(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکنړ شاګردان ولي ميز اوڅوکی نلري ؟

دکڼړماشومان همداسي حق لري لکه دکابل نازولی پوهنه رڼاده! يوملت هغه وخت سرفراز دی چې پدې رڼا ئې دولسی جونگړو ټولې تياره خواي روښانه وی حبيب الله غمخور په افغانستان کې دولسمشر،دښوونې اوروزنې دوزير عادي پاملرنه به دکنړ اودکنړ پشان نورو سيمو شاگردان له هغو ستونزوخلاص کړي کوم چې دوي ورسره لاس په گرېوان دی . دجنوري پر ۲۶مه دشپې لخوادملي تلويزيون له لاري دولايتونودمعريفی په لړ کې د کنړ ښکلي اوشنکی ولايت په هکله راپور مې پاملرنه ځانته راواړول . ملي تلويزيون ددغه پروگرام پرمخ بېونکی دخپل توان له مخې دولايت دمعريفی په هکله په زړه پوري راپور تهيه کړی و. تر ټولوجالبه داوه چي ددې ليري پراته اوهير شوی ولايت دښوونځيودشاگردانوزموږ دهيواد راتلونکو اتلانو ددرس ويلو او ازموينې دورکولو صحنه ئې پداسي حال کې ننداري ته کښېښودې چې داشازلمی اوغيرتي انجونې د نم نم باران داورېدوپه حال کې پر مځکه ناست وه او آزموينه ئې ورکول . دراپوتر دخولې له مخې په کنړ کې ((۳۱۲)) ښوونځۍ دهغه جملې نه ((۴۰)) ليسې ،(( ۱۶)) مدرسې ،مرکزي دارالعلوم اودښونې روزنې عالی موسسه شته . دراپورنه له ورايه معلومېده چې ددې ولايت غيرتی خلک دمعارف اوخپلو اولادونودتعليم اوتر بې سره خاصه علاقه لري ،پدې شرط چې دولتی چارواکي يوه لږه شانتی پاملرنه ورته راوگرځوي . داکفايت نه کوي چې ښاغلی ولسمشر ،اوجورج دبليوبوش يوپه کابل اوبل په واشنگتن کې تبليغ کوی چې اوس شاگردان ښوونځيو ته ځی ،چې سوله وي هر وخت به ولاړشي .خودوي دواړه دانه وایی چې داماشومان په کوموشرايطو کې درسونه وايي . چي په يوه ښوونځئ کې دناستی لپاره څه نه وي نوهلته به دقلم ،کاغذ ،کتاب ،تختې اونورودرسی موادو شتون په کومه کچه وی ؟ کنړ دپاکستان سره پوله لري ،داديرش کاله پاکستانی چارواکو دکنړ غيرتی خلک پر ارامه نه دي پرې ايښي ،ښکلۍ کنړ لکه دهيواد نور ي سيمې په کنډوالو اوزرغونه ځنگلونه ئي په بيديا بدل شول . کنړ لکه يوشمير نور ولايتونه تل دحاکميتونو له پامه غورځېدلی اوهيرشوئ دی ، داچي ولي په دليل ئې تر ډيره بريده ټول ښه پوهېږي . خو اوس زه دهغوپخوانيوتيروتنو اوبې غوريوپر تاريخ خبري نه کوم. دم گړۍ چې دنړئ دبې شميره هيوادونه هغه دچاخبره بې حسابه پيسې افغانستان ته راروانې دي بايد معقوله گټه ځني واخيستل شی ،دبېلگې په توگه پدغوشپږوکلونوکې ((۳۹،۵)) ميليارده ډالره مرسته شوې ده ،چې دهغه جملې نه (( ۱۵،۲)) ميليارده ډالره په افغانستان کې دبياجوړونې پر کارولگول شوی دي ،د بهرنيومرستودالړی نوره هم روانه ده . دامنم چې پدې کې يوازي ((۵، ۲۰)) په سلوکې دافغانستان ددولتي ادارو له لاري لگول شوی دي ،خوکه دغه هم حساب شی دانه معلوميږي چې داچيري اوپر څه شی مصرف شوی دي؟ اوله بلې خوا که پدغو پيسو کې له يوه مخه جگپوړي اويادهغوي دکورنۍ غړی شريک نه وي اوگټه تري نه اخلې بيانو داله يوسره هر چېږي پر ځاي اوبې ځايه تشکرونه اومننې دڅه لپاره ؟ خو داسي نه کله چې دولتي چارواکی اوخپله جمهوررئيس خلک راټينگ کړي بيانو وايي وره پيسې دانجوگانو له لاري مصرفيږي ،موږ هيڅ صلاحيت نلرو. خو دغه هم ديوې لحظې لپاره ورسره ونمل شي اوبله پوښتنه ځېنې وشې چې کله ستاسو صلاحيتونه اوگټې په رښتيا سره په خطر کې وي هغه وخت ولي مقاومت کوی او واياست داياهغه بهرنۍ پرېکړه نه منو ،آن تر دي بريده چې خپله جمهوررئيس په کويټ کې دملگروملتودنومول شوی استازي اشډاون سره دموافقې سرخوځولۍ واو آمريکې هم په ظاهر کي منلۍ وه خوکله چې هغه ته زيات صلاحيتونه ورکژه شول چې په حقيقت کې دکرزی پر اداره اوپه دولت کې پر ټولوچارواکو دبې اعتمادی په معنا وه ،نوئي وويل مور دانه منو هغه بل کس چي زموږ خوښ ديی هغه راولېږي .ددې لپاره چې دملگروملتوپر سرمنشي سياسي فشار راوستل شي نن دجنوری پر ۲۹ دجمهوررئېس اعلان وکړ چي دجهادي مشرانواويوشمير نوروکسانوچي په غټ گمان جنگسالار دی مشوره شوی دوي وایی مور دخپل هيواد ستراتيژي په خپله جوړولاي شو. دلته هغه دمرحوم حضرت باز خبره دسړی ورپياد شي چي ((ويل سړيه جوړه به ئي نکړي ورانه بهئې کړې )) که تاسوپر پوهېداي نوداملت ولې په ژړاناست دی دتلوزيون وپردي ته کتل ناشونې شوی دي اوداحساس خاوند راديو نشی اورېدای ،داځکه چې هره لحظه تکان ورکونکی پيښې رامنځته کيږي اوچارواکي ئي ننداره اوياغولونکی وعدي ياگزارشونه خپروی . نه له وجدانی قضاوت اونه هم له خدايه څوک بېرېږي ،پر ملت اوهيواد يوه بربنډه سوداگري روانه ده . له دې امله دچارواکو دخبره چي هر څه دانجوگانوپلاس کې دي اوددوي زورنه پرې رسېږي يوڅه له حقيقت نه ليري خبره ده . دکنړ ولايت په هرلحاظ بايد دولت لپاره دارزښت وړ يوه سيمه وايي ،ځکه دا ولايت له کوزي پښتونخوا اوپاکستان سره ددروازې حيثيت لري . که دسرحدي ولاياتودخلکو دژوند سطحه لوړه اودبې وزگاری کچه راټيټه شي ،ماشومانوته ئي دتعليم اوځوانانوته دتحصيل زمينه برابره شي طبعی ده چې خلک به ئې هيچاته اجازه ورنکړي تر څوددولت پر خلاف عملونه سرته ورسوی ،اوکه داشان غولونکی سياست اودملت دکړاونوننداره روانه وي په هغه صورت کښي داملت حق لري ددولت پرخلاف عمل وکړی . ترکومه ځايه چې په کنړ کې دکرهڼې لپاره کمه ځمکه شته له ډير پخوا ئې اوسېدونکو له معارف اوتعليم سره علاقه درلوده اوله دې لاري ئې دخپل ژوند چاري سمبالولې . کله چې ما دملي تلويزيون راپور ولېد ډير خوښ شوم ،پدې شرايطوکې چې دعلم اوعرفان دښمنان دښونځيو دروازې تړي ،ښوونکی اوبېگناه ماشومان په شهادت رسوی ،هرې خوادترس اوډار فضاخپره اوحاکمه ده بياهم کنړی تنکۍ انجونې اوماشومان چي له څېرو اوسترگونه ئي له ورايه دتعليم اوتحصيل سره مينه اودغربت کړاونه ښکارېده پر لنده ځمکه ناست درس وایی تر څودځان په وړاندي روښانه راتونکی ته درسېدولپاره لار پرانيزي . دابه دهيچالپاره دمنلو وړنه وی اونه به کوم چارواکۍ چاته قناعت ورکړاي شی چې ولې دکنړ اويا په نوروليري پرتوولايتو کښې چې ښوونځۍ فعالي هم دي شاگردان ميز ،چوکی ،کتاب ،توره تخته اوتباشيرنلري ؟ دښوونکی خبره خوځکه نه مطرح کوی چې ماشومان هم پدې پوهېږي چې جگپوړي دپيسو اومعاشونوپر سرنه سره جوړېږي ،کله به کنړ اويادکنړپشان له ښاري ژوند څخه ليري يوې سيمي ته ښوونکی په درې يا څلورزره افغانيو معاش ولاړ شي . حقيقت دادی که په رښتيا دهيواد له راتلونکی نسل اوپه هيوادکې ددايمی سولي اوامنيت سره دولتي چارواکو رښتيانۍ علاقه درلوداي نوتر هرچابايد دښوونکی ،استاد ،افسر اوسرباز تنخوا ډيره واي ،پداسي حال کې چې اوس هرڅه معکوس دی . زما هدف دانه دي چې دوي دې مډرن يالوکس ميز اوچوکی ولري ،ولي معمولی ميز اوچوکی خو يوه عادي نجار هم جوړلاي شی . گورئ کنړ هغه ولايت دی چې دځنگلونودغلو له ټولو لوټمار ببريت سره بياهم په ونو پوښلئ دی اوهلته دنجاری يوه وړه فابريکه له پخوا نه موجوده وه . که چيري پېژندل شووغلو هغۀ هم غلاکړې اودپاکستان په کباړي کښې یې پلورلې وی ،کيداي شواي دمعمولي نجارانوپوسيله دغو تنکيوماشومانوته چې زموږ دهيواد راتلونکې په ودي پوري اړه لري ،معمولي ميز اوڅوکی جوړ شوی واي ،خومتاسفانه داکار چانه دی کړئ اونه ئي پر دغوتنکيو ځوانانو زړه سوځولۍ دی . چارواکو پام وکړی! هغوي چې خپل ملت ته خدمت کوی ، لاري اوچاري ئي هم لټولاي شی ،خو متاسفانه تاسو يوازي غولول کوی . ماپه شوروي اتحاد کې عالي تحصيلات دشوروي ټولنې په دوهمه کچه پوهنتون کې ترسره کړی دي .ددغه پوهنتون چې عادی ښکلا ئي درلوده ،مگر ډير عالم پوهان هلته استادان وه په ټولگيو (صنفو) کې ډيري عادي څوکی پرتې وې ،جوړښت ئې داسي وو چي يوه اوږده تخته چې سړی ورباندي کښېنستاي شواي په ځمکه کې پر ښخه شو ودونورو تختوباندي په دووميخو ټک وهل شوي وې ، په دري ژبه ورته دراز چوکی وايي ، پر هره څوکۍ څونفره کښېناستل اوميز هم داسي ساده وو چي جابه ئې نه درلوده . دا زه دهغه هيواد قيصه کوم چې دنړی ترپوره نيمایی زياتووگړوته ئي تر نيمې پېړی زياته موده خواړه اوجامې ورکولې او ورته ستر شوروي ويل کېده . دوي به ويل دلکسو ميزو پيسې بايد په يوه بله برخه کې ولگېږي چه اړتياورته وي .په تعليمی مؤسسو اوښوونځيوکې ډير اړين شيان لکه ،ښوونکی ،کتاب ،کتابتون ،لابراتوار اونوردرسی لوازم ضروری دي چې بايد وی ،چې په رښتياسره هغه ټول مواد دمحصلينو اوشاگردانوپه واک کښې وه . زموږ په هيواد کې لکس هوټلونه ، موټرونه ،لکسی ماڼۍ لکس محفلونه اولکس سفرونه ددولتي چارواکو دژوند معمولي بڼه گرځېدلې ده . ځکه ددې دولتی چارواکودملت اولا دهير کړی اودهغوي په هکله هيڅ ډول مسوليت نه احساسوی . پدې ډاډه يم ټول دولتي ،سياسي اوتنظيمی چارواکی اوپه پارلمان کې ناست يوزيات شمير ډالرخوره وکيلان چي ځانونه دملت استازي نوموی پدې ښه پوهېږي چې په افغانستان کې ددايمي سولی ،بسياينې ،پرمختگ اوله شته کړاونوڅخه دخلاصېدويوه له مهمووسيلواو لاروچاروڅخه دمعارف پراختيا اودشاگردانولپاره ددرس داړينو شرايطواولوازمو برابرول دی ،هر څومره چې ژر دنالوست توب کمبله ټولېږی ځوانان تعليم اوتحصيل ته مخه کوی په هغه اندازه به ډير ژرسوله او امنيت تامين اوددموکرسی لپاره لاره هواره سي . هلته پدې راپورتاژ کې ديوې تنکۍ انجلی اويوه زلمی دخولې نه ووتل چې گوياپه ښونځۍ کې کمپيوټر شته . ماله ځان سره وخندل دابل شرم ،شاگردان پر ځمکه ناست دی درس وايي خو زموږ چارواکوددې ښونځيو په نامه له بهرنيو مؤسسو نه کمپيوټرونه هم اخيستي چې گويا شاگردان استفاده ځينی کوی . که له چارواکو سوال وشی ښاغلو دغه پر مځکه ناست شاگردان به له دغوکمپيوټرو نه څنگه استفاده وکړی؟ جواب به ئې څه وی؟ ماته له افغانستان څخه راغلی بادرده افغانان کله کله قيصې کوي وايي ،په دې ياهغه ښونځی کي کمپيوټر په کارتنوکي پراته دي اوڅوک استفاده نشي ځيني کولاي ،ځکه داستفادې امکانات نشته ،پس په دغو ښوو نځيوکې چې دچارواکو نازولی درس پکښی نه وايي ددغو کمپيوټرودشتون اړتيا څه ده ؟ اوبخښۍ دارانه هيروه چې دجگپوړو کورنۍ په افغانستان کې ژوند نه کوی اوکه ئي کوي نو واړه ماشومان اوميمرمنې ئي وي ،نور ټول په بهر کې اوسی ،گوياتحصيل کوی . خداي دي پر دې ملت رحم وکړی چې واکدار ئي دوکوريزدی . ښه خبره داده چې تر هری بياجوړونې وړاندي دماشومانو لپاره په ښوونځيوکې ددرس اسانتياوي برابري شی . تر کومه ځايه چې دښوونې اوروزنې وزير پدې آړه دخواخوږي احساس لری ،اوتر نور ډير پدي پوهېږي چې ديوه باسيواده امر مسؤليت څه دی ؟ هيله مند يم دغه ټکی ته عاجله اوجدي پاملرنه وکړي . په يوشمير سيمو کې چارواکې پدې ځان خلاصوي چي هلته سوله او امنيت نشته ،نوځکه دوي څه نشي کولاي اودبيارغونې کارونه يادښوونځيو جوړېدل په ټپه ولاړدي . ولې دلته خودادی په سترگو ورته گوروچي ماشومان ښونځيوته راځي ولي درسي لوازم او اسانتياوي نلري ؟؟؟ اخير دکنړ ماشومان هم دافغان اولاد دی . داوطن دده دپلار اونيکه دسرپه قيمت آزادشوئ دي . زه پدې پوره باورلرم چي دهيوادپه زياتوسيموکښې به شاگردان له دغه راز اسانتياوو نه محروم وي . دنړی ټول هيوادونه اوخيريه موسسې په خاصه علاقه په افغانستان کې دمعارف دپراختيااوغوړېدوسره مالي اومادي مرستي کوی،دامرستی بايد راجلب اوپه پاکولاسونو په ښوونځيو کې مصرف شي . پدې هليه چې ډير ژر زموږ ماشومان دددرسي لوازمو،ميز اوڅوکۍ خاوندان شی . دبې سوادۍ پر خلاف دملي قيام اعلان دافغان ولس اودولتی چارواکوملي دنده ده،ټول مادی اومالي امکانات بايد دماشومانو دروزلوپه لارکې په کار ولوېږي . Habibullah Ghamkhor - بېرته شاته