(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یونسکو، د بشرحقوق او مورنۍ ژبه

د مورنيو ژبو ورځ لنډ تاریخ په ۱۹۵۲ کال د پاکستان دهغه مهال رژیم اردو ژبه د ټول هیواد یواځیني رسمي ژبه اعلان کړه. سره له دي چې دغه ژبه د هیواد د دریو سلني وګړو ژبه وه. په ختیز پاکستان کې یواځي په بنګالي ژبه خبري کیدي. په یوویشتم د فبروري په داکه کې پولیسو پر لاریون کونکو باندي ډزي وکړي او ډیر مړي په کې وشول. د ژبنیو او کلتوري تیرېو او ځپلو په وجه ختیز پاکستان په ۱۹۷۲ کال کې جلا شو او د بنګلدیش هیواد بنسټ کیښودل شو. د فبروري ۲۱ نیټه په بنګلد یش کې د شهیدانو ورځ لماځل کیږي. په ملګروملتو کې د بنګلدیش په غوښتنه دغه ورځ د ۲۰۰۰ کال نه راپه دي خوا د مورنیو ژبو نړیواله ورځ په نامه ونومول شوه او هر کال د یونسکو له خوا په نړۍ لمانځل کیږي. یونسکو، د بشر حقوق او مورنۍ ژبه یونسکو د ملګروملتونو ( م م ) د زده کړي، پوهني، کلتور، کومونکیشن یو ځانګړي سازمان دی، چې ۱۹۳ هیوادونه د هغه غړیتوب لري په پاریس کې میشته دی. د یونیسکو اصلي موخه په نړۍ کې حق یا رښته اوعدالت ته درناوي، د انسان حقوق، بنسټیزه خپلواکې، د نړۍ ولسونوته بې له کومي توکمیزه، جنسي، مذهبي توپیرنو او دا ارزښتونه پیاوړي کول، چې دا ټول د م م په اسمبله کې تسجیل شوي هم دي. د م م موخه ده، چې په ښوونځي کې زده کړه د پرمختک او ودي اصلي لامل دي. . د کلتور څو یا ډیراړخیزه کیدنه د بشریت یوه خورا مهمه نښانه ده. کلتور په ټولیزډول د معنوي روح نه بدلیونوکې توکې دی، د جګی پوهي او احساس مشخصات په کې لیدل کیږي. د یوي ټولني تولیز ګروپ په نښه کوي. د دوي هنر، ادبیات څخه سربیره د ژوند ډول، اړیکې او د ژوندانه فورم، د ارزښتونو سیستم، دود او ټینګه عقیده یې رانغاړي.. د سولي کلتور د ټولو ارزښتونو تعریف دي ، لکه د ژوند کړه وړه، ژوند ته انساني مقام ته درنښت، خپلواکې، عدالت، پیوستون، زغم، د ولسونو او ملتونو ترمنځه پوهاوي، ولسواکې او انفرادي خپلواکې راغبرګه وي.. د کلتور منځ زړي د اوسنيو هویت بحثونو او ټولنیز یوالي او اقتصادي پرمختګ باندي پاس ولاړ دي. . کلتوري ډیراړخیزنه ته درنښت، زغمل، خبري اترې، مباحثات، ګد کار په یوه د عتبار او پوهاوی فضآ کې د نړیوالي سولي او امنیت سره تړو لري او بهترینه ګرانټې ورته ده. ورسره د نړیوالتوب لړي نه یواځی زر وده کوي، بلکي نوی مالومات د کومینکیشن تکنالوژي لاره اسانه وي. ورسره د کلتورنو او تمدونو ترمنځه نوي دیالوګونه رامنځته کوي.. په هم دي وجه م م یونسکو سیستم ته یو خاص وکالت ورکړي دي چې د کلتورنو څواړخیزه کیدني ساتلو، مرستو او لاس نیولو کې ګټوره وڼده واخلي.. کلتوري حقوق د بشر حقوقو نه بیلدونکې برخه ده چې په ټولو وګړو باندي یو شان ته چلښت لري.. د یونسکو قانون تاکید کوي د کلتوري وادي روزنه، عدالت، خپلواکې، سوله، د انسان درنښت لپاره ضرو او ارومرو دي. دا پوهه د متقابلي پوهي سره په پراخه توګه مرستي او د خپل ګدوڼ په برخه اخیستني کې ترسره کیږي.. د بشر حقوقو په ۲۷ ماده او د نړیوال تړوڼ په دیارلسمه او پنځلسمه ماده کې اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقوق خوندي شوي دي. په څرګندو ټکو کې داسی راغلي، هر چا ته باید دا شوني وي چې په خپله تاکلي ژبه