(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکيرو په کتاب(دي پټهان)يوځغلنده نظر

ميا ضياء الدين کاکا خېل
مانه دا تقاضا شوې ده چې د سر اولف کيرو د مشهور کتاب (دي پټهان) په رڼا کې د پټهان لفظ په حقله خپل خيالات ظاهر کړم . دې کې شک نشته چې د سر اولف کيرو دغه کتاب په دغه موضوع باندې اخري او ښۀ کتاب دی. سر اولف کيرو زه پخپله د اوو ديرشو کالو رسې پېژنم. او هغه زما د ډېرو ښو دوستانو نه يو دوست دی. هغه ښۀ عالم او فاضل انسان دی. ما د هغه ځنې نور کتابونه هم لوستي دي . څلور پنځه کاله کيږي چې هغه سره زما ملاقات په کراچۍ کې اوشو. ځکه چې مونږ دواړه په سرکاري مهمان خانه کې اوسيدلو . زه د سوډان نه لږو ورځو لپاره پاکستان ته راغلیووم. او هغه د خپل مشهور کتاب د پاره د مواد د غونډولو په نيت پاکستان ته راغلیوۀ. هغه ماته اووئيل چې هغه په پښتنو باندې د يوکتاب ليکلو اراده لري. او مانه ئې هم په دې حقله څه لږ ډېر تپوسونه اوکړل . ما هغۀ له ډيره ډاډګېرنه ورکړه. او رښتيا خبره ده چې کوم وخت دا کتاب ما په وړومبي ځل اوليدو نو زه بې کجه خوشحاله شوم.
سر اولف وړمبیغلطي دا کړيده چې د کتاب عنوان ئې ( دي پټهان ) ايښودیدی. خو په دې خبره مونږ هغه نه ګرموؤ. ځکه چې مونږ پخپله هره ورځ دا غلطي کوو او غالباٌ دا غلطي په مونږ کې د اخري مغلو او د برطانوي راج د شورو نه راروانه ده . دا غلطي اکثر د پټهان او افغان د نومونو په استعمال کې کيږي. دا يو لفظ هم د پښتو ژبې نه دی. کومه ژبه چې مونږ وايو او د پښتونخوا مشرقي علاقه کې او مغرب طرفته په کابل کې او خاص د کراکرم په سلسه کې قطب طرفته او سهيل طرف ته په کوئټه او قندهار کې وئليیکيږي، هغه پشتو يا پښتو ده. اؤ مونږ چې مورنۍ ژبه مو پښتو ده ، يو بل ته پښتو اؤ پښتانۀ يا پشتون يا پشتانۀ وايو. دا د ژبې د نرمۍ يا د سختې لهجې وجه ده. تاسو ټول به ماسره په دې خبره اتفاق اوکړۍ چې که چرې مونږ يو پښتون نه په خپله ژبه کې تپوس اوکړو چې ته څوک ئې نو بغير د تامل نه به هغه دا ځواب راکړي چې زه پښتون يا پشتون يم. خو ځان ته به پټهان يا افغان نه وايي. چې هغه په بله ژبه کې خبرې کوي.
سر اولف کيرو باوجود ددې خبرې چې د پښتنو نه ښه خبر وۀ ، او د دوۍ په حقله ئې کافي معلومات حاصل کړي وو ، يو داسې غلطي کړيده چې اکثر د يو غير ملکي نه کيږي. هغه افغان او پښتون لفظونه مخلوط کړيدي. ځکه چې د هغه په نيز پښتون او افغان متبادل لفظونه دي. زه د هغه بيان سره اتفاق کووم چې دا رښتيا خبره ده چې ډېرې مودې راسې د افغان اؤ پټهان اؤ پښتون په مينځ کې فرق باندې چا غور نه دیکړی. اؤ نه ئې دا فرق په ګوته کړیدی.
