نه ستنېږي که وژاړمه په کوکو
څوک چې دلته دي راغلي په دې لار ځي
په هيلو د پسرلو چې وو راغلی
هغه يار خو مې نامراده له بهار ځي
که شمتن وي که بېوزلی او که بل څوک
هم هغه به په ژړا او په کوکار ځي
بڼ کې نه دي لا ګلونه ټوکېدلي
دا توتيان مو ترېنه څله په کنار ځي؟
سهار نه دی د سپرلي پر بڼ راغلی
د وږمو کاروان پر بله جوپه بار ځي
منی او ژمی سر په سر راځي او درومي
خو له سيمو مو ګوښه د سپرلي وار ځي
د مين د مينې راز د ژوند آغاز دی
دا آغاز وايه چې څنګه په تلوار ځي؟
پر هر بڼ باندې د نورو سپرلی راشي
خو پر بڼ د پښتنو د غم ناتار ځي
باباګان او لالاګان مو واړه لاړل
د ملګرو کاروان پاتې پر انګار ځي
د پښتون جامه ګنډونکيه لږ خو پام کړه
د ګرېوان ريښې مو څله تار په تار ځي
وايي يا د اسامه يا خو د بوش شه
که دانه کړې ککرۍ به دې پر دار ځي
(سيائي) او (القاعده) خو داسې برېښي
چې د چا پر کور يرغل ته داړه مار ځي
يوه لويه دسيسه جوړه راغلې
پر پښتون باندې د غم لکه امبار ځي
خدايه! وغزوه لاس د خپلې مرستې
د پښتون ولس د زغم سره قرار ځي
بيا خو وران کړه ټول مکرونه د مکارو
د خټک د هيلو بڼ باندې غدار ځي
ما (څاپي) ته د خټک هم هغه لار را
چې په مينه کې سيده په لور د يار ځي

بن جرمني

۱۴ / ۲ / ۲۰۱۰

غرور

ما ګل درته نيولی دی د مينې په دستور
ته ماته هيڅ نه ګورې لا په سترګه د مزدور
نه زه د تا مريی يمه، نه ته زما بادار
بې هيڅه سپکې سپورې وره وی د خپل غرور
هوا چې شي په لاس کې د غرور د ظالمانو
بېوزلو ته به هر څوک وي ولاړ لکه تربور
ځان وژنيو بريدونو کړه پښتون مينه ويجاړه
نړۍ ناسته په سوچ ده پر ټغر لا د ترور
زرغونه به بيدا شي د ريديو د ګلونو
وږمې چې لا خورې شي د سپرليو د سرور
ګوګل کې به دننه د زړګي د سرو سکروټو
اورونه به ايرې شي د ګل وږمو په ظهور
د مينې په ورشو کې که سارا ده او که کلی
مين لره ښکاره شي ګل مخونه سپين او سور

 

دراغنه داوګری د طالبانو تشه مه شه
چې ږيره د ملا مې هم فاران ګڼي هم طور
سارا به تکه شنه شي چې يو ځلې مجنون مخي
له بريده د ځان وژنيو نه ځان وژغوري په کور
ساقي زر شه ووايه په څښا کې د څه ورکړل؟
شو ستا په څښا ستون کې (مبارز څاپي) رنځور

بن جرمني

۱۴ / ۴ / ۲۰۱۰

بېلتون

اورېدلی مې دی ځې ته په بل لورې
دا زما د مينې خواته بيا نه ګورې
د تګ ليارې دې شه ډکې له ګلونو
وايم هرې خواته هم چې ته وګورې
مينه هسې متاع نه ده چې يې واخلې
په بازار کې پر هر چا باندې وپلورې
يا يې وګڼې چې هر کله هر ځای کې
په وړيا توګه کولای شي وپېرې
د بېلتون له نېزه نه دي څوک بچ شوي
ما ليدلی له دې خوړ نه پورې اورې
پر هر کلي ډمامې يې غږېدلې
اغيزې يې هم پرتې دي تر ښار پورې
د (څاپي) د مينې ډکې وينا اورې
چې د زړه په سترګو لولې کرښې تورې

بن جرمني

۲۰۱۰

باړه

ووايه چې څه وايې؟
هر څه چې په خوله وايې
مه وايه چې نه وايم
دارنګه چې ته وايې
ماته لکه شاتو دي
څومره چې تراخه وايې
څنګه به مې هېرې شي
دومره چې پاخه وايې
ګل غوندې تازه شمه
کله چې خواږه وايې
نن څه پېښه پېښه شوه؟
دم په دم کاږه وايې
بل څوک که يوه وايي
ته راته پينځه وايې
څنګه دې پېرزو وشوه
ورځې ته مې شپه وايې

 

نه چې د چل ول په دود
يو رنګه تياره وايې
سپينه درنه غواړمه
توره بې مزه وايې
څو به په خبرو کې
تل کاږه واږه وايې
اوسې لا په کلي کې
نښې دراغه وايې
ستا سترګې دې سپينې لا
ماته دې رانجه وايې
باز غوندې شاهين غوندې
لوړ دی الواته وايې
وار چې بيا د ښکار راشي
ځان ته دې کارغه وايې
زه درته کابل ښيم
ته راته واڼه وايې
وړاندې له تورخمه لا
بيا هم له واګه وايې

څو به په غمونو کې
چارې د واده وايې
بيا مې د ځيګر په لور
نېغې د باڼه وايې
سوځې مې اورونو کې
دېته هنګامه وايې
هسې مې غوږونو ته
وچه ترانه وايې
زړه مې چې راوباسي
بڼې ته چاړه وايې
لا مې د ځان غوښو نه
ځان لره خواړه وايې
ځان شمېرې ځوانانو کې
بل ته د زاړه وايې
غم دې کړ بوډا (څاپي)
دېته هم باړه وايې

بن جرمني

۲۷ / ۱۰ / ۲۰۱۰

څپېړه

چې څومره درد، هومره درمان څپېړه
لري خواږه مې د جانان څپېړه
لکه ګل پاڼه ښه خوږه لګېږي
د خوږو شونډو د ارمان څپېړه
سوځي په اور د پښېمانيو کې لا
چا چې خوړلي د حرمان څپېړه
مينه د ښکليو هم ښکلا د ښکليو
پاڼه د ګل ده د ريحان څپېړه
د اننګو سره به يې وځلېږي
څوک چې مني د ګلستان څپېړه
د پسرلي د ګل موسم مهال کې
ما هم منلي د باغوان څپېړه
هر کله اوري د ماليار په وړاندې
پر ما (څاپي) د ګل باران څپېړه

بن جرمنی

۲۸ / ۱۰ / ۲۰۱۰

ټپي ټپي

چې کوم سر د مينې سر و، هغه سر ټپي ټپي
مينه کله چې ټپي شوه ، شو بشر ټپي ټپي
د قابل د لاس په ګوتو ، د هابيل وينه شوه تو يه
د ادم ځوځات د مينی ، شو جوهر ټپی ټپي
د بابا د مينې کور شو، چې ټاټوبی د زورواکو
د زور واکو زورواکۍ کړ ، لر او بر ټپي ټپي
چې د سولې  مينې کور وو، نن هغه له لرې ښکاري
ټول دننه ژوبل ژوبل، ټول بهر ټپي ټپي
هيڅ د بام نښه يې نه شته، په بمونو دی ړنګ شوی
هم دېوال يې ژوبل ژوبل، هم يې ور ټپي ټپي
سوله مړه ده ددې سيمې، روغه لا هم ده ناروغه
د ښېګڼو او د ډاډ هم، دی لښکر ټپي ټپي
هر يو ټپ لره چې ګورم، دی د ټپ دپاسه ټپ
د ټپونو هر يو ټپ دی، سر په سر ټپي ټپي
هوا ژوبله ځمکه ژوبله، د ځاځنو په سيالۍ کې
غرونه ژوبل لا هم ښکاري، سمندر ټپي ټپي
حجره ژبله جومات ژوبل په بمونو د ځان وژنو
هره خوله د خندا ژوبله، هر اختر ټپي ټپي
تشدد دی ژبغړانده، د زورواکو په مستۍ کې
د هوا مرغان يې هم کړل، په وزر ټپي ټپي
باچا خان چې لکه لمر به، هرې خوا وړانګې شيندلی
هغه وړانګې تتې تتې، هغه لمر ټپي ټپي
چې د خوب ځای کې زورواکو، صمد خان بابا شهيد کړ
کوئيټه شوه ساندې ساندې، پېښور ټپي ټپي
د اجمل خټک په زړه هم، د تڼاکو سيلۍ راغلی
د ولس د ژوند په غم شو، په ټټر ټپي ټپي
د سايل د شعور شعر، چې شي يېبره د غوښتنو
د وطن کچکول په غاړه، قلندر ټپي ټپي
د وطن غرونه مو واړه اړخ په اړه دي ژوبل شوي
که شمشاد دی که کاوون دی، که سپين غر ټپي ټپي
نه ودانه ده ودانه، نه هم شاړه لکه شاړه
د جګړو دلاسه ښکاري، سم او غر ټپي ټپي
عدالت چې سر خوړلی، د بې نياوو تېرو تورو
هم دربار کړ ژوبل ژوبل، هم دفتر ټپي ټپي

