(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خیردی که پاتې زماڅلی نه شي!

د۲۰۱۲ م کال دمئ  دمياشتې په لسمه د ماښام او ماخوستن تر مينځ اکوړه خټک د اجمل خټک بابا مزار کې دوه بمي چاودنې وشوې، اولنۍ او دوېمه چاودنه وقفه په وقفه کې وشوې.

وړومبۍ چاودنه کې د مزار څوکيدار زخمي شو.

چې د بابا مينه وال مزار ته را ورسېدل نو بله چاودنه هم وشوه، چې ګڼ شمېر خلک په کې ژوبل شول.

په پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د مزارونو د بې حرمتۍ او الوزولو دا ۲۲پېښه ده، خو د خټک بابا د مزار د الوزولو پېښه بېخي بل شان ده.

ځکه چې د نورو مزارونو د پېښو پړه طالبانو په غاړه اخیستې، خو د بابا په مزار کې د بمي چاودنو په حواله سياسي، عوامي او د حکومتي چارواکو بېلې بېلې تبصرې راځي.

د سياسي او حکومتي چارواکو د غندنې بيانونه روايتي دي، هغوى یې په پښتونخوا کې د انتهاپسندۍ او سخت دريزۍ په نامه يادوي.

انتهاپسندي او سخت دريزي د طالبانو څخه تړي ځکه چې له دې وړاندې دا شان پېښې د طالبانو تحريک منلي دي.

د سياسي غندنې بيانونو او د حکومتي چارواکو په دعوه کې طالبان د ټولو نه اسان او زړه پوری دليل دی.

"په پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د مزارونو د بې حرمتۍ او الوزولو دا ۲۲پېښه ده، خو د خټک بابا د مزار د الوزولو پېښه بېخي بل شان ده."

خو عوامي اولسي حلقې په دغه لړ کې دا تور هم لګوي چې په پښتونخوا کې د ښوونځيو، مزارونو په اکثرو وړو وړو واقعياتو کې سرکار پخپله ککړ دي.

د دې هدف هسې ويره ترهه خورول، په ولسي وګړو کې خپله همدردي حاصلول، داخلي توګه د نورو اولسي ستونزو نه د خلکو پام اړول، او په خارجي سطح د نړيوال امن په دکان کې دا پېښې خرڅول دي.

په يوې پروژې دوه دوه ځله لګښت کول، غبن او کمېشن ته محفوظ او اسانه لاره پېدا کول دي.

په اکثره پېښو کې داسې مکانونه، ښوونځي، مزارونه الوزول شوي دي چې د ټېکه دار له خوا سرکار ته حواله شوى هم نه دى.

د اجمل بابا مزار هم دغه شکل لري، چې د کار په مرحله کې وه او دا واقعه وشوه.

د اجمل بابا د مزار د الوزولو په پېښه کې د هر چا خپله خپله خبره او جلا جلا رایې راځي، هر څوک ورته په خپلو خپلو چشمو کې ګوري.

هر څوک که هر څه هر څه وايي خو په ريښتيا کې دا ډېره ژوره، نازکه او حساسه پېښه ده ځکه چې طالبانو يا نورو انتهاپسنده قوت، تحريک يا تنظيم د دې پېښې پړه نه ده منلې.

"د اجمل بابا ژوند، جدو جهد، کردار او ګفتار، قلم او کتاب، ټکي په ټکي غريب پښتون د خوشحالو او په دې دنيا د يو ښکلي جنت ارمان دی."

په پښتونخوا کې د مزارونو الوزولو د نورو واقعياتو په دعوه کې که حکومتي چارواکي دهشت ګرد، انتها پسند او طالبان يادوي نو ذهن ته يو سوال راځي او هغه دا دی چې د اجمل بابا د وفات په دوېمه ورځ سحر وختي خلکو د بابا په قبر د طالبانو له خوا د ګلونو ګلدسته ليدلې وه، چې يو انسان په دومره غټ جنګ کې د امن، ورورولۍ، مينې محبت او انسان دوستۍ په حواله دومره غېر متنازعه وي چې طالبان یې په قبر د ګلونو ګلدسته ايږدي نو هغه سړی د مرګ نه وروسته اخر په څه خبره متنازعه شو!!؟؟

د اجمل بابا مزار خو د هغه باباګانو څخه نه دی چې زنانه به ورته راځي او خپل مرادونه به غواړي، نه د چرسيانو، ملنګانو د عُرس په نوم به په کې داسې څه عمليات کيږي چې د ځانګړي مذهبي مسلک ښکارندوي به کوي!!!