سر اولف کيرو د خپل کتاب په څوارلسم مخ کې ليکي:
( مثلاٌٌ که د يو يوسفزي يا خليل نه تپوس اوشي چې ته څوک ئې؟ نو هغۀ به هم دا ځواب ورکوي چې زه افغان يم. ددې قبيلو سړیبه داسې نه وايي چې زه پښتون يم. هغه پښتو وايي خو هغه خپل نسل افغان ګڼي. د رواياتو نه هغه د درانيانو سره نزدې رشته لري خو حقيقت دادیچې هغه د پښتو ويونکو درانيانو نه ځان بهتر ګڼي. که د نسل په حقله ترې نه نور تپوس اوکړل شي نو هغه به وايي چې د پښتو ژبو ويونکو کې د هغه ژبه سخته ده. اؤ دغه ژبه د شريفانو ژبه ده. او په دغه وجه هغه د نورو پښتنو نه اوچت دی. او اصلي افغان دی. د هغه په خيال کې د غرونو خلق لکه خټک ، افريدي ، وزير او نور داسې په خپل ځاېې پښتانۀ دي خو د هغوۍ دعوی چې مونږ افغان يو ، د شک نه خالي نه ده).
زه ددې بيان سره بيخي متفق نه يم. که چرې يو خليل يا يوسفزي نه په پښتو کې تپوس اوکړې چې ته څوک ئې نو هغه به ځواب درکړي چې زه پښتون يم. اؤ که هم دغه سوال ترېنه په انګرېزۍ ، اردو يا فارسۍ کې اوکړې نو ځواب به درکړي چې زه افغان يا پټهان يم. هغه به داسې ځواب ځکه درکړي چې په غېر پښتو کې پښتانۀ هم په دغه نومونو مشهور دي. ما هيچرې دا نه دي اوريدلي چې يوسفزو يا خليلو دا دعوی لرلې ده چې مونږ د هغه پښتنو نه ښه افغانان يو. کوم چې په غرونو کې اوسيږي. زه حېران يم چې سر اولف کيرو غوندې عالم سړیڅنګه دا غلطي کولیشي؟
داسې غلطۍ نورو ليکونکو هم کړيدي. لکه سر کائر فريزر ټائېلر د خپل کتاب ( افغانستان ) په اتۀ څلوېښتم مخ ليکي:
( د افغانستان په ټولو خلقو کې اوچت خلق پټهان يا اصلي افغان دي . د افغان حکومت د دوۍ په لاس کې دی. او دا د افغانستان په مختلفو قبيلو کې اوچته قبيله ده).
دا بيان صحيح دیسوا ددې نه چې د پټهان لفظ دلته په ازادۍ سره استعمال شویدی. ددې په ځائې که هغه د پښتون لفظ استعمال کړیوینو دا بيان به بالکل صحيح وۀ.
پټهان لفظ داسې ښکاري چې د مسلمانانو د سوونو کالو په دوران حکومت کې د ډيلي په دربار کې تخليق موندلیدی. کوم وخت به چې د پښتنو د علاقو خلق د سېل په غرض يا د سپاهيانو په حېث هند ته تلل . په دوۍ کې ډېر پښتانۀ په هندوستان کې آباد شوي دي. په يو يا دوو نسلونو کې به ئې خپله ژبه هېره کړه او هندوستاني ژبه به ئې خپله کړله. خو چونکه هغوۍ به خپل نسل سره نښتي وو اؤ په هغې به ئې فخر کولو نو يو جدا طبقه ترېنه جوړه شوه. بلکه د هندوستاني رسم و رواج مطابق به هغوۍ په يو ذات کې بدل شول او دغه ذات په مشور نوم( پټهان ) بللیکيدو. نتيجه ئې دا وه چې هر هغه کس چې پلار نيکۀ به ئې د پښتنو د علاقې اوسيدونکي وو ، په پټهان نوم مشهور شول. او تر نن ورځې پورې دا نوم هم داسې چليږي. په کومه طريقه چې دا ذات جوړ شویدی، هم هغسې پښتانۀ پټهان بللیکيږي. خو ظاهره خبره ده چې هر يو پټهان پښتون نه وي. مونږ دا فرق نظر انداز کړیدی. اګرچه په يو جمهوري رياست کې د وړاندې تګ په نقطۀ نګاه سره دا ډېر اهميت لري ، ځکه چې په ټولو اهمو معاملو کې هم تعداد پکار راځي . زه بغېر د څه قسم ترديد يا وېرې نه دا دعوی کولیشم چې هغه خلق کوم چې پښتو ژبه نه وائي ، اؤ په پېړو ئې جرې دا ژبه نه وي وئيلي، او پښتو ويونکو سره ئې څه رشته يا تعلق نه وي ، هيجرې پښتانۀ نشي ګڼل کېدلی. زما دا خيال نه دیچې څوک پښتو نه وايي ، هغه به دا دعوی اوکړي چې زه پښتون يم. په دې وجه مونږ له پکار دي چې مونږ خپل پښتانۀ په دې خبره پوهـ کړو چې په پښتون ، پشتون اؤ پټهان کې څه فرق دی؟
هم دغه تنقيد د افغان لفظ خلاف کېدلیشي. دا لفظ مونږ خلق د پېړو داسې استعمالوؤ. دا د فارسۍ ژبې اثر دیيا کم نه کم د هغه فارسي وانو اثر دیکوم چې په دې علاقه کې اوسيږي ، لکه موجوده افغانستان واخله. چې تقريباٌ نيمه ابادي ئې فارسي او ترکي ژبې وايي. دا خلق ځان ته افغانان وايي . باوجود ددې خبرې چې دوۍ پښتو نه وايي او دغسې نور خلق چې مورنۍ ژبه ئې پښتو وي خو وايي بله ژبه . ټول پښتانۀ په افغانستان کې افغانان دي . خو ټول افغانان پښتانۀ نه دي. دې فرق باندې غور نه دیشوی. نه سر اولف کيرو نه چا اوسني ليکونکي دې له څه اهميت ورکړیدی. د افغانستان پښتانۀ کله چې په خپله ژبه کې خبرې کوي نو خپل ځان ته پښتانۀ وايي اؤ نورو ته فارسي وان.