 

دښمنان د مينې هر ځای، مينان په کاڼو ولي
د وطن ليلا خو هم شوه، په ځيګر ټپي ټپي
چې د ژوند په سمندر مو، د وژونکيو سيلۍ راغلی
هم بېړۍ شوه دړې وړې، هم لنګر ټپي ټپي
لا ورئيېنه چې شوه ژوبله، د څيرو څخه اوس ښکاري
هر اصغر دی ژوبل ژوبل، هر اکبر ټپي ټپي
روغي پاتې نه شوی هيڅ يو، د تاريخ په زړه کې نښې
که کړپه که تاتره ده، که خيبر ټپي ټپي
په منتر د چا رانه غلل، منګوران د زور د سوړيو
د کوډګرو هره هڅه، هر منتر ټپي ټپي
مينه ناکه پېرزوينه، چې په زړه کې د (څاپي) وه
هاغه هم شوه د زورواکو، په خنجر ټپي ټپي
ما په سترګو کې د ستوري، دغه کرښه ده لوستلې
نه به شپې داسې تيارې وي، نه سهر ټپي ټپي

بن جرمني

۲۰ / ۲ / ۲۰۱۱

غزله

لاله د شونډو کړ مجنون په خندا
چې جګړه بايلله بېلتون په سارا
د ريدي ګل د ژوند کيسه چې واورم
په هر څه پوه شمه د مينې په رښتيا
شونډې او ذنه د ګل لښتو مسکا
مينه جنون ته رسولی شي بيا
څڼې، اوربل، باڼه د سترګو غيشې
وژني او ژوند بښي هم دی سره دا
د ګل د پاڼو د وږمونو نه زار
د ماليار هره هڅه، زغم او مسکا
له کور او کلي په ډېر لري واټن
اورم د مينې اوره نېزه غوغا
د لېونتوب هسې پراخ ورشو کې
مينې مجنون ته رسولی ليلا
اوښکی د زړه د مبارز (څاپي) هم
پر دښته کړي د لېونيانو وريا

بن جرمني

۳ / ۴ / ۲۰۱۱

توتکۍ

د ماشوم لپاره:

يه سپېڅلې توتکۍ
سپينه دې لکۍ
ښې ښکلې دې بڼه کې دي
ښکلې ټونګه کۍ

کال په کال راتګ لرې
دلته زموږ سيمې ته
او:

دلته زموږ کور کې
اچوي هګۍ

ته د سپرلي زېری يې
راشې زموږ سيمې ته
موږ هم کړو درناوی
ستا د خپلواکۍ

تاته ستا په واک کې دي
زموږ د کور دننه ټول
هر چېرته چې وغواړې
جوړه کړې کورګ

څومره ښې ښا شي
ټولې کړې له هرې خوا
راوړې په منګلو کې
او جوړه کړې چرګۍ

چېرته چې چتونه دي
هلته ځان ته وټاکې
بيا د اوسېدو په هوډ
خپله ځاله ګۍ

خټو نه خاشاکو نه
ښه لايق خټګر په څېر
جوړه کړې د مينې کور
ښکلې انځورګۍ

الوځې را الوځې
د هسک په هره څنډه کې
سر په سر غورځنګ سره
نيسې مياشه کۍ

D

 

تل په لېږدېدنو کې
ژوند ته ښه ښکلا بښې
کله په شمال کې او کله په سهيل
پراخه ورشوګۍ

غوړمه دتا په څېر
زه (څاپي) په سوله کې
هرې خواته والوځم
په مينه وروګلوۍ

بن جرمني

۴ / ۱۱ / ۲۰۱۰

ژوند

ښکلی دی ژوند ښکلی دی
غوره او سپېڅلی دی
مه لړۍ ناولو کې
مينې پاک ساتلی دی

مينې پاک ساتلی دی
ښکلی يې پاللی دی
ډکې خولې خندا سره
ښه يې تخنولی دی

درېغه ناروا توګه
کرکې ډېر ځبلی دی

کرکې ډېر ځبلی دی
بد بد يې رټلی دی

هر رنګه تورونکي
لا يې کړولی دی

هر کله د ښه مرغه
مينې ژغورلی دی

مينې ژغورلی دی
لا ښه يې روزلی دی
هم يې خندولی دی
هم يې خوښ ساتلی دی

درېغه چې بيا کرکې هم
بم سره ويشتلی دی

بم سره ويشتلی دی
اور کې سوځولی دی
زهرو کې لړلی دی
بدرنګه وژلی دی

ما په دغو سترګو هم
هر رنګه ليدلی دی

پيل کوي ژوند مينه کې
روغه لري وينه کې
سولې او خندا سره
زغم هم په يېنه کې

دا خو مو په خپله ژوند
کرکې ته سپارلی دی

دا يوازې مينه ده
ژوند باندې ميينه ده
چېرته چې ژوند څرک وهي
هلته هم ښه پلنه ده

ورکه شه ځځوالی خوی
ژوند يې تروړلی دی

ژوند د اوبو رنګ لري
خاوره کې فرهنګ لري
هوا او تاودوخيو نه
وده او غورځنګ لري

تن دی روح او سا سره
دی توکيو تړلی دی

لمر او هم سپوږمۍ د ژوند
ستوريو نه کېژدۍ د ژوند
لا ټوله نړۍ کې هم
هيله ده ژوندۍ د ژوند

لاندې باندې اړخ په اړخ
ميڼې کې لړلی دي

ساه د تن ژمنه ده
روح هم هڅېدنه ده
بې د روح او ساه څخه
تن خاورې کېدنه ده

تن چې وي بې روح او ساه
خوشې هسکېرلی دی

سا د تن ځواک ګڼه
روح ورلره واک ګڼه
بېواکه بې ځواکه تن
هر کله هلاک ګڼه

ژوند د واک او ځواک سره
څېلمې نه همزولی دی

ژوی وي ژوندی وي هم
ښه د ژوند او ژواک سره
مينه د ژوندو غواړي
مل هم د خپل واک سره

مينې د واک ځواک غوندې
ژوند يې هڅولی دی

ژوند خو ډېر غښتلی دی
ستر ګټ يې چوولی دی
تل په نازکواله کې
برې ته ختلی دی

يو ماشوم منګولو هم
درېغه چې مروړلی دی

شته ډېرې لانجې د ژوند
هر رنګه رنګونو کې
سر په سر ژړا سره
وير لري موجونو کې

دا بېوزله ژوند خو هم
غم په غم داغلی دی

يو د ژوند ميرڅۍ کې بوخت
بل ورسره مينه کړي
چاته ژوند تياره تياره
چا لره هم سپينه کړي

