(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خوشال پوځي نړۍ ليد

پوهندوى محمد اسمعيل يون              

يا د سپينو تورو مرد شه يا عاشق شه
چې يادېږي په بدلو په سندرو
د خوشال خټک خوښي به هغه وخت شي
چې برېښنا د سپينو تورو شي يا زغرو.

د خوشال بابا په باب دا خبره عامه ده، چې يو څو اړخيز شخصيت دى. رښتيا هم کله چې څوک بابا مطالعه کوي، نو ورته څرګندېږي، چې خوشال بابا هم شاعر دى، هم ليکوال، هم اديب دى هم ادبپوه، هم سياستپوه دى او هم سياستوال، هم صوفي دى، هم فلسفي، هم رنځپوه دى هم ټولنپوه، هم قومي مشر دى، هم ټبر پوه، هم ښکاري دى هم ښکار پوه، هم د ځان نقاد دى هم د ټولنې، هم عالم دى هم د علم لېوال، هم خطاط دى هم ليکپوه، هم ارواه پوه دى هم دينپوه، هم خان دى او هم د غريبانو يار، هم پرځان خبر دى هم پرجهان، هم جنګيالى دى هم توريالى، هم سرتېرى دى هم جنرال، لنډه دا چې زموږ خان څه نه دى چې نه دى. نو په همدې خاطر خوشالپوهانو په لنډه مانا زموږ خان ته د فرهنګيالي او توريالي خان يا د تورې او قلم خاوند لقب ورکړى دى. د خان د ژوند، مبارزې او اثارو په باب تراوسه پورې نږدې دوه زره بېلابېلې ليکنې شوي او نږدې پنځوس ځانګړي اثار ليکل شوي، خو بيا هم خان لکه د علم د ښار او کان په شان لا ډېرې نوې خبرې لري او لا هم نورې څېړنې، سپړنې، شننې او ځلونې ته اړتيا لري. خوشال د يو نړيوال شاعر او ليکوال په توګه د نړۍ له هر لوى ليکوال او شاعر سره يوازې د يو شاعر او ليکوال په توګه د پرتلنې وړ دى، خو که د خوشال د څو اړخيز شخصيت ټول بعدونه د يوې مجموعې په توګه پام کې ونيسو، نو له مبالغې پرته په زغرده ويلاى شو، چې د نړۍ هېڅ ليکوال او شاعر ورسره د پرتلنې او سيالۍ جوګه نه دى. د نړۍ تېر ستر شاعران او ليکوال چې نړۍ يې لا اوس هم د افکارو له ځلا او ښکلا څخه خوند اخلي، يوازې د شاعر او ليکوال او يا هم د ژوندانه د يو يا څو نورو ډګرونو د مفکرينو په توګه مطرح دي، خو زموږ د خان په شان داسې نه دي، لکه د علم او هنر د يو کان په شان چې هر څومره يې سپړو لا هم نورو خزانو ته لار مومو. دوه ستر مميزات او نعمتونه چې د نړۍ د نورو ژبو له ادبياتو څخه د پښتو ادبياتو ځانګړې ښکلا جوتوي؛ يو يې پښتو لنډۍ دي چې د نړۍ په نورو ژبو کې يې سارى نه ليدل کېږي او بل زموږ همدا لوى خان؛ خان علين مکان خوشال بابا دى. نادره خبره به وي چې پښتانه او نړۍ بيا داسې، ننګيالى، فرهنګيالى او توريالى انسان وټوکوي، خو د پښتو متل دى چې د خوار ملا په اذان څوک روژه نه ماتوي؛ هغه ملت او هغه ولس چې خپله تر خاورو لاندې وي، اتل به يې هم د زمانې په ګردونو کې پټ وي.
د خان د ګڼ اړخيز شخصيت يو اړخ د هغې پوځي شخصيت دى. د خان د پوځي شخصيت، چاپېريال، عواملو او دلايلو په باب لکه څنګه چې لازمه او ضروري ده، ډېرې ليکنې نه دي شوي، البته د خان پوځي کرونولوژي ترتيب شوې، خو د جګړو د بېلابېلو اړخونو، ټولنيزو، سياسي، اقتصادي او تاريخي عواملو په باب ډېرې ليکنې نه دي شوي. سره له دې چې د خوشال د شخصيت بېلابېل اړخونه پر توره او قلم ولاړ دي، د قلم اړخ يې څېړل شوى، که څه هم لا نورې څېړنې ته اړتيا لري، خو د تورې چاپېريال يې تت دى. ددې کار يو علت شايد دا وي چې موږ د پوځي چارو د څېړنې او ارزونې لپاره لږ متخصصين او کارپوه ليکوال لرو، که ليکوال ولرو نو بيا د پوځي چارو داسې ماهرين او څېړونکي نه دي چې له سياسي، پوځي، ټولنيز او تاريخي پلوه يوه موضوع ښه وڅېړي او يا هم که د پوځي چارو کارپوهان ولرو، د ليکوالۍ تخنيکي او فني عناصر يې کمزوري دي، په همدې وجه نه يوازې د خوشال بابا، بلکې د پښتنو د نورو پوځي اتلوليو بېلابېل ډګرونه هماغسې تت پاتې شوي دي. د خپلو تورو په ځلونه کې موږ تر خپلو لرې او نږدې سيالانو ډېر شاته پاتې يو. له نېکه مرغه نن تر مودو وروسته موږ د يوې داسې هڅې شاهدان يو چې توره او قلم په کې دواړه غاړه غړۍ دي، د يو مسلکي جنرال او ليکوال له خوا، د خپل وخت د يوه نابغه ليکوال او مارشال د پوځي فعاليتونو د بېلابېلو اړخونو ژوره علمي څېړنه او شننه ګورو.