زه د خپل هغه بيان تشريح کول غواړم په کوم چې ما د هغه خلقو مثالونه ورکړي دي چا چې خپل وطن پرېښودیدی. او بل ځائې کې اباد شوي دي. او کله کله ترېنه خپله اصلي ژبه هم هېره شوې ده. دوۍ د نوي ملک نوم او قاميت خپل کړیدی. اګرکه دوۍ ته خپل اصل معلوم وي هم . انګرېزان او د ائرلېنډ خلق کوم چې امرېکې او اسټريليا ته تلي ، اؤ هلته اباد شوي دي ، څو پېړو پس ئې خپل نسل هېر کړیدی. آو ځان ئې امرېکن اؤ اسټرېلين شمير کړیدی. نور د اروپا خلق لکه جرمنيان ، فرانسيان او پولشان وغېره چې امريکه کې اباد شوي دي ، هغوۍ هم اوس امريکايان دي. اؤ خپل ځانونه د پلار نيکۀ په اصل بالي. د هند و پاکستان په نيمه وچه کې د ساداتو ډېرې کورنۍ دي ، خو اوس هغوۍ ځان ته عرب نه وايي . اؤ ايراني او ترکي کورنۍ کومې چې مسلمانانو بادشاهانو سره دې وطن ته راغلې وې ، هغوۍ هم خپل اصلي نومونه پرېښودل. بهرحال داسې ښکاري چې په ډيلي دربار کې پښتون يو جدا او با اثر عنصر وۀ. غالباٌ د هغوۍ شمير د مسلسل نقل وطن په وجه زياتېدلو او په خېث د يو قام دوۍ د نورې ابادۍ نه بېل پاتې شول. د هندوستان د ذاتي تميز دستور کوم چې مسلمانانو د هندوانو نه اخستیوۀ ، د داسې بېلتون لپاره يو موزون ماحول جوړ کړو. او دغه بېلتون تر نن ورځې پورې تر ډېره حده لا موجود دی. ددې نه هر څوک خبر دي چې په هندوستان کې او د اباسين نه پورې غاړه پاکستاني علاقو کې د پټهانانو په زرګونو کورنۍ په ډېر فخر سره دا دعوی کوي چې مونږ پټهانان يو. اؤ ددې دعوې په تائيد کې هغوۍ خپلې نسب نامې محفوظې ستاتلې دي. دې کې هيڅ شک نشته چې په دوۍ کې د ځنو خلقو دعوې مستندې دي. خو سوال دا پېدا کيږي چې آيا دوۍ پښتانۀ پاتې کېدیشي؟ که يو زمانه کې ئې اصل پښتون وۀ ؟ زما په خيال ددې ځواب نفي کې دی. لکه سادات اؤ داسې نور خلق چې ځان ته قرېش وايي ، کوم چې زمونږ په علاقه کې اوسيږي. د خپل اصل په وجه عرب نشي ګڼل کېدی. هم دغسې زما په خيال هغه خلق کوم چې پښتو نه وايي ، که اصل ئې هر څه وي ، پښتانۀ نشي بلل کېدلی.
