(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اجمل خټک ډايرۍ خپرول غواړي

لیک: نورالبشر نويد
اجمل خټک خپلې خاطرې ليکلي خو خپرې شوې نه دي
محترم اجمل خټک په موږ کې جسماني طور موجود نه دى خو د هغه ليکونه، ياداشتونه او افکار د ټول پښتون افغان وطن امانتونه دي.
محترم بابا پخپله وييلي او ليکلي دي چې زما ژوند زما قلم زما د قام دي. د دې وېنا په رڼا کې موږ وايو چې د قامي رهبر ، قامي مشر او او رهنما ژوند په هيڅ حال کې هم ذاتي نه وي، بلکې د هغه ژوند، هره ساه او هر حرکت د قام امانت وي، يوازې د کور، د بچو د خاندان نه وي ځکه نو د يو قامي مشر، رهبر او رهنما وړه غلطي هم د قام په تاوان وي.
څومره لوى رهنما چې وي هغه وړه غلطي نه کوي بلکې لوى رهنما لويه او غټه غلطي کوي، که يو رهنما په خپل ژوند د خپلو غلطو او اعتراف په تقرير او په وېنا کې ونه کړي نو په تحرير او ذاتي ياداشتونو کې هغه تاريخ ته ځان حواله کړي.
زه محترم اجمل خټک د دوېم تلين په موقعه د ټولو پښتنو له خوا دا مقدمه پېش کوم چې د خټک بابا ټولې ليکلې شوي ډايرۍ دې منظرعام ته بهر کړى شي
هم دغه شخصيت يو ايماندار او ريښتوني تاريخ ساز وي.
د محترم اجمل خټک د دوېم تلين په موقع د هغه د لاس ليکلي ډايرۍ يادول غواړم چې د پښتنو افغانانو د لروبر ټولو ولسونو د تاريخ تهذيب و تمدن سياست او خدمت يو اوږد تاريخ دى، ځکه ورته موږ د پښتنو تاريخ وايو، ځکه ورته موږ قامي امانت وايو، ځکه زه محترم اجمل خټک د دوېم تلين په موقعه د ټولو پښتنو له خوا دا مقدمه پېش کوم چې د خټک بابا ټولې ليکلې شوي ډايرۍ دې منظرعام ته بهر کړى شي، دا قامي امانت دي ذاتي نه دي، ځکه چې خټک بابا قامي رهنما وه او د قامي رهنما ټول ژوند د قام امانت وي.
تاريخ ليکل ګران کار دى خو تاريخ پټول قامي جُرم دى. اجمل خټک د تاريخ ليکلو دا ګران کار کړى دى. بايد چې د هغه کورنۍ دا تاريخ منظر عام ته راوباسي. او د قامي جرم مرتکب وه نه ګرځي. هر چا ته معلومه ده چې خټک بابا خپله ډايري ليکله.
ما په غټ بريف کېس کې دغه د مختلفو دورونو ډايرۍ ليدلي هم دي او خصوصاً افغانستان د جلاوطنۍ په دوران کې هغه ليکلي تحريرونه لوستلي هم دي چې په خپله د دې خبرې غمازي کوي!!
واقعي تاريخ بې رحمه وي، او تاريخ ساز ريښتوني وي!!
د تاريخ ليکلو په وخت ړوند عقيدت غټې غټې سترګې وکړي او بغېر د څه رعايت او عقيدت نه رښتيا ليکي!!
دا قامي امانت دي ذاتي نه دي، ځکه چې خټک بابا قامي رهنما وه او د قامي رهنما ټول ژوند د قام امانت وي.
په تقرير کې عقيدت ړوند وي، په تحرير کې د انسان دننه احساس ريښتونې ګواه وي، هم په خپل ځان، هم په ټول جهان!!