ښاغلي پروفيسور علي احمد جلالي ((د خوشال خټک د عصر او چاپېريال پوځي څېړنه)) د خوشال بابا په يوه شعر پيل کړې:
((
چې مغولو ته مې وتړله توره
درست پښتون مې و عالم وته ښکاره کړ
اتفاق په پښتانه کې پيدا نه شو
کنه ما به د مغول ګرېوان پاره کړ.)
ښاغلى جلالي ددغه شعر په شننه کې وايي: (( د خوشال خټک دغه منظوم کلام که له يوې خوا په لنډ عبارت د هغه نوميالي پښتون د اوږدو مبارزو اغېزې او پايلې څرګندوي، نو له بله پلوه په دې مضمون کې د هغه لښکري ځواک، او داخلي کمزورتيا انعکاس پروت دى، چې په قبيلوي ټولنيز نظام باندې اتکا لري او له يوې مسلطې فيوډالي واکمنۍ سره يې د پوځي ازمايښت په ډګرونو کې د تکتيکي نتايجو په منځ کې د اړيکو د نشتوالي او بېلتون په وجه، مجموعي اغېزې هېڅکله په يوه ستراتيژيک لوري توجيه نه شوې او په نتيجه کې، د زياتو تکتيکي برياليتوبونو له ګټلو سره سره يې، ستراتيژيک مرام په مطلوب ډول ترسره نه شو.))
دا هغه تحليلي خبرې وې چې له پورتني شعر څخه يې الهام اخيستى، ليکوال د يوه پوځي په توګه د خوشال د چاپېريال په درک سره يو داسې تحليل  وړاندې کړى، چې د خوشال له زمانې څخه بيا تر دې دمه پورې يې نتيجه يوه ده؛ هغه قوم چې د زمانې په بهير کې په تکتيکي جګړو کې بريالي وي، داسې تکتيکي جنګونه چې يو بل سره ارګانيک او سيستماتيک اړيکي ونه لري او په ټوله کې يوه واحده او دقيقه ستراتيژي تعقيب نه کړي، نو سترو هدفونو ته نه شي رسېدلى.
ښاغلي جلالي په خپل دې اثر کې د خوشال د چاپېريال حال او تر هغه لږ وړاندې ماضي، د جګړې او سياليو بېلابېل طرفونه، د جګړې تخنيک او وسايل، د جګړې ميتودونه، د خوشال په نظر د جګړې موثرې لارې چارې او ټول هغه پوځي اتوموسفير تشريح کوي، چې خوشال په کې ژوند کړى او پوځي مبارزې ته اړ شوى دى.
خوشال په يوه ډېر تنګ چاپېريال کې پوځي مبارزه پيل کړه، له يوې خوا له مغولي واکمنۍ سره چې د تورې او قلم، فيوډالي مناسباتو او يوې سياسي ستراتيژۍ څخه برخمنه وه او ان د تورې په انډول يې د فرهنګ تله درنه وه، له خپلمنځي اختلافاتو لرې او له بلې خوا يې پانګه او شتمني په لاس کې وه، خوشال بيا د يوه داسې يو قوم سرلښکر او جنرال و، چې کورني اختلافونه يې د ټولنې زړي وو، د پوهې کچه يې له تورې سره موازي نه وه، د تورې پر وړاندې ورته خپل او پردي يوشان وو، نو په داسې يوه اغزن چاپېريال کې د يو جنرال ظهور او بريا تر تصوره پورته کار و. که د خوشال د زمانې سختې بدبختي، د پښتنو ټولنيز چاپېريال،  قبيله يي رقابتونه او نورې ستونزې په پام کې ونيسو او بيا داسې يو شخص چې له دې ستونزو څخه د راوتو لاره په ګوته کړي او د يوه غښتلي دښمن پر وړاندې په ټينګه ودرېږي دريځ او حالت په پام کې ونيسو ، نو په زغرده ويلاى شو چې خوشال د خپل وخت يو ستر پوځي جنرال او مارشال و. د مغولو ستر واکمن ظهيرالدين بابر به ويل چې له پښتنو څخه هېڅکله مه وېرېږئ؛ د هېڅ مغول توره د خپل مغول په وينو سره نه ده، خو د پښتون توره همېشه د خپل پښتانه په وينه سره ده، د بابر ددې خبرې تفسير دا و؛ پښتون هغه قوم دى چې واک و ځواک يې د خپل ورور په وژنه مصرفېږي. د مغولو د بريا راز په اتفاق او د پښتنو د بدمرغۍ عامل په بې اتفاقۍ او لنډ فکرۍ کې نغښتى و. بابا وايي:
چې بنياد يې پيدا شوى په نفاق
له هغو نه طمع مه کړه اتفاق.
