(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افضل خان لالا پام کوه !!!!!

کلونه وړاندي دجنوبي پښتونخوا په ګوليستان نومي سيمه کې داڅګزي قام دوه لوى ښاخونه له يو بل سره په يوه داسي بدي کښې وتل چې په پايله کې لږ تر لږه ترسلو زيات ځوانان ووژل شول او په سلګونو نور ټپيان شول ، دا بدي په لومړيو کې نه ښکارېدله خو وروسته وروسته څرګنده شوه چې دپاکستان استخباراتي ايجنسئ آى ،ايس ، اى دپښتون قام دغه دوه ټبره داسي سره اچولي وو چې رښتيا هم کلونه وروسته داخبره سپينه شوه چې داکار دپښتنو د لوى دښمن آى ، ايس، آى له خوا څخه شوى وو، دغه پښتون دښمنه اداره تل داهڅه کوي چې پښتانه قام ته ستونزي ورپېښي کړي او په يوه اوبله بهانه يې ووژني ، کلونه وروسته دپښتونخواملي عوامي ګوند او ددغه ګوند دمشر محمود خان اڅګزي دترټولو نېژدې خپلوان ټبر ((غيبيزو)) مشران په دې وپوهېدل چې چال د آى ، ايس، آى دى او نور به په خپلو کې نه سره جنګېږو. پاکستاني واکمنانو خو له يوې خوا په شمالي پښتونخواکې داسي اور بل کړى دى چې کله کله يې سکروټي تردوى پوري هم ورسېږي او وخت ناوخته لاهور او دسيند ځينو برخو ته هم داور لمبې وراوږدې شي خو دغه واکمنان وخت ناوخته داسي چالونه چلوي چې هغه دچا خبره انسان ورته عاجزه شي ، شمالي پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې اور بل دى او اوس خبره دې ځاى ته رسېدلې ده چې پښتون دښمنه آى ، ايس، آى غواړي هلته مېشت قامونه سره وجنګوي او له دې لاري داور ووژلو ته پرې نږدي . افضل خان لا لا ستاسو دکورنۍ دغړو په غم ټول پښتانه درسره شريک دي خو دا په دې معنا نه ده چې پښتانه به خپل دښمن نه پېژني . موږ پوهېږو چې آى ، ايس، آى غواړي اوس په شمالي پښتونخوا کې وسله وال طالبان چې دوى پخپله پيدا کړي دي او همدغه دجهاد جذبه يې په مغزونو ورننيستلې ده له ملتپالو سياسي مشرانو سره وجنګوي ، او ددې کار په کولو سره به نو بيا ددوى بډۍ ميره وي او هغه ناشولټي به وکړي چې په يوه مذهب به هم نه وي رواح البته له يوې خوا به پخپله دپښتانه قام مشران ولي او له بلي خوا به پر پښتنو طالبانو تاوان وي او داکار په په پښتونخوا وطن کې نوى اور بل کړي . رښتيا دوى داسي اور بلول غواړي چې يوازي اويوازي پښتانه پکښي وسوځول شي او ښايي دداسي اور دلګېدو لپاره همدغه لاره وي . زه دپښتونخوا وطن ټولو سياسي مشرانو او په ځانګړي ډول دآې ، اين ، پي ګوند او دافضل خان لالا کورنۍ ته داوايم چې افغان وطن دانتهايي نازکو حالاتو سره لاس او ګريوان دى او په دې حساس وخت کې بايد موږ دجوش پرځاى له هوښه کار واخلو او دهيواد ټولو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړو ډېره بخښنه غواړم افضل خان لالا ! تاسو خو هسي هم د آى ، ايس، آى سره رااخيستې ده او ما پخپله له تاسو څخه اورېدلي دي چې دپښتانه لوى دښمن هم دغه دپاکستان حکومت دى نو زما هيله هم همداده چې موم بايد ځان وساتو او ددغه اصلي دښمن ټولو چالو نو ته بيداره وه اوسو کنه خداى مکړه چې دقام سترګي راوباسي . ظاهراً ښايي دافضل خان لالا دکورنۍ پرموټر بريد شايد يوه پلورل شوي پښتون کړى وي ځکه پنجابى دومري دنر زوى نه دى چې په سوات کې دې پر يوه داسي پښتانه بريد وکړي ، خو هو زه داويلاى شم چې طرحه به ښايي دپنجابي وي . خير داهرڅه چې دي زيان يې زموږ او ګټه يې ددوى ده نو خپل هغه اخري ټکي ته ځم چې افضل خان لالا پام کوه چې دمحمودخان اڅګزي په څېر بدي درجوړه نکړي !د www.larawbar څخه په مننه Rashid Kasi - بېرته شاته