کې ازهار وکړي، و کاروي او د خپل کار تیاری په کې و کړي، هغه خپور کړي او په خاص ډول بیا زیاتوي په خپله مورنۍ کې.. هر څوک په ټول درنښت سره د خپل کلتوري هویت لاندي د ښه عالي لوړو زده کړو حق لري. هر څوک باید د بشري حقوقو او بنسټیزه حقوقوته په درنښت کولی شي ، نور خپل کلتوري دودونه ترسره کړي او په کلتوري ژوند کې برخه واخلي . د بشریت کلتوري میراث د ژبو په ډیره شمیره ساتنه کې ساتل کیږي.. د ژبو څو اړخیزه کیدني پرمختګ، مورني ژبي ته په درنښت سره کله چې داشوني وی نو زده کړه په ټولو کچو باندي او یا د نورو ژبو زده کړو اړتیا په صورت کی باید چې زده کړه له کوچنیوالي یا ماشومتوب څخه پیل شي.. د یو هیواد ژبه او کلتور له یو بل سره تړلي دي. همدا وجه ده چې تنکې ځوانان باید وهڅول شي چې د خپل هیواد کلتور، تاریخ او ژبي سره پیژنګلوي ولري. جګړي د انسان په اروا کې پیداکیږي، باید چی سوله د انسان په اروا کې لنګرواچوي. زموږ د هیواد د تاریخ په ورستيو دریو لسیز کې د نیواګرو پرلپسي ناورینونو او غمیزو په هیواد کې د ژبي سیاست ته خورا زیاد تاوان رسولي دي . نن موږ په دی فکر کې یو چې د ژبي په اړه موږ څه ډول فکر وکړو ؟ . دا ځکه چې د افغان فکر درک کړه، چې فکر په خپله په ژبه کې نغښتي دي. دا د خوشحال، رحمان، احمد او حمزه فکرونو او د هغوي د فلسفي درد پیژندل، زموږ تلوسه او لیوالتیا زموږ نیمګړي ژبي ته نوره هم زیاته کړي ده. موږ حق لرو ښوونه او روزنه په خپله مورني ژبه کې وکړو، ورسره حق لرو چې په دولتي ادارو کې له خپلي ژبي څخه کارواخلو. پښتو ژبه زموږ د افغان کلتور او تاریخ خورا مهمه څرګندونه ده. ژبه زموږ د فکرنو جامع یا کالي دي. موږ مجبور یو چې خپلي ژبي ته د واک پر ژبه خپل واک ورکړو. د نړی ژبو تاریخ موږ ته رازده کوي چې ژبني امپریالیزم هیڅ وقت او هیڅ چیري د تل لپاره بې غبرګونه نه منل شوي او نه پاتي شوي دی. موږ خپلي مورنۍ ژبي ته داسي اړ یو لکه چې موږ پاکي اوبو ته اړتیا لرو. څوک چې د افغانانو ژوند ژغوري هغه باید پښتو ژبه زده کړي او پري وګړیږي . ځکه پښتو ژبه موږ افغانانو ته خورا ډیره ارزښت لري. د بشر حقوقو روزنه، ښوونه او روزنه د ښونځیو دنده ده، د بشر حقوق یا رښتي د ارزښتونو سیستم زموږ د اساسي قانون بنسټ جوړوي. ښوونځي سوليزه روزني ته موثر تمامیزي، دوي باید ځوانان ته د سولي ارزښتونه په اړه لارښونه وکړي. د ښوونځیو دنده ده چې زده کونکې ته د سولي، خپلواکي، زغم، بل انسان ته د درنښت روزنه ورکړي. د یونسکو د ښوونځیو پروژې موخه دا ده چې زده کوونکی د زده کړي له لار د بشریت کلتوري میراث را ویش او را ژوندي کړي. زده کوونکې په خپله مورني ژبه د خپل تاریخي ادبیاتو تاریخي څلیو او د ژوندانه پر نورو برخو باندي مصروف کړي.. په ۲۰۰۷ کال د فبوري میاشتي په لسمه نیټه د فرانسي په پلازمېنه کې د یونسکو لوی مشر کویچیرو مستورا او د افغانستان د ښووني او روزنی وزیر ښاغلي اتمر یوه پینځه کلنه استراتیژي د افغانستان د ښوونی او روزني سیستم د ریفورم لپاره اعلان کړه. ښاغلي اتمر یونسکو د خپل هیواد د ښووني او روزنې، سمون او مالي مصارفو په برخه کې یو خورا مهم او ارزښتمن ملګري وبله دغه پینځه کلنه استراتیژي د افغان ولسمشر، د ښووني او روزنې وزارت له خوا وړاندیز شوي، د یونسکو د