(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ای شتمنو پښتنو !

چې خپل پښتون چاپیریال ته وګورو نو زمونږ په سیمو کې په ملیونونو ارب پتیان کرب پتیان کارخانه دار او جاګیدار او شتمن پښتانه شته-په یوه یوه ورځ کې ملیونونه ډالرې او روپۍ ګټي٬د کروړونو روپو په ګاړو کې ګرځي او په یوه یوه میلمستیا په لکونو روپۍ الوځوي-په یو یو واده او کوژدن کروړونه روپۍ لګوي٬او یوه یوه بنګله چې اوینې نو د سره ورته ټوپۍ لویږي-په دیوالونو کې يې ناشنا ناشنا کاڼي لګیدلي وي-او د اربونو روپو په خرچو يې د بنګلو ډیزاینونه جوړ شوي وي-په بنګلو کې يې ناشنا ناشنا چمنونه او رنګارنګ د ګلونو بوټي او مرغیو پنجرې شتون لري-او چې وغواړي د بهر وطنونو چکرې لګوي او اربونه الوځوي-نو کران ترې چاپیره چورلي او روغ غرونه ښارونه او کلي ددوي ملکیتونه وي------
خو---
په پښتونخوا کې
۳۷ملیونه پښتنو د پاره یواځې ایکي یو پښتو چینل (خیبر)دی چې د هغې مالک هم پنجابی دی-په ټوله پښتونخوا کې یوه پښتو ویب پاڼه نشته
په خبرو چې راشي نو د بحث وړومبی د فخر(ویاړ)ټکی يې دا وي (زه پښتون یم)هاي هاي -د پښتنو قامي فکره څومره شنډ او بې باره يې!
د پښتونخوا په وسنو او پخوانو واکدارانو کې یو هم پنجابی یا سیندهی نشته او نه وو--د یو یو وزیر امدن ټولو پښتنو ته مالوم دی-ټول ارب پتیان دي-او قامپال خو په خوب کې هم پښتو پښتو کوي -خو خو افسوس او صد افسوس چې دومره بې عمله او قامي بې ننګه مشرانو کې یو هم ددغه پنجابي هومره روپۍ نه لري چې پښتون قام ته یو سوچه پښتون ټي وي چینل پرانیزي-د پښتون کلتور په مرګ د مګرمچ اوښکې بهوونکو! تاریخ به مو کله او چرته هم ماف نه کړي!
پښتانه لیکوالان لکه ملنګان د نړۍ د نورو قامونو لیکوالانو ته پسخیږي-په قرضونو کتابونه چاپ کوي او خپلې مورنۍ ژبې پښتو ته کار کوي خو ترڅو ترڅو ترکومې به يې کوي؟؟
زما بې ننګو قامپالو!
پښتو لکه چې ستاسو ژبه نه ده؟دا کلتور لکه چې ستاسو نه دی؟که نه تاسو یواځې د ووټونو غوښتو د پاره څو ګوټه کړې نعرې د قام د غولولو د پاره وهئ؟
زما بې ننګو ارب پتیانو !
په کفن کې جیب نه وي-چرته به دا دومره دولتونه وړئ؟؟زما د ټولې پښتونخوا بې ننګو جاګیردارانو ملکانو او خانانو!
پښتو او پښتون کلتور سر خوري-او انجام به يې داشي چې زمونږ د ملنګیانو سره سره به ستاسو ملکیانې نوابیانې خانیانې او واکونه هم سر وخوري
(عندلیب دیر)

 

- بېرته شاته