(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخواري كښو نړۍ واله ورځ اودنړۍ سباؤن

لومړي مئي دخواري كښو نړۍ واله ورځ اودنړۍ سباؤن

ليكونكى:عبدالجبار كاكړ

نه يواځي ماركسزم وخواري كش او مزدور ته ډير ارزښت وركړي دي بلكي اسلام پخلپه هم دخواري كش ډير درناوي كوي حديث شريف كښې راغلى دي چي خواري كش ته په كار دي چي دده خواري دده دخولودو چيدو دمخه وركول شي په رښتيا هم خواري كش او مزدور تر هر چازياته ارزښت لري دنن چي موږ كوموكورو كښې ناست يو دهغه لوئي لوئي وداني چي جوړي دي يا دالوئي لوئي لاري چي ځموږ موټران باندي ځخلي داټوله دهغه چا په خوارو او لاسو جوړ دي چي خواري كش يامزدور ورته ويل كيږي لنډه دا  چي هغه كوم څه دي چي موږ ګټه ځيني اخلو په هغه كښې دخواري كش خوله نه دتوئي شوي داموږ چي څه خورو او څښو يا يې اغوندو داهمدخواري كش او دمزدور ترلاسه تيريږي چي شپه او ورځ و ټولو وګړو ته آسانتياوي ورسوي او نورو ته ګټه رسوي هغه دشتمني او جائيداد خاوند جوړه وي خو پخلپه په دوه وخته ډوډي پوري حريان وي ځكه كه يخ وي يا دوبى او ګرمي يا ياران او واره دي اړوي چي خپله ډنډه ترسره كړي او موږ داګورو چي دخواري كش او مزدور خواري ده  چي نن يې دانړۍ ودي ځائي ته رارسولي ده كه دده خواري ځيني واستل شې نو به ددي نړۍ دهغه رنګينى او ښكلا پاته نه شي.

       دنن څخه نز دي سواپيړي دمخه چي كله خواري كشو داوتراشله چي ځموږ په هلو ځلو او خواري باندي نه يواځي دهغه نړۍ ښكلي كيږي بلكي هم هغه ځموږ خواري ده چي پنګوال دكارخانو او جائيدادو خاوندان شوي دي دوي كرار ناست او چرچي كوي خو موږ تر دولس ساعت څخه تر اتلس ساعته پوري خواري كاږو او دوني څه ددي خواري په بدل كښې راكوي چي په هغه باندي نه ځموږ كورني نس ډكيږي بلكي دومره هم نه پاته كيږي چي دجوړ ناجوړه دارو درمل په وكول شې نو ځكه دشګاګو چي دامريكا پو ښار دي دكارخانى مزدوران سره راټول شول او دكارخاني دخاوندانو څخه داغوښتنه وكړه چي نه يواځي د دوي خواري بدل دي زيات كړل شي بلكي د دوي دخواري وخت دي هم رالنډ كړل شي چي دوي وكولي شې چي لږ وخت دخپلو كورنيو او ماشو مانو سره تير كړي چي كله دوي دهغه عوښتنه وكړه وكارخانه داره ته عجبه او ناشوني ښكاره شوه چي ځمامزدور او دما څخه داسي غوښتنى نو ځكه چي د دوي داغوښتنه ونه منل شوه او هغه مزدوران او خواري كش چي دكارخانه داره په سوچ دهغه خواري كش يې راپارولي وو هغه دمزدوري څخه وشړل خوپاته خواري كشو وخپلى دي غوښتنو ته دوام وركړي چي ددوي غوښتني نه منل كيدي نو دوي پريكړه وكړه چي رلاريون او مظاهره به په كارخانه كښې كوي چي كيدي شې چي ددي لاري د دوي غوښتني ومنل شي.

          په لومړي مئي ۱۸۸۶ء په ورځ خواري كشان سره راټول شول او دوي لاريون روان كړي چي په مخ كښې بيرغ روان وو چي كله لږ ځائي ولاړو كارخانه دارود هر وخت وارو پوليس او چارواكي راغوښتل ولي چي چارواكي هميش دلويو خيتو په چوپړ كښې وي خوار مزدور او خواري كش كښې كله باك وهي نو ځكه چي دوي په خواري كشو باندي ټكان پيل او مرمي يې په وو رولي كوم چا چي سپين بيرغ په لاس كښې دمخه روان وو هغه ووشتل شو سپين بيرغ دده په وينو ولړل شو بيابل رامخ ته شو نيم په وينو سوربيرغ يې او چت كړي او مخ په وړاندي يې دلاريون مخ وړي چي بيادي هم دپوليس لخوا ووشتل شو او ولويدي بيرغ دده په وپنو نور سور شو خو بيا بل خواري كش رامخ ته شو هغه په وينو ككر بيرغ پورته او جګ كړي خو هغه ووشتل شو چي دهغه دبيرغ لويدل سوريدل او بياپورته كيدل جګيدل او وژل روان وو آن دا چي سپين بيرغ په وينوتك سور شو ددي سره دخواري كشو نوم او نشان دسپين څخه په سورنګ باندي بدل شو چي ترننه پوري دخواري كشو بيرغ سور وګرځيدي ډير خواري كش و وژل شول ډير ژوبل شول خو دوي دخپل هوډ څخه په شانه شول دوي چي كومي غوښتنى لرله هغه خوو دوي ته وركول شوي خو لومړي مئي دنن ورځ نړۍ واله دخواري كشو ورځ ونومول شوه چي په ټوله نړۍ كښې دهغه ورځي ترنن پوري لمانحل كيږي چي دنړۍ ټوله خواري كش دا ورځ دلاريو نونو دخواري كشو په غونډو ويناګونو باندي جوړه وي او هغه خواري كشو ته دګلو ګيډي او يادونه كوي چا چي دخواري كش دحق او برخي دپاره نز دي سواپيړي دمخه دراروانو خواري كشو دپاره خپل ژوندون دلاسه وركړي او دخواري كش ارزښت يې په نړۍ كښې نور ځلانده كړي او تر كله چي دهغه نړۍ پاته وي دشګاګود خواري كشود دشهيدانو د ورځ به په ټوله نړۍ كښې لمانځل كيږي.

