(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وران كارو يواځي دپښتانه كورليدلي دي؟

ليكونكى:عبدالجباركاكړ
پښتانه د خپل سر په بيه نه يواځي د     خپل قام او ټاټوبى ساتنه او ځخورنه كړي ده بلكي د خپل سپيڅلي اسلام دپاره يې هم ډير سرشندنه كړي ده چي نه يواځي د خپل ټاټوبى تاريخ بلكې ددي دڅنګه د هند او پاكستان تاريخ هم ددي څخه ډك دي او نړۍ وال هم په دي خبر دي خوكله چي د توري  او توپك جګړه وه او په ميدان به جګړه كيدله نو څوك نه وو چي د پښتون څخه ميدان ګټلي وي خو دبده مرغه اوس پښتون يو داسي جګړه كښې د نړۍ وال سازش او د سيسي دلاري پښتون داسي وژل كيږي چي نه يې دښمن څرګند يږي نه يې وخت او نه يې ځائي معلوم وي كه  رښتيا وويل شي پښتون په يوه نامردانه جګړه كښې راښكيل شوي دي چي د يوه غيرتي قام سره داسي جګړي سمون نه خوري ځكه چي ټول په پښتانه باندي رابڼيدلي دي؟
  دتيرو درې لسځو څخه په ځانګړي ډول پښتون او دده ټاټوبى تر ډيره ناوړه جګړه لاندي راغلي دي په خاص ډول دتيرو لسو او يو ولس كلو څخه خو داسي وژل كيږي چي د هر پښتانه افغان دا ويره شې چي چيري خو دا قام دمځكى د سره څخه دوړلو دپاره خو نړۍ واله دسيسه نه د جوړه شوي كه يواځي موږ دتيرو ۳۶ساعتو پيښي چي د پښتنو سره يواځي په پاكستان كښې وشوي نو ديوه پښتانه افغان دهغه اټكل په رښتيا بدل شي لومړي پيښه په كراچي كښې وشوه چي داي اين پى(A.N.P) دوه سياسي لارښودان و وژل شول څو ساعته نه ووتير شوي چي و كوټى ته نز دي د كوئيلى يا د ډيرو د سكرو مزدوران چي څو ورځي دمخه برامته شوي وو دهغو مړي په يوه بټى بيبان كښې وموندل شول ددهغه مزدورنو ملګر و دهغه مړي په خپلو وږو راخستي وو چي داخبر راغلي چي په لاهور كښې وران كارو د خيبر پښتنو نخوا ۹پوليس چي د زده كړو اوترينتګ دپاره لاهور ته تللي وو ووژل شول او نور ۸يې ټپيان كړل چي د ورحالت نازك هم په دوي كښې يوه ټپي دا وويل چي دهغه وران كار يو يو پوليس موندلي او ټكان او بمان يې په غورځول څو ساعته وروسته نورو وران كاروو كوټى ته نز دي په كچلاغ كښې د څاشت په وخت روانه د عوامي نيشنل پاټى وجلسي ته مائن ايښي وو چي د چاودنى د كبله ۶وګړي ووژل شول نور په درځنو ژوبل شول هم ددهغه دمخه د كوټى په سويل ۸دكوئلى دكاڼ مزدوران د خپله د ځايه څخه برامته او تښتول چي ددي مخه هغه نور مزدوران و خاوروته نه وسپارل شوي په افغانستان كښې به څو پښتانه وژل وي هغه خوبيل دي ولي الته خو داسي ورځ نه تيريږي چي دلسو څخه ترشلو پوري كسان نه وژل كيږي څوني ژوبل كيږي د هغو شمير خو دسره څخه كيږي نه.
دبده مرغه په پښتنو كښې تراوسه داسي مشرنه شوراپورته چي هغه دخپل قام په دهغه ناورين ګز ايښي وي څومره عجبه خبره ده چي ونړۍ ته داور په ګوته شو چي طالبان ټول پښتانه دي نو ددي څخه دا څرګنده ده چي پښتانه خپله دهغه پښتانه طالبانو وژنى خو دابه هغه وخت څرګنديدي چي پښتانه دي نو ددي څخه داڅرګنده ده چي پښتانه خپله دهغه پښتانه طالبان وژنى خو دابۀ هغه وخت څرګنديدي چي پښتانه مشران راپورته شوي وي او دقام غم يې خوړلي وي؟
 دنورو قومونوچي هر څه لانجى وي خو د پښتانه دبقا او دپاته كيدو خبره دا او دوي خپل ځان هغه وخت ددي ناورين څخه ځخورلي شي چي مشران په يوه جرګه كښې بياسره راټول شې يا هغه جرګه چي افضل خان لا لا ددي كال دمئي دمياشتي په وروستيوكښې كړي وه او ټولو پښتنو واك وركړي وو چي دپښتون افغان دټاټو بى څخه دي دهغه دبل د اورلمبى ووژني ولي چي بشپړه پښتون نه داوخت د خپلىبقا خبره ورپيښه ده او دهغه وخت ترسره كيدي شي چي مشران دسولي دپاره ميدان ته را ووځي چي د دي مخه څخه افضل خان لا لا اودده وملګرو ته  واك وركول شوي دي نور چي هر څوك هر ډول خبري او سياست كوي هغه هيڅ مطلب نه لري ځكه چي پښتون افغان ته يواځي د جوړ جاړي اوامنيت ضرورت دي اوبس؟

- بېرته شاته