(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دتاتارې قوم ظلمونه

په نړۍ وال تاريخ کې د تيموردانسانى کوپړيو څخه دمنارونو د جوړولو په لقب سره ياديږې اوهغه ددغه لقب لايق هم ؤ مګر په منځنۍ اسياکې اودايران په کومو جنګي ميدانونو،اوبيابانونوکې چې څومره دانسانى کرکريو څلي جوړکړي ؤ هغه د بى ګناه مسلمانانو سرونه ؤ ، د ١٤ پيړۍ عيسوې په اخرې دوه لسيزواو د ١٥ پيړۍ په پيل کې دتيمورپه شکل روان تاتاري بربادۍ اوچورچپاو ختيځه اولويديزه نړۍ ترخپولاندې او فتح کړي وه ، له هغې وړاندې چنګيزخان او هلاکوخان هم دغه ډول کړنې کړې وې ، فرانسوې اديب او تاريخپوه کستاولى بان په خپل کتاب (تمدن هند) کې ليکلې دمغلوهيوادنيول يوازې پدې غرض سره ؤ چې په نړۍ والو قوتونوخپل رعب او دبدبه واچوي ، اوهغوې دخپل بيرغ لاندې سپک کړي ، چنګيزخان اوتيمور لنګ هغه نومونه دي چې په  اوريدوسره سره زموز په فکر کې د ظلم ، بربادۍ او د وينو د ويالو خيال راځي ، دتيمورپوره نوم تيمور لنګ ؤ تړاويې دتاتارنسل اوبرلاس قبيلې څخه ؤ په يوه جنګ کې سخت ټوپي شو چې له امله يې هغه په يوه خپه باندې ګوډ شو اوله همدې وجې څخه ورته تيمولنګ وايې  د منځنۍ آسيا ښار سبز کې زيږيدلي ؤ کوم چې د ثمرقند سره نږدې دى ، پلاريې د خپلى قبيلې سردار ؤ په پيل کې يې دسيمې د تاتارى آمر کازغان  په مشرۍ کې په جنګونو کې برخه واخيسته ، دهغې قبيله  د جنګ کوونکو خلکوپه څيروه هغوې يوازې د رسم او رواج په ډول مذهبى فرايض اداکولو ( تش په نوم مسلمانان ؤ ) په سياسي اوحربى توګه هغوى د چنګيزخان دقوانينو پيروان ؤ دجنګ او جګړو خوښونکى  ؤ دقبيلې په ميلمستياوکې به چې کله دجنګى کړنو بحثونه پيل شول نودهغې په پاى کې به دهغوى د ميلمستاو يادونه خامخا کيده ، چې په هغې کې به فاتح تاتارې قوم دخپلو دښمنانو په کيندل شوو کوپړيوکې د اسپود شودو څخه خونداخيسته ، اوځوان تيمورلنګ به دتل لپاره دجنګ جګړو او دوژلو په خبروکې اخته ؤ دخندا او ټوکوټکالو سره يې مينه نه درلودله ، پدغه زمانه کې په منځنۍ اسيا کې بيلابيل ترک او تاتارې آمرانو په حکومتونو ويشل شوي وه  چې هريو يې يوازې د واکمنۍ دعوي کولې ، دلري پرتو منګوليا د شمالى سيمو څخه دمنګوليانو بادشاه خان اعظم ددغې مقامې اميرانو څخه ټکس يا باج اخيسته ، که کوم اميربه سرغړونه وکړه نودلوى خان پوځ بۀ د شمالى خوا څخه د هغې د ځپلو لپاره راته ، دثمرقند اميرد سرکشۍ لاره غوړه کړه نو خان اعظم په غټ زړه سره دپوځونو دهغېې ته دسزا لپاره پرثمرقند بريدوکړ ، دهغوى پوځونو مزاحمتونه ترخپو لاندې کړل او هغوى ته ورسيدل ، د امير ثمرقند سربيره باغى شوى اميران هم وتښتيدل ، تيمور له حکمت څخه کار واخيستلو سره خان اعظم ته قيمتې تحائف وړاندې کړه ، خان اعظم دهغې له شخصيت او بهادرۍ څخه ډير متاثرشو هغه يې تومان باتى (دلس زرو پوځونو قومندان ) وټاکه ، اوددغو سيمو حکمران يې کړ . خان اعظم خوبيرته ولاړ مګر دتيمور خپلوانو او تاتاريانو سردارانو دهغې حکمرانې نه تسليموله  ، پدې ډول د تيمور اودهغې سيمې سردارانو اواميرانوترمنځ دجنګونويوه نه ختميدونکى سلسله پيل شوه ، اوپه پاى کې تيموردنړۍ ترټولو سترفتحه کونکى شو ، ددې اوږدو جنګونوپه زمانه کې تيمور اوهغې د قبيله په ځينو وختونو بيابانانونو تلوته هم اړشوې دى ، اويو وخت داهم راغى چې دهغې تره اودهغې  اوښى دهغه د وينو تږې شو، داخبره بايد ومنل شي ، چې په جنګى تدابيرو کې دهغې څوک هم برابرنه ؤ په بهادرۍ اود خطرونو په منځ کې د ورتللو صلاحيت باندې هغه يو بيسارې شخصيت ؤ مخالف لورې به انتظارکوه چې فکر وکړې اوتيموربه دهغوى صفونه وشلول اوله شا څخه به يې پرې بريد کاوه ، مغل د منځنۍ آسيا او ايران څخه دتل لپاره ويستل اولرو شمالى سيمو(اوسنۍمنګوليا) ته شاته کول بې له شکه داسې کارنامه اودجنګونو بى سارې بيلګه ده او داکار د تيمورپه څير نړۍ وال فاتح کولاى شو ، له تيمور څخه قدرت دوه مهم کارونه واخيستل يوداچې د وينو تږى تاتاريان يې بيرته يخو شمالى سيموته پرى وليږل ، چې کوم ځايى هغوى دوه پيړۍ وړاندې پريخې ؤ ، چې چنګيزاو هلاکووغيره په مشرۍ په مهذبه اسلامى نړۍ سوراه شوي ؤ (اوخپله تيمورهم د تاتارارې قوم څخه ؤ ) .
دوهم کار داچې په عيش وعشرت کې پرتو اسلامى حکومتونوته يې پرې سخته سزا ورکړه ولى له تيرو دوو پيړيو څخه  د تاتاريانو د لاسونو څخه يې ډير غمونه ، شکستونه او بربادو سره هم نا اهله اسلامى حکومتونه بيدارنه شول ، بلکې دهغوى په غفلت کې لا ډيروالې رامنځته شو ، عبرت او نصيحت يې وانخست اودعبرت نه اخيستلوواله قومونوباندې قدرت همدغسې عذابونه راليږلې ، اړينه نه ده چې پرهغوې له اسمانه څخه ډبرې ووريږې ، ياد زړه د چاودلو لپاره پري اواز وکړاى شې ، ياځمکه پدې بل مخ شې ، ياغراوچت کړي اوپه هغوى يې وغورځوې ..........
قدرت يوغالب قوت په دوهم طاقت باندې دفعه کوي اود سزا اوعذاب لپاره ظالمان بادشاهان مقرروې ،
اودقدرت دا قوانين اوس هم پرخپل ځاى باقي او مقرر دى په هغې کې بدلون نه رامنځته کيږې 
پاى
ليک : مسيح الله (عصام)

- بېرته شاته