غم سره ښادي ګوره
خوا په خوا راغلی دی

څوک يې سوله ايز ګڼي
څوک يې هم ځځښت
څوک په تاو تريخوالي کې
غواړي هم درنښت

کرکه د ژوند ورکه شه
ژوند يې کړولی دي

ځاځ دی که ځځواله هم
شته دی په ځاځيو کې
ښکاري د ځاځښت نښې
کړنو د څاپيو کې

څوک چې هم ځځانده شو
خپل سر يې بايللی دی

ژوند کې لورېينه ده
تل ښه پېرزوينه ده
سولې نه او روغې نه
زړونو کې ډاډينه ده

کرکې خو په بل مخې
دا هم اړولی دی

سترګې مو د ژوند نښې
هره خوا ليدلی شي
لوړو او ژورو کې
رنګ په رنګ کتلی شي

هر چېرې ذر غاوو کې
ژوند ښه ټوکېدلی دی

کومه رڼايي چې ده
دا د څښتن نښه ده
دې کې د څښتن وده
هر ګوره ژوند بښه ده

ښيي هنداره د ژوند
چا چې هم کتلی دی

ژوند په خپله ښکلی دی
هر څه نه سپېڅلی دی
مينې کې ورشو غواړي
دا يې هم لرلی دی

درېغه په تورونو کې
کرکې هم وژلی دی

کرکه کرغېړنه ده
ژوند لره وژنه ده
کلی او ښارونو کې
د مېنو لوټونه ده

هڅې د مېرځۍ لري
دې کې نوم وتلی دی

څه شېبه خوښې پسې
مياشت او کال غمونه دي
هر چاته په برخه کې
ستونزې په زرګونو دي

ژوند د مبارز (څاپي)
سم ورسره تللی دی
ښکلی دی ژوند ښکلی دی
غوره او سپېڅلی دی

مه لړۍ ناولو کې
مينې پاک ساتلی دی

بن جرمني

اپريل کال ۲۰۱۱

مينتوب

نه ښکاري ماڼۍ کومه چې شته کړي مينتوب
وګوره په دښته کې لا شپه کړي مينتوب
زېری مې د ساه چې د خندا سره زرغون شي
هيله مې د ژوند لا يو په دوه کړي مينتوب
تود لکه د دوبي لمر د زړه په تل کې اوسي
داسې هم د مينې ځوښ کره کړي مينتوب
هاغه به ليلا شي زما د روح د تن او سا
کومه چې مې غېږه کې اوده کړي مينتوب
لاس د وسې لنډ دی د سيالۍ د هر رقيب
هر رنګه لمبه د اور سړه کړي مينتوب
نه شته سپېڅلتيا کې د ساده مينې پېغور
څوک به يې اومه کړي، چې پخه کړي مينتوب
راغلی که يو ځلې د جنون د سوچ ورشو ته
دا کاږه واږه به دې سيده کړي مينتوب
پورته که د مينې د خمار پر اننګو شوې
ټولې دوه او درې به دې يوه کړي مينتوب
وخېږي کړۍ کړۍ لوګی د هسک په لورې
کله چې نغمه خپله توده کړي مينتوب
سر پر سر سکروټې دي، انګار دی سوزوونکی
کاڼي، اونې، بوټې ټول ايره کړي مينتوب
لامبې مبارز (څاپي) د اور په سر وينزو کې
څو چې په ګلبڼ کې ګل غنچه کړي مينتوب

بن جرمني

۷ / ۱۰ / ۲۰۱۱

شلېدلی ګرېوان

وشلېده ګرېوان د لېونتوب د کميسه
غاړه د مجنون کې ددې ښار د کنيسه
بيا د کليسا دوره په خوله کې لپه غواړي
دا ګدا د دهر که مجنون دی د پيتسه
مه ګوره د تن جامې چې څه يې دي اغوستي
کميس دي بې لستوڼي او پرتوګ دی بې پايسه
چېرته به لمنه شي ورېښمينه د جنون؟
څوک به هم غوښتونکی شي د ځای د جليسه؟
نه چې مورا بيا د بېلتانه په اورو کې سوځي
نه چې مساپر شو پتی خان د بړيڅه
دا مجنون د مينې او دا دوړي د بېديا
دواړه په هنداره د وصال کې ونيسه
نه راځي خندا په هيڅ ګړۍ د دغو ورځو
هی توبه په مياشتو شه په کال د کبيسه
بيا لکه وريا چې وچه دښته کړي خړوبه
هر رنګه بې وسو ته د ژوند وسه ويسه
وس په وسه راشي چې وسي شي د وسيانو
دا وسوسۍ شه د وسا په ښه ويسه
يه د بې وځلانو د شلېدلو ګرېوانونو
خدايه! ما وژغورې د هر چا د دسيسه
مه راکوه شته چې ما (څاپي) باندې واکمن شي
ومې ساته تل د داسې خويه خسيسه

بن جرمني

۱۷ / ۱۲ / ۲۰۱۱

د ګېدړې خوی

تېرې غيشې دې باڼه دي د ويشتلو
تېز کاته دې ښکار وي هوډ د وژلو
برندې سترګې ښکاروي خوی د ځځوالي
ويروې مو تل په دارنګه ځاځلو
هر يو نوک دې د منګولو ښايي داسې:
چې تکړه يې ښه په وينو تويولو
موده وشوه زموږ د سيمې په هر ګوټ کې
تويوي وينې زموږ د نازولو
څه چې وايي د دوستي، دښمنانه دي
په دې چم به څو يې بوخت په غولولو؟
خوی او بوی دې د ګېدړو دی چې راشې
د زمري غوندې غړمبېږي د څېرلو
د ګيدړو ښکار چرګوړي وي د کلي
هم هغه په پټه توګه د ورتللو
د زمرو وي ښکار د غرونو د غرڅانو
په ښکاره توګه د ښکار د ښکارولو
ته چې کله هم د ښکار په لورې درومي
بې وسي دې وي د ښکار په ښکارېدلو
نور په لورې د ګربتو چې رانه شي
هڅه مه کوه بيا غره ته د ختلو
داسې هم د مبارز (څاپي) وينا ده
چې راغلي، کړي ارمان د ستنېدلو

بن جرمني

۱۳ / ۰۱ / ۲۰۱۲

 

ګواښ

زه به لېونی شمه، مه کوه ګواښ
بيا به سارانی شمه، مه کوه ګواښ
ستا بل کړي اور کې، نه سوځي بل څوک
زه به سپېلنی شمه، مه کوه ګواښ
ستا په سمندر کې نه دي چا لمبلي
زه به وړومبنی شمه، مه کوه ګواښ
څو به اخلي ماته نوم د بهرني؟
زه به کورنی شمه، مه کوه ګواښ
هره کشاله کې ستا او د رقيب
زه به منځنی شمه، مه کوه ګواښ
ته چې پرې خوښېږې، ستا رضا لپاره
زه به بهرنی شمه، مه کوه ګواښ
کله چې مې شمېرې، نوم په لر او بر
زه به پاسنی شمه، مه کوه ګواښ
ما په پښتونواله هرڅه دې ښندلي
ستا به افغانی شمه، مه کوه ګواښ
کشکې ستا د زېري، ستوری چې راخېږي
هاغه سبانی شمه، مه کوه ګواښ
لرې چې ساړه کړمه، ستا د خوږې غېږې
لمر به غرمنی شمه، مه کوه ګواښ
لورې د بري ته، لياره کې د تللو
زه به لومړنی شمه، مه کوه ګواښ
ومه له لغمانه، ستا دلاسه ګوره!
غواړم بغلانی شمه، مه کوه ګواښ
هر يوه بېوزلې ته، غواړمه په مينه
مرسته بېړنی شمه، مه کوه ګواښ
ستا د مينې کور کې، غواړم مينه ناکه
هاغه پرونی شمه، مه کوه ګواښ
غم کې ستا د مينې څومره چې لا کېږي
هومره ځنډنی شمه، مه کوه ګواښ
لاندې باندې اور دی، مينځ کې زه (څاپی)
پرېږده وريتنی شمه، مه کوه ګواښ

بن جرمني

۱۶ / ۲ / ۲۰۱۲

لېږدېدنه

مرغۍ چې لاړه شي نو ځاله يې پرځای پاتې شي
داسې هم زړه کې د يادونو غوندې دی پاتې شي
د لېږدېدنو د لړۍ نه څو يادونه لرم
چې به داغونه يې پر زړونو لکه هی پاتې شي
د ژوند خبره يوه نښه د کيسو غوندې ده
چې تاوده اُوړي نه مو ژمي ته په کې پاتې شي
راځي اوځي پر دغه لياره کاروانونه د ژوند
د هر کاروان څخه د اوښ خالي انډی پاتې شي
د کروندګرو د لاسونو د تڼاکونه ځار
چې د کاريېبره کې دده نه ډک پټی پاتې شي
د لېږدېدونو په بهير کې د ښېګڼو نښې
لا هم وروستيو کاروانونو ته وټی پاتې شي
په ښو ښېګڼو نوم ژوندی وي د هغو وګړو
چې په ټبر کې يې نوم وتی ښه سړی پاتې شي

