(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د وزیر محمد ګل خان مومند بابالنډ ژوند ليك

ارواښاد محمد ګل مومند د محمدخورشيد خان غونډ مشر زوى د مومند خان لمسى د عبدالكريم خان كړوسى په خټه دويزى مومند او په دويزو كي حسن خېل و، په 1303 هـ ش كال د كابل په اندرابيو كوڅه كي زېږېدلي و، لومړنۍ زده كړي يې په ځاني ډول وكړې په 1327 هـ ش كال كي د حربي ښوونځي دويم ټولګي ته ولويد، په پنځه كاله كي يې پوځي زده كړه بشپړ كړه وروسته په اردلیا نو غونډ كي كومندان وټاكل شو، دا مهال يې هم شاهي ټولګي ته درس وركاوه، او هم يې د حربي ښووځي سرمعلمي پر غاړه وه، د دغه بريالي چوپړ په پايله كي د سپاه سالار صالح محمد خان ياور وټاكل شو، بيا د شاهي ګارډ كومندان شو، څه مهال په تركيه كي د افغاني سفارت پوځي اتشه و. ده د هيواد د خپلواكۍ په جګړه كي هم پوره ونډه واخيسته، او خپله پښتني مېړانه يې څرګنده كړه، په 1303 لمريز كال كي د پكتيا د عسكري كومندان او اعلى حاكم په توګه وټاكل شو. په 1306 لمريز كال كي د مزار شريف د ملكي پلټني رئيس او بيا د ننګرهار عسكري كومندان وټاكل شو، د سقاوي انقلاب پر مهال يې لومړى له سردار محمد هاشم خان سره او بيا يې په پكتيا كي له محمدنادر شاه سره كلكه ملا وتړله او په زړه پوري خدمتونه يې وكړل، د هيواد تر ژغورني وروسته د سردار محمدهاشم خان په كابينه كي كورنى وزير وټاكل شو دا مهال د اعليحضرت محمد نادر شاه له خوا لومړي د ننګرهار او بيا د پروان او كاپيسا ولايتونو د تنظيمه رئيس په توګه وټاكل شو، په دغو ولايتونو كي یی پوره ارامي را وسته، وروسته بيا په 1311 لمريز كال كي د قطغن، بدخشان، مزار شريف، ميمنې او كندهار ولايتونو د تنظيمه رئيس په توګه وټاكل شو، په هر ځاى او هركار كي يې خپله دنده په پوره ايمانداري سرته رسوله، او د خپلو ښو خدمتونو له امله يې د لمر اعلى نښان واخيست. په 1309 لمريز كال كي د دولت وزير وټاكل شو، او تر دې وروسته يې نور ټول ژوند په خپل كاله كي د پښتو ژبي په پوهنيزو او ادبي چوپړ كي تېركړى دى. په 1343 لمريز كال كي د لويي جرګې د مشر مرستيال و ټاكل شو او خپله پښتني دنده يې په ښه توګه تر سره كړه. تر 1327 لمريزكال پوري د مزار شريف په ايبكو كي اوسېده، بيا په همدغه كال كي د شاه محمود خان د صدارت په وخت كي كابل ته راغی او پاته ژوند يې په خپله خوښه په كابل او ننګرهار كي تېراوه، څو ژمي يې د كونړ په نرنګ او پاته ژمي يې په خپل آر ځاى (ګولايـي) كي تېر كړ، خو په اوړي كي به كابل ته تللو او په دې ډول يې د خپل كوچياني ژوند سلسله هم ټينګه ساتله. مړينه: دغه ننګيالى، توريالى، خبر لوڅ او جرګه مار پښتون په پاى كي د 1343 كال د زمري پر اووه ويشتمه د سې شنبې په ورځ د سهار پر اته بجې د 80 كلونو په عمر د