(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

آيا پښتون افغان خپل واك دلاسه وركړى دى

محمد نعيم كاكړ
د تېرو پنځه ديش(۳۵)كلو څخه چې په پښتانه افغان خاوره باندىكوم ناورين جوړ دياو په دهغه دوران كښې چي ددي قام او ملت څومره وګړى ووژل شو څومره ژوبل او معذوره شول څومره د كوره څخه بې كوره شول او څومره وبندى خانو ته وليږل شول چي خپل دهغه شميرنو ته ملاوتړي اودهغه ځان ته چې د بشر سره دميني داوي كوي د دوي په ګډون وپاته نړۍ ته ورپه ګوته كړي چي ددي پښتون افغان كومه پړه ده چي دوي په دي ډول ووژل شول ټول ښارونه او ودانى يې په كسته ور ورانى او كنډوالي كړي اقتصاد يې ور وران كړي او دوي يې ودي ته اړكړل چى مهاجرت وكړي او څوك چي مهاجرت او كډه نه كوي هغه د هريلري دومره اړ او مجبوره كړل شې چي و كډه كولو ته اړشېددي سپيڅلي او باتوري خاوري اوسيدونكى ټول ټاټوبىپريږدي د نورو ملكو خاوري په سروبادوي يا چي لږ و ډېر د مخ څوك په كښې پاته دي يا خوي پخپلو كښې سره لاس وګريوان كړي يا يې ووژنى چې دهغه خاوره و نورو ته ورپاته شې او د خپلو لاس پوڅو دلاري يې پخپله ولكه كښې وساتي هم دهغه خبره ده چي د كيمونسټ په نامه يې لومړى هغه څوك پخپلو كښې سره ووژل يا يې د كيمونسټ او د اسلام په نامه يو بل سره ووژل يا يې پخپله اسلامى ګوندونه او د دوي مشران لاس وګريوان كړل چي لويه بيلګه يې د كابل كنډوالي دى شور ويان هم هغه وخت وافغانستان ته راغلل چي ميدان چغالى شوي وچا دوي ته په افغانستان ورننوتو اجازه وركړه داسي نوري ډېر پوښتنېشته چي تراوسه ځواب نه دي ورته ويل شوي...؟ خو دا جواب په كاردي چي هغه څوك وركړي چي اوس هم ژوندى دي او ددي بهير برخه ګرځيدلي دي اودا ډول هغه څوك چي په سياله ډله كښې ولاړوو هغه هم  ډېرو پوښتنو ځوابونه په كاردي چي وركړي ولي چي دا وخت هر ددي ټاټوبى سره مينه لرونكى د ځان څخه دا پوښتنه كوي چي موږ به ټول ژوند او ځموږ خاوره به دهميش دپاره ددهغه ناورين سره مخامخ وي او نور به ځموږ د ژوند سره لوبى كوى...؟
     ددي اوږدي سرپنځه څخه موږ دا اټكل كوي شو چي شرق دي كه غرب كه ګاونډي دي كه ليري دي دا ټوله د پښتون افغان په وژنه او بربادي پسى دى ځكه كه شور ويان(اوسنى روسان)د نړۍ والتوب (INTERNATIONAL) په نامه يا د مرستى په نامه افغانستان ته راغلو هغو د وژنو ژوبلو او مهاجر كولو او ورانيو په چپه ودي خاوري ته څه ورنه كړو خو دا بيله خبرهده چي دوي نورنه شوي كولي چي په افغانستان كښې پاته شې خو افغان ملت يېداسي وردووي او د نفاق داسي تخم وپاشي چي و نورو باندنيانوته لاره اواره كړه چي و افغانستان ته لاس وغزوي او داسي حالات په افغانستان كښې جوړ كړي چي افغانستان په كراره نه شې او څه چي وشوه چي هغه ځموږ و ټولوپوه ناپوه ته ورځرګنده ده خو لنډه داده چيپهديدوران كښې د طالبانو په نامه يو بل ځواك راځى چي اسامه بن لادن يې په څنګ كښې ورسره وران دي چي د ځان سره د ډېري شتمني د څنګه په لوئى شمير عرب او د نړۍ نور مجاهدين يې ملاتړ كوي او افغانستان په امارات پيژندل كيږي داوږدو جګړو وروسته د نهم ستمبر ۲۰۰۱ء پيښه كيږي چي په دي تور افغانستان په نخښه كيږي چي د افغانستان