(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د زکات لغوى معنى

ليک : مولانا عبدالرحمان رحيمي شمسي پوري

خیر اورګ: زکات د پاکوالى په معنى سره دے او دنُمُو او د زيادت په معنى سره هم راغلے دے. د پاکوالى په معنى لکه چې الله جل جلالهو فرمائيلى دى:

(( په تحقيق سره نجات و موند کامياب او بريالے شو هغه څوک چې پاک ئې کړ نفس خپل دګناهونو ځينې، په تحقيق سره نامراد او زيانمن شو هغه څوک چې ډوب ئې کړو نفس خپل په فسق، او فجور او معصيت او ضلالت کښې )) (الشمس ايت ٩-١٠)

نو زکات په هغو بډايانو او شته منو خلقو باندې فرض عين دے چې دخپل حاجت اصلى نه  زياتې پيسې ولرى او په دغه روپو باندې بيا پوره کال تير شى نو بيا په دوه سوه کښې پنځه روپۍ چې په زرو کښې پنځه ويشت روپۍ جوړيږى حساب دې وکړى او خپل فرضى زکات دې وباسى او د زکات مستحقينو ته چې هغه د قران کريم د ارشاداتو لۀ مخې اتۀ ډلې خلق دى:

(( فقيران، مسکينان، عاملين زکات (ټولوونکى) تازه دم مسلمانان، يعنې هغه کسان چې نوى مسلمانان شوى وى، مکاتبان، پوره وړى قرض داران، ناداره غازيان او مجاهدين. او مسافرينو ته دې ورکړى ))(التوبه ايات ٦٠)

په کتاب کښې ليکلى دى چې الله جل جلالهو درې څيزونه د نورو دريو څيزونو سره جوخت او متصل ذکر کړيدي لکه مونځ د زکات سره، خپله تابع دارى د خپل پيغمبر صلى الله عليه وسلم د تابع دارۍ سره، خپل شکر ويستل د مور او پلار د شکر ويستلو سره لکه چې فرمائيلى دى

(( واقيموالصلواة وآتوالزکات )) (بقرة ايات ٤٣)
(( اطيعوا الله واطيعوا الرسول)) (سورۀ نساء ايات ٥٩)
(( ان الشکرلى ولوالديک )) (سورة لقمان ايات ١٤)

نو کله چې دغه شپږ شيان يو تر بله سره لازم او ملزوم دى نو په دغه اساس که يو سړے مونځ کوى او زکات نۀ ورکوى نو الله ج دهغه مونځ هم نۀ قبلوى او کۀ زکات ورکوى مګر مونځ نۀ کوى نو زکات ئې هم نۀ قبليږى

کۀ يو سړے د الله جل جلالهو اطاعت او تابع دارى کوى مګر د پيغمبر صلى الله عليه وسلم اطاعت نه کوى نو الله جل جلالهو خپل اطاعت هم ورنه نۀ قبلوى او همداشان کۀ دپيغمبر صلى الله عليه وسلم اطاعت کوى او دالله ج اطاعت نۀ کوى نو هغه اطاعت ئې هم نۀ قبليږى

همداشان کۀ د الله جل جلالهو د نعمتونو او احسانونو شکر باسى او دالله عبادت او تابع دارى کوى مګر د مور او پلار نافرمانى او ناشکرى کوى او د دوى خدمت نۀ کوى او خبره ئې نۀ منى نو الله جل جلالهو خپل شکر ويستل او تابع دارى هم ورنه نۀ قبلوى همداشان د دۀ په عکس سره

نو په دغه بناء مسلمانان بايد د اسلام د مبارک دين دغه اساساتو ته پوره متوجه اوسى او پاملرنه ئې وکړى او خپل نيک اعمال بايد خراب او ضائع نۀ کړى

 

- بېرته شاته