(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو، صفـویان، او پښتون ذهـن

د «افـحام او تفحـیـم» پښـتا نه

لیکـوال: ډاکتر رحمت ربی زیـرکیار،خپلواک څیـړونکی، امریکا

Pashto, Safavids and Pashtun Mind

By: Dr. Rahmat R. Zirakyar, Independent Scholar, USA

August 21, 2012

ډالــۍ

دا لیکنه دوه پښتون-افغان  علمي او ادبي شخصیتونو ته ډالۍ کوم: یو یې په هالنډ کې کمیا پوه پوهاند خیرمحّمد مامونـد دی او بل یې په کاناډا کې  پښتو لیکوال او څیـړونکی محّمد معصوم هـوتک دی. دغه شان له منلي پښتون-افغان لیکوال حبیب الله غمخور نه هم ډیره مننه کوم چې د ټول افغانستان د پوهانو په درناوي پسې یې ملا تړلې ده، د درنو پوهانو له عـزت نه خوند اخلي، او  له دې لارې ځوان نسل د پوهانو په درناوي پوهـوي.

کابلی ـ پیـښوری  د خپلې ژبې په درناوي کې

بچـو شـړلې مـور، ژبـه پـښتـو ده جنتـي                 ورځـمه هـر دوزخ ته چې د دې اواز راځي

(کابلی ـ پیـښوری) په پښتو مین پښتون افغان دی . په خټه شینواری دی او ما زیرکیار په جرمني کې د ۲۰۰۸ په نومبر کې د باچا خان فـخـر افغان  په سمینار کې لیدلی و. کابلي ـ پـیښوري ماتـه خـپله ګــټوره رساله راکړه چې په دې سرلیک یې خپره کړې وه:« د لـوست – لـیک  بنـسټـونه». پورتـنی شـعــرد دغـې رسالې په څـټـمخ  چاپ شوی و.      

نـنـتـوځ

کله ناکله داسې پوهـان هم پـیدا کیـږي چې بې له فکره قضاوت ته تیارسۍ ولاړ وي او  یـو کتاب د ارزون لانـدې نیسي بـې له دې چې لوستلی یې وي. دغه ډول یو پوه  افغان هیوادوال تیـر کال زما په یو بریښنایـیـز کتاب (ژبه له بابا ادمه تر دې دمه، ۲۰۱۰زییز) باندې خپله یوه کرښیزه بـډیـره (تبصره) یو چاته لیـږلې وه او ده بیا ماته هم د ایمیل له لارې راوتـوغـوله. دغه بـډیـره په دې دوه ټکو پیل شوې وه: «افحام او تفحیم» د ژبې یواځینئ وظیفه ده او«بس». د جملې له متن نه زه داسې پوه شوم چې  له «افحام او تفحیم» نه  بـه یې مطلب افـهام او تـفهیم (پوهاوی راپوهاوی) وي. ماورغبرګه کړه چې «افحام اوتفحیم» یواځې د پښتنو لپاره راغلی دی او که د نورو ژبو دویونکو لپاره هـم څه ناڅه اتـبار لـري؟ له هـغه دمه تـر دې دمه مې ځان د دغـه عـالم د «افحام او تـفحیم» لـه کـړکیـچ نـه را څـڼـډې تـه کړ. خو پـه سـر کې مې دې پوښتـنې کلک ځای نیولی دی: پـښتون ولې عملاَ  د خپلې ژبې له عـزت ، پـرمخـتیا او عـمـومي کیدلو نه ډاریـږي یا د «افحام او تـفحیم»  د پردې شاته د نـورو کـوڼـډۍ څټـي؟ لاندې به خپلې لڼـډې کتنې او د درې پوهانو نظریې او معلومات  دروپـیژنم چې اوس زما د پوښتنې د ځواب لپاره ګټور دي.

زما یو څو کتنې

زه یوه پښتنه کورنۍ پیـژنم. میرمن او میـړه دواړه په پښتو غږیـږي.  خو میر مین د خپلې لور سره په یوه ځاګړې ولایتي لهجه فارسي وایي. یوه ورځ  مې دغه میرمن و پوښتله چې ولې د خپلې لور سره فارسي وایي؟ هغې په نوکې ستومانۍ سره داسې جواب راکړ: «زموږ کور د ...د ښار په شهرنو کې دی.» زه له دغه ګړبیدلي جواب نه داسې پوه شوم چې د د دغه ښار معتبر خلک په شهرنو کې استوګن دي  او معتبر خلک فارسي وایي؟

