(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

‫چې دروغ نه وایم

 


راځه راځه!زه ملک بابا د زمانې نه پيژنم چې دغه خوږې خبرې کوي خو چاته هیڅ نه ورکوي-په سلام پیسې نه لګي-هرچاته يې کوي-او د کلي شودګان خو ورته ښه سړی په دې هم وايي چې یو مونځ نه قضا کوي-ځکه چې هیڅ کار نه لري -د ملا د خلې نه لا غږ نه وي وتلی چې ملک بابا په مخکې صف کې حاضر وي-او که په صف کې يې په مخصوص ځاي چرته بل څوک ودریږي نو ملاي صیب ورته قاریږي چې اخواشه دا د ملک بابا ځاي دی-
دلبره!---بیګا مې فکر کوو چې دا په کوم کتاب کې راغلي چې زمونږ نیم کلی او غرونه د ملک بابا دي-او خمبې يې له دانو ډکې وي-د شیودو او غوړو نهرونه يې په کور کې بهیږي-په سر يې چې درد شي نو مولنا صیب يې سرته دمونه وايي او ډاکټران ترې چاپیره چورلي-په ټولو غټو چوکو يې بچي نمسي او خپلوان ناست دي-او هر سیاسي ګوند کې خپل خپلوان لري -چې کله هم وینم نو او د هر سیاسي ګوند واک وي نو ددوي د کوره پکې ارومرو څوک واکدار وي؟
حیران شم چې مولانا صیب د هرې جمعې په ورځ راته په ممبر د حقونو مسیلې څیړي خو د ملک بابا دا دومره غټ جایداد او د کلي د خوارانو دا لوږې تندې ورته بیخي نه ښکاري--او بیا په دې هم حیران شم چې شرعه وايي چې سړی مجبور شي نو د لوږې په وخت د ختځیر غوښه هم خوړی شي-خو که یو مسکین چرته د ملک بابا د باغه د الوچو په غلا ونیوی شي نو قانون ورله لاس پښې ماتوي-او که مولانا خبره منو نو لاس ترې پریکوي--
دلبره!-ما اوریدلي چې خداي پاک په بنده د خپلې مور نه هم ډیر خپه کیږي-او درزق وعده يې هم راسره کړې ده-خو زمونږ په سیمه څه خلک دا خبره بیخي غلطه ثابتول غواړي-مولانا راته وايي شکر او باسه نو شکر په څه وکړم؟لور مې پیغله شوې ښه ښکلې ده خو څوک يې په دې تپوس له نه راځي چې زه دله ورته مالوم یم چې جیب کې کاسیره نه لرم-ځوی مې پوخ چرسي په دې شو چې زما وس نه رسي چې د نیکانو نیکانو او مسلمانانو سکول ته يې بوځم-کور د ملک بابا دی چې کرایه راسره نه وي نو بړستې او کټونه مې بهر ترې شغوي-او نور خو څه کوې چې اوس راسره ښځه هم په راستئ نه څملي او وايي راته چې د راوړو يې يې او د سنبالولو يې نه يې-روژې-روژې--هاهاهاهاها--روژې--ددې څیز سره خو عادت یم ولې چې لوږه او تنده خو مې جامه ده-خو چې د روژې ماځیګر بازار ته ورشم او دا مومنان اوینم چې غټې عټې کسوړې يې د ګرانو خوراکونو نه ډکې کړي وي او روان وي -او زه ورته لکه د سپي تپ تپ کوم ---اختر--اختر--اختر---هاهاهاهاهاها--اختر -هاهاها--اختر دې په شړق شي سم مې خپه کوي دلبره!
د مومنانو د بچو نوې نوې جامې مې بچي ویني او پسخیږي ورته-مولانا صیب په ځان شل رنګه بویناک تیل لګولي وي او اعلان وشي چې په خطبه کې خبرې مه کوئ-دوزخ ته به ورسئ---هاهاهاهاها--ذوزخ--دوزخ--ذوزخ--هاهاهاها---دلبره د دوزخ خو څه ښکر نه وي-او اوږدې کیسې به درته څه کوم خو ملک بابا دلته هم د شیودو نهرونو کې غوپې وهي او هلته به هم ځکه وهي چې هرکال عمرې له ځي او د مولانا د قول مطابق هلته سړی د ګنا نه داسې پاکیږي لکه په اګئ چې ویښته نه وي-او دوزخ او دوزخي -هاهاهاها--لرې مه ځه بیخي ما او تا یو--نه د دین شو نه د سادین‬

 

- بېرته شاته