(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نقد و انتقاد

ليك : ډاكټر سيد عبدالله
ژباړه : اعجازخټك
د تنقيدټكي په ادب كښې عام رواج موندلې دې ، نه خو ورته سړې غلط وئيلې شي اؤ نه ئې د بدلون څۀ وجه په نظرراځي خو بيا هم داوئيلې شي چه دا په عربئ كښې په رواجي يا په صحي شكلونو كښې ورته نقد اؤ انتقادوئيلې شي.
په عربئ كښې نقد الدراهم ( انتقديا تنقد الدراهم ) په معنوكښې استعمالولې شي. يعني كره درهم د كوټه درهمو نه بيلول.
داسې نقد الشعر( انتقد الشعر على قائله ) معنى دا آخستلې شى چه فلانى سړى په شعركښې عيب راويستو اؤ په شاعرئې رد اوكړو، نو داسې اوشو چه په تنقيدكښې دا دويم مطلب به هميشه غالب وو خو ورسره به اول مفهوم هم ژوندې وو. علامه مرزبانى (وفات ۳۸۴هجرى) په خپل كتاب الموشح كښې د زاړو شاعرانو په كلام كښې د ټكو اؤ د هغو په معنو كښې دعيبونو ته ګوته نيولي ده . قدامه بن جعفر په خپلو كتابونو نقدالشعر اؤ نقد النثركښې يو د عيبونو لټولو په اصول نه بلكه په شعر پوهنه اؤ د نثر په اصولو اؤ د هغوپه ګټه ور آړخونو بيان كړې دې.
په عربئ اؤ فارسئ كښې تنقيد دپاره نور ټكى هم استعماليږى چه په هغوكښې موازنه، محاكمه اؤ تقريْظ ډير اهم دى خو په حقيقت كښې د د تنقيد د بعضو خاص طريقو څو شكلونه دى خو د تنفيد بشپړه ټكى نه دي. لكه موازنه د دو يا د دو نه زيات شاعرانو د كلام د يو بل سره تلل وى . محاكمه د يوې شخړې په موقع د شاعرانو په مينځ كښې يوه فيصله كول وى ( كيدې شي چه د هغوى په ژوند كښې مخ ته راشى يا د هغې نه پس ) . تقريظ د ادب د يو فن پارې ستائيل وى خوپه خيالى انداز كښې، په نورو ټكو كښې دې ته مكابره هم وئيلې شى . په محاكمه كښې يو شاعر هيڅ په هيڅه لوې شاعر ثابتول وى.
په انګريزئ كښې تنقيد معنى يوازې د عيب لټول نه بلكه د هرې فن پارې تشريح ، تفسيراؤد كلام مقام ټاكل دى اؤ ورسره نور ټكى هم استعمالول شوى دى چه هغه ورسره ورسره ځائې په ځائې چليږى.
تنقيد څه ته وائي ؟
په بيلا بيلا وختونو كښې د فكرخاوندانو د تنقيد يا د ادبى تنقيد بيل بيل تعريفونه كړى دى . د دې اختلاف وجه دا ده چه هر ليكونكې پخپل نظر د تنقيد (كره كوټه) تعريف كوى نو له دې وجې په دې بحثونوكښې د تنقيد په ْطريقه كار او مقصد اختلافات مخ ته راځي . لكه څنګه چه تاسو ته معلومه ده چه په عربئ كښې تنقيد يا انتقاد په بنيادى ډول كره كوټه ته وئيلې كيږى . په يونانئ ژبه كښې تنقيد ته جاج يا معلو مولوته وائي. د دو بنيادي معنو باوجود كه هرڅو د تنقيد تعريفونه په بيل بيل ډول شوى دي خو په دو تعريفونو كښې طريقه كار، شرطونه، مقصد اؤ دادب نظريه ډير لاس دې.
راځئ چه اوس ئې بيل بيل تعريفونه اوګورو،
۱) – تنقيد په كامل بصيرت اؤ علم سره په موزونې اؤ مناسبې طريقې سره، د يوې ادبي ليكنې ښه اؤ بد معلومول اؤ په يوې فيصلې رسيدل دې.
۲) د يوې ادبي ليكنې خوبئ اؤ د هغو يو مقام ټاكلو سره سره د نقاد عمل يا د هغوى منصب يا وظيفه هم ضرورى ده.
۳) . په لنډو معنوكښې د تنقيد مطلب د يوې ادبى ليكنې د خوبئيو اؤ كمزوريو ښودل دي . په اوږدو معنو كښې د تنقيد اصول ټاكل اؤ هغه اصول په تنقيد كښې په كار راوستل دي. لږه ډيره فلسفه پكښې هم شامله ده ځكه چه اصول ټاكل يو فلسفيانه عمل دې ،
۴) . ايډمنډګوس وائي چه ديوې ادبى ليكنې خوبئ اؤ دهغې مقام ټاكل يا فيصله وركول په حقيقت كښې تنقيد بللې شى . دا اصطلاح نن صبا هم په دغو معنوكښې استعماليږې چه د يوې ادبې ليكنې ټول آړخونه په بشپړه توګه اٌوسنجولې شى.
۵) . يوجرمن پوهاند وائي چۀ يوه ادبي ليكنه ترڅوپورې دښائست هغه ټولې غوښتنې پوره كوي چه هغه د ليكنې په معيار او منلې شوى دي.
۶) . د اټلى دائرة المعارف كښې ليكې ، تنقيد هغه عمل دې چه تنقيد چه د يوې ادبي ليكنې د ټولو خصلتونو واكره اوباسي چه څۀ پكښې ښه دي اؤ څۀ پكښې ښۀ نه دي.
۷) . د ادبي ليكنو د اهميت اؤ د هغو قدر معلومول چه د ذوق پكښې پوره پوره خيال ساتلې شوى وى.
۸) . آئى ،اې ، رچرډ وائي چه د تنقيد كار د ليكونكي ليك سنجول، په دليل سره دهغه واضح كول اؤ په آخر كښې د هغه ښايښتۀ آړخونو په حقله فيصله وركول دي.
۹) . مډلټن وائي چه دا د نقاد حق دې اؤ فرض هم چه هغه د هومر اؤ شيكسپير، د ډانټې اؤ ملټن ، د سيزان اؤ مائيكل اينجلو ، د ايتهوون اؤ موازټ كره كوټه معلومه كړى. رښتونې تنقيدهغه وي چه د زاړو فنكارانو دهغوي د كار په رڼا كښې مقام ټاكل اؤ د نوى ادب د ليكنو ازميښت اوكړى . د هغوي دا خيال دې چه لوې تنقيد هغه وي چه د شاعر انداز اؤ اسلوب جاج واخلي اؤ د هغه محركات اؤ ادراك هم خپلو لوستونكو ته اوښائي

- بېرته شاته