وروسته له لسو کلونو مې په یوه میلمستیا کې یو عالـم دوست ولیـد. موږ دواړه  څـنګ په څـنګ  ناست وو اوپه پښتو غـږیدلو. د ه ته مخامخ يو بل فارسي ژبی افغان ورور ولاړ و او زموږ خبرو ته یې غوږ نیولی و. زما  د دوست چې ورته پام شـو، سـم د لاسه یې   ورنه په فارسي  پوښـتنه وکړه چې زموږ  په پښتو خبرو پـوهیـږي؟ دغه ولاړ افغان زما د دوست نږدې دوست و. ما په پښتو کې خپلې وینا ته ادامه ورکړه، او د ولاړ افغان جواب مې وانه ورید. هغه ډیر زر زموږ مجلس پریښود. که دغه فارسي ژبی افغان په پښتو نه پوهیدلای، زموږ پښتو خبرو ته به یې ولې غوږ نیولی وای؟ زما د تجربې له مخې، غیر پښتون  افغانان  چې په افغانستان کې یې دولسم (۱۲) ټولګې بشپـړ کړی وي، په پښتو پـوهـیـږي یانې د پښتـو د وینــا یا لیکلي متن  مطلـب درک کولی شي، که څه هم په پښتو غـږیدا کې به لږ و ډیر   مشکلات ولـري.

په تیره اونۍ  کې راته دوه پښتون افغانانو د ایمیل له لارې د بیلا بیلو موضوع ګانو په اکله خبـر رالیـږلی و. هر یو خپل مطلب لومړی په فارسی کې او ورپسې  یې عین مطلب په  پښتو کې لیکلی و. نه پوهیـږم چې د دغه ډول لومړي والي او دوهم والي موخه  او مشروعیت به څه وي؟  دوه ورځې وړاندې (۱۹ اګست ۲۰۱۲)  مې  په سهیلي کلیفورنیا کې د اورنج کونټي په سیمه کې د لومړي ځل لپاره د ښاغلي زرغون شینواري دروند او ملي  پروګرام(څیرې او خاطرې)  په اریانا افغانستان ټلویژن کې ولیـد. د  محترم شینواري د سریزې وینا د پای سره  جوخت،يو پښتون یوه جمله په پښتو وویله او ورپسې يې په فارسي کې «حرکت ملی خپلواک افغانستان» معرفي کـړ. پوه نـه شوم چې  د یوه سیاسي سازمان لپاره  په دوه ژبو ترکیبـي نــوم به د ملت ســازۍ لپاره کــومــه ګــټه ولــري؟

په کابل پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی په غټه کچه د ا فغانستان د سروالې او واسطه والې پټې د ځوانانو علمي کیـږدۍ وه. ما هلته درس په پښتو ژبه ورکاوه. خو د لکچر په وروستنیو  څلور پنځه دقیقو کې به مې د موضوع لڼـډ یـز پـه فارسي ورکاوه. ولې؟ دلیل یې دا و چې یوې ایرانئ پوهیدونکې  چې په کابل کې  د خپل هیواد د سفارت د یوه مامو لور وه زمانه هیله وکړه چې د هغې مشکلاتـو ته پـام وکړم.  ارواښاد پوهاند فضل ربي  پژواک راته وویل چې زه زیرکیار لومړی پـښتون یم چې د حـقوقـو او سیاسي عـلوموپه پـوهنځي کې په پـښتو ژبـه درس ورکـوم. هغه مهال پوهاند پژواک په دغه پوهنځي کې تر ټولو پخوانی استاد و. 

یوه ورځ په امریکا کې یو ځوان پښتون زموږ په یوه غوڼډه کې وویل چې که څوک د پخواني پاچا مشرتوب مني، باید فارسي ووایي ځکه چې پخونی پاچا فارسي ویله. یو مشر سړي ورته وویل چې د غوڼـډې یو غړی نه پاچا دی او نه د پاچا په کورنۍ پورې تـړلی دی چې حتما دې فارسي ووایـي. ځوان غلی شو، خو زما فکرونو اخوا دیخوا ټوپونه وهل:  په وینه د پښتون، خپلواک او ټولواک پاچا محّمد ظاهر شاه ژبه په پښتو نه ګرځي ! ما زیرکیار نږدې ۱۹ کـلونه وړاندې په ۱۹۹۳ کې یو شعار ورکړی و چې « بې پښتو ارګ د پښتـنو مرګ دی!»( ولولئ: زیرکیار، بې پښتو ارګ د پښتنو مرګ دی! «جلالت چپـن» به د خپل پلار پوښتنې ته څه ډول ځواب ووایي؟! [۲ می ۲۰۱۲، اینټرنیټ]). زما له دې لیکنې نه یو څو ورځې وروسته، د دوه افغان څیـړونکو تر منځ بریښنا ییز بحث پیل شو چې د پخواني پاچا او د هغه د کورنۍ په پښتو راڅرخیده.  د ژبپـوهنې د ډاکتر سید خلیل الله هاشمیان معلومات  زما د شعار د غښتلتیا لپاره ګټور دي. زما د شعار پيغام دا و چې د کابل په ارګ کې پښتو حرامه وه. ډاکتر هاشمیان زما پیغام په درباري مثالونو کوټلی کړی دی. دغه مثالونه په حکومتي میچـن کې  د پښتو د پرمختـګ او عمومي کیدا  لپاره د حتمي ټولنیز اعتبار نشتوالی تشریحوي.