جګړه يو بله بڼه خپلوي چي امريكا د ناټو په ملګرى نور غير ناټو پوځونه ته اجازه وركول كيږي چي و افغانستان ته ورشي چي افغانان د اسامه بن لادن او د طالبانو څخه وځغوري افغانستان بشپړه بياورغوي افغانان بشپړه سوكاله كړي خو يو ولس كاله كيږي چي نه افغانستان كښې بشپړه سوله راغله نه دا د نورو لخوا ويجاړ شوي هيواد بشپړه ورغول شو نه جګړه وپائى ته ورسيده نه د افغانانووژنه ودريده بلكى د دهغه تاو و نورو هغه پښتنى سيمو ته ورسيدى چي د ډيورنډ د كرښې و ختيځ ته دي او داسي ورانى يې وكړي او اوس هم روان دي چي هروګړي په ځان حريان دي خو اوس دهغه وژنى او ورانى دچاودونو د لاري كيږى او د جنګ ډول بدلون وخوړ او ځان وژونكو يا فدايانو ځان رامخ ته كړي او دهغه جګړه ته اوس تهره ګري جګړه ويل كيږي چي د يوې خواڅخه امريكا پاكستان ناټو او ايساپ او اوس د افغانستان ځواكونه ولاړدي او بلې خواته د دوي په خوله تهره ګر چې القائده طالبان حقانى شبكه عرب او د نورو ملكو جنګياليان يا تحريك طالبان پاكستان ولاړ دي چي هوائى بريدونه ډراون بريدونه محكئى جګړىد يوي خواڅخه كيږى او د بلې خواڅخه ځان وژونكى يا فدائى بريدونه د څړك دغاړي مائينونه ښخول چاريكى بريدونه او داسي نور چي د هر دواو خواو څخه نه جماتونه خوندي دي نه جنازي نه جرګىنه ښوونځى نه روغتونونه نه ورانى او كورونه د دمسافرو موټران او نور او ددې سره سره چې امريكا په چاپه سى راغلى وه اسامه بن لادن د دملګرى او نور ډېر امريكا ضد وژل شوى دى.
     د پښتون افغان دورانى اوبربادي دهغه داستان دومره اوږددي چي هر څو خبره په وكړي پائى نه لري خو يوه خبره چي د دهغه ولس هر سړي سنجولى او تراشلي ده هغه داده چي دهغه اوږده نړۍ واله جګړه د پښتون افغان د پوه فنا كيدو جګړه ده خو د نورو ملكو كه هغه نزدې كه ليري د دوي دګټو په سر دهغه جګړه داوږده وخت څخه پيل كړي ده چي داور ډګر يې د پښتون افغان خاوره ګرځولي ده او دوي د پيلانو په دي جګړى خپل ژوند دلاسه وركوي او دهغه بهير به تر هغه وخته روان وي چي افغانان پښتانه پخپله نه وي راپاڅيدلي او په ګډه يې دهغه د نورو جګړه د خپل هيواد څخه نه وي شړلي د نن څخه باچاخان فخر افغان څلويښت كاله د مخه ويلى وو چي دهغه جګړه د زور ځواكو د ګټو جګړه ده چي پښتانه او افغانان به په كښې وژل كيږي ژوبل كيږي ټاټوبى به ويجاړه كيږي خو هغه وخت هيچا د باچا خان و وړاند ويني ته ارزښت ورنه كړي څلويښت كاله وروسته نن ځموږ عام وګړى نن په دي پوه شوي دي چي دهغه روانه جګړه نه د اسلام د ګټو دپاره ده نه د افغانانود سوكالى جګړه ده دا يواځي اويواځي د نورو ملكو د ګټو جګړه ده چي د پښتون افغان دپاره دبربادي او وراني په چپه بل څه ودي بشپړه ټاټوبى نه بل څه نه راوړي او دوي دويره كوي كه پښتانه افغانان پخپله نه شوراپورته نو د دهغه د نورو ګټو په خاطر به افغانان د زروي او د بارودو په لوخوړو كښې به په هيواوالوځي او د هره ورځ چي نوي نوي خبري د هره لوري څخه كيږي هغه يواځي او يواځي د دوي په ګټو راګرځي خو افغان دواړو لورو ته كه هغه غرب دي كه ختيځ و دوي ته هر ورځ نوي نوي دلاساوي او هيلي ورته وركوي خو د څنګه د مارانو سرونه هم ورښكاره كوى.
