(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ژبې څنګه رامنځته شوي او څنګه وده کوي؟

عبدالودود پښتونځار
ليکوال:رابرټ شېفر،ورلډبوك اف انسايكلوپيډيادژبې له مطلب څخه
ژبه دانسانانوترمنځ داړيکو بنسټ دى.له څېړنوښكاره شوې،چې مرغان اوژوي هممانادارغږونه باسي.خپل ډار،خوښي اوهيله مندي دچونګېدلو،غپلواوسونګېدلولهلارې ښکاره کوي.خودانسانانوغوندې خپل افکارپه ژبه نشي راوړای.ځكهانسانان کابوټول هغه څه چې احساسوي يې اويايې په فکرکې ګرځي څرګندولایاوويلای شي.
ژبه دانځوريامېزپه شان بشپړمحصول نه دی،بلکې تل دبدلېدوپه حال کې وي.دوختپه تېرېدوسره پكې نوې کلمې رامنځته کېږي اوزړې له کاره لويږي.دجملواوډوناوپښويز نرخونه(ګرامري قواعد)يې بدلون مومي.دبېلګې په ډولچوسر(Chaucer)[۱]په ١٣٠٠ زېږدي کلونوکې په انګرېزۍ ژبه كې دکينټربرينكلونو(Tales Canterbury ) په نامه يو کتاب ليکلی،خودهغۀ اواوس مهالانګرېزۍ ترمنځ ډېر توپيرراغلی.نن ډېرلوستونکي دهغۀ پرانګرېزۍ په سختۍپوهېږي.
ژبه کسبي وسيله ده،کله چې ماشوم نوی پيداشي، خبرې نشي کولای.اواړتياوې يېډېرې لږې وي.عموما خپلې اړتياوې دژړاله لارې پوره کوي.خوڅومره چې ماشومغټيږي، اړتياوې يې هم ډېريږي اواړکېږي،چې داړتياودپوره کولولپاره ډېرڅه
ووايي.
کله چې کوچنی پرغږېدو پيل کوي نوغږونه يې محدودې ماناوې ورکوي نولومړىدماناو په اړه ډېرڅه زده کوي.له هغوکلمونه چې ماشوم يې لومړی زده کوي،يوه دسپي dog کلمه ده،ډېرکوچنيان په اول کې ګومان کوي چي ټول څلوربوليژوي به سپيان وي.خووروسته پوهېږي،چې يواځې يوۀ ځانګړي ډول ژوي ته سپیوايي اونور `غوا` يا `پيشو`ګڼل کيږي.همدا دماناوپه زده کړه کې لومړی ګامبلل کيږي.
همداشان وروپه وروماشومان پردې هم پوهېږي چې ځينې مهال يوشان غږونهبېلابېلې ماناوې ورکوي. پوهېږي چې دانګرېزۍfall غورځېدلواوهمداfall دمنيخزان) فصل ته هم وايي.ماشومان دوخت په تېرېدو سره ډېر څه زده کوي،خو
داټول كسبي(مصنوعي) دي...
ليکنۍ ژبه هم دګړنۍ ژبې غوندې کسبي(مصنوعي)وي. دژبو(الف.بې.تې) پهبشپړډول دهغو نښونښانومجموعه وي چې دژبو دغږونو دښودلولپارهاستعمالېږي.که غوښتل شوي وای نوABC دمثلث، مربع اومستطيل په بڼوهم ښودلکېدای شوای.او له دې سره به په ژبه کې هيڅ توپير هم نه ؤ راغلاى!
ژبې څنګه منځته راغلې؟
پدې اړه چې ژبې څنګه منځته راغلي اوانسان په لومړي ځل څنګه خبرې پيلکړې،څونظرونه موجود دي. دژبوځينې زده کوونکي پر دې اند دي، چې په لومړيوکې انسان دچوغکواو ژويو په څېر غږونه وېستل.خودژبوځينې نورپوهان بياپردېباوري دي،چې په لومړيوکې انسان دهغو غږونو، چې خپل چاپېريال کې يې اورېدلپيروي کوله. د پيروۍ په نتيجه کې له غږونو نه کلمې جوړې شوې.غالبآ د  BUZZکلمه چې دمچ دبنګهاري ماناوركوي،به له همدې لارې رامنځته شوي وي.[۲]
خودډېرونوروکلموجوړښت له دې نظرسره،سرنه خوري.
