(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

استاد شاه ولي سره مرکه

استاد شاه ولي، د حاجي بهرام خان زوى او د حاجي تبرك شاه لمسى دى. دى د پروان ولايت د تګاب په ولسوالۍ كې په 1952 كال كې زېږېدلى دى. په هډ پښتون او د ساپو د مسود په ټبر پورې اړه لري. استاد شاه ولي شپږ وروڼه لري، چې پېنځه يې مړه دي او يو يې ژوندى دى چې ولي جان نومېږي او له استاد شاه ولي نه كشر دى. استاد شاه ولي يوه مېرمن او دولس بچيان، چې 7 هلكان او پېنځه يې نجونې دي، لري. دده تر ټولو كشر زوى صدام حسين نومېږي او دوه كلن دى. استاد شاه ولي درې لمسيان لري او د خپل واده په اړوند وايي، چې: (ځينې خلك فكر كوي، چې زما دوه ښځې دي، خو يو خداى ښه دى او يو يار ښه دى، زما يوه ښځه ده).

د استاد شاه ولي د فن پيل:

دى په دې هكله وايي: زما د سندرو سره داسې شوق پيدا شو، چې زه د ولي داد خېلو په متوسطه كې په پېنځم ټولګي كې وم. زه په دغه لاره چې به تلم كتابونه به زما په شاوو، زه چې به سبق ته تلم، په واپسۍ كې به راتلم، يوه ورځ داسې ورځ وه، چې زما يو ډېر ګران عزيز چې د كونړ دى او سيد عالم نومېږي او د هغه اواز په راډيو كې چې د يو چا سره په لاس كې وه، راغى چې ويل يې: تل مې سوځي په غرمو ولاړه يمه ســخـــتــه د بــل وطـن يـــاري ده نو دغه اواز په ما ډېر خوږ ولګېده او ما ويل چې زما زړه يې راووېست. د هغه سندرې سره زه اشنا شوم، بيا به هماغه سندره ما په لوړ اواز ويله، په كور كې به مې نه شوه ويلې، ځكه چې زموږ د كورنۍ له خوا به ممانعت كېده، نو بهر دښتې ته به ووتلم او هلته به د بابا خوړ ورته وايي، په دغه خوړ كې به مې شروع كړه، چې: تل مې سوځي په غرمو ولاړه يمه بيا مې خپل ماما ګل اغا ته چې په ارګ كې يې كار كاوه، وويل چې ستاسې كورنۍ خو يې ډېر بدګڼي خو زما له سندرو سره شوق دى، كه ما ته اجازه واخلې، چې د افغانستان په راډيو كې ونيول شم، نو بيا هغه دومره كومك وكړ، چې د احمد شاه (پاچا زوى) نه يې خط واخيست او ما راډيو افغانستان ته يوړ. په دغه وخت كې به زه يوولس كلن وم، چې په راډيو افغانستان كې و نيول شوم او يوه سندره مى داسې وويله، چې زما اواز نه پېژندل كېده، چې هلك دى او كه نجلۍ ده؟ دغه 1963 كال و، چې له دغې كال څخه وروسته له افغانستان راډيو سره زما همكاري پيل شوه او د افغانستان د تلويزيون جوړېدو سره سم مې له تلويزيون سره هم همكاري پيل كړه. استاد شاه ولي د افغانستان په راډيو تلويزيون كې له 150 نه زياتې سندرې ويلي دي.

استاد زاخېل او استاد شاه ولي:

د استاد شاه ولي باجه استاد زاخېل ته ورته ده دى په دې هكله وايي: زه له استاد زاخېل سره تقريباً 15 كاله شاګرد پاتې شوى يم، خو وريجنل (سوچه) پښتو چې څه شي ته وايي، بنيادي طور له هغه سره ما د پښتو په هلكه باندې كار كړى دى، نه كلاسيكي ځكه چې ورته كوم فولكلوري سندرې وايو هغه سندرې به هغه په باجه كې غږولې. د هغه خوشبوى فكر كوم، چې زما ګوتو او زما په لاسونو كې موجوده ده او خلك راته وايي، چې موږ ستا د باجې نه هغه خوند اخيستلى شو، كوم چې مو د زاخېل له باجې نه اخيسته. د استاد شاه ولي په نظر باجه مخكښ رول په موسيقۍ كې لوبوي او د موسيقۍ نورې اّلې ځانته هم غږېدلى شي. دى وايي: باجه يو بنيادي شى دى لكه د يوه تعمير يا كور ښخته، رباب په دې كې شك نشته دى، چې رباب دى يا سيتار، دوتار، تنبور، سارنګى، دلربا، ګيتار يا وابلن له باجې سگره سُر كېږي او كه ځانته وي، هغوى نو خپل كار كولى شي.

استاد او كلاسيكه موسيقي:

استاد شاه ولي د كلاسيكې موسيقۍ د استادۍ درجه په لاهوركې تر لاسه كړې ده دى په باجه او د موسيقۍ په نورو اّلو كې مختلف راګونه غږولى شي. ده د كلاسيكې موسيقۍ زده كړه 12 كاله له استاد ماسټر نواب علي خان څخه كړې ده. استا شاه ولي په ارمونيې سربېره په رباب، هورګل، طبله، دوتار، تنبور او زېر بغلۍ په غږولو كې پوره مهارت لري. ده د پاكستان په راډيو او تلويزيون كې د درې سوو نه زياتې سندرې ويلي دي او د پاكستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت له خوا ورته مډالونه او جاېزې هم وركړل شوي دي. په ۱۹۹۴ او ۱۹۹۷ ع کال کی دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP له خوا ورته د باچا خان جاېزه او د ارمونیم شاهنشا لقب هم ورکړل شوی دی . استاد شاه ولي په پښتو فلمونو كي هم سندرې ويلي دي او له افغانستان او پښتونخوا څخه بهريې هم كنسرتونه وركړي دي او د ډنمارك په تلويزيون او راډيو كې يې د پښتو موسيقۍ پروګرام وړاندې او خپور شوى. استاد شاه ولي د پښتو موسيقۍ يوه بله ډيوه ده، خداى ج دې دغه ډيوه بله لري امين. (د پښتانه هنرمندان له لومړی ټوک څخه) Interwiev with Famous Singer Mr. Shah Wali Afghan From Pakhtana Hunarmandan Lomrai Tok By: Nasir Stori - بېرته شاته