      د خواښني خبره داده چي پښتون افغان عام وګړى په دهغه لويه لويه پوه دي خو هغه ډلي كه هغه په حكومت كښې دي يا په جګړه كښې بوخت دي دوي خو د افغانستان وراني او دخلګو وژني ويني خو بيا هم ځان نه پوه كوي يا خو هر لوري خپلواكه نه دي او دوي ودي ته اړدي چي هغه څه وكړي چي د دوي ملاتړي ورته لارښودنه كوي ددي سره سره چي دهغه جګړه كښې افغانان او پښتانه وژل كيږى اوس پوښتنه داده چي باندنيان كه هغه هر څوك دي هغه د افغانانو د وژنو څخه مخ نه ګرځوي خو بلې خواته دهغه افغان بچان چي د باندني ځواكو په ضد جګړه كوي هغه دومره نه وژل كيږي لكه دوي چي خپل هيوادوال وژني
     دا باندني زورځواكو چي په افغانستان كښې وراني جوړ كړي دي دا يواځي دخپلو خلګود سوكالى دپاره كوي د نورو باندنيانو غاړي او سرونه غوڅوي چي خپل ملكونه د پرمختيا په لور را روان كړي خو موږ خپل وګړي وژنو خپل ټاټوبى ورانوو چي نورو ته ګټه ورسيږى داسي كار خوليونيان نه كوي نه شو ويلي چي دوي خپل هر څه دلاسه وركړي دي دوي دومره د نورو لخوا ګير شوي چي بليك ميل ورته ويل كيږي ك څه چل دي ودي ته هر سړي حريان دي.
     پښتانه افغانان په كاردي چي دوي په دي پوه شي چي ګاونډيان او نور غواړي چي د بل ديوال باندي جوړ كړي آيا څوك چي په جګړه كښې بوخت دي هغه غواړي چي خپله مينه يې وخيږي داسي هم شاوخوا او نړۍ وال د پښتانه څخه كركه كوي او غواړي چي داسي وځپي چي د نورو ترلاسه لاندي وي او د دهغه اوږدي جګړي كښې موږ ټولو وليده كه څه هم موږ په بيلو بيلو نومو ووهل شول ددي د مخه چي د پښتنو او افغانانو سره څه شوي دي هغه هم په نظر كښې وساتو د بده مرغه په دي اوږده جنګ كښې موږ ځان په دي پوه نه كړي او موږ يې داسي راګير كړو چي پخپله سره مخامخ كړو او دوي ته موقعه په لاس ورغله چي ځموږ په هيواد راننوځى كه پخواني وكه اوسنې ډاكټر نجيب الله هغه وخت په پوه شو چي كله اوبه تر سرتيري شوي وي ځكه چي و شوروايانو ته وويل چي تاسي ډېر خيانت كاران ياست او اوس هم حامد كرزئى په هغه جنايتونو پوه دي چي دده او د ولس سره يې كيږي كه د ډاكټر نجيب د روغي جوړي د سياست سره دده مخالفين دريدلي وي نو به نن دا حالت نه وي خو اوس يوواربيا تاريخ ځان راغبركوي كه بيا هر خوا په خپله خبره ودريده تيرې وراني به د هر ايري شې رښتيا خبره داده چي د پښتانه د سباون او د بقاء خبره ده اوس دا په موږ ټولو پوري اړه لري چي موږ هر څه دلاسه وركول غواړو كه د خپلو نيګه ګانو ټاټوبى ځغورل غواړو په دي منځ كښې بله خبره نه شته او دا وخت دا نور د څنګه ګوته وطالبانو ته نيول كيږي ولي چي د دوي په نامه دهغه ورور وژنه كيږي د ګټو لاس ته راوړونكي په لويه غونډى ناست دي او د جنګ و لمبو ته وده وركوي نوم دطالب دي كه څه هم وطن پاله طالبانو د خپلې خواڅخه د خبرواترو هڅي كړي دي خو دوي يې داسي راګير كړي دي چي څه نه شې كولي خو كه دوي يواځي دا اعلان وكړي چي طالب خپل وروروژنه نه غواړي خپل هيوادورانول نه غواړي نو ځكه د جګړى څخه لاس باسى نو به تر ډېره د جنګ په دهغه اور اوبه ولويږى اوهغه و نورو لاس پوځي چې د طالب په نامه جګړه كوي څخه به لوڅ شى او راغلى لوئى لا لا چي جګړه ته دوام وركوي هغه به هم څرګندشى د حامد كرزئى ملا به هم وتړل شى او هغه څوك چي طالب وران كار ګڼى او دهغه وخت څخه حكومت كوي د هغو پلمه هم وركه شى كه داسې ونه شى نودي پښتانه و ډيرى لوئى ورانى ته تيار شى..

- بېرته شاته