بريكوټ په يوه كرايي كور كي وفات او په خورا درناوي د كابل د شهداى صالحينو په هديره كي خاورو ته وسپارل شو. د ارواښاد محمدګل مومند د جنازې مراسمو ته د كابل لوى_لوى خلګ، ملكي او عسكري ماموران او نور ډېر مينه وال راغلي وو، كله چی دى په درنښت خاورو ته وسپارل شو نو لومړى يې مولانا رشاد لنډ ژوند ليك بيان كړ، د ده لوړ شخصيت او د هيواد لپاره يې دده سپېڅلي چوپړونه وستايل، ورپسې يې ارواښاد پوهاند صديق الله رښتين، و عسكري، سياسي، پوهنيز او ادبي ارزښت ته نغوته وكړه، او ويې ويل: چي محمد ګل مومند ددې مهال خوشال خټك و، ځكه چي دى هم د هغه په شان د توري او قلم څښتن و، د سياسي ډګر پهلوان او يو غښتلى عسكر او جنرال و، او د عبدالقادر خټك دا شعر يې ووايه: چي څراغ د هنر ځمكي پوشيده كړ كه يې زه په اوښكو ډوبه كړم سزا ده د ارواښاد محمدګل مومند بابا رسمي فاتحه د پوهني وزارت له خوا د زمري پر28 29- د سيد پور په لوى جومات كي واخيستل شوه، دغي فاتحې ته د هغه مهال باچا محمد ظاهر شاه هم راغلى و، او د هغه ورور محمد كريم خان او وراره محمد پتنګ ته يې خپله خواخوږي څرګنده كړه. اخلاق او شخصيت يې: په دې بايد هر څوك پوه شي چي ارواښاد محمدګل خان مومند بابا د يو لوړ شخصيت، سپېڅلي كركټر، او كلك هوډ څښتن و، پر مذهبي آرونو ټينګ ولاړ، پر پښتو او پښتونواله بېخي مين و، د پښتون له تاريخ او عظمت سره يې ډېره مينه لرله، بې پښتو او بې همته پښتانه يې نه خوښېدل، د ښو خويونو او ښو اخلاقو په جامه ښايسته و، د ده بانډار او مركه د پښتو او پښتونولي يو لوى ښوونځي و، تل به يې پښتنو ځوانانو ته د پښتني خويونو سپارښتنه كوله، بې پښتوګي يې بده ګڼله، د ده په وجود كي عسكريت، سياسي، پوهه او ادب ټول را يو ځاى سوي وو، او په دغو ټولو برخو كي يې عملي ونډه اخيستې وه له همدې امله نو په هيواد كي د يو ستر ملي شخصيت په توګه پيژندل شوي دي. مومند بابا د يوې نه بدلېدونكي ګروهي خاوند و، په سختۍ او نرمۍ په خزان او بهار، لنډه دا چي په هر ډول حالت كي پر خپل هوډ، ننګ، پښتو او پښتونواله لكه غر ټينګ ولاړ وو، ده لكه د تېرو مېړنيو پښتنو غوندي د پيسو پر ځاى كيسې ګټلې. او په دولت او پيسو پسې دومره نه ګرځېدى، همدا لامل و چي تل به د كابل په يوه كرايي كور كي اوسېدئ او تر مرګه هم په كابل كي د كوم كورګي خاوند نه شو، تر دې چي سا يي هم په بل كور كي وختله، او همدا خبره د ده لوى وياړ او امتياز ګڼل كېداى شي. مومند بابا پر نورو ښېګڼو سر بېره يو ځواكمن خطيب او ويناوال هم و، په ويناوو كي يې پوره فصاحت، زيات جرئت او ځواكمن منطق شته وو هر مهال او هر ځاى به يې له اخلاقي زړورتيا څخه كار اخيست، او هيڅكله يې له رښتيا وينا څخه نه دي اړولى. Wazir Mohammad Gul Khan Momang (Pakhtonkhwa) - بېرته شاته