(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د امن نړیواله ورځ او پښتانه

هر کال د سپتمبر په ۲۱مه نیټه د امن نړیوال ورځ نمانځلې کیږي. د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ دا ورځ د امن د ودې لپاره فکرونو ته ځانګړې کړې ده.
پښتانه د جنګ جګړو د هواري لپاره د جرګې، ننواتې او تیږې په رنګ یو شمیر روایتونه او کلتوري قدرونه لري خو پوښتنه داده چې په نوي دور کې چې ریاستونو د جګړو د هواري لپاره حکومتي ادارې جوړې کړي دي، د پښتنو روایتي ادارې څه اهمیت لري او کنه؟
د سوات قامي جرګې یو مشر ضیاَالدین یوسفزی وايي – جرګه د ادارې په حیث له یو شمیر ننګونو سره مخامخ ده خو بیا هم د پښتنو په سیمو کې  حکومتي ادارو له  ناکامۍ  وروستو د امن او قراري لپاره یواځنې لاره ده او اوس هم ډیر مهم کردار لوبولاﺉ شي.
کارپوهان وايي، د پښتنو په سیمو کې د امن او قراري لپاره باید د سکولونو په نصاب کې بدلون راوستل شي او ددې په وسیله ځوان کول ته له انسانیت سره د مینې، ورورولۍ او امن پیغام ورکړل شي.
نن سبا  د نصاب په کتابونو کې څه ښودل کیږي؟ په دې اړه د نړیوالو چارو کارپوه او خبریال داؤد اعظمي وايي:
؛څو لسیزې کیږي چې جنګونه ډیر دي، باید د سکول په نصاب کې د سولې  په اړه مواد ډیر وي. د سولې  په اړه پښتنو شاعرانو ، لیکوانو او مشرانو ډیر لیکل کړي دي. پخپله خوشحال خان بابا چې ویل کیږي ټول ژوند يي په جنګ کې تیر کړی دی د سولې  په اړه بې شمیره شعرونه ویلي دي، دغه شان د رحمان بابا او احمد شاه ابدالي ډیر شعرونه شته او باید ځوان کول ترې خبر شي؛
ډیر خلک دا فکر کوي چې پښتانه قبایلي خلک دی نو له دغه کبله يي په ټولنه کې جنګونه ډیر دي خو د اسلام اباد په قایداعظم پوهنتون کې د کلتوري او ټولنیزو چارو کار پوه اشرف کاکړ وايي پښتانه خپل تهذیب او  ژوند ژواک لري او د وخت له بدلون سره ورته د تګ چل هم ورځي.
نوموړي وايي چې په لکونه پښتانه په یورپ، امریکا، او خلیجي هیوادونو کې په امن او قراري سره ژوند کولای شي نو په خپل وطن او خپله خاوره يي ولې نه شي کولې؟
امن د نړۍ د ټولو انسانانو بنیادي ضرورت دی او د کارپوهانو په نظر د امن لپاره په ټولنه کې وړومبې باید د مینې، ورورولۍ او زغم د جزبو د ودې لپاره کار وشي

- بېرته شاته