(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښکار په نېزه کې

ښکار په نېزه کې د ښاغلی جلال خپلواک لومړۍ شعری ټولګه ده چې د یوه ماهر ښکاری غوندې یې پّه یوه ګوزار دوې نښې ویشتلې دي ، خپلواک صیب د خوست د ځوانو شاعرانو په لیکه کې وتلی او د خلکو د خوښې شاعر دی د شعر په نقشه کې همیشه لکه د خوست د جګو جګو غرونو او دنګو دنګو چنارونو لوړ خیالونه انځورولی شی د زړه له تله شاعری کوی نو ځکه خو یې هر شعر په دردیدلیو زړونو د ملهم غوندې لګېږي . 

د زړه په وینو لیکم په غزل باندې ستا نوم

د توریو په اواز کې پټ په چل باندې ستا نوم

باور وکړه اشنا چې تر ماښامه ژړېدم

سهار مې ولیدلی په یو ګل باندې ستا نوم

 یا دا چې....

نه شومه پوه دا د وصال که د روژې تنده وه

نن مازدیګر څومره خواږه ستا د وعدې تنده وه

صبر مې وتاړه احرام چې ګوندې تا ووینم

حج مې ادا شو تر ماښامه د کعبی تنده وه

 دا مین شاعر که څه هم د خپلې معشوقی دیدار ته شونډې وچې وچې کیږی او یا یې د تورو تورو سترګو په کاته کې د کعبی طواف کوی خو بیا هم لکه یو رښتینی شاعرچې یوه شېبه خوښ او یوه شېبه خواشینئ وی شاعرانه طبیعت یې د زلمیتوب هوس ته نه پرېږدی د ګران هېواد ورانې ویجاړې د بې ګناه هېوادوالو کړېده یې د زړه وینې وچوي .

اشنا که مو اوس نه ښکاری په زړونو کې اوبه

وچېږي کله کله پاس په غرونو کې اوبه

مرۍ مو پری کوي او په خندا یې تویوی

ظالم ته مو اوس ښکاری په رګونو کې اوبه

رښتیا هم پردی وینه لکه اوبه چې بهیږي او په کوم هېواد کې چې ماشومان او ښځې ځورول کېږي بویه چې نېکمرغۍ خپله لمن له هغې خاورې ټوله کړیده زموږ بې وزله او ملنګ ولس پدې درولسیزو کې بې شماره کړاوونه ولیدل ،جلال خپلواک دا نه هېریدونکی غمېزه د شعر په سپیڅلی ژبه داسې بیانوی.

 دا حوری وې د سره دوزخ په تل کې ژړېدې

که خویندې د شهید وې په کابل کې ژړېدې

شاید چې در په یاد شو د یتیم کوچنۍ اختر

شاعره نن چې دومره په غزل کې ژړېدې

ښکار په نېزه کې شعری ټولګه د افغان ولس د غېرت او مېړانې او ددې ولس د روانې غمېزی په نظمونو ،غزلونو،او قطعو ډکه ده که خدای (ج) کول خپلواک صیب به په راتلونکې کې د شعر مینوال د ښکلا او مینې په رنګینو شعرونو ونازوي ګوندې په نصیب کې مو د ساندو پځای د خندا ګلوونه د ژوند پر مېنه وغوړیږي خدای(ج) د وکړی چې د دې ملنګ شاعر دا ښېرا چې …

خپله ګټه د اجل شه یا په عمر ځوانېمرګ شی

کور د وران لکه کابل شه د بمونو سوداګره

ددې ښکلی هېواد د هر دښمن په وړاندې د لوی پروردګار په دربار کې قبوله کړای شی .

امین 24-01-2008 

زلمی حبیبزی

- بېرته شاته