(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو ارمان او...

د پښتنو ارمان او عوامي نشینل ګوند


عاشق الله رحیمزوی
د پښتونستان پښتنو د خپلو حقه او خدای ورکړي حقونو د تر لاسه کولو لپاره څو لسیزې منډې ترړې وکړې، ډیر پکې تري تم شول، خپلې کورنۍ یې د ژوند تر وروسستۍ شیبې هم ونه لیدل او تر دې حده چې د ملي مبارز خان عبدالغفار خان د عمر د نیمې نه زیاته برخه د پنجابیانو په زندانونو کې تیره شوه.
د باچا خان د مبارزې یوه مهمه چغه دا وه چې " خپله خاوره خپل اختیار" خو له بده مرغه چې هغه د خپل همدې ارمان سر ه ګور ته ولاړ. خو د ارواښاد د مړینې نه دا دی څه باندې شل کاله وروسته، د لومړي ځل لپاره په پښتونخواه کې د هغه لمسیان د واک په ګدۍ ناست دي او اوس " خپله خاوره خپل اختیار" چغه په ریښتیا بدله شوه.
یوازې پیښور نه بلکه ټوله پښتونخواه د پښتنو ګډ ټاټوبی دی او دا یو داسې حقیقت دی چې سترګې ترې پټول کبیره ګناه ده. زه که د هرې سیمې پښتون یم خو چې په پښتونخواه کې میشت یم څوک دا حق نلري چې ما ته د بل نامه پیغور راکړي او په هغه نامه مې وکړوي.
اعلیحضرت باچاخان یوه خبره مې را یاده شوه چې وایي پښتون ډیر زورور قوم دی خو بدبختي یې دا ده چې د خپل د دې زور نه د خپل ورور په مقابل کې کار اخلي او کاش چې دا زور یې د بل چا په مقابل کې کارولی وای.
زما ماشومتوب د پیښور په سپیرو خو خواږو کوڅو کې تیر شوی او پدې ویاړم چې ځانته پیښوری پښتون وایم. په پیښور کې کله به چې هم پولیسو افغانان د مهاجر په نامه زورول نو تاسو باور په خدای وکړئ چې زما به احساسات دومره راوپاریدل چې زړه مې ډیر کارونه غوښتل مګر بیا به یوه خبره را په یاد شوه او د خپلې پریکړې به مې لاس اخیسته او هغه دا چې ما ویل په پښتونخوا کې خو اوس د پنجابیانو حکومت دی او دا پښتانه پولیس خو هغه څه کوي چې بادارن یې ور ته وایي نو دوی بیچاره ګان خو ندي ملامت.
" لا به یو کیږو ګڼې ورکیږو" باچا خان د یو موټی کیدو نعرې وهلې خو نن چې د پښتنو سره پخپله خاوره کې د پښتنو لخوا کوم چلند کیږي، نو ما د پنجابیانو په حکومت باور وکړئ چې څو څو ځله شکر ایستی دی ځکه چې اوس به ګیله د چا نه کوو.
د پښتنونخوا حکومت افغانانو ته ویلي دي چې په یوه میاشت کې خپلې کډې وتړي او بیرته دې خپل وطن ته لاړ شي. نو د حیرانتیا خبره خو دا ده چې یو پښتون خپل پښتون ورور له کوره باسي او تر څنګ یې دا هم ورته وایي چې خپل وطن ته لاړ شه نو اوس پوښتنه دا ده چې آیا د عوامي نیشنل ګوند واکمن ګوند کې واکمنان څوک دي. که دا پښتانه دي نو بیا خپل پښتانه وورو سره په دا ډول چلن باندې سترګې پټول خو د پښتوالي له مخې د کبیره ګناه هم لویه ګناه ده.
د هغې ورځې نه راپدیخوا چې پښتونخوا ته د افغان مهاجرینو کډې ورغلي، پولیسو په یوه او بله بهانه د هغوي په زورولو لاس پورې کړی خو اوس یې درد پدې خاطر ډیر دی چې واکمنان یې پښتانه دي او دستور هم دوی ورکوي.
عوامي نینشل ګوند به ښایي د کرزي د ادارې سره ستونزه ولري خو نیشنلیانو ته پکار نده چې خپل پښتانه وروڼه د سیاسي ستونزو ښکار کړي ځکه دا هغه بې وسه پښتانه دي چې پښتونخوا یې تل خپل کور او هر پیښوری پښتون یې خپل ورور ګڼلی. د خیبر دره خو لار د تلو راتلو ده ... په کابل او پیښور کې افغان یو دی. ژړا پدې راځي چې پښتننو په خاوره تر کومه وخته چې د نوور باچایي وه، نو دا خبره پر ځای وه خو د پښتنو چې باچایي راغله نو اوس به دا شعر داسې وایو. د خیبر دره خو لار د لو راتلو وه .. پیښور کې د کابل پښتون پردی دی. ډیر د افسوس ځای دی.
ولي بابا ویلی ؤ زه پنځه زره کاله کیږي چې پښتون یم، څوارلس سوه کاله کیږي چې مسلمان یم او یوازې څو کاله کیږي چې پاکستانی یم. اوس د خیبر پښتونخوا چارواکو له پکار ده چې سیاست پخپل ځای پریږدي او خپلو وروڼو سره د پښتو په اصولو وړاندې تګ وکړي او د څو کلن بادار له وجې دې خپل پنځه زره کلن ورور نه خپه کوي. ( زه خوشحال توره په لاس کفن په غاړه به راپاڅم ... که خبر شوم چې پښتون د چا غلام شو.(
پښتانه نورې ډیرې ستونزې لري او پکار خو دا وه چې د پښتنو په خاروې کې د خپل اختیار نه پس دغو ستونزو ته د حل لارې چارې لټول شوې وې خو نیشلنیانو خو پخپلو پښتنو پسې راخیستې ده او پخپل لاس خپل مټې ریبي.
خاوره یې د سرو ده هر یو کاڼی یې مرجان دی
زه چې پرې مئین یم دا هغه پښتونستان دی
دا د خوشحال خان ګلشن دا د میرویس خان ګلشن
دا د دریا خان ګلشن دا د ایمل خان ګلشن
باسي ترینه زاغ زغن مالیار یې باچا خان دی
زه چې پرې مئین دا هغه پښتونستان دی
دیکښې اپریدي اوسي دیکښې اورکزي اوسي
دیکښې دي خلیل مومند دیکښې یوسفزي اوسي
دیکښې مموزي اوسي ددې خوړل ډیر ګران دی
زه چې پرې مئین دا هغه پښتونستان دی
خدای دې باجوړي لري خدای دې چترالي لري
تل دې وي وزیر مسید خدای خو دې ساپي لري
خدای دی اڅکزي لري چې زړه مو پرې روښان دي
زه چې پرې مئین یم دا هغه پښتونستان دی
یو رنګ پښتانه یو مونږ یو بل له درانه یو مونږ
زه ملنګ جان دا وایم کله بېګانه یو مونږ
نن دا نه وانه یو مونږ لمسون د کوم شیطان دی
زه چې پرې مئین یم دا هغه پښتونستان دی
[email protected]

- بېرته شاته