د محترم اجمل خټک ټول سياسي ادبي ژوند لکه چې دوو انسانانو تېر کړى دى، يو هغه انسان چې څوک يې خفه کولي نه شو، ځکه خو يې په خپل سياست کې د عقيدت او تعلق په وجه فېصلې کمزورې وې.
بل هغه انسان چې د هغه دننه وه، هغه اندروني خټک ډېر زوراۤور، نه ماتېدونکى، نه خرڅېدونکى، د کلکې ارادې او مضبوطې ارادې انسان وه، دا اندروني انسان به هله راويښېدو چې ټول خلک به اوده شول هغه به لکه د حضرت عمر د عدل عدالت کې په خپله هم اودرېدو او د رڼا يو يو مجرم به يې هم پېش کوو.
يو وخت داسې راغلو چې هغه د سياست د شور نه واپس خپل کور ته ستړى ستړى راغلو!!
دا د جهانونو سړى چې په کور شو نو په خپلې تنهايۍ کې يې شپه او ورځ هره لمحه عدالت ولګولو، لکه چې هغه دا مقدمه زر تر زره ختمول غواړي.
هغه په دغه عدالت کې وعده معاف ګواه په طور هر څه وليکل او فېصله يې ټول پښتون قام ته پرېښوده.
محترم اجمل خټک د ټول سياسي، ادبي، صحافتي ژوند د مقدمې بيان مکمل شو، خو فېصلې ته انتظار دى!!
دا مقدمه هم فېصله غواړي، د هغه ټولو مقدمو پشان چې بغېر فېصلو په التوا کې دي، اوس د هغه مقدمو ګواهان او ټول کردارونه خپلو مقدمو ته ''زړې قيصۍ'' وايي.
زموږ څخه څومره تحريکونه دي خو چې کردارونه يې سفيد پوشه شول نو نتيجې يې ورله پټې کړې چا خرڅې کړې او اوس څوک خپلې ډايرۍ او کتابونه ان چې خپل زاړهٴتصويرونه او خطونه هم پټوي، ضايع کوي ځکه يې دلته د هرې مقدمې ګواه يا زوړ مجرم دى يا نوى ګواه!!!
وخت او حالات اوس تقاضه کوي چې دا مقدمې بيا راتازه شي ځکه چې په دغه مقدمو کې د پښتنو مېندو د دُعا هر امين خرڅ شوي دي!!
اجمل خټک د ټول سياسي، ادبي، صحافتي ژوند د مقدمې بيان مکمل شو، خو فېصلې ته انتظار دى
د غرونو غرونو سرونو نه پټکي رالوېدلي دي!!
ډک ډک کټونه مقبرو ته په سرو کفنونو کې په جلوسونو کې تلي دي!!
د اورنګ او د فېرنګ، د غل او د مل په ټوله قيصۍ کې زموږ مزل څه منزل څه؟؟؟ د څه د پاره؟؟ د چا د پاره؟؟؟ ولې او په څه؟؟؟
شهيدان په يوه مخه لاړل، د هغه جنګ غازيان اوس تازيان سپي دي، د يو جنګ شهيد پاک نازولي او سپېڅلي، د هغه جنګ غازي د خپل شهيد مخالف!
دا مقدمه دا بيان، د امين او خاين دا ټوله کيسه د محترم اجمل خټک په ډايريانو کې ليکلې پرته ده، فقط فېصله غواړي.
د ټولو پښتنو افغانانو ټولو ولسونو د غوښتنو په رڼا کې د محترم اجمل خټک د زامنو او د خاندان نه غوښتنه ده چې دغه ډايرۍ دې په کتابي شکل کې هو بهو من و عن ټکي په ټکي حرف به حرف چاپ کړي، بايد چې د خټک صېب په ټولو ياداشتونو کې د مصلحت په طور هيڅ بدلون ونه شي، ځکه چې دا د خټک صېب د اندروني کېفيت ريښتوني احساس دى د دې احساس خوندي ساتل يا بدلول به قامي خيانت وي

میاشتنى ليکوال

- بېرته شاته