(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزني :پښتانه په مورنۍ ژبه زدکړې غواړي

د غزني ولايت پښتانه اوسېدونکي وايي په ولسواليو کې مو ماشومان د وسله والو له ډاره ښوونځيو ته نه شي تلای او په مرکز کې د ټولو ښوونځيو تدريسي ژبه دري ده. دوی وايي په مورنۍ ژبه زد کړه مو د ماشومانو حق دی خو د غزني دولتي چارواکيو ورباندې سترګې پټې کړې دي
د غزني ولايت د ولسواليو او مرکز ډېری اوسېدونکي پښتانه دي خو لا هم د دغه ولايت په مرکز او ګڼو ولسواليو کې ښوونځيو ته په دري ژبه ليکل شوي کتابونه لېږل کېږي.
دا مهال د غزني په ډېرۍ هغو ولسواليو کې چې وسېدونکي يې پښتانه دي ښوونځي يا خو تړل شوي او يا ښوونکي نه لري او په مرکز کې بيا پښتانه ماشومان د ښوونکيو په ژبه نه پوهېږي.
د رسمي شمېرو په اساس د غزني په ښار کې اوس د پېنځه اويا په شا و خوا کې ښوونځي او ليسې شته چې يوازې په يوه ليسه کې يې ماشومان پښتو کتابونه لولي.
د دغه ولايت پښتانه وايي چې که د خپلو ماشومانو د پاره په مورنۍ ژبه د زدکړې د پاره غږ پورته کوي نو چارواکي يې تعصب کوونکي بولي او که پټه خوله پاتې کېږي نو ماشومان يې بېسواده لويېږي.
دوی وايي د ښار د ښوونځيو او لېسو تر نيمی زيات زده کوونکي پښتانه دي خو بيا هم ورته د يو قوم په سترګه نه کتل کېږي. او پر حق يې خېټه اچول کېږي.
د غزني ښار يو تن اوسېدونکی اسد الله وايي چې په ښار کې  تراوسه پورې داسې شخصي ښوونځي يا بل تعليمي مرکز هم نشته چې په پښتو کې دي ماشومانو ته درس ورکړي.
دی وايي دلته قصدآ په پښتو ژبه د زدکړو مخه نيول کېږي.
(( د غزني ولايت اکثريت اوسېدونکي خو په يوه ولسوالۍ کې هم ښوونځي په کافي اندازه نه دي پرانيستي.د غزني د ښار اکثريت اوسېدونکي هم پښتانه دي خو بيا هم دلته پښتنو ته په مورنۍ ژبه د زدکړو اسانتيا نه شته. ))
د غزني د اندړو ولسوالۍ يو تن وسيدونکي جميل وقار وايي چې په ولسوالۍ کې يې تر نيمی زيات ښوونځي تړل شوي، يو شمېر يې ښوونکي نه لري او پاتې نورو ته يې په دري ژبه ليکل شوي کتابونه ور لېږل کېږي.
دي وايي د غزني په ډېرې هغو ولسواليو کې چې پښتانه پکې اوسي همدغه کيسه روانه ده.
د ده په خبره په ولسواليو کې د خلاصو ښوونځيو ښوونکي بيا دومره وړتيا نه لري چې زده کوونکي سم وروزي.
(( په اندړو کې ډېر ښوونځي د امنيتي او نورو ستونزو له امله تړلي دي. حال دا چې په نورو ولسواليو کې هزاره مېشتې يا تجک مېشتي دي، هلته په لسګونو ښوونځي او لېسې شته چې ماشومان پکې په مورنۍ ژبه زدکړې کوي.خو که په پښتون مېشتو سيمو کې کوم ښوونځي هم شته شمېره يې ډېر محدود دی د پښتنو په ښوونځيو کې محدود شمېر ښوونکي شته خو لوړې زدکړې نه لري. ))
د جمال په د غزني يو بل وسېدونکي بيا وآيي چې که د غزني په کوم ښوونځي کې ښوونکي په خپل سر يو ماشوم ته په خبرې وکړي او يا يې هم په پښتو ژبه کومې پوښتنې ته ځواب ورکړي نو د چارواکيو له خوا ورباندې فشار زياتېږي.
دی وايي د غزني ښار په يوه برخه کې څلور لويي ليسې دي چې زده کوونکي يې هم ډېرې پښتانه دي خو تدريسي ژبه يې پښتو نه ده.
د ده په خبره دولت بايد دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.
(( د غزني په ښار کې پېنځلس لېسې شتون لري چې د هرې لېسې په هر صنف کې تر نيمايي زيات زدکوونکي پښتانه دي خو له دوي څخه دا حق اخيستل شوی چې په پښتو زدکړې وکړي. که کوم ښوونکی دوی ته په پښتو سبق ووايي چارواکي  يې متعصب بولي او تهديدوي يې. که د غزني پلان سه سيمې ته وګورو هلته شمس العارفين لېسه ده چې په يو کيلو میټرۍ کې يې جنوب ته خواجه احمد لېسه او شمال ته يې سيد احمدي مکيي لېسه ده چې لږ پسې ورتېر شې نو سنايي لېسه ده. څلور واړه لېسې په يو سمت، په يو امتداد او يو واټن پرتې دي چې په ټولو کې يوه ژبه يو مضمون او د ټولنې يو قشر په مورنۍ ژبه زدکړې کوي، ولې چارواکي له دغو لېسو څخه د يوې لېسې تدريسي ژبه پښتو نه ټاکي .))
هڅه مو وکړه تر څو په دې اړه د غزني د پوهنې د رييس نظر هم واخلو خو ونه توانېدو.
خو د پوهنې رياست وياند غني غالب وايي چې تر اوسه پورې دوی ته چا په رسمي توګه په ښوونځيو او لېسو کې په پښتو ژبه د درس د نشتوالي ستونزه نه ده ورياده کړې.
دی وايي دوی هڅه کړې ده چې هغو ښونځيو او لېسو ته چې تدريسی ژبه يې دري ده څو تنه پښتانه استادان ولېږي. خو د پښتو ښوونځي يا لېسې جوړول د پوهنې په وزارت پسې اړه لري.
(( رښتيا هم مونږ د پښتنو د پاره ځانګړې او مشخصي ښوونځي نه لرو ځکه چې پښتانه په ښار کې تيت او پرک پراته دي. او په ځينو سيمو کې چې پښتانه وسيږي، مونږ له وړاندې جوړ شوي ښوونځي لرو چې تدريسي ژبه يې دري ده. بله دا چې تر اوسه پورې مونږ ته په دې اړه چا داسې غوښتنه نه ده وړاندې کړې چې مونږ په پښتو ژبه زدکړې غواړو چې مونږ يې غوښتنه تر وزارت پورې ورسوو او اړتيا يې ور پوره کړو.))
د غزني پښتانه وايي که له يوې خوا دوی په خپلو ولسواليو او مرکز کې عادي ښوونځي نه لري نو بله خوا بيا په ځينو هغه ولسواليو کې چې وسېدونکي يې پښتانه نه دي نه يوازې نه داچې ښوونځي او لېسې پرېمانه دي بلکې د ايران هېواد په مالي لګښت داسې کتابتونونه هم جوړ شوي دي چې ساری يې په ډېرو ولايتونو کې نه ليدل کېږي
سید شا سقیم / غزني Mashaal radio

- بېرته شاته