(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د موسیقۍ په وده کې د پښتنو ونډه

لیک:- آرین خان مندوخیل
که څه هم موسیقي د روح غذا بلل کېږي، خو زما په اند دا د ناروغې، جنګ ځپلې او له نفسیاتي پلوه دل شوې ټولنې درمان هم ده.  د جدید ساینس له مخې د موسیقۍ په سورونو د نفسیاتي ناروغ تن درملنه کېدای شي او دغه ډول درملنې ته موزیک تېراپي( رغونه) ویل کېږي.
پښتانه افغانان  له موسیقۍ سره د نوک او اوورۍ غوندې تړون لري. په پښتونخوا وطن کې چې څومره د پښتنو کلتور لرغونی دی هومره یې د موسیقۍ تاریخ هم زوړ دی. دا مهال چې مو په نیمه وچه (برصغیر) کې د موسیقۍ ګڼ سورونه او راګونه تر غوږو کېږي، دا راګونه د لرغونې آریانا قامونو چې اوسني پښتانه هم په کې راځي له اوسني افغانستانه او له پښتونخوا وطنه له خپل ځان سره له دې سیمو، هند، پارس او اروپا د پېړیو پېړیو په اوږدو کې د لېږدونو(هجرتونو) پر مهال وړي دي.
په نیمه وچه (برصغیر) کې د قوالۍ بنیاد هاغه د پښتنو له دودیز بانډار سره ورته والی او سمون لري چې د دغه قام  په هوجرو او خوشالیو کې اوس هم ژوندی دی.  د هند په مغل واکمنۍ کې د موسیقۍ وتلې څهرې او د کلاسیکې موسیقۍ نوموړي سازنده تان سین په باب ویل کېږي چې هغه موسیقي د برصغیر د خپل وخت د تر ټولو پیاوړي افغان واکمن فرید خان چې په شیرشاه سوري شهرت لري له غور نیکونو زده کړې وه
که لږ ډېر د خپلې خاورې لرغوني تاریخ ته ځیر شو نو مولانا جلال الدین بلخي چې د مولانا رومي په نامه پېژندل کېږي، د هغه د پيروانو په مولوییه صوفي طریقییت  په دروېشانه څرخ یا رقص کې هم  د پښتنو د ملي اتڼ څرک لیدل کېږي.
د افغانستان روشن فکره باچا میر شیر علي خان په واکمنۍ کې موسیقي ډېره وغوړېده. او له دې مسلک سره د تړلیو خلکو به ډېره ستاینه او هڅونه کېدله
د افغانستان د استقلال بابا غازي امان الله خان کورنۍ له موسیقي سره ډېره بې کچه  مینه درلودله،  د هغه نیکه میر عبدالرحمن خان خپله د موسیقۍ زښت مېنوال وو او په خپله یې د موسیقۍ بیلا بیل آلات ږغول(غږول). هغه له نورستانه او هندوستانه ښځينه موسیقاران په خپل محل کې ځای کړي وو او د ټول هیواد موسیقارانو ته یې تنخواګانې او خاص معاش ورکولو. د هغه زوی او د ستر غازي امان الله خان پلار میر حبیب الله خان هم  موسیقي ډېره زیاته خوښوله، هغه د خپل هیواد له هره ګوټه او دغه ډول له هنده موسیقاران کابل ته راوبلل چې په وطن کې یې موسیقي وغوړېږي.
ستر غازي امان الله خان د افغانستان په تعلیمي نصاب کې موسیقي د مضمون په توګه شامله کړله چې په اونۍ کې به یې دوې ورځې مضمون ښوول کېدلی. غازي امان الله خپله هم شوقییه سندرې ویلي او خپله یې پیانو غږولای شوای. دا هنر هغه د خپل پلار د دورې له استاد قاسم خان څخه زدکړی وو. په دې لړ کې هغه د افغانستان په سلګونه ځوانان، د موسیقۍ د زدکړو لپاره ترکییې هند، روس او یو شمېر نورو هېوادونو ته استولي وو.
د نادرشاه په واکمنۍ کې هم په افغانستان کې موسیقي ډېره وده وکړه. او د افغان ثور انقلاب له راتلو سره دې څانګې ته ځانګړې پاملرنه وشوه، ځکه چې د انقلاب د استحکام او ثبات لپاره خلق ډموکراټيک ګوند غوښت چې خپل پيغام د سندرغاړو په مټ خپلو ولسونو ته ورسوي. هغه مهال سندریزې نړۍ ته نوې څهرې لکه خان قره باغۍ، بخت زمینه، عبدالله مقری او داسې نور راووتل.
پښتنو د موسیقۍ یو شمېر آلات هم نړۍ ته ورپېژندلي چې په هغو کې چیغاکه، رباب او شینايي(سینايي) چې د تاریخپوهانو په خبره  ابن سینا جوړه کړې وه او د هغه په نامه پېژندل کېدله چې بیا  ورو ورو په شینايي واوښتله.
په نړۍ کې د پښتنو ضد قوتونه پرله پسې دا پروپېګنډه کوي چې پښتانه د موسیقارانو دښمنان دي او ځکه خو پښتانه سندرغاړي له ستونزو سره مخامخ دي. د دې پروپېګنډې برسېره  نن د پښتنو دښمنان تر یوه پیلي سازش لاندې پښتانه سندرغاړي په نښه کوي او هغوی ته دړکې ورکوي او ان یو شمېر یې وژلي هم دي. او ډېر یې له خپله وطنه په کډه کولو مجبوره شوي دي.  په دوی کې یو شمېر  یې د توپک په زور تبلیغ ته لېږلي دي. د سیاسي ملاییت، مذهبي تندروي او تبلیغي کلتور له وجې په ودونو کې پر  ډهول ، اتڼ او سندرو بندیزونه لګول کېږي. ددې له لاسه ودونه د خوشالۍ پر ځای د فاتحه اخیستو بڼه نیولې ده چې د شعوري او فکري او وطن دوستو خلکو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده.

- بېرته شاته