(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د فخرافغان باچا خان ارمان

مياشتنۍ (پښتون) پېښور : هسې خو نن خپل دی که پردی دی، هر څوک په خلۀ هر څه وئيلی شي خو حقيقت دادی چې د فخرافغان ، باچاخان بابا اول او اخر ارمان دا ؤ او دا مونږ ته ارمان پروت دی چې پښتون، پښتون شي ـ ځکه چې هغه وائي چې که پښتون، پښتون شي نو بيا دی څوک غلام کولی نشي او ددې ارمان پوره کولولپاره هغه بنيادي ضرورتونه د خپل ژوند او جدوجهد د عمل په ډګر ښئيلي دي ـ څه وخت چې د فخر افغان بابا د ټوټي هډوکی بې ځايه شواو هغه په خپلو پښو د ګرځيدو جوګه پاتې نشو او په مشيني کرسۍ کې په اولس او پښتون ئي په سوچه معنو کې د پښتون کولو کوششونه شورو کول، د هغې څۀ حال شو؟ دلته نن په هغې بحث نۀ کوم بلکې دوه بنيادي خبرې کول ـ ددغه معذورۍ په حال کې چې کابل کې پروت ؤ او زه به ورسره ناست پاست ووم نو اکثر به ئې هر وخت دا ارمان کولو چې ( پښتون) مجله بيا روانه شي ـ د هغۀ ټرسټ کار شورو کړي او مرکز (سردرياب) بيا ودان او فعال شي ـ دلته جلال آباد کې زه تعليمي اداره جوړول غواړم چې هغه جوړه شي ـ پښتون مجله شکر دی ، روانه شوه او ټرسټ هم کار شورو کړی دی ـ مرکز که سردرياب پاتې نه دی نو پېښور ښار کې يو ښه د کار مرکز ودان او روان شو ـ د تعليمي ادارې خبره لا پاتې ده ـ د لر او بر مشران د هغې ارادې خبرې هم کوي ـ انشاءالله دا ارمان به هم پوره کيږي ـ د باچاخان روح ګوري چې افغان/ پښتون څه کوي يعني لوئې تاريخي ملت به دا ارمانونه او ددې په بنياد د پښتون نه پښتون جوړيدل او د لوئې ملي تاريخي وطن او اولس ته يو زور اويو کور دا ارمان څنګه پوره کيږي ـ يوه ملي وينه او مينه شته ـ هغه رالړزيږي، راپاريږي او تاريخي ملت خپل هدف ته انشاءالله چمتو کيږي ـ د بابا ددې لوئې تاريخي ارمان لارې چارې مالومې دي ـ د هغه د تحريک وارثان او مدعيان که په هغې عمل کوي ، لروبر هيواد او نړۍ کې د هغه د تحريک خدائي خدمتګار صداقت، پت او حېثيت ٍثابت دی او ٍثابتيږي ـ د بابا د رحلت او جنازې د کټ جلوس د پېښور د جناح پارک نه د جلال آباد د شيشم باغ کې تر کور او ګور پورې چې د لروبر افغان پښتون د ملي جذبې يو مثالي اظهار ؤ او بيا اوس اوس چې د ملي رهبر ولي خان فاتحې او جنازې ملک رالړزولی ؤ، هغه بې مثاله انداز ؤ، چې خپلو پردو ټولو منلی دی م دا زمونږ د نني سیاست برکت نه ؤ او نه دی ـ ددې ملي مشرانو د تحريک او قيادت هغه مړانه او استقلال دی چې د خپل محروم قام ، ټول ملک، علاقې بلکي انسانيت لپاره د خدائې د مخلوق د خدائې لپاره خدمت ؤ. د جذبې ، موقف ، عقيدې او ايمان سره ئې لرلواو کولو ـ نن خپل اولس ، سيمه او نړۍ زمونږ نه هم دغه تحريک غواړي او دنيا دې ته نه ګوري چې مونږ د سردرياب د مرکز په شان د وښو او خټو،لوټو هغه جونګړه کې ناست يو ـ چې د ټولې پښتونخوا خدائي خدمتګارو په خپلو لاسو جوړه کړې وه ـ او ابادوله ئې ـ که