د لېږدېدونکو مېړنيو سرښندنو مخ ته
چېرته کيسه به درستم سره د کی پاتې شي
د لوېديخوالو د جګړو د پای د ټکي په څېر
د ټول ختيز د لوړو غرونو به زمری پاتې شي
لکه مکې او مدينې چې يو خاوند يې وموند
د خوځښتونو جهادونو به بری پاتې شي
چې مينه نه وي، زړه سوای نه وي او ښېګڼه نه وي
د ماشوم خولې نه به د مور د شيدو تي پاتې شي
پېړۍ پوړۍ شوې چې سندرې نه شته داسې نو هم
ګونګه به ژبه د خوښۍ د نغمو نی پاتې شي
که لېږدېدنو مبارز (څاپي) له پړاوه وويست
د ژوند ښکلا به د ګلپاڼې نه پردی پاتې شي

بن جرمني

۲۱ / ۳ / ۲۰۱۲

د اديبانو په ټوليو کې

رنګ په رنګ رنګېږي، بې رنګ نشته دی
هر يو رنګ دی ښکلی، بدرنګ نشته دی
کچې د درنښت ته په ټولنو کې
پوهه منل شوې ده، منګ نشته دی
مه بلوئ شمعې پر هر ځای باندې
چېرته چې ډيوې شته، پتنګ نشته دی
وټوکېږي تل له بې رنګيه رنګ
چا ويلي خاوره کې، رنګ نشته دی؟
ژوند د پښتنو د ژوند په څېر لرو
هرڅه په خپل ځای دي، غورځنګ نشته دی
وازمايل هرچا خپل تندي دلته
غرونه نړېدلي دي، جنګ نشته دی
وخوري په جګړه کې چې مغزي ګذار
ماته او په تېښته کې، ننګ نشته دی
راشي چې په منډو، هم په منډو ځي
جبر د تاريخ ځنې، څنګ نشته دی
کار چې په ښې مينې، سپېڅلتيا نه کا
زړه به ډک د خيرو وي، زنګ نشته دی
مينه لېونۍ ده، لېونتوب غواړي
بې ددې نه، بل څه کلنګ نشته دی
ټکی شو همزه، د پښتونخوا پرمخ
وورېده پراخه کې، تنګ نشته دی
خونه د ادب کې مې چې څوک اوسي
هاغه خو خوشحال دی، اورنګ نشته دی
ځای کې د حميد بابا (کاروان) کېناست
بله غړۍ دارنګه، دنګ نشته دی
زه به د الفت پرهره لياره ځم
بل د مينې داسې، ملنګ نشته دی
دا د اديبانو په ټوليو کې
لا د مبارز (څاپي) رنګ نشته دی

بن جرمني

۱۷ / ۹ / ۲۰۱۱

مــــقالې

د وياړونو څلی

د وياړونو تر څلي پورې د رسېدلو په واټ کې هر څوک اړ دی، څو ددغو څلورو څليو د پړاوونو کړاوونه وزغمي، بلکې د سوچ ځلي، د هڅوب څلي، د مينې څلي او د لورېينې څلي، کله چې يو څوک د سوچ تر څلي ورسېده، په هماغه مهال ځان اړ ګڼي چې د هڅوب تر څلي ځان ورسوي او کله چې د هڅوب تر څلي ورسېده، هلته ورته دوی ليارې د دوه وو څليو په لوري تر سترګو کېږي، يوه لياره د مينې تر څلي او بله لياره د لورېينې تر څلي پورې غځېدلی.

د مينې په څلي کې د ژوند له خوږو نه خواږه؛ لکه د زړه ډاډ، د ښکلاوو پر خوږو مړخت او د ژوند د پايښت تر ټولو لوړه پته ځلېږي، خو د لورېينې له څلي نه د بريو، مرستو، هوساينو، نېکمرغيو، زړه سواندو او د ويرونو د ساندو انګازې اورېدلی کېږي. دغه د مينې او لورېينې د څليو په لوري دوی ليارې دي، چې د وياړونو د پرتمين څلي د کور د پتې په لور، روښانه واټ ښيي، د وياړونو د پرتمين څلي پته د انسان په تن کې د هغه پټ شعور دی، دغه پټ شعور نه يوازې چې د وياړونو د څلي پټ کور دی، چې د شعر کور هم دی، هغه شعر چې د تېر مهال وياړنې ستاينې او د راتلونکي مهال د نويوو وياړونو د څليو د جوړولو تکل ته ژوند بښي.

شعور هغه ځای ته وايي، چې هلته د طبيعت او د ماورا الطبيعت تر مينځه د راکړې ورکړې اړيکې ټينګېږي، يعنې شعور د انسان او د ماورا الطبيعت تر مينځه د اړيکو د ټينګولو ډاډمنه هډه ده. شعور هغه مهال ويښ او غښتلی شي، چې روح په کې مېلمه شي، روح ته کولای شو د ويښتيا، هڅونو، واک، ځواک او د آزادۍ د وياړونو نوم هم ورکړو.

دا ځکه، کله چې روح له تنه ووځي، انسان که مړ نه وي، لږ تر لږه خو د مړي په څېر له هره غبرګونه بې برخې پروت وي، نو دا يوازې روح دی، چې په خپل راتګ سره شعور ته او په دې توګه انسان ته د هر رونګه کړنو د غبرګون واک او ځواک بښي او په انساني ټولنه کې هر ولس ته جلا د وياړونو څلی ور جوړوي. د شعور کور که د روح د وياړنو هډه ده، د الهام هډه هم ده، الهام هم لکه د روح په څېر يو ماورا الطبيعت اغېز دی، چې هم په خوب او هم په ويښه کې پر هر انسان که هغه اوړ وي او که زوړ، ښځه وي او که نر، مېلمه کېږي.

الهام که د شعر په توګه د شاعر له خولې راشي، له شاعر به، رحمان بابا، خوشحال خان خټک، حميد بابا او ملنګ جان جوړ کړي، که د ټولنيز او سياسي ښاغليو پر ژبو راشي، هغوی نه به کټ مټ لکه ميرويس نيکه، احمد شاه بابا، غازي امان الله خان او باچا خان جوړوي او که د ديني لارښود پر ژبه راشي، هغه نه به د نبوي احاديثو په څېر ځانله معنوي دريځ ومومي.

الهام اوامر نه دي، چې ارو مرو پلي شي، بلکې له تېرو او راتلونکيو پېښو څخه څه غوندې ګډې وډې ښوونې او يادونې دي، چې شېبه پس به لا له خاونده يې هېر هم شوي وي، د وحی او الهام ترمينځ توپير دا دی چې:

وحی د لوی خدای له لوري يوازې پر پيغمبرانو راځي، خو الهام پر هر چا هغه که ښځه وي که نر، که اوړ وي او که زوړ، را مېلمه کېږي، دا چې شعور د روح او د الهام لپاره د انسان په تن کې يوه ډاډمنه هډه ده او دغه هډه د روح او الهام د اغېزمنو وزورونو په لرلو سره وګړيو او ټولنو ته د واک تر څلي پوري د آزادو الوتلو تکل وربښي، نو راځئ چې ووايو:

تل دې وي ودانه او روښانه دې وي د شعور کور او تل دې ځلانده وي د وياړونو پرتمين څلي، يعنې آزادي.

مبارز (ساپی)

بن - جرمني

پېژند پاڼه

انساني ټولنه چې په څلورو رنګونو وېشل شوې؛ لکه تور، سپين، سور او ژېړ په دغو څلورو رنګونو کې د هر يوه توکم او په هر يوه توکم کې د هر چا د بڼې سره جوخت د هغوی په ژبو کې هم بدلون او جلا والی راغلی، چې لا پسې هم بدلون او جلا والی راتلونکی دی، ددغو رنګونو او ژبو په هکله د لوی خدای تعالی د سپېڅلي کتاب قرآن کريم د الروم سورة په دوه ويشتم آية کې داسې لولو:

(زما د پنځښت له نښو څخه يو هم د آسمانونو، د ځمکې او د انسانانو په ژبو او رنګونو کې اختلاف دی.)