د ژبپـوهنې ډاکتر سید خلیل الله هاشمیان د ژبې د ټولنیز اعتبار په اکله

شــنبه ۸ می ۲۰۱۲). زه له ډاکتر هاشمیان نه مننه کوم چې خپل ټول ایمیل یې ماته راولیـږه.

د ژبـپوهنې ډاکتر زمان ستانیزی په افغانانو باندې د شیعه مذهب او مشهدۍ فارسي  تپل راسپـړلي دی

       خو د صفویانو په دوره کی پاړسی ژبی او شعیه مذهب دواړو ملی او سیاسی صبغه پیدا کړه او د صفوی پارس د هویت یوه نه بیلیدونکی برخه و ګرځیده. صفوی دولت خپل دغه دوه اړخیزه هویت د خپلی سلطی د دننه خلکو برسیره، بلکه له خپلو پولو نه بهر ګاونډیو ولسونو باندی په زور قبولاوه. د مثال په توګه د شاه عباس په دوره کی یی د مرکزی افغانستان مغـولی هزاره ګان د نیزی په زور شعیه کړل، په مغولی ژبه خبری یی تحریم کړی، او فارسی ژبه یی د مغـولی ژبی پر ځای په هغو باندی تحمیل کړه. نو څنګه چی اکثر واعظان او داعییان له مشهد نه غرجستان، غور او بامیانو ته راتلل، د افغانستان هزاره ګان اوس په مشهدی لهجه خبری کوی او له ځینی محدود شمیر اصطلاحاتو نه پرته یی په ژبه کی هیڅ مغـولی آثار پاته ندی.

         د قندهار پښتانه افغانان یی هم شعیه مذهب ته او له پښتو ژبی نه پارسـی ژبـی ته په اړولـو مجبورل. په پښتو ژبه  خبری کول سیاسی جرم ګڼل کیده.  د قندهار ځینی خلک له ناچاری نه پاړسی ژبياو شیعه مذهبه شول چی اوس هم د «پاړسیبانو» په نامه یادېـږی. هغه چا چی  د خپل هویت نه په دفاع کی مقاومت کاوه تهد ید ېد ل او صفوی مأمورانو د هغـو خلکو ژبی پری کولی چی د اعتراض په رسم یی په پښتو خبری کولی. د اختناق په دغه دوره کی خلکو د خپلی ژبی د ساتلو لپاره د پښتو کلماتو پـر ځای د پاړسی کلمات د پښتو په جملو کی استعمالول.  ددغو فـشارونو په نتیجه کی د قندهار د پښتو لهجه له پاړسی او پښتو نه ګډه لهجه وګرځیده.  صفویانو په پښتو ژبه تمسخر کاوه او دغه شعار یی تعمیم کاوه  چی پاړسی خوږه ژبه ده. ‌په نتیجه کی له پاړسی سره ګډی شوی پښتو د خوږوالی «امتیاز» و ګاټه. نن ورځ هم هغه څوک چی د افغانستان له تاریخ سره ډېره آشنایی نلری، په غیرشعـوری توګه وایی چی د قندهار پښتو خوږه ژبه ده. خو په دی پوهیدل په کار دی چی دغه خوږوالی له «قـنـد»هار نه ندی اخیستل شوی، بلکه د هغی زمانی د ژبنیـو تعصباتو د سیاسی چالچلند نتیجه ده.

          د اختناق په دوره کی رسمی تعامـلاتو ایجاب کاوه چی په ټـولـنو کی، د اکـثریت د خـاطـر د خیال له سـاتلو نه پرته، لسو تنو پښتنو باید د یوه تن پاړسی ویونکی په خاطر په پاړسی خبری کړی وای. دغه سیاسی چالچلند وروسته هسی رواج وموند چی تاثیرات یی لا تر اوسه هم په افغانستان کی په همدی توګه پاته دی.  د ژبی د همدغـو تفـوق پالنو له مخی د هـوتکو د حکومت له سقوط نه وروسته د پښتو ژبی د ادبی او علمی آثارو زیاته برخه د بست او قندهار په ښارونو کی د نادر افشار د لښکرو له خوا په اور کی و سوځول شول.

