(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په اندولس کې د خپل منځي...

 

په اندولس کې د خپل منځي جنګونو پايلې  ......؟
دبيلابيلو برخو سربيره اوپه خپل منځي جنګونوکې د اسلامى اندولس رياستونو ترټولو لوي رياست اشبيليه  ؤ ، اوپه هغې کې د قرطبى رياست هم شامل شو  سره د مسيحيانو متحده ځواک هغه ( اشبيليه ) په نښه کړ ، دياد رياست حکمران ال معتمدد مسلمانانو لخوا نااميده شو اوهغه اړشو چې په ګاونډکې ترټولو طاقتور عيسايې رياست  ليون الفانسو شپږم ته کلنۍ جزيه (باج ) ورکړې  ، اوپه همدې ورځوکې الفانسوپرطليطله رياست باندې بريد وکړ او هغه يې هړپ کړ، په ياد رياست کې د مسلمانانو شکست يوه لويه غميزه وه ، مسلمانانو وپيتله  چې ډيرژربه د هغوى د ټولو رياستونو همدغه انجام وي لږه موده  وروسته د مسلمانانو پريو بل رياست چې باربسترو نوميده مسيحې رياست اراغون حکمران پيډرو قبضه وکړه ، لدې وروسته دمسلمانانو رياستونواويادهغوى دسرحدې پولوپرسيموباندې د مسيحيانو دقبضې کولو باندې په دوامداره توګه پيل وشو ، اود مسلمانانو بيلګه پر دغه وخت کې د شترمرغ په څيروه  چې مرګ مخامخ ووينې اومکوښه په شګه کې خښه کړي اوهم تردغه وخت پورې مسلمانانو په خپل منځي جنګونواوديو دبل پر سيموقبضې کولې يو مسلمان رياست به دبل پرخلاف د اهل کليسا څخه مرستې غوښتلې ، اوهغو د هغې په عوض کې د هريو رياست څخه په لوړه کچه تاوان غوښته ، اوداخبره کول بى ځايه نه ؤ چې په اندولس کې دمسلمانانو بى حيسي تراخرې بريده رسيدلې وه ، اوهغوى د قدرت لخوا د عذاب پوره مستحق شوي ؤ دغم د پاسه لا دا  ؤ چې د طليطله رياست غصب کولو واله عيسايې بادشاه الفانسو خپل لقب د عيسوې او اسلامى  دين پلوى ايښې ؤ............؟
 پدې ځينې مسلمانان خوشاله ؤ مګرداهغه بادشاه ؤ  کوم چې په اروپا کې د مسلمانانو د تذليل او شکست ورکولوباندې ديواتل حيثيت لره ، يو مسلمان سردار حسام الدوله دخپل اطاعت د ښودلو لپاره دهغه دربار ته تللې ؤ په هغه وخت کې الفانسو ديوې وړې شادو سره لوبي کولې ، حسام الدوله ورته قيمتې تحائف وړاندې کړل او لږ وروسته چې په رخصتيدو شو بادشاه دهغې د تحائفو مننه وکړه ا وي ويل ددې تحائفو په بدل کې زه تا خالي لاس نه شم ليږلې ته دا شادو واخله اودابۀ تاته زموږ دوستې دريادوي ، حسام الدوله ددې  ناشنا تحفې په قبلولو سره خپل ځان بچ کړ اوبله لاريې هم نه درلوده ، اويو وخت کې داشبيليه څخه هغه ټکس ورغې اوپه هغې کې څو ټنګۍ کوټه وي الفانسو هغه بيرته واپس کړې او وي ويل هغه ته  اصلې د سرو زرو سکې پکاردې . 
بل پلوته معتمد د الله ج سرکشي پيل کړې وه ، هغه د څوارلسمو سپوږمۍ شپوکې دښائيسته ښځو سره خپل وخت تيره وه ، ښځه دهغه يوه کمزورې وه دعيش او عشرت ژوند دتيرولو لپاره هغه د الفانسو سپکه ونکى خبرې اوريدې ، هغه د خطرې په ليدلو سره په وختې ډول دنورو مسلمانانو رياستونو څخه مرسته وغوښته په طليطله کې د مسلمانانو سره چې څه وشول دنورو مسلمانانو لپاره عبرت او پند ؤ مګرداسې ښکاريده چې هغوې په اندولس کې ځانونه يوازې تقديرته پريخودې ؤ اوله تدبيرڅخه يې سترګې پټې کړې وي ..............؟
 په طليطله کې کومه  چې د مسلمانانو داکثريت سيمه وه د عيسايې قبضې وروسته مسلمانان په هغې کې په لګه کيو بدل شو . په لکونو مسلمانان جلاوطن شو جامع جومات (قرطبه ) پرکليسابدل شو په کوم جومات کې د تفسيرقرطبي په څير د قرانکريم تفسيرليکل شوي ؤ.په کوم جومات کې چې قران عظيم الشان د سرو زرو پر اوبو ليکل شويدې اواوسمهال هم شتون لري .  
پرمسلمانانو بآندې دهغوې طاقت څخه ډير تاوانونه دکيښودلو له امله چې ياخو هغوې مسيحيان شي او ياهيواد پريږدي ، په طليطله باندې عيسايانوداسې پنجي ښخې کړي چې ديوسف بن تاشفين په څير جنرال هغوى خپل وطن بيرته وانخستلاى شو ، دليون په نوم مسيحې ظالم پدې ډول ظلم کووچې په جنګ کې يې دبريالي کيدو وروسته  امن ورکول نه پيژندل چې په کوم ښاربه يې قبضه وکړه دښارونوټول وګړي به يې وژل له دې وړاندې چې مسلمانانودهغوې سره کومه د انسانيت معامله مسيحيانو سره کاوه  اويايې کړې ؤ له عيسايانو څخه دهغې کار توقع ناشونى وه ......؟
 