                                    ***
تفحص که څوک د خوږو زړونو کاندي
د خپل قام له لاسه ورک خوشال خټک دى

                                    ***
که هر څو يې سمومه نه سمېږي
پښتانه دي د کږو تيږو دېوال
                                    ***
پښتانه لکه مګس ورباندې ګرځي
ورته ايښى دى مغول د حلوا تال
                                    ***
درست جهان په ناپوهانو سره ډک دى
ولې زيات که په کې وګورې افغان دى
                                    **
که په نور خلکو کې ښه سړي مونده شي 
ولې ښه سړي به لږ وي افغانان
خوشال بابا پر يو مهال له څو بېلابېلو ستونزو سره په جګړه کې و.
جلالي صيب د خوشال بابا د زمانې دغه ستونزمن چاپېريال په هر اړخيز ډول تحليل کړى دى، داسې نتيجه وړاندې کوي چې پر قبيلوي جګړې باندې د امپراتورۍ قدرت، ستراتيژيک لاس برى لري، خو په سيمه ييزو شرايطو کې د امپراتورۍ پر جنګي ماشين باندې د قبيلو پرګنيز جګړه ييز ځواک تکتيکي  تفوق ترلاسه کوي. دى د مغولو پر وړاندې د پښتنو تکتيکي بريا هغه سېلاب ګڼي چې تر چټک حرکت وروسته په سيند بدلېږي او دښمن ته د بيا فعاليت مجال ورکوي، دى وايي پښتانه ((په خپل وطن او ننګ مين، ښه مېړني، زړور او جنګيالي سپاهيان وو چې د سېلاب په شان به په غليم راکوز شول، د جګړې ډګر به يې وګاټه، مګر وروسته له هغه به يې د تشکيلاتي کمزورتيا او داخلي بېلوالي په وجه، د هرې تکتيکي ګټې اغېزه له بلې تکتيکي اغېزې سره ونه تړل شوه او په پاى کې به ددې جګړو تکتيکي سوبې او ګټنې ستراتيژيکي هدف ته د رسېدو په چاره کې پاتې راغلې. هغه يرغليز سېلاب چې په شدت له اوچتو سردرو راکوز شوى وو، لږ څه وروسته به ارام سيند شو او تر څو چې به بيا يو سېلاب ترې جوړېده، نو دښمنانو به د تېر سېلاب په اثر خپلې منځته راغلې ماتې ګوډې بېرته جوړې کړې وې او بيا به په ميدان تازه نفس ورته ولاړ وو.)) 
ددې اثر ځينې ګټور پيغامونه
د ښاغلي جلالي صيب دا اثر که څه هم د پاڼو د شمېر له مخې کوچنى اثر ګڼل کېږي، خو د محتوايي پانګې د ځايونې له مخې خورا مغتنم اثر دى. په دې اثر کې نه يوازې د خوشال د عصر پوځي چاپېريال څېړل شوى، بلکې يو ډول داسې مهم تحليلونه او پيغامونه هم په کې ځاى پرځاى شوي، چې نه يوازې د خوشال بابا د عصر انځورونه روښانوي، بلکې زموږ د نن او سبا لپاره هم ډېر ګټور مفاهيم دي. دلته به ددې ډول پيغامونو او تحليلي پايلو څو بېلګو ته اشاره وکړم، چې لا هم زموږ د ټولنې پر حالاتو تاثير لرلاى او دقيق غور پرې موږ ته ګټه رسولاى شي.
په دې اثر کې راغلي:
تکتيک او يا هم تکتيکي جګړه چې له ستراتيژۍ سره منطقي او ټينګ اړيکي  ونه لري تاثير يې موقتي دى او لوى هدف پرې نه شي ترلاسه کېدلاى.