په دې آية کې د پنځښت يا خلقت کلمه چې د لوی خدای په کونيه چارو پورې تړاو لري، د انسانانو په رنګونو او په ژبو کې د اختلاف ښودنه کوي او همدارنګه د الحجرات سورة په ديارلسم آية کې لولو، چې:

(انسانان له يوې ښځې او له يو نر نه پيدا شوي، خو په قبيلو او څانګو وېشل شوي، څو وپېژندل شي غوره سړی هغه دی، چې پرهېزګاره او متقي وي.)

ددې آية متن په دوو برخو وېشل شوی، يوه برخه يې چې د انسانانو پر څانګو او قبيلو د وېشلو خبره ده، په کونيه چارو پورې تړاو لري، څو سره وپېژندل شي، بله برخه يې چې د انسانانو غوره والی په تقوا کې ګڼي، په قدريه چارو پورې چې د پنځښت نه پيل د زېږېدنې او مړينې ترمينځه چې څومره پېښې ورپېښېږي او بيا د مړينې نه وروسته چې د کومو مکافاتو وړ يا په کومو مجازاتو پړ ګڼل کېږي تړاو نيسي.

دغه آية په څرګنده ټکيو کې زموږ پام دېخواته را اړوي، چې وګورو د لوی خدای په کونيه چارو کې تر هر بل اړتيا څخه دمخه د پېژندګلوۍ نوم ياد شوی دی.

ددې آية پرمخ په انساني ټولنه کې لومړنۍ اړتيا د پېژندګلوۍ ده او دويمه اړتيا د تقوی، تقوی ته هغه مهال اړتيا ليدل کېږي، چې انسان خپل ځان وپېژني.

تقوی يوازې پرهېزګارۍ ته نه وايي، بلکې نور اړخونه هم لري، په دې هکله کولای شو د قرآن کريم ددويم سورة يعنې د البقرې سورة په دويم او درېيمو آيتونو کې د متقي انسان کړه وړه وپېژنو چې وايي:

(هغه څوک چې پر غيب باندې ايمان لري، لمونځ ادا کوي او صرفه وي د خدای تعالی په لياره کې خپل خواړه چې يې لري.) د تقوی ددې بنسټيزې د پېژندنې له مخې که چېرې په ځير سره وګورو، پوره پوهېدلی شو چې له پېژندګلوۍ نه پرته تقوی څه ارزښت نه شي لرلی.

نو له دې کبله موږ بايد ومنو چې لومړی پېژندګلوي ده او بيا تقوی، دا ځکه چې پېژندګلوي په کونيه چارو او تقوی په قدريه چارو پورې تړاو لري، يعنې کله چې يو چا خپل ځآن وپېژانده، د ځان د پېژندنې سره جوخت خپل پنځوونکی هم وپېژني، کله چې يې خپل خالق وپېژانده، په هماغه مهال کې ورته د تقوی د اړتيا خبره ور دمخه کېږي، څو د خالق او مخلوق په وړاندې د درنښت د دريځ خاوند شي.

د پورتنيو څرګندونو پرمخ ويلای شو، چې په انساني ټولنه کې هر انسان لره لومړنۍ پېژند پاڼه د هغه د پوټکي د رنګ ده، دا رنګ دی چې هغه په انساني ټولنه کې د انساني ټولنې د څلورو رنګونو له ډلې څخه د يوه رنګ د ډلې د يو غړي په توګه ور پېژني، نو ځکه د انسانانو د پوټکو په رنګونو کې بدلون رامينځته شوی او همدارنګه د انسان لپاره په انساني ټولنه کې د هغه د توکميزې پېژندنې په هکله هم د بڼې سره جوخت دا د ژبې بدلون هم دی، چې د هغه د پېژندنې د دويمې پېژند پاڼې په توګه د منښت ځای او دريځ موندلی او دا ژبه ده چې انسان د جلا بڼې د لرلو سره په يوه جلا توکميزې ډلې کې د يوه جلا توکم په څېر ور پېژني، يعنې رنګ او بڼه د انسان لومړنۍ او ژبه د هغه دويمه پېژند پاڼه ګڼله کېږي، چې د لومړنۍ پېژند پاڼې له مخې د انساني ټولنې د غړي او په خپل ټبر کې د جلا بڼې د خاوند په توګه او د دويمي پېژند پاڼې له مخې په انسانيټولنه کې د يو جلا توکم په توګه د جلا ژبې د څښتن په څېر پېژندل کېږي، څرنګه چې مو ولوستل د انسانانو په بڼو او ژبو کې اختلاف د لوی خدای د خلقت له سترو نښو څخه ګڼل شوی، نو په دې بنسټ هيڅ يوه ژبه پر بلې ژبې قدسيت او سپېڅلتيا نه لري، د هرې ژبې سپېڅلتيا د هغې ژبې په روزنې، پالنې او لمانځنې پورې تړاو لري، که چا خپله ژبه ښه وروزله، ښه وپاللـه او ښه ونمانځله، هغه ژبه د نورو ژبو په کتار کې د سپېڅلتيا وړتيا مومي، ددې ټکي په پام کې لرلو سره بايد ووايو چې به بڼو او ژبو کې اختلاف په انساني ټولنه کې د هر انسان لپاره د پېژندنې د څرګنده نښو په څېر کولای شو وګڼو، دا په دا چې که چېرې په بڼو او ژبو کې اختلاف نه وي رامينځته شوی، نو په انساني ټولنه کې به هيڅ يوه انسان له بل انسان سره د پېژندنې توپيري نښې نه لرلې او ټوله انساني ټولنه به په يوه بڼه او يوه ژبه راښکارېدله، چې دا کار د خلقت له حکمت او فلسفې سره په هيڅ توګه سمون نه لري، لکه څرنګه چې په دې ځای کې د حکمت او فلسفې نوم هم يوازې او يوازې پر (پېژندنې) اطلاق مومي، کوم چې د پېژندنې موخه هم د پنځ پنځونه ده، چې راپنځول شوی.

د ځمکې پر مخ چې څومره انسانان راپنځېدلي، يا د نن څخه وروسته راپنځېږي، هغوی ټول د بڼو او ژبو له مخې وېشل شوي او مختلف راغلی، چې لاپسې به هم په همدې توګه لا راځي.

د ګڼو مختلفو ژبو او مختلفو بڼو د شتوالي کيسې چې هر چا اورېدلي او لا اوس هم هر څوک يې د اورېدلو سره جوخت ليدلی هم شي، يو هم زموږ په سيمه کې د پښتون ولس ژبه ده، دغه ژبه چې (پښتو) نومېږي، د ويونکيو شمېره يې ځينې څلوېښت او ځينې لا پنځوس ميليونه ګڼي، که د ويونکيو دا شمېره هرڅومره وي؛ وي به، خو څه چې د اندېښنې وړ خبره ده، هغه د پېژند پاڼې ده، د پېژندپانې په موښه د ځمکې پر مخ لا تر اوسه پورې هيچا د پښتون په نامه ملي پېژند پاڼه نه ده لرلې، لا يې هم نه ده اخيستې او اوس هم سره ددې چې د لومړي ځل لپاره د ځمکې پر مخ د پښتونخوا نوم يو ځل بيا را ژوند شوی، خو هغه هم د (خيبر) د نوم په مختاړي سره، ښايي هيڅ يوه پښتو ته به د پښتون په نامه ملي پېژند پاڼه ورنه کړي او دغه نوم نه يوازې دا چې موږ ته لا هم د ژبې له مخې کومه پېژند پاڼه چې بايد ولرو، نه شي راکولی چې ددې توان هم نه لري، څو ټول پښتانه د پښتون په نامه د پېژند پاڼې څښتن وګرځوي، ترڅو چې په ټوله پښتونخوا کې ټول پښتانه سره يو موټی نه شي او د يو واحد سياسي، فرهنګي، اقتصادي او ټولنيز مرکز خاوند ونه ګرځي، ترهغې به پښتنو ته د پښتون په نامه ملي پېژند پاڼه تر لاسه نه شي، دی (خيبر پښتونخواه) نوم که څه هم د لومړي ځل لپاره د سياسي واحدونو د نومونو په لړ کې راغلی يو نوم دی، چې په دوو بېلو بېلو نومونو لوستل کېږي؛ لکه (خيبر) او (پښتونخوا).