د اجمل بابا ژوند، جدوجهد، کردار او ګفتار، قلم او کتاب، ټکي په ټکي غريب پښتون د خوشحالو او په دې دنيا د يو ښکلي جنت ارمان دی.

هغه سړی چې بل چاته خوشحالي غواړي د نورو د ارمانونو سړيکې په خپله سينه کې د قبر د لحد پورې د پښتنې عقيدې په نوم وړي.

هغه سړی په مرګ اخر دومره بد ولې شو!!؟؟

ولې اخر ولې!!؟؟

دا عمل خو زموږ د پېغمبر و، د خپل نبي عمل اجمل خټک بابا په پښتو کې کوو نو بيا د نبي عمل په پښتو کې بد ولې شو؟؟

د اجمل بابا د مزار په افسوس ناکه پېښه کې کې يو شر خوښي او انتها پسندي بله هم ده. دغه انتها پسندى په اکوړه کې اسانه هم ده، او عکس العمل یې هم ډېر اسان دی.

ځکه چې په اکوړه کې د سړک نه يو غاړې ته د بابا مزار دی، او بل اړخ ته ترې د حقاني دارالعلوم، غټه دنګه مناره ولاړه ده.

په دغه دارالعلوم کې په زرګونو طالبان سبق وايي، د افغانستان د اوو وروڼو (جهادى تنظيمونو) نه واخله د دوو وروڼو (ملا عمر ، اسامه) د جهاد او فساد پورې ټول شاګردان استادان د دې دارالعلوم مېلمانه هم پاتې دي او فارغ التحصيل هم دي.

پښتون طالب ، انتها پسند به ما ته د قلم منارې ماتوي، زه پښتون باغي به د جومات او مدرسو منارې راغورزوم؟؟

"مثلا د اجمل بابا مزار ته مخامخ چې دنګه مناره ده، تاريخ ګواه دی چې محترم اجمل خټک د دغه منارې بنياد ګر دی، هغه د خپل استاد مولانا عبدالحق سره د دغه دارالعلوم په جوړولو کې لويه خواري کړې ده."

د انتهاپسندۍ په عمل او عکس العمل کې به د پښتون حجره او جومات، قلم او کتاب، مزار ګمبند او مدرسه له منځه ځي؟؟؟

دا هر څه زموږ د پښتون تهذيب برخې دي، دا څوک پردي دي چې زموږ د پښتني تهذيب برخې شکوي، مونږ نيمګړى کوي، دا منارې دې نورې هم دنګې دنګې شي، خو زما قلم او کتاب سره متصادم په څه!!؟؟

تصادم د جومات دارالعلوم مدرسې په مناره کې نه دی، د منارې دننه په مارانو کې چل دی، لکه کټ او کټمل !! لکه کيند او سپګه!! کټمل ختمولو لپاره څوک کټ نه ماتوي، سپګې له څوک کيند نه سيزي!!

مثلا د اجمل بابا مزار ته مخامخ چې کومه دنګه مناره لکه د شک د ازغۍ ولاړه ده، تاريخ ګواه دی چې محترم اجمل خټک د دغه منارې بنياد ګر دی، هغه د خپل استاد مولانا عبدالحق سره د دغه دارالعلوم په جوړولو کې لويه خواري کړې ده.

د امن دوستۍ پښتونولۍ او سپين نيتۍ دا پېښه هم هر چا ته ياده ده چې د ''افغان جهاد'' په ورځو کې ټول جهاديان مشران او ورسره ټول خپل وسله وال په يوه دستوره کې ناست وو.

محترم خټک بابا فقط يو څادر په اوګو اوچولی نېغ دارالعلوم ته دننه لاړو خپله وېنا یې وکړه او واپس راغلو، د خپل شعر په رڼا کې:

پېښور دی او که کوټه زما کور دی

که کابل که کندهار دی زما ورور دی

هر غاصب چې دې کې خنډ اچول غواړي

که د لر دی که د بر دی، مخ یې تور دی

د مۍ په لسمه په اکوړه خټک کې د هغه پښتون ملنګ مزار هم د خپل وطن د دهشت ګردۍ غږ په قبر کې اورېده، هغه خبر نشو خو د جهان مينه والو ته درد او تکليف ورسېد او د خټک بابا د شعرى پېشګويي د قدرت اعتراف وکړ چې هغه په ژوندوني ويلی وو!!

زما د لوی کور نغري دې جوړ شي

خېر دی که پاتې زما څلی نشي

- بېرته شاته