           خود خواري كش په ارزښت چي څومره كارل ماركس پوه وو په دي نوي زمانى كښې بل څوك داسي داوه نه شې كولي چي دومره كار دي څوك وكړي دوي نه يواځي دكارخانى په ګټه كښې دخواري كشو برخه وټاكله بلكي وخواري كشو ته دلارښودنه وكړه چي داهر څه د دوي په خوري ودي نړۍ ته وركول شوي او وركول كيږي نو ددي دپاره ضروري ده چي دوي نه يواځي دكارخانو خاوندان شې بلكي دوي حكومتي چاري هم پخپل لاس كښې واخلي ولي چي يو شمير دي او وبلى خواته دوي دخوري كشو يو لوئي پوځ دي چي دوي كولي شې چي دنړۍ دټولو خواري كشو په موټي په ټوله نړۍ خپل حكومت جوړ كړي او كومه شتمني چي په يو ملك كښې ترلاسه كيږي او هغه يو يا څوشتمن تر خپله خيټه لاندي كوي هغه دملك په ټولو وګړو ويشل كيږي چي ودي ته دشوشلزم او بياد كميو نزم نوم وركول شو كه څه هم دهغه سوشلسټ نظام دنړۍ په يوه پراخ ملك لكه سوويت يونين راغلي او بيانورو ملكو ته هم وغزول شو خو تر او ياء كاله زيات يې  ژوندو نه كړي ځكه پنګه والي نړۍ خپل ټول وس وكړي چي دهري لاري وي دهغه اشتراكي نظام چي پنګه والو خپل مرګ په كښې ليدي خپلى ټولي هڅي يې هم ددي دپاره وكړي چي وروسته دوي په دي كشې بريالي شول او تر ډيره يې دشتراكيت ياشوشلزم كمبلي ټولي كړي.

  اوس په ټوله نړۍ كښې په دي خبري اتري او بحثونه روان دي چي آياد شتراكيت كمبلى د هميش دپاره ټولي شوي...؟ كه دماڅخه پوښتنه وشې خو ځما جواب به په يا كښې وي خو په دي اړه په څه بدلون راوستل وي ځكه چي پنګه والي نړۍ ونه كړل شول چي دنړۍ لانجى اواري كړي بلكي دپخوا په پرتله دنړۍ دنورو ناخوالو او خطرونو سره مخامخ شوي دي نه دا چي په نړۍ كښې خواري او غريې زياته شوي ده بلكي دښتمنى ويش هم ډير زيات شوي دي او شتمن نور شتمن كيږي او خوار نور خوار سيږي بى روزګاري تر پخوا هم ډيره زياته شوي چي پخپله دپنګى والي نړۍ مخ كښې امريكا دبى روزګاري دمالى ناخوالو دبشر دحقوقو څخه دسر غړوني ددهغه ملكو كښې يوه عام خبره ده او ددي دڅنګه نوري دومره ناخوالي دي چي پنګه واله نړۍ نه شې كولي چي نز دي نظام لاندي دوي دهغه ناخوالي اواري كړي چي ددي لويه څرګندونه دوال سټريټ او په اروپاكښې دمظاهره او ګډو ډيو په بڼه كښې ليدل كيږي دوروسته نړۍ حالت خو تر پخوا هم بدتر شوي دي خو دهغه توپيرچي ليدل كيږي دهغه نه ختم كيدونكي تو نه پخلا كيدونكي دي خوكه دهغه نړۍ والي ناخوالي دمنځ څخه دوړلو ديوه نوي نظام دراستلو پيل به هم د يويديځ دخواري كشواورڼ اندولخوا رامخ ته كيږي نه دپخوا واره د وروسته پاته نړۍ لخوا چي دپاته راتلو او ناكامي سره مخامخ شو خو دنن ورځي دنړۍ هر وګړي په ټوله نړۍ كښى جوړه جاړه سوله پرمختيا او برابري غواړي آيا پنګواله نظام دنړۍ دهغه غوښتنى وركولي شې كه يا؟ خبره هم په دي ځائى كښى بنده او تړلي ده.

- بېرته شاته