د پښتون ولس لپاره لکه څنګه چې يې هر کله سپېڅلتيا لرلی او د لمانځلو وړ وو، نن او سبا به هم پښتانه دغه نوم ته په درنه سترګه وګوري او هغه به د پاللو سره جوښت د لمانځلو وړ هم وګرځوي، زموږ ننۍ خوښي زما په اند د راتلونکي بشپړې پښتونخوا د جوړېدا په لوري د خوښيو د پيل د ټکي په توګه د ملاتړ او ستاينې وړ دريځ وساتي.

هيله ده ددې ليارې د غورځنګ غښتلي مشرانو ته مو لوی خدای تعالی لا پسې د پرمختګ سيک او توان وبښي، څو په سيمه کې پښتون ولس ته خپل حقه حقوق چې د لوی خدای په کونيه او قدريه چارو کې ورته بښل شوي دي، د ځمکې پر مخ هم وروسپاري او په دې توګه ټول پښتون ولس د خپلې ژبنيزې پېژند پاڼې د څښتن کېدلو سره جوښت؛ لکه د نورو ولسونو خپله ژبه د روزلو پاللو او لمانځلو له مخې د نورو ولسونو د ژبو په کتار کې د سپېڅلتيا تر دريځه ورسوي، د هغې ورځې په هيله، ژوندي دي وي پښتانه، ودان، ښېرازه او سر لوړي دي وي پښتونخوا.

مبارز (څاپی)

بن  - جرمني

۶ / ۱۲ / ۲۰۱۰

د خير او ښېګڼو سمبول

که ګلان وکرئ د ژوند د سر درو په څوکو
زه به يې سيل لره درځم د جګو غرو په څوکو

دا وه د ارواښاد (ستوري) د زړه آواز، هغه آواز چې د ځمکې پرمخ د لومړي انسان نه نيولي تر وروستي انسان پورې هر کله هر چېرته او په هره ژبه کې د هر چا له خوا را اوچت شوی او لا اوچتېږي به.

هو! د ځمکې  پر مخ چې کله انسان پنځېدلی او مېشت شوی، د انساني ټولنې د ژوند او ژواک د سوله ايزه او ښکلا ايزه او نياومنه چاپېريال د رامينځته کېدنې، څارنې او ساتنې په موخه هر کله، په هر ژبه او بيا هر انسان ته د خير او ښېګڼو ليارښوونه شوې ده، دا که د لوی څښتن په هداياتو کې وي او که د زمانې د پوهانو او عالمانو په ويناوو کې.

د اسلام د سپېڅلي دين په هداياتو او ليارښوونو کې يوه خبره دا هم راغلې ده، چې وايي: (الباقيات الصالحات)

ژباړه: (څه شی چې پاتې کېږي هغه ښېګڼې دي.)

زموږ په پښتو ژبه کې هم لا يو متل شته چې وايي: (خپل عمل د ليارې مل دی.)

د خير او ښېګڼو د اندونو د پراخې دوديدنې په هڅو کې د پښتو ژبې پوهان او شاعرانو هم ډېرې خوږې او په زړه پورې ويناوې کړي دي؛ لکه چې غيب اللسان شاعر حضرت عبدالرحمان بابا وايي:

کر د ګلو کړه چې سيمه دې ګلزار شي
اغزي مه کره چې پښو کې به دې خار شي

رحمان بابا چې په پښتني ټولنې کې زېږېدلی، را لوی شوی او شاعر شوی، د خپلې ټولنې کړه وړه يې له نژدې څخه ليدلي، څارلي او شعوري غبرګون يې هم ورته ښودلی دی، دا داسې برېښي، چې پښتون ولس د رحمان بابا په مهال کې هم لکه د اوسني مهال په څېر په خپلو سيمو کې به د ګلونو پرځای اغزي کرل او هر چا به هر چېرته د هر رنګه ازغنو اندونو او دودونو په ودې ورکولو کې نه ستومانه کېدونکي هلې ځلې کولې، د رحماان بابا د غبرګون په څېر ارواښاد (ستوري) هم د پښتنو اوسنيو ازغنو او کرغېړنو دودونو د له مينځه وړلو په لياره کې لا له پښتونخوا نه ډېر لرې په اروپا کې هم خپله چيغه پورته کړي او ويلی دی چې:

که ګلان وکرې د ژوند د سر درو په څوکو
زه به يې سيل لره درځم د جګو غرو په څوکو

لکه چې مې وويلي، دا هغه چيغه ده چې څو پېړۍ پخوا د رحمان بابا له خولې نه هم راوتې وه، توپير دا دی چې رحمان بابا په خپل ولس کې مېشت وو او د خپل ولس په مينځ کې يې خپل ولس ته بلنه ورکړې، چې د ازغنو دودونو په بدل کې د محبت او يووالي د ګټور ژوند زړي وکري.

څو سيمه مو د محبت په ګلونو ګلزار او د يووالي په زرغونتيا ښېرازه شي، چې ارواښاد (ستوري) هم همدغه بلنيزه غږ لا له پښتونخوا نه ډېر لرې په اروپا کې اوچت کړي او د هر يوه پښتون او پښتني نه يې غوښتي دي، چې که تاسې ددې اوسنيو ازغنو اندونو او دودونو پرځای په خپلو سردرو کې د ورورولۍ، د قومي يوواليو او د سيمې د ښېرازۍ په موخه د محبت ګلان وکرئ، نو هغه ورځ به لرې نه وي، چې زما په څېر به ډېر نور پښتانه هم د ښو او ګټورو پوهنو، کسبونو او کمالونو سره يو ځای له اروپا او امريکا او د ځمکې له نورو لرې سيمو څخه د پښتونخوا په لوري د جګيو او لوړو غرونو پر سرونو راوالوزي او راشي.

ارواښاد (ستوری) که په ژوندانه کې په دې بريالی نه شو، چې خپله پښتونخوا له ګلونو ډکه وويني، خو د جنازې تابوت يې په ښه شانداره لمانځنو او په سترو بدرګه ايزو مراسمو کې د ډېرو لوړو غرونو پر څوکو له اروپا نه د پښتونخوا ښکلې سردرې (کنړ) ته د قامي وحدت د سمبول په توګه ولېږدول شو، هغه چې په خپل پلرني هېواد، په پلرني کلي کې خاورو ته وسپارل شو، د موږ نه دعا غواړي، د خير دعا، د بښنې دعا او د جنتونو دعا، د هغو جنتونو دعا چې د لوی خدای د لوري د پښتون ولس لپاره په آخرت کې جوړ شوي دي.

د داسې دعاوو سره سم دا هم زموږ په دنده کې شمېرل کېږي، چې ارواښاد (ستوری) هېر نه کړو او د خپلو يادونو د ذهنونو څخه يې ونه باسو، د اروا ښاد انساني اړخ ته چې د خير او ښېګڼو وروولۍ او د ټول پښتون ولس د يو موټي کېدلو په لياره کې يو غټ سمبول ګڼل کېږي، د تل لپاره د منښت، د درناوي سره سم د هغه د ياد لمانځنه هم وکوو.

په داسې حال کې چې پښتانه لا هم د ژبې، فرهنګ، اقتصاد او خپلواکۍ له پلوه د پرديو يرغلونو لاندې سلګۍ وهي او لا هم پښتانه له پوهنيزه، روزنيزه او د خدای ورکړليو شتمنيو څخه بې برخې، وېشلي او تالا ترغې پاتې دي.

دغه لامل زموږ هر پښتون او پښتني نه غواړي چې د يو موټې کېدلو، په خپل هېواد کې د خپلې ژبې او فرهنګ د واک تر لاسه کولو او په دې توګه د اقتصادي او سياسي خپلواکۍ د لاسته راوړلو په لياره کې چې د ارواښاد (ستوري) سوچه ارمان ګڼل کېده، لا له پخوا نه زيات هلې ځلې وکړي، څو د زمانې د غوښتنو سره سم خپل هېواد او ولس د ښېرازۍ او سمسورتيا په درشل کې ودرولی شو، ددغې موخې ته د رسېدلو په لياره کې دغه څو ټکي بايد په پام کې ولرو:

۱. د ملت د جوړېدنې، روزنې او پالنې په هوډ په خپلې ملي ژبې باندې سمباله، يو غښتلی سياسي ګوند کې يو موټی او ځواکمنه کېدل.

