(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتني خپلواکه او برېښنايې پېيلې څړيکه

ما څو ورځې مخکې د «برېښنايي سيالي او د پښتو بدمرغي» تر سرليک لاندې يوه ليکنه کړې وه، چې په يو شمېر برېښناپاڼو کې خپره شوه او ځينو دوستانو د ليکنې په اړه خپل غبرګون هم ښودلی دی، چې زه يې دې ته وهڅوم دغه څو کرښې بيا تورې کړم او د ليکوالو، برېښناپاڼوالو او ځوانانو پام ځينو هغو پټو ذهنيتونو او بربنډو دريځونو ته راواړوم، چې کېدی شي په راتلونکي کې د افغان ولس او په تېره بيا د پښتنو په منځ کې برېښنايي کرښې تېرې کړي او دغه بدمرغه ملت په څو څانګو ووېشي، نو لومړی غواړم د هغو دوستانو غبرګون راواخلم او تاسو ته يې د قضاوت لپاره کېږدم او بيا به زه خپله شننه وليکم.
يو دوست ليکي:ستاسو زیاتره اندیښنې د قدر وړ دي، خو په بریښناپاڼو کې تکراري عنوانونه دلوستونکو او پښتو ژبي لپاره نه یوازي چې ګټور نه بولم،بلکي په لوی لاس دلوستونکو زړه توري کول هم دي. یوازي بې سیکه او بې قلمه بریښناپاڼي دتکراري لیکنو او یاپه بل عبارت دهري توري پاڼي خپرولو ته زړه ښه کوي. تاسوځیني هیوادونه یاد کړي، خوهډو هلته همورځپاڼي او بریښناپاڼي دادبي،څیړنیزو،سیاسي...لیکنواو تجارتي اعلانونو تر منځ، ډانګ پییلی توپیر کو
زما په ګومان دادبي، سیاسي،څیړنیزو... لیکنو او په پښتو ژبه دپاتاوو(فاتحو)د خبرتیاوو تر منځ زغرد بیلوالی پکارده.دځاني شهرت تږیو لیکوالو غوښتني پوره کول دبریښناپاڼو لپاره ځاني انتحار بولم
بل دوست ليکي:مونږ ته هم په کار ده چی را ويښ شو! زه هم تاسو سره هم نظر او ستاسو پلوی یم. برېښنا پاڼېزمونږ د هیواد والو په پوهه او نژدېکولو کېتر رادیو او تلویزیون کم ارزښت نه لري. په خواشینی سره زمونږ پښتانه ځوانان له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دي. که د طالب یا حزبیانو یا جهادیانو له نامه نه په استفادېسره زمونږ دښمنان ښوونځياو مدرسېورانويیا سوځوياو ښوونکياو د مدرسو استادان په مرګ تهدیدوياو یا یېشهیدانوياو که دبرېښنا نشتوالی زمونږ هیواد وال د کمپيوتر او انترنت او برېښناپاڼوله نعمت نه محروموي، که اغیار نور تهمتونه واردوياو په ښوونځیو او پوهنتونونو کی مونږ له مورنۍژبېاو زده کړېنه محروموي، یو تعداد روشنفکران هم په منورینو او لیکوالانو تنګ نظريکوياو په مختلفو بانو کوشش کويچېد نورو خنډ شي، بیځایه تورونه لګوي. لاتر اوسه زمونږ په پښتنو لیکوالانو کېهغه پرونيسیاسياو ایدیولوژیکياختلافات نه ديحل شوي. چاته کمونست خطاب کوو، چاته طالب او چاته .... حال داچېنورو دا اختلافات هیر کړی او په ګډه سره کار کوياو خپله راتلونکېله یو بل سره په مشوره او یو د بل په ملاتړ سره ټاکي. مونږ ته هم په کار ده چېرا ويښ شو او نوی نسل په ملياو هیوادنيروحیه وروزو او زړېخبرېتاریخ ته پریږدو.
يو ملا بيا ليکي:مشخص سانسور: ګرانه وروره ډاکټر صيب لمره! مننه ستاسو له ليکنې. زه په دې آند يم چې هغه څه چې تاسو بحث پرې کړی په برېښنا پاڼو کې د پښتو ليکدود ډېر غوره ټکي پکې نغښتي دي. برېښنايي پاڼې د خپلې اژندا سره سم د ليکوالو تر منځ د بېلتون کرښې راکاږي. هر څه چې نه وي بيا هم د دعوت، جرمن-آنلين او تاند خپرونې په خپلو خپرو شويو ليکنو کې د پښتو سم ليکدود او ستندرد ته پام کوي.