  صفویانو په همدغه راز د دری پارسی له اصطلاح نه د دری کلمه وایستله څو د پاړسی ژبی نسبت یوازی په پارس پوری منحصر و ګڼل شی او پاته شوه.

 زه زیرکیار باید دلته د داکتر ستانیزي د لیکنې په چینه  او د چاپ په حقوقو رڼا واچوم.  ډاکتر ستانیزي خپله اصلي لیکنه په فارسي کې په اینټرنیټ کې  په دې سرلیک او مجله کې خپره کړې وه: «دری یا فارسی»[بررسی کتاب، دوبی ۱۳۹۰لمریز ]. د دغې لیکنې د پورتنئ برخې پښتو ژباړه هم پخپله د ډاکتر ستانیزي مال دی.  د دواړو اصل فارسي متن اوپښتو ژباړې د چاپ ټول حقوق د ډاکتر ستانیزي سره خوندي دی.  زه ورنه مننه کوم چې ماته یې د خپلې پښتو ژباړې د خپرولو اجازه راکړې ده. زیرک یـار 

http://stanizai.com/دری –فارسی.php [4 August, 2012]

ټول فارسي متن په لاندې لیکه کې لوستلی شئ

http://stanizai.com/تاریخ---سیاست---یټولن.php

 اقتصاد پوه ډاکتر محّمد داود میره کی د ‎پـښـتون ذهـن ته ورننوتلی دی

ډیر وخت کیـږي چې پښتون له بدې مرغې د یوې غټـې بدبختۍ او ناپوهۍ سره مخامخ دی. دغې بدبختۍ او ناپوهۍ په وروستیو دیرش کلونو کې ډیـر زور میندلی دی. وګورئ، د پښتنو شمیر په خپل هـیواد کې تر نـورو  ټـولـو هـیوادوالو غټ دی. خو نه ځان پـیژني او نه پــه ځان پوهـ‎‎یـږي. پښتانه ولـې  په دغسې  کرغیـړن حالت کې ښکـیل شوي دي؟ د غې روغې پوښتنې ته یو کوټلی  جواب د پښتـنو په یو بل ژور  مشکل کې غـلی شوی دی.

دوی باید د نورو قـومونو په شان د خپلې ژبې په پرمختګ، عـزت او دفاع پسې وګرځي. وګورئ، پښتانه په خپل ورځني ژوند کې د خپلې ژبې دفاع نه کـوي، که څه هـم نـور اقلـیتونه دخـپلو ژبو په دفاع کې لګـیادي. چـیرې چې پښتانه را غـوڼـډ شوي وي او یـو فارسي ژبې راشي، ټـول پښــتانه ځانـونـه مجـبور ګـڼي چې فــارسي ورسـره ووایـي. د دې معــنا داده چې پـښـتانه لـه فارسي ژبـي هیوادوال نه د دې امید نه لـري چـې  د دوی سـره دې په پښـتو وغـږیـږي. کلـه چې یـو پښتون د کوم بل پـوه افـغان سـره مخامخ شــي، پـه فارسي ورسره ستړي مشي کوي، نه په پـښتو. هـو، پښتانه د خپل دغه سلوک لپاره ډیـرې بهانې  لـټوي. دبیلګې پـه ډول یو داچې پښتانه میلمه دوست دي ، دوهـم داچې د صبر او زغـم خاوندان دي، او دریم داچې غـټ زړونــه لـري. خو د ځان د خوښـولو لپاره دغـه ډول بې خـونده جـوابـونه راتــوږل، د ځـان تیرویستـل دي. په دې ډول پـښتانه له خـپل قـومي او ژبنـي هـویت نـه ستـرګې پټـوي، لـه خپلې ژبې نـه څـڼـډه کـوی او پاټک ورتـه اچـوي.

 اوس پوښتنه داده چې پښتانه ولې په خپل لاس دخپل قـوم او خپلې ژبـې پـه سپکاوي کې لګیادي؟ جواب یې دادی چې پښتانه له خپل انسانیت او بشریت نه سترګې پټـوي. کله چې پښتانه په دې پوه شي چې د نورو قـومونو په شان دوی هم انسانان دي، نو بیا به زده کړي چې دوی هم د بشر په څیر  حقوق لـري. کله چې پښتانه په خپلو بشري حقوقو پوه شــي، بیا به  د نورو اقـلیتي هـیوادوالو په څیـر د خپلو ټولو حقوقو دفاع کوي. دغه شان د خپل قوم دفاع به هـم کوي چې خپله ژبه ولـري، ویـې ساتي، او غـښتـلې یې کـړي. ۲ جون ۲۰۱۲

- بېرته شاته