(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه سندرغاړي اختر ته کيسټونه راباسي

هارون باچا
پراګ:- هر کال د وړوکي اختر په رانيږدې کېدو سره په پېښور او شاوخوا ښارګوټو کې خلک ليدل کيږي چې د پښتو موسيقۍ د کيسټو په دکانونو ورمات وي. دوئ د خپلې خوښې د سندرغاړو نويو سندرو تر لاسه کولو ته لېواله وي څو د اختر خپلې خوشاليانې پرې يو په دوه کړي
د موسيقۍ د اورېدونکو شمېر سېوا شوی دی .خو بس دا زموږ کاروبار چې خراب شوی دی، وجه يې دغه ميموري کارډ او يو ايس بي ده .زما نهه کېسټې دي، نو د يو موبايل په ميموري کارډ کې نهه واړه راځي
اوډين ميوزک هاوس مالک شاهد خان
.پښتانه سندرغاړي هم د پښتو موسيقۍ د مينه والو همدغه لېوالتيا ته په کتنې هڅې کوي د روژې په مياشت کې نوي کيسټونه جوړ او مارکېټ ته راوباسي . د تېرو کلونو د اخترونو په څېر دا ځل هم پېښور مېشتو مشهورو سندرغاړو  د دې ښار کېسټ پلورنکيو دکاندارانو ته خپلې نوې سندرې د خپرولو له پاره ورکړې دي
خو په پېښور کې د اوډين ميوزک هاوس مالک شاهد خان، چې د پښتو موسيقۍ د کيسټونو تر ټولو لوی کاروباري تن يادېږي، مشال راډيو ته وويل چې که څه هم د اختر له پاره  نوي کيسټونه يې تيار کړي، خو ويريږي چې د کمپيوټرونو او موبيل ټيليفونونو له لارې د موسيقۍ اورېدلو نوی رجحان به يې تاواني کړي.
((
د اختر له پاره خو کيسټې شته . د کرن خان کيسټ دی، د همايون خان دی، د خالد ملک هغه دی، مسرت مومند هم يو البم تيار کړی دی، د دوو فلمونو سندرې هم دي . د موسيقۍ د اورېدونکو شمېر سېوا شوی دی .خو بس دا زموږ کاروبار چې خراب شوی دی، وجه يې دغه ميموري کارډ او يو ايس بي ده .زما نهه کېسټې دي، نو د يو موبايل په ميموري کارډ کې نهه واړه راځي . ډېر يې پرېشان کړي يوو، کوشش کوو، خو تاسو ته پته ده کنه چې په پاکستان کې قانون هم نه شته نو.))
زلمي سندرغاړی بختيار خټک هم اختر ته نوی آډيو البم تيار کړی . نوموړی په عين وخت کې اندېښمن دی چې وايي کېدلای شي د پښتو موسيقۍ د کيسټونو مارکېټ په راتلونکيو څو مياشتو کې يو مخ بند شي.
((
زما د البم نوم تپوس دی . اختر ته به رېليز کېږي، او يقين وکړئ، د رېليز کولو تابيا مو هم د دې لپاره وکړه چې خبر شوی ووم چې د پېښور د کيسټونو مارکيټ د له منځه تلو په حالت کې دی . نو ويل مې چې په دې اخېره کې زه هم د خپلې برخې يو څه کار په ريکارډ پرېږدم . په البم مې خواري ډېره کړې ده، اوس به ګوروو چې خلک ترېنه خوند اخلي او که نه.))   
په پېښور کې سندرغاړي او د کيسټونو د دکانونو مالکان وايي چې اوريدونکي اوس زياتره انټرنيټ د موسيقۍ اورېدو له پاره کاروي او ځکه نو د دوئ د محنت پوره مېوه دوئ ته نه ملاوېږي . دغه راز ويل کېږي چې په دې وروستيو کې د پښتو موسيقۍ مارکيټ ته له معياره پرېوتې شاعرۍ او موسيقۍ لاره اېستې، چې له کبله يې د پښتو موسيقۍ ګڼ شمېر مينه وال نويو البمونو اخېستلو ته زړه نه ښه کوي.
خو بختيار خټک بيا هيله من دی چې وايي په دې اختر کې به اورېدونکي د پښتو ښه او معياري موسيقي واوري.
((
دا په اختر کې چې کومې کيسټې راروانې دي، زياتره پکې د هغو سندرغاړو دي چې څه موده وړاندې يې د پښتو موسيقئ په ډګر کې ښه بدلونونه مخې ته راوړل. خدای دې وکړي چې بيا هغسې يو دوران راشي . دا ځل په اختر کې کيسټونه هم ډېر مارکيټ ته راځي.)
د اوډين ميوزک مالک شاهد خان وايي د پښتو موسيقۍ په مارکېټ کې د شتو ستونزو سره سره دوئ هڅه کړې پښتانه راتلونکی وړوکی اختر په نويو سندرو خپل زاړه غمونه غلط کړي.  
- مشال راډيو

- بېرته شاته