ڼړيوالې رسنۍ لکه نيويارک ټايمز، ميترو نيوز، سًن، ستار، ګوارديین او داسې ډېرې نورې په خپلو خپرونو کې يو منل شوی ژبنيز ستندرډ کاروي، که دا خپرې شوې شننې وي او که سپړنې وي. سر بېره پر دې، دغه پاڼې خپل سيمه ييز اخبار هم خپروي. که د ليکنو ژبنيز جوړښت ته يې پام وشي، نو دوی ټول يو ډول ګرامري جوړښت کاروي.
پښتني برېښناپاڼې يا رسنۍ، څنګه چې تاسو ياده کړې ده؛ ډېرې پښتني برېښناپاڼې د دې ټينګار کوي، چې هغه ليکنې به خپروي، چې يوازې دوی ته استول شوې وي. د دغه چلند په ترڅ کې دغه برېښنايي پاڼې غواړي وښيي، چې دغه يا هغه ليکوال له دوی سره کار کوي، يا د دوی ځانګړی همکار دی او په دې او يا هغې برېښناپاڼې پورې تړلی دی.
دا بايد د يو ليکوال پخپل انتخاب وي، چې يو ليکوال يا ليکواله خپله ليکنه چاته واستوي او چېرته يې خپره کړي، ځکه آزاد ليکوال د برېښناپاڼو اجيران نه دي، له برېښناپاڼو سره پرته له معنوي ارزښته کوم بل تړاو نه لري. يو آزاد ليکوال هېڅ برېښناپاڼې ته حقوقي ژمنتيا نه لري او د برېښناپاڼو د ليکنو د زېرمې مسؤليت د يو ليکوال نه دی او برعکس يوه برېښناپاڼه پخپله مسؤله ده، چې مواد ټول، تصحيح او خپاره کړي.
د پښتو ژبې د ليکنو شمېر؛ د ورځنيو چارو په اړوند په اونۍ کې د ګوتو په شمار ليکنې خپرېږي. څنګه چې تاسو ياده کړې ده، چې دغه د ګوتو په شمار ليکنې چې په هر څومره ډېرو برېښناپاڼو کې خپرې شي، نو هغومره به ډېرې ولوستل شي. کله چې يو لوستونکی د يوه نامه ليکنه په بله پاڼه کې بيا ويني، نو نه دې يې لولي، مګر په ډېرو پاڼو کې د خپرولو ستراتيژي دا ممکنوي چې پېښه څومره ډېرو خلکو ته کېږي روښانه شي، مګر نه داچې د يوې ځانګړې پاڼې مشخص لوستونکي يې ولولي. که برېښنا پاڼې غواړي، چې يو ليکوال دې يوازې دغه يا هغه پاڼې ته خپلې ليکنې ولېږي، نو بيا دې ټولې پاڼې د ليکنو او معلوماتو لپاره يوه برېښناپاڼه يا برېښنايي د پلټنې سيستم يا انجېن جوړ کړي، چې ټول بيا همدغه يوې پاڼې ته ورننوځي او له هغه پاڼې خپل معلومات تر لاسه کړي. چې ټول به بيا په يوه پاڼه کې او هغه هم د يو چا له سليقې سره برابره پاڼه کې معلومات لولي!  پرته له دې پرېږدی، چې د ګوتو په شمار د پښتو ليکوال خپلې ليکنې په خپله خوښه هر چا ته چې لېږي ودې يې لېږي.
پښتني ليکنې به د نورو ژبو له ليکنو سره هېڅکله د پرتله کېدلو وسه و نه لري، که د برېښنا پاڼو سيالي وي يا د برېښناپاڼو فرمايشات او يا هم ليکوالو ته د برېښنايي کرښو ايستل، چې په دې توګه برېښناپاڼې غواړي خپل پښتني ليکوال تجريد کړي. برېښناپاڼې بايد د ژبې د سمونې او کرکتنې يوه پوهنيزه جرګه ولري، ځکه پښتني برېښناپاڼې يو ګرامري جوړښت، ژبنيز ليکدود يا ليکنيز ستنډرډ نه کاروي. د برېښناپاڼو زياتره چارواکي يا مسؤلين د پاڼې د تخنيکي مسؤلينو په توګه کار کوي، ځکه د ګڼشمېر برېښنايي پاڼو مسؤلين کمپيوټري آماتوران دي.
