(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنو بله توره وکړه!

درنو هېوادوالو! په خيبر پښتونخوا کې يوه نازولې پښتنه چې ليا ۱۲کلنه وه، په نړيواله کچه يې د سولې او د ماشومانو د حقوقو د خوندې کېدلو هلې ځلې پيل کړې، چې ډېر ژر يې نړيوال شهرت پيدا کړ او د پښتنو په سيمه کې يې د ماشومانو د ښوونې او روزنې ډېوه بله کړه، په ډېرو زړونو کې يې د هېلو ولولې راژوندۍ کړې او د نړۍ ډېرو مخورو ورته د درنښټ سر ټيټ کړ. دغه د آسمان سپوږمۍ او دځمکې يوسفزۍ ملاله نومېږي، چې په معصوميت يې د ماشومانو لپاره د ژوند، روزنې او له ظلمونو نه د خوندې کېدلو غوښتنه کوله، مګر نامردو قاتلانو د دغه پرښتې معصوميت ته هم و نه کتل او نن يې په ډېره نا مېړانه د ښوونځي سپين کميس ورته په سرووينو سور کړ، په دې موخه چې آب او دانه يې له دې دنيا ورته بنده کړي، امېدونه يې ورته خاورې کړي، چې دغو بې دينو د اللهي لخوا د ازل پديده هم غوښتل تر سوال لاندې راولي، مګر خدای په حق دی او ملالې ته به شفاعت وکړي! ملاله يوسفزۍ د وروستيو دوو کلونو په ترڅ کې په پښتونخوا کې د ماشومانو په منځ کې وځلېدله او لکه رڼا سپوږمۍ او تود لمر غوندې يې د غرونو په رغونو کې سر راپورته کړ او په لوړ سر او جګ آواز يې د ماشومانو لپاره د بشر د حقونو غوښتنه وکړه، د بشريت ډيوه يې بله کړه، مګر افسوس چې دغه وړه معصومه پېغلوټه د دې دنيا د نامردو نمرودو لخوا د ټوپکو په ډزو نن ويشتل شوه او تر مرګه  ټپي شوې ده، چې د بشريت دوښمنانو غوښتل په خپل دغه کرغېړن کار د ملالې ټول انساني ارمانونه له خاورو سره خاورې کړي. نور نو په سيمه کې د ملالې ډېوه مړه کړي، چې لکه روښانه لمر و نه ځلېږي، مګر د ملالې توده مينه به له ماشومانو سره تل پاتې وي، بس پښتانه دي، چې خپلې خويندې او وروڼه به قرباني کوي او د ټولنيز تروريزم په اړه به لاس تر ذنې ناست وي.
ما د دغه کرښو سرليک «پښتنو بله توره وکړه» وليکلو، چې کېدی شي د ځينو احساسات به راوپاروي، چې ګواکې مذهبي يا سياسي ډلې د پښتنو استازيتوب نه کوي، مګر زما اندېښنه دا ده، چې دغه تروريستي، دهشت ګرې او ظالمې ډلې چېرې مېشت دي! آيا د پښتنو په سيمو کې مېشت نه دي! آيا پښتو او پښتونولي ته نه نڅېږي! آيا دسيمې خلکو دغو نا اهلو وحشيانو ته په خپل ټاټوبي کې ځای نه دی ورکړی! دلته ډېر څه دي چې وليکل شي مګر د قلم له خولې نورنو آفات، خرافات او ليونتوب نه راوځي.
د سوات په سيمه کې، چې له ۲۰۰۷نه تر ۲۰۰۹پورې د سيمې د طالبانو په واک کې ولکه وه او اوسمهال هم په سيمه کې دهشت او وحشت ته لبيک وايي، نو نن يې هم د تليفون په ليکه د مېړنۍ ملالې د ويشتلو مسؤليت پر غاړه اخيستی دی او دا يې ياده کړې، چې ګواکې مېړنۍ ملاله د لوديز دودواله ده او د طالبانو پر ضد تبليغ کوي، مګر دغه بد فعله وحشيان په دې نه پوهېږي چې ملاله خو يوه بې وسلې، معصومه او د ښوونځي يوه متعلمه ده، نه ټوپک لري او نه هم توره! بس همغه د حضرت سليمان خبره ده، چې يو څوک ګرم  يا نا اهله شي، نو لکه سپی يا خوله اچوي او يا هم ګرېوانونو ته خپړې! مګر دغو وحشيانو د معصومې ملالې وينې تويې کړې، لکه يو وحشي ځناور غوندې يې د مېړنۍ ملالې د وژنې هڅه وکړه، خو د ملالې له پښتني معصومانه پوړني نه هم ونه شرمېدل!!
د دغو وحشيانو په دغه غير انساني، وحشي حرکت د هر پښتانه په لمن د بې ننګي، بې غيرتي او نامردي داغ کېښودل شو. ملاله نورنو لکه يو د پوهې، صداقت او مېړانې تاريخي مشعل وګرځېدله. د ملالې مفکوره، مبارزه او فعاليت به تل په افغانانو کې لکه سره لمبه توده او روښانه وي. که ملاله لکه شمعه په خپلو وينو کې وتپېدله او وسوځېدله، مګر په خپل شتون اوسرو وينو يې ټوله سيمه روښانه کړه. اوس د پښتنو په غيرت، همت، پښتونولي او مېړانه پورې اړه لري، چې د خپل ټبر د خپلواکي او د ظلم نه د ساتلو لپاره څه کوي!!! زه مېړنۍ ملالې ته له پاک الله نه روغتيا او رمټيا غواړم. د ملالې له کورنۍ او له خواخوږو سره ځان په دغه لوی ملي غم کې شريک ګڼم او ټول پښتون ولس ته د جميل صبر تمنا له پاک الله نه کوم، هيله ده چې ملاله بيا لکه بله ډېوه سر راپورته کړي!
http://www.youtube.com/watch?v=VnzvJ3CuiqQ

- بېرته شاته