پدې اړه نوروپوهانوهم ډېرنظرونه وړاندې كړي،خويوهم سل په سلو کې دډاډوړنه ښکاري.البته په هرنظركې دڅه ناڅه ريښتينولۍ څرك لګېږي.په غالب ګومانژبه د تړون او پلان له مخې رامنځته شوې نه بلکې دانسان له اړتياسره جوختهمنځته راغلې ده.اواوس هم همداسې پرمختګ کوي...دنن زمان ژوندۍ ژبې لههراړخه پوره ندي.ځينې خيالات پکې په سختۍاوځينې پکښې په اسانۍ ويل كېداىشي اوځينې پكې داظهاراوبيان څو،څولارې اوګودرې لري...
ژبه څنګه وده کوي؟
دژبې پر،پرمختګ او ودې ډېرڅيزونه اغېزکولای شي.جګړې، سوداګري اودوګړيولهيوځاى نه بل ځاى ته كوچېدل ژبې ته وده ورکوي اويايې دمرګ کندې ته غورځوي. يو مهال لاتين ژبه دجنوبي اولويديځې اروپا پر پراخه سيمه واكمنه وه.روميپوځ له ځان سره هغوسيموته چې دروم امپراتورۍ لپاره يې نيولې وې،وړې وه.خوکله چې رومي امپراتورۍ دشمال ختيځ له لوريديرغلګروپرلاسوکښېوته اوواکمني يې پای ته ورسېده،نوتقريبا لاتين ژبه هم ورسره مړه شوه. اواوسيواځې په رومن کاتوليکوکليساوو،ددرملولپاره دنسخو پهليکنې،دبوټواوحيواناتو په نوموونې کې استعمالېږي.
په شمالي امريکا کې لومړني مېشت شوي يرغلګرانګليسان ول،نو لدې امله دهغویژبه(انګرېزي)دمتحدوايالاتوژبه وګرځېده.همدغسې په لاتيني امريکا کېهسپانويان لومړني مېشتېدونكي يرغلګر ول،نو دهغوۍ ژبه(هسپانوي) هم له دېلارې دجنوبي امريکا په ډېروهېوادونوکې واکمنه شوه.
امريکايي،برتانوي اوکاناډايي سوداګران دنړيوالې سوداګرۍ ډېره برخه په لاسکې لري،نوله همدې کبله دنړۍ په ډېرو سيمو کې انګريزي پراختيامومياودډېروهېوادونودويمه ژبه ګرځېدلې ده....
دبېلابېلووګړيوترمنځ اړيكي ژبه شتمنولاى شي.دساري په توګه په ١٠٦٦زېږديکال کې،پرانګلستان د(نارمن فرانسويانو)له يرغل نه مخكې انګرېزيد(انګلوساکسون) يوه لهجه وه.
(
نارميان)پرفرانسوۍ ژبه غږېدل.وروپه ورو(نارمنفرانسوي)او(انګلوساکسون)سره ګډې شوې اودانګرېزۍ غټه برخه ترې جوړه شوه.په انګلوساکسون)کې دغوايي او غوښې لپاره يوه کلمه کاو=Cow موجوده وه.خوفرانسوۍ د`غوا` او `غوښې` لپاره ځانګړې کلمې درلودې.غوښې ته يې بوف= BEOUFوايه،همدغه کلمه انګرېزۍ ترې واخيسته اوخپله تشه يې پرې ډکه کړه.
همدغسې ژبه دنويوکلموجوړولو له لارې هم پرمختګ اووده کولای شي...
لمن ليكونه:
[
۱] چوسر په ۱۳۴۳۱۳۴۲زيږدي كال دانګلستان په لندن(؟) ښاركې زېږېدلىاوپرپنځه ويشتم اكټوبر۱۴۰۰زيږدي مړشويدى.دى له شېكسپيرنه وړاندېدانګرېزۍ ژبې لوى شاعربلل كېږي.دۀ پرشاعرۍ برسېره نثرهم ليكلى دى.دىلومړى ليكوال اوشاعر دى،چې دانګلستان جنوبي لهجې ته يې دانګلستان دادبيژبې بڼه وركړېده.
[
۲] په پښتوكې هم ځينې كلمې لكه دكارغۀ(نورې بڼې يې:كاغۀ،كاغى،كڼاخ...) كلمه دنوموړي له غږ( كاغ، كاغ) نه، دچڼچوڼې كلمه د( چوڼ، چوڼ ياچڼ،چڼ) نه،دكوړكې كلمه دچرګې له غږ( كړت، كړټ، ياكوړت، كوړت) نه،دغواكلمه له( با،امبا)نه اودبنګېدلوكلمه دمچ له(بنګ،بنګ) نه رامنځته شوې ښكاري

- بېرته شاته