(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خړاوه

کله چې ګلټیر سپي د بل سپي په خله کې هډوکی ولیده نو ورشغ يې کړ پرې او بیا دواړو د یوه بل غوږونه او مخونه په وینو لت پت کړل -هډوکی هم ورک شو خو دوي ترهغې یو بل وخړوو چې څومره زور يې لرلو-او بیا خلکو په کاڼو اویشتل نو له هغه ځایه لاړل-تیرو ورځو کې یو فیس بوکي یار یو توغ نیغ کړی وه نو یو ملګری يې راغی او تبصره کې يې ورته سپوره ستغه ولیکله او لاندې بیا خړاوه پیل شوه-یو بل ته يې داسې پيغورونه او کنځل وکړل چې هک پک شوم-او یو بل د کورونو تورسرې يې پکې هم وستايلې-قامي مشرانو او قامونو ته پکې کنځلې وشوې او ددوي په ملګرتیا او خلاف کې ورته نور هم راورسیدل او ترنیمې شپې لوبه توده وه-د دواړو ملګرو پروفایلونو ته ورغلم نو یو لندن کې ناست وه او بل سویډن کې مسافر وه-او خپل ځانونه ترې هیر وو چې د ټوک ډوډۍ د پاره له وظنه څومره لرې تلي وو- په فکر کې لاړم چې د خپل وطن د یو سیاسي مشر جلوس (لاریون)رایاد شو چې دغه لاریون کې خو زرګونو خلکو برخه لرله خو توغونه پکې د یو څو کسانو سره وو-هغه هم داسې ډیر جذباتي غوندې او بیخي ځلمي عمر کې وو-او نور خلک لاریون کې روان وو خو کوم توغ يې نه لرلو-نو بیا مې فکر وکړو چې ګوره!دا کوم خلک چې لاریون کې بیخي په سره غرمه کې د زرګونو په شمیر کې روان وو -ټول ددغه ګوند خلک وو او دغه مشر ته يې دومره مینه لرله لکه چې توغ والا ورته لرله -بیا ددغه ګوند د مشر سره هم کوم توغ نه وو او په موټر لګولی توغ يې هم د څرمنې په پوش کې بند کړی وو- نو ماخو لیدلي وو چې کله د واک د ګټلو وخت شو او سرشمیره کیده نو دغه توغ لرونکی او توغ نه لرونکی دواړه یو شان وو-ځکه چې جمهوریت کې د یو سړي یوه رايې وي توغ لرونکی دوه راي خو نه شي ورکولی-
بیا مې فکر وکړ چې نه مونږ لا دومره قابل نه یو چې فکرونه مو سوچه جمهوري شي-نو زمونږ د چاپیریال سیاست هم لا علامتي دی-د وطن قام او ګوند سره مینه راته توغ او ترانه کې ښکاري-یعنې که په شخصي توګه ته قام ته هیڅ کول نه غواړې یا دومره يې چې ځان هم نه شې پخپل وطن کې ساتلی نو ستر توغ ولګوه شنه سره لونګۍ په عکس کې په سر کړه او ستر وطنپال قامپال او ملتپال به درته خلک وايي-هره ورځ رسنیو او ولس ته نوې نوې نعره او مدحه یا لطیفه جوړوه او په وال يې تپه یا د ګڼو خلکو ځواته ورځه او غرب غروب جوړوه!!نو قام ته يې څه ګټه رسي؟؟دې عکسونو کې مو چې دا هره ورځ نوي نوي درې عبرګي(تري پیس)سوټونه اغوستلي وي چرته مو د وطن یو یتیم ته یو ګز جامې اخستي؟؟دا عکسونو کې مو چې شل شل ګزه لونګۍ په سر کړي چرته مو د ژمي په جړۍ کې خپل یو غریب وطندار له وړوکی څادرګی اخستی؟؟د خبرو جنګ که څوک وګټي نو فاتح نه وي زه ورته قړتو وایم -د عمل میدانونه نور دي-بل رنګ دي-او څوک چې کار کوي او د زړه له تله يې کوي نو تشهیري مهم ته هیڅ اړتیانه لري-په تاریخ کې يې نومونه د خپلو کارنامو له کبله ترقیامته ژوندي پاتې کیدی شي-
د پیو مجنونانو!مجنون چې لیلا خپل منزل ګڼلی وه نو کومه ډنډوره يې نه وه کړې خو نوم يې دغه دی زه وس لیکم چې حقیقي مینه يې کړې وه-زه د وطن د هغه خاموش او توغ نه لرونکي قامي مینه هیڅکله نه شم هیرولی چې په کلي د خړو اوبو سیلاب راغی نو درې شپې نه وو ویده شوي او ولس کمکونه کول-له تانه مې هغه هنګر ماما خوښ دی چې د دیقان ایوه سسپار يې تیره کړی او د شپون د لور غاښونه يې تیره کړي-له تانه مې شپون خوښ دی چې د څادر په پیلسکي پورې يې د ګوړې چکۍ یا پیاز غوټه تړلې خو د غرونو او مالونو په ساتنه مې کوي-
توغ والا!په قام او وطن ميئنه!!دا کوم خلک چې ته رټې!!او سپورې ورته وايې!!دا څوک دي؟د پښتونولۍ او قامپالۍ دغوې خو ډیرې کوې او د پښتنو د وحدت علامتي ارمان هروخت ځلوې او دریم ټکی دې له خلې نه د جرګې اوځي خو!خو خو-کله دې پخپل ورور چرته جرګه هم کړې؟؟تراوسه دې ډیر خلک خفه کړي که خوشاله کړي؟؟څومره ځلمو ته دې د رسنیو د لارې قامي تاریخ زده کړی؟؟څومره لوستونکو سره دې د یو قلم ورکولو کمک کړی؟؟کومې کونډې ته دې چرته یوه کاسیره ورکړې؟؟د کوم یتیم په سر دې کله لاس ایښی؟؟
غږیږه!هره ورځ نوې نعرې جوړوه!!خو خلک هم درباندې وخت اړوي هسې نه فکر دې شي چې دا خاوره د سبا څوک اتل نه لري -هسې نه فکر دې شي چې دا قام شوده دی-هسې نه فکر دې شي چې ددې خاورې زمري ستړي شوي-هسې نه فکر وکړې چې دا سیمه داسې ځلمي هم لري چې قامي مینه يې د علامتونو له پړاوه ډیره لرې رسیدلې چې بیا به دې ته له توغه شرمیږې او توغ له تانه
عندلیب دیر
پښتونخوا

 

- بېرته شاته