(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو به علمي كوي پښتو به ....

پښتو به علمي كوي پښتو به نړۍ واله كوو پښتوبه سوچه كوو.

    محمد نعيم كاكړ

 په ۱۸۷۱ء كښې جرمن قام دخرناسى دسرهدي ولايتونه انديس او بورين د فرانس څخه وينول او په دهغه يرغل شوو ايالتو كښې د فرانيسى ژبى په ځايه په جرمنى ژبه د زده كړو ژبه اعلان كړه ديوه كلى په يوه ښوونځي كښې يو وطنپاله ښوونكي او په خپلواكى مېن استاد ښاغلي هيمل په خپل وروستى درس دپاره د زده كونكو مشران راوغو ښتو او دهغه د زده كړو۴۰كاله آزمويل شوي و دهغه ناستو مشرانو او زده كونكو ته وويل چي د دوي ژبه فرانسيى د نړۍ يوه پرمخ تللى پياوړي او ښكلي ژبه ده او داځموږ د قام دپاتو او وراثت خوندي ساتلو يواځني ساتونكي او دځخورلو ذريعه ده كله چي قام غلام شې او دي خپله ژبه خوندي وساتي نو دا دده دقام كيلي او كونجى وي د زده په مخ كښې ترټولو لوئى خنډدبل ژبه ده چا چي ديوه قام دماشومانو او ځنكو څخه د دوي خپله مورنى ژبه واخسته نو په دي پوه شه چي دهغه پيرهندګلوي او هر څه يې ځينى واخستل.

                  دا يوه ليكوال ليك دي چي په يوه ورځپاڼه كښې راغلي دي خو دهغه ليكوال چي په خپل نور ليك كښې دهغه پورتني خپري او پهره څه ډول ګارګړي ده هغه د قدرت او فطرت سره اړه نه لري او دوي دمورنى ژبى يا د قامي ژبى په ځائي د رابطى ژبى ته ارزښت وركړي دي چي هغه دهيچا مورني ژبه نه ده خوخير ځه په دي باندي نور څه ويل او ليكل نه غواړم.

                                د مورني ژبو ارزښت و هغه چاته څرګنددي كوم قامونه او هيوادونه چي نن دپرمختياواوج ته رسيدلي دي خو دبده مرغه ځموږ پښتون افغانان حكمرانان نه پخوا دخپلى ژبى پښتو په ارزښت خبروو نه ولس په دي پوه وو او بياتر ټولو په دښمنى چي فرنګى دموږ سره كړي ده هغه په ډيره ښه ډول موږ څرګنده ده دوي نه يواځي موږتكي تكي كړو بلكي ځموږ د ژبى ومخ ته هم خنډونه واچول چي نه يواځي هغه وخت فرنګيانو بلكي د دوي بچړو هم هغه لاره خپله كړي او اوس هم په روان دي او نن چي بشپړه پښتون افغان وطن د كوم ناورين سره مخامخ دي هغه هم د فرنګى هغه سياست يالوبه لوبه وه چي د نن څخه يوه نيمه دوي پيړي دمخه ښټ ايښې وو او داسلام په سپيڅلى نامه باندي موږ  پخپلوو څوكرول او اوس مو هم څوكروي دغازي امان الله خان وروسته پښتانه په كار وو چي په دهغه لويه پوه شوي وي خودبده مرغه موږ تر پخوا هم زيات راګير شوي يو او دفرنګى په زهر جن سياست سرنه ګرځوو او نن كه موږ داسلام چوكاټ كښې خبره كوو چي د دوي دګټو په ضد وي په داسرسر موږ ټكول كيږوولى چي داسلام په سپيڅلى نامه يې و موږ ته داسي سنګر جوړ كړي دي چي سر پورته كوو په داسر باندي وهل كيږيو خويو ښه خبره چي ځموږ په برخه را روانه ده هغه دا ده چي دهغه سياست چي تراوسه ځموږ په ضد كيدي نن دپښتنو افغانانو سره په خلاص شوي دي دتور او د بور توپير شوي دي چي ورځ تيرسيږي رښتيااو حقيفت نور روښانه كيږي ځموږ مشرانو چي كومى وړاندي ويني كړي وي او كوم سياست يې كړي وو هغه ټكي په ټكي رښتياكيږي.