۲. په سيمه کې د هغه واکمنه دود پاله سياست بنسټ، له بنسټه نړول، چې غواړي پښتانه لا پسې وېشلي، تالا او ترغۍ وساتي.

۳. د هغې ذهنيت پر ضد کلکه مبارزه کول، چې غواړي پښتانه د خپلې پښتو ژبې پرځای د اردو او د پاړسۍ ژبو په لورې بوځي.

که غواړو چې په يوويشتمه پېړۍ کې ژوندي پاتې شو، دغه پورتني درې ټکي چې د ارواښاد (ستوري) د ژوند تګ لياره هم ګڼل کېدله، د خپل د ژوند د تګ ليارې په توګه وټاکو او پرې ټينګ ودرېږو.

نور نو تاسې او دستاسې سياسي پوهه، بری د لوی خدای له لوري دی.

مبارز (څاپی)

بن –جرمني ۲۰۰۷

جلالتماب ښاغلی زلمی (خليلزاد)

سلام او ښې چارې!

هيله ده چې روغ، جوړ، هوسا، بسيا، نېکمرغه او بريالی اوسئ!

اجازه راکړه چې ستاسې د نوي دندې په هکله تاسو ته د زړه له کومې مبارکې وړاندې کړم، زه د يو افغان په توګه چې کله ستاسو نوم اورم او ستاسو له دندو خبرېږم، ډېره ډېره خوښي راته په برخه کېږي او داسې انګېرم، چې ګنې دا دی تاريخ يو ځل بيا مولانا جلال الدين بلخي يا سيد جمال الدين افغان و انساني نړۍ ته وړاندې کړ، نن دغه اند ماته دغه توان هم راوباښه چې تاسو ته دغه ليک وليکم او ستاسو پام دغو څو ټکيو ته راواړوم:

۱. سيد جمال الدين په هډ او ټبر( عرب) و، که مورنی ژبه يې پښتو او د پښتنو په سيمه کې زېږېدلی و، خو هغه خپلې ټولې ليکنې په پاړسو ژبې کړي  او له دې لامله پاړسيان يې خپل بولي، مګر خپله سيد جمال الدين لکه څنګه چې د هغه د ليکنو څخه برېښي، د اسلام په نامه د عربي امپراطري د بيا راژوندي کېدلو په لياره کې په سياسي مبارزو او هلو ځلو بوخت پاتې شوی و، يعنې هغه نه دې افغان لپاره څه غوښتي او نه د پاړسيانو لپاره څه ويلي.

۲. سيد جمال الدين که د هډ له مخې (عرب) او د زېږېدنې له پلوه پښتون و، خو په خپله په خپلو ليکنو کې د پاړسي ژبې او فرهنګ ته د متعهد په توګه ډېر زيات خدمت کړی دی.

۳. دا چې سيد جمال الدين افغان په پښتو ژبه څه نه دي ليکلي، نو ځکه د پښتني ادب په نړۍ کې د هغه لپاره کوم ځای او دريځ نه شته.

پښتانه هم نه شي کولای هغه د يو پښتون په نامه وپېژني او پرې ووياړي، دا پاړسيان دي، چې کولای شي د هغوی د ليکنو د ژبې پر مخ هغه يو پاړسي ژبی او خپل وبولي او همدارنګه عربان هم ځان مستحق ګڼلی شي، چې سيد جمال الدين هم د هډ او ټبر له مخې او هم د هغوی د سياسي مبارزو له لوري يو عرب وګړی او د اسلامي نړۍ د يو ستر شخصيت په توګه وپېژني او پرې ووياړي.

۴. د سيد جمال الدين په څېر زموږ په سيمه کې يو بل غښتلی انسان هم زېږېدلی دی، چې هغه ته مولانا جلال الدين بلخي وايو، مولانا هم په هډ او ټبر کې (ترکي) و، خو په ژبه کې پاړسو او په زېږېدو بلخي ګڼل کېږي.

دا چې نوموړی په پاړسي ژبې او ادب کې تر هر پاړسي ژبي ډېر خدمت کړی، نو له دې لامله پاړسيان حق لري هغه د خپل ولس د غښتلي شخصيت په توګه ومني، چې لا مني يې هم.

خو د الماني پروفيسورې مېرمن اناليزی (شيمل) په وينا: مولانا جلال الدين بلخي د بلخ ولايټ د (وخش) په کلي کې زېږېدلی دی، چې اوس دغه د وخش کلی د تاجکستان په توابعو کې پروت دی، که د نوموړې پروفيسورې دغه وينا د سند په توګه ومنل شي، نو مولانا بايد د زېږېدنې د ځای لامله تاجک وګڼل شي؛ نه افغان، دا ځکه چې د مولانا په بيوګرافي کې د پروفيسورې (شيمل) له خوا د بلخ ولايت د توابعو څخه د اوسني تاجکستان د سهيلي سيمې يوه برخه هم شامله ګڼله شوې او دا هم ويل شوی دی، چې کله چې مولانا وزېږېده، په دې مهال کې د بلخ ولايت ټوله سيمه په غور کې د سوريانو د واکمنۍ د قلم رو يوه برخه وه.

۵. د سيد جمال الدين  او مولانا جلال الدين کيسه خو په تاريخ پورې اړه لري.

زما اندېښنه دا ده،چې زموږ افغانانو يعنې پښتانه مؤرخين به دتا په هکله څه ووايي؟ او څه به وليکي؟ دا په دا چې د افغانستان تاريخ ته به د ستاسو د سياسي او اجتماعي دريځونو په هکله او دا چې تاسو د امريکايي امپراطورۍ د لا پراختيا په لياره کې د هلو ځلو ملا تړلې ده، يو څه به ووايي.

خو په فرهنګي اړخ کې د ژبې په هکله هرڅه ناروښانه دي، يعنې تر اوسه پورې ما نه دي اورېدلي چې ګنې تاسو به په پښتو ژبه هم کوم کتاب ليکلی يا ژباړلی وي؟ څو پښتانه تا خپل وګڼلی شي، ښايي پاړسيان به هم لکه د پښتنو په څېر په تيارو کې پاتې وي.

۶. د قرآني آياتونو له مخې هر انسان پر ژبه او هډ پېژندل کېږي، خو د پوهې او تقوا له مخې درنښت مومي، نو پوښتنه داده چې تاسې به د ژبې او هډ له مخې په کومه انساني ټولنه کې وشمېرل شي؟ يعنې مولانا جلال الدين او سيد جمال الدين د ژبې له اړخه پاړسيان و، خو د هډ او ټبر له پلوه يوه يې (ترکي) او بل يې (عرب) و، نو تاسو ته به راتلونکی تاريخ څه ووايي؟ ښايي د ژبې له مخې به په انګرېزانو پورې وتړل شئ، مګر د هډ او ټبر خبره مو لا ګونګه او ناروښانه پاتې ده، کېدای شي تاسې به ووايئ چې، د زېږېدلو ځای مو افغانستان دی، نو افغان ياست، دا خبره ټيک ده، خو د هغې اساسي قانون له مخې چې ستاسو په سماسمو پاملرنو په کابل کې ومنل شوه، افغانان په مختلفو قومي او اتنيکي ډلو ټپلو ووېشل شول، چې ناسمه برېښي.

ددغو پورتنيو څو ټکيو په يادولو ستاسو پام لا هغې کتاب ګوټي متن ته هم را اړوم چې مې د دين ژبه او ملت په نامه ليکلی او ددې ليک په ملتيا مې درواستاوه.

په خورا درناوی

مبارز (څاپی)

بن –جرمني

۲۸ / ۵ / ۲۰۰۷

پرانستی ليک

کله چې د سياسي روزنې په نامه د ښې لاسو او کيڼ لاسو په رامينځته کېدلو او جوړېدلو سره جوښت هغوی ته د سيمه ايزو او نړۍ والو سترو ځواکونو له خوا د زور ازمايلو په ډګر کې د پيسو سره سره د اور وروونکو او انسان وژونکو وسلو د ور رسولو اشارې هم وشوې.