د پښتو په ادب کې هم پټهان لفظ قبول نه دی. خوشحال خان خټک هم د پښتون د جدا هستۍ دعوی کړې ده . اګر که هغه د پښتون لفظ د افغان سره تړلیدی. زه دلته د هغه دوه شعرونه ورکوم. په يو شعر کې هغه پښتون لفظ ورکړیدی.
پښتنو سره زړه تور دید مغلو
خبردار ئې په نيتونو يک په يک يم
هم ددغې نظم په اخر کې خوشحال خان وايي:
د افغان په ننګ مې اوتړله توره
ننګيالید زمانې خوشحال خټک يم
په هندوستان کې د مسلمانانو په دوران حکومت کې ( افغان ) اؤ ( پښتون) لفظونه په صدو يو تربله متبادل راغلي دي. ابدالي حکومت د پښتنو حکومت وۀ. خو دربار د فارسۍ اثر لاندې راغلو. اؤ افغان نوم چې ددې علاقې خلقو ته به اخستلیشو، په يو قامي نوم کې بدل شو. د فارسۍ ژبې د اثر لاندې چې درباري ژبه هم وه ، اؤ دفتري ژبه هم ، پښتون خپلې اصلي ژبې ته شا کړه . دوۍ د فارسۍ رنګ واخيست . اګر که دوۍ به ځان ته افغانان وئېل . زما په خيال ، دوۍ د هغه وخت نه پښتانۀ پاتې نشو ، چې کله نه ئې خپله ژبه پرېښوه. ما په پېښور کې د ځنو دوستانو بچي ليدلي دي ، چې پښتو ژبه ئې هيره کړيده ، زما په خيال څه موده پس به ، دا بچي اؤ ددوۍ اولاد د پښتو نه اووزي.
کوم وخت چې ما د خوشحال خان خټک شعرونه دلته ورکول ، نو خيال مې راغیچې ستاسو توجه د هغه يو نظم ته را اوګرزووم ، کوم چې هغه د هندوستان د بادشاهانو يو مختصر غوندې تاريخ کې ورکړیدی. په دې نظم کې د ډيلي د ښار بيان دی. اؤ د وړومبي مسلمان بادشاه د نوم نه شورو کيږي.
د اسلام بادشاه اول معزالدين وۀ
چې يو کال ئې په ډيلي هم اقامت وۀ
هغه ( اسلام ) لفظ استعمال کړیدی. اګرچه د تاريخ نه مونږ ته معلومه ده چې د مغلو نه وړومبیپه هندوستان کې ټول خاندانونه د پټهان خاندانونو مشهور دي. خوشحال خان ( پټهان ) يا ( افغان ) يا پښتون نه استعمالوي. څه وخت چې هغه د اولني بادشاه نوم اخلي.
ځکه چې اولنیبادشاه معزالدين غوري وۀ او د اصله ترک وۀ.
خوشحال خان خټک بيا اولني پښتون بادشاه ته راګرځي اؤ وايي
بيا سلطان جلال الدين په سرير کېښناست
چې په اصل کې غلجید ولايت وۀ
دې نه پس هغه د يو بل بادشاه ذکر کوي لکه چې وايي
بيا سلطان محمد شاه د دۀ ورارۀ وۀ
چې پښتون د دده په عهد په عزت وۀ
د بابر مغل بادشاه په حقله خوشحال خان وايي
بيا له پسته د ډيلي بادشاه بابر شو
چې ئې کار د پښتانۀ په برکت شو
دلته خوشحال خان بيا په پښتنو او د بابر په نورو فوځونو کې امتياز ظاهروي.
زمونږ په خيالاتو کې د شک شبې لرې کولو دپاره ، او د هغه اثر لرې کولو لپاره کوم چې ددې لفظونو اختلاط پېدا کړیدی، زما په خيال دا موزون وخت دیچې مونږ ددې درېو لفظونو يعني پښتون ، پټهان اؤ افغان وضاحت اوکړو.
درې مياشتيزه پښتو د کال ١٩٦٢-٦٣ جلد
دښاغلی  فضل الرحمان زاهد په زیار

Pashto, Pashtuns, Pashtunkhwa, Pashtunwali, Pashtun, Pakhtun, Pakhton,  Pakhtoon, Paschtun, Pokhtun, Pokhtoon, Pokhton, Pakhtunkhwa, Pokhtonkhwa, Pakhtoonkhwa, Pashtunkhwa, Pashtoonkhwa, Pashtonkhwa

- بېرته شاته