(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دروژى په مياشت کې عمره

(دروژى په مياشت کې عمره اود نړۍترټولو ستردرستخوان)

مسيح الله (عصام)  

د ډيرى نيک بخته کورنيو وګړېد روژى په مبارکه مياشت کېعمري کوي سږکال په ١٣٩١ کې  سعودي عربستان ته د عمرى په نيت دورغلو وګړو شميره د تيرو کلنو په پرتله خورازياته وه  ( بلکېپه تيرو وختونو کېهيڅکله هم دومره په زياته کچه  خلک نه ؤ ورغلې، په مسلمانانو چېکله هم مصيبتونه ، افتونه راشېد لوى خداي جل جلاله خواته رجوع کوى په اوسني وخت کېهم  ټوله اسلامى نړۍ  باالعموم او عربي نړۍباالخصوص د امنيت د مسائلو سربيره دبيلابيلو ستونزو سره مخ دي ، سوډان هيواد تقسيم شو فلسطين ، ليبيا ، يمن ، بحرين ، مصر ، افغانستان ، پاکستان اوداسې  نورو ځايونو کېمسلمانان په ټوليزه توګه د امنيت او بيلابيلو مسائلو سره مخ دي ، په يادو هيوادونو کېپه زرګونو خلک  وژل شوي او تردى ډيرنور ژوبل شويدې

له همدېامله  سږکال په رمضان المبارک کېد نړۍڅخه دوه نيم ميليونه وګړي دعمرى د اداء کولو په نيت د اسلامي نړۍزړه ( سعودى هيواد) ته ورغلي وو او د مسلمانانو دايقين دى چېخداي تعالى به د اسلامى نړۍيادي ستونزى حلوي او الله ج دي وکړي چېمسئلېيېحل شې، تيره جمعة المبارک ٢٨ اسد ١٣٩٠ لمريز کال کېد عمري لپاره په راغلو کسانو باندېداسېګومان کيده چېخلک د حج د مبارکېفريضېلپاره راغلېدي اوپه همدغه جمعه کېد ځاي د نه شتون له امله دحرم شريف دروازى دسهار په لسو بجو وتړل شوېچېډيرو خلکو خپل لمونځد حرم شريف څخه د باندي وکړهرکال د حج او د عمرى  کونکو په شميرکېپه مسلسل ډول ډيروالي راځي په بيت الله شريف او مسجد نبوي کېهرکال د ځاي د پراخوالي سربيره د ځاي دکموالي مسئله رامنځته کيږېيوځل بيا خادم الحرمين الشرفين په مسجد الحرام کېد ځاي د پراخوالي ديوي پروسي بنياد ايښي چي تقريباً ١١٠ ميليونه ډالره لګښت پري کيږې  د مسجدالحرام شمال خواته څلور لکه مربع ميتر زمکه باندي دنوو ودانيو د جوړيدو وروسته به په حرم شريف کېد دوه ميليونو مونځکونکو لپاره ځاي برابرشي په سږنۍروژه کېد حرم شريف دننه او په اطرافوکېچېد روژه ماتي لپاره کوم درستخوان خوره ولي شېدنړۍترټولو اوږد درستخوان شمارلي شېچېاوږدوالي يېد ١٢ کيلو ميترو څخه ډير دى په ياد درستخوان باندېپريوه وخت ديونيم ميليونو څخه ډير روژه خلک روژه ماتى کوي ، دحرم شريف د ځانګړو کارکونکو په وينا په ياد روژه ماتي کېتقريبا ًپنځوس لکه کجوري او شل لکه د زم زم د اوبو بوتلي شتون لري چېورځنۍمصرف يېيو ميليون سعودي ريال کيږېاو د روژه ماتى څخه لس دقيقېوروسته د بيت الله طواف بيرته په منظمه توګه پيليږي  چېددغه ځاي د نظم يو ځانګړي بيلګه ده اويادکارد انسان د وس کارنشويادولى له دي سربيره په حرمينو شريفينو کېدهر وګړى دا کوښښوي چېروژه دار د هغه په درستخوان بآندېروژه ماته کړي په درستخوان يېدکجورو ، مستو او شين چاي سربيره د نړۍبيلابيل نعمتونه شتون لري

د ميلمستيا اود روژه دار عزت او اکرام کولو دغه دستور ( پل ) د انسانيت محسن حضرت محمد صلى الله عيله وسلم اود اصحابو کرامو رضى الله تعالى عنهم له زماني را روان دى چېدغه کار د اهل عربو وسني نسلونه په ډيره ښه توګه پوره کوي  پدغه وخت کېاسلامي ورورولي مينه محبت يوله بل سره په ډيره کچه ليدل کيږې.

ارمان چېپه دغه څير محبت او ورورولى موږد روژى سربيره په نورو مياشتواو ورځوکېهم کولېچېله امله يېدنړۍد  مسلمانانو ټولو  مسئلو او ستونزوته  د پاي ټکى کيښودلاي  شو .

- بېرته شاته