 د (عبرت نامه اندولس مصنف پروفيسور ډوزې ) اودځينو نورو مؤرخينو په وينا : 
چې دمعتمدڅخه وړاندې دهغې پلار معتضدهم دخپل رياست ( اشبيليه ) دساتلولپاره د عيسايې بادشاه الفانسوڅخه د امن د غوښتلو لمن خوره کړې وه دمعتضدپه اړه پروفيسور رائن هارټ ډوزې د اسلامى تواريخو په حوله ويلې :
چې  معتضد د سپيڅلې اسلام په ګډون ټولواديانو ته د شک په سترګه کتل هغه يوازې د دوه شيانو منونکى ؤ يو ستوري (علم نجوم) او دوهم شراب دپروفيسورډوزې په وينا : هغه د سهار دلمونځ کولو په اړه يو نظم (شعر) هم ليکلى ؤ چې مضمون يې پدې ډول دى (نعوذباالله ) سهاروختي شراب څکل په اصل کې دين دى اوڅوک چې دا حقيقت نه مني هغه کافردى .
هغه چې د کوم انجام وړتيالرله قدرت هغه سزا د الفانسو په ډول هغه ته ورکړه او هغه دالله ج لخوا ددغې اوهم د مسلمانانو په اند ديادې  سزا وړتيالرله اوه يې مستحق شوې ؤ . 
معتضدبادشاه يوازې په ظلم او وينه تويولو کې ډير زړور ؤ . 
له يوې خوا له شمال او مغرب څخه د عيسايانو سياسى او فوځې طاقت طوفان دهغوى خواته ور نږدي کيده اوبلې خواته د اشبيليه په ګډون د اندولس په رياستونوکې د مسلمانانو حکمرانانو په عيش او عشرت کې غرق پراته ؤ ، داشبيليه حکمران معتمد به ډيرى وخت په شرابوڅکلو او ښائيسته ښځوسره خپل وخت تيره ؤ  د رميکيه ښځى سره دهغى پخوانۍ مينه وه مګرهغه اوس دهغه يوازې ښځه وه اونورې ښځې پرهغې باندې حاوي شوي وي . چې له هغوى له جملې څخه جنبه ، امنده ، مرغريطه اوداسې نورې . مؤرخينو دهغو نومونه ليکلى دى لدې سربيره معتمد هم د پلارپه څير شعرويونکى اودهغه پرمرض اخته (شراب څکل ، اوښځې ) هغه په يوشعرکې ويلې :
چې دشرابو څخه سربيره ژوندهيڅ ژوندنه دى ، د طليطله څخه وروسته الفانسو د مسلمانانو په يو بل رياست باندې قبضه وکړه ، او مسلمانان پريږده چې په خپلو منځونو کې سره په جنګونو اخته ؤ اود مسلمانانو حال داسې ؤ هغه به (الفانسو)په مسلمانو سيموکې خلک وژل او د تورسرو بى عزتې به يې کوله ، او دمسلمانانو سره يې داسې سلوک پيل کړ چې دشرابوپه يوه مټکۍ ياپه يوه ډوډۍ اوياهم په لږه غوندې غوښه باندې بندې مسلمانان خرڅول ، اوچې کوم مسلمان به فديه نه شوه ورکولې نو دهغه ژبه به يې پرې کوله ؟؟؟؟؟؟
سترګې به يې ترې ويستلې اويابه يې وږو سپوته اچاوه ، داخبرې ټولې يو غيرمسلم پروفيسور په خپل کتاب (عبرت نامه اندولس ) کې ذکرکړيدې .
پر مسلمانانو  ورو ، ورو داندولس خاوره تنګه کړاى شوه ، يوعربى شاعرپه همدغه وخت کې ويلې ؤ . 
 
اى د اندولس مسلمانانو هجرت وکړئ او په اندولس کې اوسيدل ليونتوب دى . 
 
مګر کيداى شې قدرت هغوى ته  لږ وخت نور  ورکولو سره د اندولس دمسلمانانو په ټوليزه توګه دبربادۍ څخه ژغورنه کول ؤ چې له هغې لپاره يې د يوسف بن تاشفين په بڼه کې يو مجاهد د اندولس د مسلمانانو د ژغورلو لپاره راوليږه اودهغه په څير خلک په پيړيو ، پيړيوکې يو پيداکيږې ويل کيږې چې امام غزالې دهغې د ليدنې لپاره افريقا ته تللې ؤ مګر کله چې هغه د هغه ځاى ته ورسيده نومالومه شوه چې يوسف وفات شويدى ، ديوسف بن تاشفين په اندولس کې د داخليدو سره د المرابطين غلبه او اثردافريقا څخه اندولس ته ورسيد ، مګر يوسف بن تاشفين خپله نه ؤ راغلې ، هغه ته د اندولس د راتللو بلنه معتمد اود اندولس نورو سردارانو ورکړي وه ، په اندولس کې مسلمانانو حکمرانانو په خپل ، خپل ځاى داغوښتل چې يوسف يې له دښمنه وژغورې مګر داندولس په ساحل باندې دهغې پوځونو ته قرارګاوى اويا حوضى د جوړولو لپاره ځاى چاهم ځاى نه ورکاوه . اوپايله يې په اسلامى تاريخ کې زموږ پروړاندې ده .  
پدې هيله چې د ټولو مسلمانانو د پوهې يوه وسيله جوړه شې . 
ليک : مسيح الله عصام 
- بېرته شاته