(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخبريال ويب پاڼې دبندیدوغندنه

کونړ يوشمير ليکوالانواو ژورنالستانو دخبريال ويب پاڼې بندول د بيان د ازادي دنه پلي کيدو په سختو ټکو غندنه وکړه

له همدې امله په کونړکې ليکوالانو ، ژورنالستانواوديوشمير رسنيو استازي راټول شوي ؤ ،چې شاوخوا څلور اونۍ کيږې پاکستانى دولت يوه افغانۍ ويب پاڼه چې خبريال ويب پاڼه نوميږې چې د معيارې خبرونو اوليکنو سربيره په سيمه او نړۍ کې په  لسګونه زره مينه وال لري پاکستان هيواد په خپل هيواد او ځينو افغانى سيموکې لاک (بنده)  کړيده  ترڅوپښتون قوم له حقيقته لري وساتل شي . په کلکو ټکو وغنده اودايې دنړيوالو قوانينوخلاف  اود بيان دازادي دنه پلي کيدو په ماناياده کړه . يوتن ليکوال ، ژورنالست اود(کونړځوانانو) په نوم د ورځپاڼى مسؤل ضياء الرحمان حبيب سپين غر پدې اړه داسې وويل :

داچې مطبوعات په ټوله نړۍ کې د څلورمى قوي حيثيت لري اودنړۍ دولتونه يادې قوي ته ډير ارزښت ورکوي اوملاتړيې هم کوي خوداچې پاکستان دګاونډې هيواد افغانستان سره دنورو حقونو ترڅنګ پدغه ډګر کې هم خپل رول په ډيري سپين سترګۍ ترسره کړى اودڅو اونيو راهيسې يې دپښتو ژبي پياوړې خبرې او مالوماتې ويب پاڼه  (خبريال ويب پاڼه ) يې په خپل هيواد کې په پښتون ميشته سيموکې او همداراز د افغانستان په ځينو سيمو لکه کونړ او د داسې نورو سيموکې بنده کړيده په سختو ټکو زه يې او زما ملګرې غندې . .

ښاغلى سپين غرزياته کړه چې زه په دغه ډګر کې ديوه اخبار مسؤل مدير په توګه دنده لرم نو ځانته د يو افغان په توګه داحق ورکوم چې دګاونډې دغه سپک او دنړيوال قانون خلاف عمل وغندم او ټينګه غوښتنه کوم چې پاکستان هيواده بس دى موږ خو دى ووژلو ، ژوبل دى کړلو او زموږ اسلامى او پښتنى بنسټونه دى ونړول اوس به دى خوا تر ډيره سړه شوي وي  مه کوه پدغه کار چې تا دترسره کړيدى زموږ مبارزه نشي تم کولاى هېله کوو دغه پاڼه پرانيزئ موږ بى وسه او بيګناه افغانان نور نه مه زوروه .

په کونړکې د شمشاد نړيوال تلويزيون خبريال فضل واحد افکارې هم دغه کار يو ناوړه او ناورا عمل وباله او وى ويل چې پاکستان هيواد پدغو کارونو نه شې کولاى چې پښتون قوم د حقيقتونو د پيژندګلوۍ لري وساتي

ښاغلى افکارى  په افغان حكومت او په سيمه كي يي د بيان د ازادۍد ملاتړادارېنه وغوښتل چي د پاكستان دا ګام دي بايد په جدي ډول و څيړلشي تر څو په سيمه كي دداسي نورو پيښو مخه ونيول شي .

په کونړکې د پژواک خبرى اژانس خبريال خان ولى سالارزى هم په خپلو څرګندونوکې وويل : يواځينۍ وسيله رسنۍ دي چې ولس او د حکومتونو ترمنځ لاره رالنډه کړي او يو د بل په حالاتو سره خبرکړي ، که داټول کارونه دوام ومومي نود سيمې خلک او په ځانګړى توګه پښتون قوم به بى خبره پاتې شي  اوهمدغه د دوى له دغه کار څخه موخه هم ښکاري زه دا دپاکستان کړنه په سختو ټکو غندم .  

په  شرق کې د اريانا تلويزيون خبريال همايون حبيبي هم د بيان د ازادۍ څخه ملاتړ وښود او زياته يې کړه چې بايد حکومتونه د بيان د ازادۍ څخه ملاتړ وکړي او موږ د پاکستان هيواد ياده کړنه په سختو ټکو غندو او داد نه منلو وړ ګڼو .

ديادونى ده چې پاکستان حکومت څه موده وړاندې د خبريال په نامه پښتو خبري ويب پاڼې په نشرولو په خپل هيواد او ځينو افغانې سيمو کې بنديزلګولې دى خبريال ويب پاڼه چې په پښتو ، اينګليسې او دري ژوبو خپريږې په سيمه او نړۍ کې ډير شمير لوستونکى لري .

- بېرته شاته