(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو ډېره شوه خو...

لیک: نورالبشر نويد
اسلام اباد وايي چې موږ پښتون ماډرن کوو. خو پښتو وايي ما خو داسې ډېرېدل نهٴ غوښتل چې ما کږه وږه کړه.
په پښتونخوا کې پښتو ډېره شوه، دومره ډېره شوه چې چاپځایونه د پښتو د کتابونو، اخبارونو، مجلو نه وزګاريږي، د کتابونو دوکانونه ډېر شول، پښتو پکې په دلو دلو پرته ده، د فټ پاتونو سټالونو باندې هم پښتو پرته ده، هر څوک کتابونه چاپوي، او ''صاحب ديوان'' شرف ورته حاصل شي.
پخوا به شاعرانو د خپل يو غزل لپاره په مياشتو مياشتو انتظار کاوه، اوس نوي شاعران هم ژر ژر غزلې وليکي او کتاب چاپ کړي، پښتو يې ډېره کړه، ټوله پښتونخوا پښتو پښتو شوه.
هو، پښتو ډېره شوه خو...
"ژبه خو مور ده، مور سره څوک داسې سلوک کوي، کهٴ د پاکستان پنجابی زما په رشته او قدر نهٴ پوهېږي نو هغه خو زما زامن نهٴ دي."
د پښتو معيار څه دی، خريدار يې کوم دی، کتونکي يې چېرې دي، پښتو په کتابونو اخبارونو او مجلو کې ډېره شوه خو د پښتو سترګې کومې دي او دماغ کوم دی؟ داسې خو سرکار هم پښتون دی خو سوچ او فکر، سترګې او ژبه یې اردو او انګريزي ده، اُردو ته د رابطې ژبه او انګريزۍ تهStatus Symbol وايي، د پښتون سرکار خيال دی چې موږ پښتون بدلوو، خو دا خبره هېروي چې د قوم پېژندنه له هر څهٴ لومړی په ژبه دی.
خو د پښتون قوم ژبه فقط د شاعرانو په کتابونو کې ده، يا د هغوى په دماغو کې ده، خو د پښتو د کتابونو فنډونه د اردو انګرېزۍ ليکوالو ته ځي ځکه چې د سرکاري کتابتونونو لپاره له پنجابه د اُردو او انګريزۍ کتابونه راځي او د پښتونخوا د پښتو فنډونه د پنجاب مطبوعاتو ته په لاس ورځي او د پښتو دماغ د خوشحال بابا د دې شعر په معنا احتجاج کوي چې:
زهٴ يې چا لره وهم قدر يې چا زده
په اور وسوزه دا تُورې قلمونه
هو، پښتو ډېره شوه د نښترهال په سټېج د پښتونخوا د کلتوري څانګې له خوا بغير ټکټونو سټېج پروګرامونه کېږي، وزيران مشيران، بيوروکرېټ که پښتو ورځي او که نه خو دومره حبس وهلي دي چې پښتو پروګرامونو له راځي، او پښتو ته لاسونه پړقوي چک چکې وهي، پښتو دومره ډېره شوه چې د کلتوري څانګې له خوا فنکارانو ته بندې لفافې په لاس ورځي، فنکاران خوشحال شي چې پښتو اوس سرکار هم په بيعه اخلي.
هو، پښتو ډېره شوه خو...
پښتو په سندرو او ګډاګانو نهٴ ډېريږي، دا د يو سټېج د لکونو فنډونه چې اخوا دېخوا کېږي او سرکار چې په خپل کرېډټ کې د کلتوري پروګرامونو په نامه د پروګرامونو شمېر اچوي.
نو دغه لکونه دې د پښتو په فنکارانو او د پښتو په معيار هم خرچ کړي کلتوري څانګه دې په خپلو فايلونو کې هغه درخواستونه هم وګوري چې په کې د پښتو فنکارانو د خپل تنګ لاس وير ژړا کړې ده، د نښترهال د سټېج د فنکار په بنده لفافه کې به څهٴ وي!؟
هو، پښتو ډېره شوه، د نشر اۤباد د سي ډي ګانو فلمونو ته وګورئ، د پښتو څومره فنکاران، څومره ډايريکټران او پروډيوسران يې راپېدا کړل، اوس خلک د انګرېزۍ فلمونو سي ډيي نهٴ وړي، د هند فلمونه هم نهٴ خوښوي، هر څوک د پښتو سي ډي پخپله هم ګوري او بهر ملکونو کې مېشته يارانو دوستانو خپلوانو ته هم لېږي چې پښتو ډېره ډېره وګورئ، دا ستاسو د وطن پښتو ده.
هو، پښتو ډېره شوه خو...
سي ډي فلمونو د پښتو او پښتنو شکل مسخ کړ، د پښتو فلمونو شکل يې وران کړ او د هغې نه د پښتو سي ډي فلم جوړ شو، د هند د فلمونو ډانس نور فحش شو د هغې نه د پښتو ګډا جوړه شوه، د پنجاب ډانسرې پښتونخوا ته راغلې.
د لاهور د سټېج بربنډتوب يې پښتونخوا ته راوړ پنجاب خپله فحاشي د پښتونخوا په کلتور کې ځای کړه، لکه چې پښتو يې د هيرامنډۍ په بازار کې ودروله، پښتون سرکار به وايي چې وګوره پښتو څومره ډېره شوه، خو د پښتو اوښکې به نه ويني چې ورته وايي:
ای سرکار بابا! دا زهٴ دې په کوم بازار کې لکه د ترهګرۍ ځپلې کونډې په شان سر توره درولې يم؟
پښتو ډېره شوه، د ای وي ټي خېبر د پښتو چينل شپه او ورځ د پښتو خپرونه کوي، لکه چې ټول اسلام اباد پښتون شوى وي، چېرې اسلام اباد او چېرته پښتو؟ چېرته د پنجاب اۤقا او چېرته د پښتو غم!!
د پښتو کمال
دا د پښتو کمال دی او کهٴ نه چې ځان يې په اسلام اباد کې هم ځای کړ، پښتو يې دومره ډېره کړه چې ای وي ټي خيبر نورې څانګې پرانیستې، په بهر دنيا کې هم پښتو خپروي، او پښتو دومره ډېره زياته شوه چې د اسلام اباد عصري خلک هم اوس پښتو وايي، پښتو زده کوي، په پښتو خبرې کوي.
هو، پښتو ډېره شوه خو...
پښتو ته يې لاس پښې ماتې کړې، پښتو ته يې خولهٴ کږه کړه، لفظونه يې ورله بې معنى کړل، خپلې جامې يې ترې وايستې او د اسلام اباد ماډرن پوشاک يې ورپه غاړه کړ.
اسلام اباد وايي چې موږ پښتون ماډرن کوو. خو پښتو وايي ما خو داسې ډېرېدل نهٴ غوښتل چې ما کږه وږه کړه، زما شکل کوږ کړه، درانهٴ خواږهٴ پښتانهٴ هم چې ما ګوري نو قی کوي.
ای اسلام اباده، تا خو زهٴ لکه د خوږو مالوچو وخوړم او په خپلو پښتنو دې قی کړم، د دې حال نه خو نشت ښهٴ وم

مېاشتینۍليکوال

 

- بېرته شاته