بيا نو دغو کيڼ لاسو او ښي لاسو ډلو د بهرنيانو د وسلو او پيسو د لاسته راوړلو په سيالي کې د ښو، وژونکو هوډونو په شعارونو ککړو کړنو کې د خپل ځان، د قوم، د ولس او د هېواد تاريخ ته داسې شرموونکې نښې نښانې پرېښودلې، چې سار يې هيڅکله هم د ځمکې پرمخ چېرته چا نه دی ليدلی او لا نه دی اورېدلی، دغو کيڼ لاسو او ښېلاسو ډلو ددې پرځای چې د بهرنيانو پر وسلو او پيسو د هېواد بهرني دښمنان او غليمان ووژني، هر يو يې تر هر څه دمخه د په نامه انقلاب د دښمنانو په تور په خپل کور کې خپل ورور، خور، مور او پلار او بيا په کلي او ګاونډ کې خپل تره، د تره زوی، ترور، د ترور زوی، توړۍ، د توړۍ زوی، تربور او داسې نور خپل خپلونه ووژل.

سربېره پر دې خپل کور، کلي، ښار او وطن يې هم د بهرنيانو د ځواکونو د پښو په ګردونو کې ډوب او بيا يې د هغوی په ورانوونکو او وژونکو بمونو هرڅه له بنسټه بل مخې واړول، يعنې چا د لوېديځو هېوادونو پر وسلو او ځواکونو، چا د ختيزو هېوادو پر وسلو او ځواکونو او چا هم د ګاونډيو هېوادونو پر وسلو او ځواکونو داسې ورانې او ويجاړتياوې رامينځته کړلې، چې اوس د بيا رغولو او جوړولو توان يې نه يوازې ددغو ورانکارو، جنايت کارو له لاسه پوره نه دی، چې د هغوی د بادارانو له وسې هم پورته ښکاري.

دغو او داسې نورو ناوړو زړه بوږنوونکو پېښو ته په پام چې انساني تاريخ هر کله د دارنګه ډلو نه کرکه ښودلې او غندنه يې هم کړې، د افغان هر سوله خوښه وګړي په دې اند او دريځ ولاړ دی، چې په افغانستان او په سيمه کې اوسنۍ انسان دښمنه جګړه ييزه کړنې که هغه د لوېديځو هېوادونو او که د ختيځو هېوادونو يا که د ګاونډيو هېوادونو له خوا وي، د منلو څه چې لا د زغملو وړتيا هم نه لري، لا چې په کرکجنه توګه غندل کېږي هم؛ لکه څنګه چې تېرو درې لسيزو وښودله، چا چې له تشدد نه کار واخيست، په غبرګون کې يې تشدد وليد، چا چې ماران وساتل، خپلو مارانو وچيچل، هغوی چې په افغانستان او په سيمه کې د انسان په دښمنۍ اوربل کړی وو، په هغه اور کې په خپله وسوځېدل او وراسته شول، همدارنګه هغوی چې په ډېر غرور او تکبر سره اشغالګره يرغل کړی وو، په خپله په کې مات او تالا ترغې شول.

په پښتو کې متل دی، چې: (په زور کلي نه کېږي)، هو! موږ وليدل هغوی چې په يرغليزه توګه د بمونو په ورولو غوښتل سوسيالېم پلي کړي، نه يوازې دا چې سوسيالېږم پلی نه شو، چې خپل له غروره ډکې ککرۍ يې هم په کې وبايللې او د تل لپاره د تاريخ د کندې استوګن شول.

د هغوی نه وروسته دا دی څه دپاسه اته کاله کېږي، چې پر افغانستان باندې د ديموکراسۍ د پلي کولو په هوډ او د ترورېزم د ټکولو په نامه د لوېديځې نړۍ په سر کې د امريکې متحده ايالاتو له تشدد نه ډک يرغل هم ترننه پورې چې د بېرحمه جګړې او د بېوزله انسانانو د وژلو او د کلي او کورونو له ورانولو نه پرته بله کومه ګټه نه ده لرلې، په بې دليله او بې منطقه توګه د لېونتوب په کچه دوام لري.

دغې او داسې نورو له تشدد نه ډکو اشغلګريو نه داسې برېښي، چې نړيواله ستر ځواکونه هر چېرته له تاوتريخوالو نه ډکې ستونزې او لانجې پنځوي او بيا هلته په پرله پسې توګه خپل نظامي خواکونه استوي، دا چې دوی له دې کاره څه ترلاسه کوي،  يا څومره ګټورې پايلې خپلې لمنې کې رانغاړي؟ په دې هکله ښايي امريکايانو ته د ويتنام او شوروي اتحاد ته د افغانستان پېښې په ځواب کې څرګندې بېلګې ولري، هر کله چې د تاريخ په شهادت په هيڅ يوه هېواد کې هيڅکله هم په بمونو او بمباريو چا د دموکراسۍ نظام نه دی پلی کړي، لا چې څوک يې پلی کولای هم نه شي.

همدارنګه هيڅکله هم تر اوسه پورې چا په ځان وژنه او ترهګره هوډونو په کومه خاوره کې اسلامي نظام نه دی پلی کړي، نو له دې کبله موږ په سيمه او افغانستان کې له ټولو متنازعه اړخونو څخه په کلکه توګه غواړو چې خپلو جګړه ايزو موخو او هوډونو کې بيا کتنه وکړي او پرېږدي، چې په دې سيمه کې ددې سيمې اوسېدونکي په خپله خوښه او په سوله ايزه توګه خپل سياسي نظام يا ژوند دود وټاکي.

 

مبارز (څاپی)

بن -جرمني

۱۸ / ۴ / ۲۰۰۹

روښانيان

د روښاني نهضت په هکله لوی استاد علامه حبيبي صيب د پښتو ادبياتو تاريخ د کتاب په (۷۷۴) مخ کې داسې ليکي:

د پير روښان سياسي جهاد او مبارزې په درېيو ټکيو ولاړ دي:

۱. له ظلمه او له ظالمانو کرکه او نفرت.

۲. له مغلو سره عدم موالات او اجتناب.

۳. سربازي او عدم تسليم.

پر دغو درېيو ټکيو د پير روښان ټول لارويان، نر وو او که ښځې ټينګ ولاړ وو.

لوی استاد د کتاب په همدې مخ کې له مغلو سره عدم موالات او اجتناب تر عنوان لاندې داسې ليکي:

د اوسني عصر د سياست په ميدان کې هم له دې کاره ډېره استفاده کېږي او که يوه ټولنه وغواړي د نورو له ظلمه او اسارته ځانونه خلاص کړي، نو دوی له سره خپل د همکارۍ او معاونيت او موالات روابط، قطع کوي او دې ته په سياسي اصطلاح (NON COOPRATION)د هندوستان د آزادي خواهانو يوه وسله د انګرېز په مقابل کې هم دغه وه.

عجيبه دا ده چې تر ګاندهي دمخه پير روښان د پښتونخوا په غرونو کې د مغلو پر خلاف هم له دغې وسلې څخه کار اخيست او خپل مسلکي پيروان يې ټول له مغلو سره عدم موالات او نه همکاري امر کول.

دا وه د لوی استاد د ليکنې لنډ نچوړ، د لوی استاد په اند د روښاني غورځنګ له بنسټه د عدم تشدد غورځنګ وو.

چې زه هم ددغې دريځ ملاتړ کوم، دا ځکه چې د هر الاهي استازي ديني مبارزه او تبليغ د عدم تشدد په اصولو پيل او تر پايه رسېدلی دی، دا که د حضرت بودا، حضرت نوح، حضرت ابراهيم، حضرت موسی، حضرت عيسی او که د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په اديانو پلي کېدل وو.

په دې توګه ويلای شو، چې د پير روښان غوځنګ ټول په ټوله د الهي احکامو په رڼا کې سمباله غورځنګ وو، چې داسې غورځنګونو ته هيڅکله او هيڅوک د تيارو غورځنګ نه شي ويلای، که څوک يې وايي هغه ارو مرو د شيطان د وسوسو ښکار ګرځېدلی دی.

مبارز (څاپی)

بن -جرمني

۱۳ / ۷ / ۲۰۱۰

- بېرته شاته