                خو دهغه وخت مشرانو په ځانكړي ډول باچاخان داتراشلي وه چي خپله ژبه دنړۍ سره دسيالى كولو كښې څوني لوئي ارزښت لري نو ځكه دوي نه يواځي پښتون مجله راواسته بلكي كومى مدرسي او ښوونځي چي دوي دقام دلوستلو دپاره پرانستلي په هغه كنى به پښتنو ويل كيده او دلوست ژبه وه خو دپښتون ازلي دښمن فرنګى لومړي باچا خان ددي عمل مخ نوي وكړي بيا دهغه لاس پوڅو او بياملايانو او ديني علماؤ او بيا په پښتنو كښې  داګډه كړه چي درس د مدرسي وائي دپاره دپيي وائي پښتانه چي نالوستى وو او دملا په هره خبره يې غوږ ايښووي او ايږي يې دا نه وورته څرګنده چي د دوي دهغه عمل داسلام په ضد دي قرآن او حديث موږ ته داراښودلى اولارښوونه يې كړي ده چي زده كړي او تعليم وكړي ستر پيغمبر(ص) خو داهم وائي چي زده كړو او تعليم دپاره كه چين ته دتلو لاره وموندي نو چين ته پسي ولاړ شي او لوئي څښن(ج) فرمائى كه ځما(ج) پيژندل غواړي نو زده كړي او تعليم  وكړي خو نن موږ ګورو چي هم ددهغه ملايانو اولادونه په امريكا لندن ياايس ايچ اين كي زده كړي كوي.

           دبده مرغه فرنګي او بياد هغه وارثانو او علماء سو ځموږ سپيڅلي اسلام موږ ته داسي معرفى كړي چي هر هغه كار چي د دوي د ځاني او ټوله ايزو ګټو په ضد وي هغه داسي دي لكه هغه چي كفرته او دنستل وي دنورو په ګډون دپښتنو سره هم دهغه لوبه وشوه خو مولاناابو الكدم آزاد ډير پخوا ادا پخوا دا ويلى وو.

The political disutes we created in the name of relhgion have projected islam as an instru ment of political power and what it is, value system meant for the trans for mation of human soul.

     هغه سياسي لانجى چي موږ د مذهب په نامه را ژيژ ولي او پيدا كړي دي او اسلام خو موږ ته  روحاني خوراك راكويز

          لكه څنګه چي فرنګي او دهغه لاس پو څود كرښي ودي خوا په پښتو او پښتانه ناورين جوړ كړي په افغانستان كښې هم وپښتونه هغه برخه ورنه كړل شوه كومه چي دپښتو او پښتنو حق وو يادي پښتانه كه لرګي وهلو كښې نوموړي دي خو دسياست په ډګر كښې هميش پاته راغلي دي يا دمصلحت ښكار شوي دي داسي نه چي موږ دنورو حق ځان ته را وړل غواړو بلكي دنورو څخه دا خواست كوو چي ځموږ حق خوراكړه يا ځموږ وژبى ته خپله برخه وركړه هم دهغه په سياست كښې ځموږ پاته راتلل دي؟ په افغانستان كښې په ځينو سيمو كښې داسي پښتو ويل كيږي او ليكل كيږي چي دخدائى بخښلى جعفرخان اڅكزې  په خوله ورته ګلابى پښتو ويل كيدي شې لكه دابيلګه

     [ په مورنيو ژبو زده كړه دهر وګړي ډطبيعى حقوقونه بليدونكي خبر دي دځينو مغرضوافرادو د ناوړه تبلخاتو او د ګاونډ يو هيوادو نو دلاس وهنې له كبله دمختلفو ژبو ګړيدونكو ته د دوي حق نه دي وركول شوي چي په خپلو مورنيو ژبو زده كړي وكړي ددي حق معدوديت تر زياته بريده په كابل ښار كښې په پښتوژبه ډير دي دولت مكلف دي چي ټول افغانستان كښې دمتوازن معارف دعامولو د منځنيو اجباري زده كړو د تامين دپاره اغيزمن پروګرام طرح او تبطيق كړي]

په افغانستان كښې په پښتو ژبه او نورو چارو پاندي ډير څه ليكل كيدي شې خو ځموږ مخه پښتو ژبه ده نو ځكه خبره په دي ځائي رالنډوم خو دومره وايم چي په افغانستان كښې كوم ليكوالان دي هغه دي داهڅه كوي چي پښتو دنورو ژبو د تورو څخه تروسه ليري وساتى ولي داپورته چي ديوه ليك څخه يوه بيلكه ما ليكلي ده په هغه كښې ځينى داسي توري دي چي په مانا يې ځه نه پوهيږم او دانيوكي دكرښي ودي خواته زياتره پښتانه كوي چي دافغانستان په پښتونه پوهيږي په كار دي چي موږ خپله ژبه نه يواځي ډيره علمي كړو بلكي داسي سوچه او نړۍ واله ژبه ځينى جوړه كړو چي په ليك دوديې هر څوك پوه او لولي شې ځكه چي نن دانن دانټرنيټ مهال  دي او هم دا انټرنيټ دي چي موږ يې سره نز دي كړي يو څوك دي داسوچ نه كوي چي د چاسره تيروتنې او زياتوب كيږي هغه به نه خبرسيږي او په هغه ږغ نه پورته كيږي ولكه هغه د پښتو سره وي ياد كل شوي دي هغه ترلاسه كړو بيله ددي چي دچاسره كركه وكړو او مخالف لوري هم دي ته تيار او تسيلم شي چي ماته هم داسي نه دي په كار څوك چي د بل په برخه او حق باندي سترګي پټوي په رښتيا هم هغه كركه كرۍ خو كه ځان نه په پوه كوي نو دابيله خبره ده ځكه يو بشر هم دانه غواړي چي دده سره دى زور زياتى وشې موږ چي د ډيرو وختو څخه  دكړ او ناور يستو سره مخامخ يو داهم ځموږ خپله پړه ده په كار دي چي لومړي په خپل ګر يوان كښې وګورو او بياد برخى غوښتونكى شو موږ خپله دسياسي اسلام په نامه په يوه بل پسي توري را استلي دي يا دنورو په لمسون خپل ټاټوبى خپل روغتون خپله وداني او هر څه ورانوو او بيا په خپلو كړو باندي ژاړو چي ماشومان بى زده كړو پاته شول لوئى لاري نه لرو او داسي نوري دكنډو ژراوي؟

