(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خبريال حقيقتونه راسپړي

داچې خبريال ويب پاڼه پاکستانى چارواکو په خپل هيواد او ځينو افغانى سيمو کې تړلى ده  دمينه وال  اود کتونکى توګه وايم چې په رسنيو کې مي له تيري څه مودې راپديخوا څه وليدل کورودانى دى هرهغه چاته چې پدې اړه يې يو څه اقدام کړى اوياد عمل يې غندلى دى .
په ټولو پښتو ويباڼو چې يادى مسئلې ته پام کړيدى .......!
دلته سوال يوازې د پښتو دى  .... سوال دادى چې زموږ ګاونډى هيواد پاکستان آخر ولى دپښتو يوه پآنه تړلى ده او وايې چې : ديادې ويب پاڼى ځينو خبرونه او شننى زموږ د هيواد د ملي ګټو سره په ټکر کې وي آيا دپاکستان هيواد داسې کومه پاڼه او ورځپانه څوک په انعامى ډول ښودلى شى چې دهغې شننى او خبرونه د افغانستان دغريب ولس له ګټو سره په ټکر کې نه دي ؟؟؟؟؟
خيردابل بحث دى راځو د خبريال ويب د تړلو موضوع ته څه وخت وړاندى مى په خبريال دکونړدتوغندو په اړه د عامو کونړيانو نظرونه او څرګندونى وليدى يو تن وايې :
چې دکونړپه سيمو باندى دپاکستان له لورى له ٣٠ زرو څخه ډيرى مرمۍ په تيرو دريو مياشتو کې پر کونړوار شويدى ، اوپه وينا په هغې کې ١٣ تنه شهيدان شوى او په لسګونو نور ټپيان شوى او بى شميره د سرساتنى لپاره په خپل هيواد کې مهاجرين شويدى .
يو بل تن وايې : زموږ اولادونه مړه شول موږ بى ځايه شو او دولت وايې چې وبه شى په قلاره اوپدې خبره يې موږ مړه کړو ياد تن وايې چې دولت دى موږ پريږدى چې زموږ پوښتنه نه شي کولاى  موږ دى پريږ دى چې موږ له هغوى سره هرڅه وکړل .
بوډا بابا چې عمر يې تراويا و اوښتى دى لومړى وايې که کرزى صيب مو تپوس نه شي کولاى دخداى لپاره زموږ د سيمې داڅه حال دى پر کورونو مو توغندې د باران په څير را روان دى دوه کاله کيږې موږ در پر در ګرځو اوچې کله په خلکو سخته راشى قدرتى خبره ده چې خپل مشراو بادشاه چې دپلار ځاى لرى ته نيغ په نيغه له زړه له سوخته نعرى وهي ياد بابا په احساساتو کابو ونشو ساتلاى وويل :
کله چې ماشوم په ژړاشى خپل پلارته  دمرستى لپاره اوازکوى او موږ هم کرزي ته وايو که مو غږ نه اوري پدې سيمه کې خپل دولت ته پاى ورکړه زموږ دي خداى مل شى که هندوستان ... اوياهم بل هيواد ته دمرستى غږ وکړو ... لدې وروسته بابا چې ګريوان يې برسيره دى د درى کلن ماشوم په څير سلګئ ووهلې.؟؟؟
همداخو هغه ترخه حقيقتونه دى چې له امله يې ياده په زړه پورى ويب پاڼه تړل شوى ده او زموږ د ګآونډى ورته په خيټه درد راغلى دى .
اولا وايې زموږ پرخاوره تيرى کيږې دافغانستان په خاورى څخه چې سپين دروغ وايې :
غلبيل داوبو کوزي ته وايې چې په تاکې دوه سوري دى او خپل ځان تري هيردى .
توحيدې

- بېرته شاته