د کروړونو روپو مرکز لرو، بلکې دې ته به ئې نه ګوري چې مونږ د پښتون د کور او ورور جوړولو لپاره خپل اولس سره ، ملک سره او نړۍ سره څه رويه ، سياست او تعلق ساتو. څه وايو او څه کوو،د کالج يونيورسټۍ جوړولو ارمان ډير زيات ؤ. هغه د جلال آباد ښار شيشم باغ زمکه او هلته خپل موجوده کور ددې لپاره خوښ کړی ؤ. سردار محمد داود خان ورسره خبره منلې وه او مرستې ته ورسره تيار ؤ او په دنيا کې او ګوند کې ئې دوستانو سره هم خرې کولې ـ د سردار محمد داود خان په وخت کې ددې مقصد لپاره شيشم باغ د ټولې برخې سروی هم شوې وه . د عالمي ادارو د ابادۍ ماهرانو ، انجينئيرانو ، معمارانو سره باچاخان صلاح مشورې هم کړې وې او کولې ئې او نقشه او د ګوتو ماډل هم جوړ شوی وه. دلته چې زه څه وئيل ضروري ګڼم ، هغه دادي چې دا نن د بابا قبر کوم ځائې دی ، دغلته د باچاخان بابا سره صداقت ، فقيرخان بائيزی ، منشي سحرګل مومند او زه ولاړ وو او بابا راسره د خپل ارمان د تعليمي ادارې خبرې کولې. دې لړ کې ئې وئيل چې په دې ځائې ( په کوم ځائې چې مونږ ولاړ وو ) به زما قبر وي ـ صداقت صيب وې ـ نه بابا! د يونيورسټۍ مينځ کې به ځائې خوښيږي نو هلته به ستا قبر وي . په دې خبره بابا موسکی شو او وئېوئيل : که زه د يونيورسټۍ نه وړاندې مړ شوم نو بيا؟ د فخرافغان بابا ددې تعليمي تربيتي ادارې په حقله اراده دا وه چې ددې ادارې هر څه به په هر لحاظ د نوې دنيا د جديد ترين ادارې په شان وي په روح به ئې خدمتګار وي او دلته به د آزادو قبائيلو هغه ماشومانې داخليږي چې بې د خدائې نه ئې بله اسره نه وي ـ په دې منشي سحرګل اووئيل ـ بابا نو زما غوندې خلقو ماشومانې به څه کوي ؟ هغه په موسکۍ ژبه اووئيل ـ نو اول حق د بې اسرې ماشومانو دی ـ فقيرخان بائيزي تپوس اوکړو ـ بابا! زه ستا خبره کې خبرې نه کووم ـ خو هسې ځان سره وايم چې ماشومان هلکان به پکې نه داخليږي ـ بابا اووئيل، زه کله داسې وايم ـ زه به درته اداره جوړه کړم، تاسو ته دې خدائې زړه درکړي جې داسې اداره شي ، چې د ټولې دنيا د نړۍ نه د خدائې خدمتګارۍ لپاره تعليم او تربيت حاصلولو له خلق دلته راځي ـ بابا وويل : دا ماشومانې چې دلته داخلې شي نو تر د اعلی تعليم او تربيت به دلته وي د هر څۀ ذمه واري به ئې د ادارې وي خو ملکانې به ترې نه جوړيږي ، خدائي خدمتګارې به وي ، عقيده او ايمان به ئې د خدائې د مخلوق اود خدائې لپاره خدمت وي ـ ( باچاخان به ددې زمانې هغه جينکو ته چې د نوي تهذيب ترې څه نوی شی جوړ کړی دی ، ملکانې وئيلې ) ـ خدايه سپرلی کړې چې دا سرې وينې ګلونه شي بيا د خـويـنـدو مـيـنـدو لـو پـټــې ســـرۀ نـشانـونه شــي بيا سږ کال باچاخان ايجوکېشن فاونډېشن په ډيره کاميابۍ کار شورو کړی دی ـ چارسده او متهره پېښور کې دوه پرائمري اسکولونه روان دي ـ او په کال دوه زره اتم کې به لس نور اسکولونه هم کار شورو کوي. de Bacha Khan Arman By: Ajmal Khatak - بېرته شاته