              تيره ورځ دكوټى په ښار كښې دپښتو ادبى غورځنګ لس كلن جشن جوړ شو چي دبشپړه پښتو نخوا څخه ليكوالان شاعران رڼ اندو او سياست مدارانو په ډير لوئى شمير ګډون په كښې كړي وو ددي غونډي لومړي برخه دسياسي ګوندو وځائي مشرانو وويناړ ته چي په ترڅ كښې دوياړو نو او جائيزو وركول او بياد كندهار دځوانانو لخوا يوه ډرامه او ناټك وړاندي شو چي د ډوډي خوړولو وخت شو د ډو،ي خوړولو وروسته بيامشاعره وه چي دومره شاعرانو خپل خپل شعروړاندي كړي چي دي مشاعري ډير وخت ونيوي خو بياهم شاعران و چي را روان وو ځمادشاعرانو د شاعري سره يو ډول اختلاف نه شته ولي چي هم ځموږ دهغه نارولي كهول دي چي په خپله شاعري يې خپل ولس په روانو غميځوي خبر كړي دي او داهم رښتيا دي چي شاعرانو خپل هدف او مخه ښكاره كړي دي او ولس يې خبر داره كړي دي او دوي تر سياست مدارانو ډير په مخ دي چا چي  خپل ولس ته دانه د په ګوته كړي چي دځموږ ولس ولي تر دهغه ناروين لاندي ديدا څوك او ولي دموږ سره كيږي؟ او ځموږ دخلدصون لاره كومه ده؟

     خو موږ چي داخبره كوو چي پښتو نړۍ واله كوو پښتو علمى كوو پښتو سوچه كوو پښتو دسوونځي ژبه كوو پښتو دنورو سياله كوو نو ددي دپاره خو نور ډير څه كول غواړي او وخت رارسيدلي دي چي دي چي دوي خوا ته خپله پاملرنه واړو وو ولي چي دا ډنډه او مسؤليت هم ددهغه ناز ولي كهول دي دحكومتونو كار دګي او دسياست مدارانو لاپى خو موږ ته څرګنده دي كه ځموږ دهغه  ويښ  كهول نه وي نه به ځموږ پښتو او سني پياوړي ځائي ته رارسيدلي وي نه به ددښمن او دګاونډيانوهغه دسيي شنډي شوي وي څوك چي هميش په دي تاړ كښې دي چي څنګه دهغه قام او ددوي ننګيالي ژبه لومړي ورګډو ډه كړو او بيا دمنځ څخه وباسو خوبير ته هم...

ځموږ  وړانديځ   به دا وي چي ځموږ په بشپړه ټاټوبى كښې چي دهغه شاعري په ښار كښې كيږي دوي دي دا ډنډه په غاړه واخلى چي دبلى شاعري دراتلو پوري به خپل يو كتاب ليكى كه دانه شې كولي نو به دنورو ژبو كتاب وپښتونه ژباړي او ددي دڅنګه هغه پښتانه چي دوي ډاكټران دي ياانجنئران دي يا دټكينالوجى او نورو پيشو سره اړه لري هغه دي هم دا ډنډه په غاړه واخلي چي دوي به دخپل پيشى په اړه وپښتو يو دوه كتابونه وركوي نو به داموږ ته څرګنده شې چي په يوه كال كښې موږ خپلى پښتونه څومره څه وركوو او دا آزمويل شوي خبره ده چي دنورو ملكو حكومتو دا كارنه دي كار ځموږ پښتنو په وچه ګيډه هغه كار كړي دي او اوس هم كوي.

ځه دخپلى خوا د پښتو دابى غورځنګ دمشر صادق ژړك محمدآزاد او ساحل او دغورځنګ نورو ملګرو ته امباركى وايم چي نه يواځي خبل دهغه جشن ته دبشپړه ټاټوبى استاځي سره غونډ كړل بلكي تريوه درځن زيات كتابونه يې په ټولو ګډون كونكو باندي وويشل چي دا دپښتو د پرمختيالوئى زيري دي چي حكومتونه داكار نه شي كولي خو پښتو ادبى غورځنګ په زراؤ كتابونه وويشل.

- بېرته شاته