ښووني او روزنې د انیستیتوت له خوا په پاریس کې کارپر شوی دي. دا استراییژي د اتو پروګرامونو څخه جوړه شوي ده. لکه ټولو ته د ښوونې او روزنې لاره هواره ول، ښونیزه پلان ته وده ورکول، ښوونکو ته مسلکي او دیني زده کړه، مسلکي روزنه، نالوستوته زده کړه، بنسټیزه وده او اداري ریفورم دي. ښاغلي مستورا وایې یونسکو به په افغانستان کې خپلي هڅی او وڼده ډیري کړي او افغان حکومت سره به د استرتیژي په پلې کولو کې مرسته وکړي چې راتلونکې پینځه کالو ته ۲، ۶ میلیارده ډالر ورته په کار دي. د ښووني او روزنې کچه په کلیوالی سیمو کې لوړول چیرته چې ټولګی له زده کوونکو څخه ډک دي او په ډیر ناوړه حالاتو کی د کتابونو او ښوونیزه توکو کمښت سره مخ دی. ډیر لږ روزل شویو ښوونکی شته، په افغانستان کې یو ښوونکی ته اټکل د سلو څخه ډیر زده کوونکی ناست دی. یونسکو د ۲۰۰۸ کال په خپل نړیوال رپوټ کې د لومړي ځل لپاره لیکې . تر ۲۰۱۵ کاله ښوونه او روزنه په ټوله نړۍ کې ټولو ته باید ورسیږي، سره له دی چې ډیر کارلا پاتي دی تراوسه نړیواله ټولنه په ښه لاره روانه ده. ۱۶۴ هیوادو ته دنده ورسپارلي شوي ده چې تر ۲۰۱۵ کاله د ښوونې او روزني دغه لاندي موخي تر لاسه کړي. . ټول کوچینیان باید ابتدائیه ښوونځي ته ولال شي. . د نالوستو کچه په ښځو او نارینه کې باید په نیمایې شي. . په ټولو ښوونیزو برخو کې باید جنسي عدالت مراعات شي. . په ماشومانو کې باید د زده کړي کچه پورته کړل شي. . په ځوانانو کې د زده کړي اړتیاوي رفع شي. . د ښووني او روزني کیفیت باید ښه او لوړ شي. اروپایې اتحاد له ۲۷ هیوادو څخه جوړ او ۲۳ رسمي ژبي لري، ډیري ژبي د اروپا له شتمنیو څخه ګڼل کیږي . یو ځوان چې له دولسم ټولګې څخه فارغ کیږي په څلور ژبو خبري کولي شي. په ۲۰۰۲ کال کی د اروپایې هیوادو حکومتي مشران د هسپانیه په بارسولونا ښارکې فیصله وکړ، په ښونځیو کې مورنۍ ژبه جمع دوي پردي ژبي زده کړي موخي اعلان وکړ. په دي ورستیو نویو اروپایې احصا ییوکې د ژبې زده کړي په اړه ویل کیږي چې ۴۴ ٪ اروپایې اتحاد وګړي بي له خپلي مورني ژبي څخه کومه بله ژبه نه ده زده. دا خبره د ډیرو روڼ اندو په برخه کې نه تدبیق کیږي. د اروپا په ډیرو هیوادو کې دوي یا ډیري ژبي یوه نورماله خبره ده، لکه سویس، هسپانیه، بلجیم، لوکزامبورګ، فنلنداو داسي نور هیوادونه . دا نوي سویس چې د نولسمي پیړي څخه یي بنسټ ایښودل شوي دی د ژبو کړکیچ پیژني. په ۱۹۷۵ کال کې د سویسي ژبو پلان جوړ شو. چې په هغه کې د سویس خپلي ژبي او پردي ژبي سره تنظیم شوی. یوه غوښتنه دا وه چې زده کوونکی د سویس په ښوونځیو کې باید د هیواد یوي دوهمي ژبي سره انګلیسی ژبه هم زده کړي. په ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۲۵ نیټه د بازل ښار د ټولو ژبو پلان په څلور ټکو کې اعلان شو. د ښوونځیو مختلفو مرحلو يعنی د وړکټون نه تر پوهنتونه د لومړي ژبي، دوهمي ژبي او د پردیو ژبو زده کړه تصویب وشو. جګه الماني ژبه ملي یا استندرد ژبه ده، انګلیسی او فرانسوي لومړي او دوهمه ژبي دي. دا ژبي نه یواځي زده کونکو ته بلکي د بازل ښارد ټولو ښاریانو له خوا باید په راکړه ورکړه کې مراعات کړل شي. د هري ژبي زده کړه په واقعي توګه یو کړکې نړۍ ته خلاصول دي. دهری ژبي په لمنځه تللو ورسره تړلي کلتور د نړۍ نه