لقبونه: په افغاني ټولنه کې د ډاکټر، انجينير، جنرال، مارشال او يا بل کوم تېکنوکرات نومونو او يا لقبونو خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. افغاني دولت او زموږ ټولنې داسې حالت رامنځ ته کړی، چې هر چاته د ډاکټر، انجينير او يا تيکنوکرات لقبونه ورکول کېږي، مګر رېښتيا خو بيا دا ده، چې دغه خلک ليا  مخکې له پوهنځيو ايستل يا شړل شوي وي، مګر هغه څوک چې په ريښتيا هم د خپلو زده کړو پر بنسټ د دغو لقبونو وړ وي، نو د پورته ياد شويو بې ځايه لقبونو د لړي په ترڅ کې دغو ريښتني پوهانو ته هم دغو ارزښتونو خپله کچه او احترام له لاسه ورکړی دی.
زما په ګومان دغو دوستانو د خپل نظر ښه بيان کړی او زما د اندېښنې ليکه هم پکې ليدل کېږي، مګر زما په آند، څنګه چې څه موده مخکې د پښتو ليکدود يوه ناندره په برېښناپاڼو کې رامنځ ته شوې وه، چې د پښتو يوشمېر سترې سټې، څانګپوه او نامتو ليکوال هم پکې ښکېل شوي ول او د پښتني ليکوالو په منځ کې يې د خېلو او زيو کرښې تېرې کړې وې، چې دغه دريځ نن سبا هم په ګڼشمېر ليکنو کې محسوسېږي، چې په ځانګړو برېښناپاڼو کې خپرېږي.
د برېښنايي پاڼو د بېلنتوب څړيکه هم د ټولو پاڼو لخوا نه ده پورته شوې، مګر د يو شمېر هغو برېښناپاڼو لخوا پورته شوې، چې د برېښناپاڼو په ليکو کې يې د سيمييز لیکدود کرېکې يا پوهنيز اماتوريزم له ورايه ښکارېږي، چې دغه برېښناپاڼې د پښتو ژبې د املا، انشا، ګرامري او د جملو جوړښت له ستونزو سره مخامخ دي او د خپل دغه غير علمي دريځ د خپرولو لپاره يې ځيني احساساتي خلک دې ته اړ کړي، چې په پټو سترګو په يو او يا بل ډګر کې ودرېږي او د پښتنو په منځ کې د سيمي تر څنګ بې ځايه برېښنايي کرښې هم وباسي.
دا ټولو ته څرګنده ده، چې نننۍ پښتو ژبنيز نوښت ته اړتيا لري، چې د سيمې (افغانستان، پښتونخوا، پښتونستان او هندوستان) په سيمه کې د يوې کره پښتو د رامنځ ته کېدلو امکانات ورته جوړ شي او دغه کار يوازې د نظرياتو د شريکولو په توګه نه کېږي، مګر سم، پرلپسې او څانګپوه پوهنيز کار ته اړتيا لري، نو د ژبې انحصار که سيمه ييز وي، برېښنايی وي، ټولنيز وي او که سياسي وي نو نه د ژبې په ګټه دی او نه هم د خلکو.
پايله
د پښتو د ودې لپاره بايد منلی شوی ليکدود وکارول شي، چې سمه انشا، سمه املا او سم د جملو جوړښت ولري او پښوييز انډول يې له ژبنيزو توګو سره برابر وي. ښاغلي سلطانزی ځدران په يوه ليکنه کې ليکي: «ترکاڼي دبیزو کار نه دی. ليکل هم د هر چا کار نه دي او يو استعداد غواړي!»، ځکه نو که پښتانه غواړي، چې پښتو يوه سياله ژبه شي، نو ژبې ته دې په هره برخه کې کار وکړي. په بنديزونو او بېلنتوبونو او يا برېښنايي خنډونو ژبه وده نه کوي. په دې هيله، چې اماتوران د څانګپوهانو د سېل مخې ته لکه خسو خاشاک و نه درېږي، چې له ځانه سره به ټول ملت ډوب کړي، لکه مرحوم نور محمد تره کي چې ويل: «موږ داسې انقلاب کړی، چې لمبې به يې تر مسکوه ورسېږي!» نورو بيا پسې ويل، چې سرو داسې اور بل کړی چې لومد او وچ ټول پکې سوځېږي، خو که د افغانستان انقلاب ناکامېږي، نو د مسکو واکمني به هم حتمي نسکورېږي.

- بېرته شاته