(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

علومو د اکاډیمي: 63٪افغانان پښتانه دي

د علومو د اکاډیمۍ له تحقیق سره سم ۶۲٪افغانان پښتانه دي
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د هیواد د قومي ترکیب په اړه د خپل وروستي تحقیق پایلي اعلام کړې
دغه ترکیبي جوړښت په آریانا د دایرة المعارف کې په مفصله توګه خپور شوی دی.
په دغه کتاب کې راغلي چې په افغانستان کې د پښتنو فیصدي په سلو کې دری شپيته د تاجکانو دولس سلنه، د هزاره توکم نهه سلنه او پاتي نور قومونه ۱۴سلنه جوړوي.
په دغه کتاب کې راغلي چې پښتانه په بې ساري توګه په هیواد کې ډیر شوي
د علومو د اکاډمۍ په دغه تحقیق کې ویل شوي چې پښتانه د هیواد په ډېرو سیمو کې خپاره دي او دمګړۍ د هیواد هرې برخې ته پراخ شوي او دغه برخې اوس یوازي په جنوب او ختیځ پوري نه بلکې د پامیر تر لمنو پوري هم غزیدلي دي
د علومو د اکاډمۍ څیړندویه ډله وايي چي دوی له څو کلونو خواریو او هڅو وروسته دا مالومات راټول کړي او د دغه کتاب دوهم ټوک به هم ډير ژر ترتیب او خپور شي.
ټاکل شوې چي دا دایرة المعارف ډير ژر دعامو خلکو لاس ته ورسېږي.
خبریال: میرویس جلالزی (دوشنبه/جون۱۱)
یادونه:  دیوی څیړنې له مخی   پښتانه په افغانستان کی ډیره کی قام دی او  د خټی له مخی په سلو کی ۸۷اوه اتیا  جوړوی چی له خپل کولتور څخه پردی شوی او پارسیوان شوی پښتانه په سلو کی  ۱۲دی او د ژبي له مخی په سلو کی ۷۵پنځه اویا  نفوس جوړوی.

 

- بېرته شاته