یوه اغیستنه او د بشریت لپاره یوه نه جبران کیدونکې ضایعه ده، همداسی د نړې اقتصادي سیستم له ګواښ سره مخامخ کوي. څوک چې د خپلي ژبه ساتل غواړي هغه مجبور دی چې بله ژبه زده کړي. دا کار ډیرو پښتنو په اګاهانه یا نه اګاهانه ټوګه کړي دی. هېڅ یو متمدن او یا نه متمدن هیواد یا ملت په نړۍ کې د ښوونیزه سیاست او مورنې ژبی سره داسي بی غوري، بي پروایې، بي پلانه چلند نه دی کړي لکه په افغانستان کې . په ټولو هیوادو کې د اکثریت ژبه او مورني ژبه د ښووني او روزني، اداري سیستم، راکړه ورکړه ژبه ګرځیدلي ده . په نړۍ کې د هېڅ یو ملت سیاسي مشرانو له خپلي مورني ژبي، ملي او ر سمي ژبي سره داسی چلند نه دی کړي لکه د افغانستان سیاسي مشرانو. د پښتو ژبي ترمینالوژی ته دیري افغانان په خپلو ویناو، لیکنو، ډلیزرسنیو کې پام نه کوي. هېچ څوک د دغه نه قانونه عمل پر وړاندي غبرګون نه څرګنده وي. دالیکنه د بېنوا څخه کاپي شوې زموږ نیکمرغي په دي بد مرغي کې دا ده چې موږ پښتنو د خپلي ژبي ناروغي تشخیص کړي ده . د پښتو ژبي مخالیفن دومره ندي لکه د پښتو ژبي منافقین، د منافقینو شمیره بیا په خپله د پښتنو سیاسي چارواکو کې ډیره ده. که همداسي پښتو ژبه یواځي په کورنیو او کورنیو لوبي کې، روغبړ، تشریفاتی لڼدو ویناو کې ، معزې پښتنا نه په خوشحالو او واړه واړه سیمیزه کلیوالي محفلونو کې وویل شی او په مقابل کې د نړې ټولي چاري او کارونه، د حکومت دریګوني اورګانونه، پوهنه، سیاست، حقوق، پوهنتون، ښوونځي، وړکتون، ادبیات، هنري چاري ،موسیقي، فلم او نندارتون په دری ژبه وي . دا حالت نوره د پښتنو روڼ اندو د زغم څخه وتلي دی او نن باید قانوني غبرګون وښودل شي.. زما وړاندیز خپل ولس ته د اساسي قانون پربنسټ زموږ د مورنۍ ژبې حقوقو د بیرته اعادې لپاره ، د ملي لوړو ګټو د ساتنې لپاره د ملي یوالي لپاره دا دی چې پښتو او دري ژبې دغه دوې ژبې باید په افغانستان کې په سوله کې سره ژوند وکړي. کوچینیان کرکه، ژبني توپيرونه او تبعض نه پېژني ، د راتلونکې پخلاینې نیالګي دي. دوی په زده کړې اوبیا رغونې باندې ټینګ ولاړ دي. د دوي د ژوند اصلي موخه زده کړه ده. د دري اوپښتو په اړه توپیرونه تر څو چې لویان یې ورزده نه کړي، نه پیژني.. نو په کابل او د کابل غوندې نورې سیمې لکه کندوز، مزار، هرات، میدان او داسې نورې سیمې چې د نورو لږکیو څخه ډیر یا برابر کچه پښتانه او سیږي باید چې ډیر زر زده کړه او لوست له لومړي تولګي څخه تر پوهنتوني زده کړې پورې په دوي ژبي پښتو او دري ژبو یعني بيلینګوال ښونیزه روزنیزه سیستم پیل شي. . د ملي هېنداري ټولني هڅي د مورني ژبي د زده کړي د ارزښت او ضرورت په اړه د ستا یني وړ دي . دا ټولنه باید چې یواځي پرې نښودل شي،په آسیا، اروپا، امریکا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډي جرګې له خوا، حقوقي، انفرادي ، سوداګر او ملي شخصیتونه نن باید له دغي دریځ څخه خپل ملاتړ اعلان کړي او په ټول افغانستان کې باید په مورنیو ژبو تدریس د متوازن ښوونیزه روزنیزه سیستم راژوندي کولو په پیلو کې ونډه واخلي. زموږ د هیواد ملي او لومړني رسمي پښتو ژبه ټولو ته ، دری ژبه زموږ د هیواد دوهمه رسمي ژبه ډیروته او په اساسي قانون کې زموږ نوري ژبي ځنیو ته غواړم. Saraj-ul-Haq Babrakzai - بېرته شاته