(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د عمران خان سوله يز لاريون او...

   د عمران خان سوله يز لاريون او د سياسي ګوندونو غبرګون.

 د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان پتېيلې ده چې سبا ياني د يکشنبې په ورځ به د ده په وينا د پاکستاني خبريالانو تر څنګ د نړيوالو رسنيو د دوه سوه استازو، د سولې د يو شمېر فعالينو  او تر يو لک پوري د ګوند د پلويانو په بدرګه  قبایلي سيمې جنوبي وزيرستان ته سوله يز لاريون  وکړي. لاريون چې د شنبې په ورځ له اسلام اباد څخه پیل سو، د ميانوالي، تله ګنګ، چکوال او کرک له لارې ډېره اسماعيل خان ته رسېدلی چې د يکشنبې په ورځ به  د ټانک او جنډولې له لارې د جنوبي وزيرستان واڼه پر لور حرکت وکړي.

د پاکستان  د کرکټ  لوبډلې پخواني کپتان  عمران خان وايي، چې  لاريون يې بشپړ سوله يز دی او هدف يې په قبايلي سيمو کې د امريکايي ډرون بريدونو له زیان څخه نړيوال خبرول دي او دی به له هغو خلکو سره وګوري، د چا چې د ده په وينا د کورنۍ غړي په ډرون بريدونو کې وژل سوي يا ژوبل سوي دي. او ويل کېږي چې عمران خان به  د ډرون بريدونو په  ضد په کوټکي سيمه کې قبايلو ته خپله وينا وکړي.  کوټکي سيمه د وسله والو طالبانو د مشرانو حکيم الله مسعود او قاري حسېن پلرنی ټاټوبی دی.

خو د پاکستان ځيني ملتپالو او مذهبي ګوندونو د عمران خان دغه  لاريون  بې ځايه  خواري بللې او ويلي چې ټولټاکنو ته وخت رانږدې سوی او عمران خان غواړي چې د اولس پام ځان ته راوګرځوي. د دوی په وينا چې نوموړی دا کار پرته د استخباراتي ادارو له مرستې نه سي تر سره کولای.

د عوامي نېشنل ګوند يو مشر او ايالتي وزير بشير احمد بلور ويلي، چې د عمران خان وزيرستان ته تګ يوه ډرامه ده. د لاريون د امنيت پړه د اسلام اباد پر غاړه ده. ځکه  چې قبايلي سيمې په اسلام اباد پوري اړه لري.

د مذهبي ګوند جمعيت علماء اسلام فضل الرحمن ډلې مشر مولانا فضل الرحمن بيا د عمران خان لاريون یا لانګ مارچ يوه دسيسه ګڼي او وايي چې د لاريون ګټه به نه خو قبايلو او نه هم عمران خان ته ورسېږي. نوموړی زياتوي چې په پاکستان کې د استخباراتي ادارو له مرستې پرته په سياست کې برياليتوب ناشونی دی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د سولي په نامه د عمران خان پر لاريون باندي وسله والو طالبانو د ځانمرګي بريدونو پلان جوړ کړی دی. وزارت زياتوي چې وسله وال طالبان امکان لري پر لاريون باندي په ډېره اسماعيل خان، ټانک او جنډوله سيمو کې ځانمرګي بريدونه ترسره کړي.

خو په سيمه کې ځايي خبريال سېلاب مسعود د کورنيو چارو د وزارت د خبرداري او د وسله والو طالبانو د بريدونو په هکله  وويل چې وسله وال طالبان هم په يوه خوله نه دي. يوه ډله وايي چې دوی له لاريون څخه ملاتړ کوي خو بله ډله بيا وايي چې دوی په دې هکله کومه پرېکړه تر اوسه نه ده کړې.

د پاکستان ځيني سياسي شنونکي په دې نظر دي، چې عمران خان  په داسي وخت کې وزيرستان ته د تګ هوډ کړی چې له يوې خوا يې د ګوند د مشرانو ترمنځ سياسي اختلاف زيات سوی او له بلې خوا وسله والو طالبانو نوموړی ليبرال او د لوېديځ تالي څټی ياد کړی دی. طالبانو ويلي  چې نه خو عمران خان له دوی سره خواخوږي لري او نه هم دوی د عمران خان هيڅ راز خواخوږي ته اړتيا لري.  د شنونکو په وينا که وسله وال طالبان د عمران خان له لاريون سره مخالفت څرګند کړي نو دابه د نوموړي لپاره يو سياسي ګوزار وي.

                                                                                                           رفيع الله مندوخېل

http://www.facebook.com/rafiullah.mandokhail                               

 

- بېرته شاته