د تکتيکي جګړو تاثيرات موقتي وي او د يوه سېلاب بڼه لري، که چا ترې ځان بچ کړو، نو بېرته خپل ځان رغولاى شي.
توره د جنګ مادي او تدبير د جنګ معنوي قوتونه دي، که تورې سره پوهه او تدبير ملګري نه شي، مثبته نتيجه نه شي ترلاسه کولاى.
د مغولو د تجربو پر بنسټ، هغه ولس چې څوک غواړي حکومت پرې وکړي، هلته بايد محلي ډلو ته واک انتقال او مخرب قوتونه يې بايد پر يو بل دفع شي.
د هر سيمه ييز واکمن لپاره بايد سيال او بديل په پام کې ونيول شي.
داخلي اختلافات د جګړه ييز ځواک اساسي برخه کمزورې کوي.
مغولو په سيستماتيک او منظم ډول د پوځي روزنې له لارې جنګي مهارتونه زده کړي وو او پښتنو په غرنيو سيمو کې په عنعنه يي بڼه. منظمې لښکرې په غرني چاپېريال کې د عنعنه يي لښکرو پر وړاندې ماتې خوري.
لوژستيکي عنصر په محاربه کې مهم رول لري، هر څومره چې د ستراتيژيکو عملياتو په ترڅ کې د ارتباط کرښې اوږدې شي، په هماغه تناسب يوه پراخ مغلق او درانده لوژستيکي بنسټ ته اړتيا زياتېږي. په همدې توګه د جنګي عمل په ساحه کې د پوځونو د لوژستيکي بنيادونو محدوديت، د عسکري عملياتو د محدوديت سبب ګرځي.
له پښتنو سره په جګړه کې د مغولو د ځينو عسکري ټولګيو د ماتې يو علت دا و چې ددې پرځاى چې د مغولو دا عسکر ښه سپاهيان وي، ښه خدمتګاران وو.
منظمې لښکرې چې سيستماتيک جنګ پرمخ بيايي او هره برخه يې خپل فعاليت کوي، په غرنيو سيمو او نا اواره چاپېريال کې د نامنظمو ګوريلايي او چريکي جنګياليو پر وړاندې ماتې خوري.
ليکوال زياتوي: ((په ګريلايي جګړه کې د پردي يرغل په مقابل کې د سيمې د خلکو عنعنوي جګړه ييز تمايل هم وي، په داسې چاپېريال کې ګريلايي قوتونه ځانته خوندي اډه لري، په داسې حال کې چې پردى لښکر په هره برخه کې ناخوندي وي.
مغولو خپل پوځي زور په حرفوي لښکرو، درنو او سپکو وسلو، پراخ لوژستيکي ملاتړ او منظم جنګي هنر کې ګاڼه، خو د پښتنو ملي وسله وال جوړښت، په ستر روحي قوت، ملي ګډ احساس او داسې مېړانې کې و چې د خپل ولس د خپلواک ژوندانه له حماسي تاريخ او دود دستور څخه يې په ميراث اخيستى و.
د مغولو د سياسي ستراتيژۍ په انډول د پښتنو سياسي ستراتيژي کمزورې وه او يوازې پر تکتيکي جنګونو يې ډډه لګوله.
مغولو د سياسي ستراتيژۍ له مخې هڅه کوله پښتانه په خپل منځ کې سره واچوي چې سره وسوزي  او ميدان دوى ته صاف پاتې شي.
ګورګاني حکومت په شمالي هند کې د پښتنو په توره ټينګ شو او بيا دغه حکومت په همدې تورې نور زيات ميدانونه وګټل، بيا يې له ټولنيزو او سياسي شرايطو څخه په ګټه اخيستل سره په همدې پښتني توره په خپله پښتانه ووهل.
مغولو د سياسي مهارتونو له مخې پښتانه يو بل سره واچول او ان د کورنۍ غړي يې د منصبونو او امتيازاتو په ورکړه يو د بل دښمن کړل. د يوسفزو مشر (بهاګود) د مغولو پر ضد کلونه کلونه د مبارزې سنګرونه تاوده وساتل، خو زوى يې د شاه جهان منصب ترلاسه کړ. خوشال خان د ژوند ترپايه د مغولو پر ضد جګړه وکړه، خو زوى يې بهرام د اورنګ زېب له خوا په خانۍ او سردارۍ ونازول شو. خوشال بابا وايي:
دا منصبونه دا انعامونه
واړه زندۍ دي واړه مارونه
                                    ***
لېوني شول پښتانه په منصبونو
خدايه ما ژغورې له هسې غضبونو
                                    ***
پښتانه چې بې ننګي کا څوک يې څه کا
ګورستان لره به درومو له ارمانه
مغولو ځينو پښتنو ته د منصبونو، لقبونو او جاګيرونو په ورکولو سره د هغوى سترې تکتيکي اغېزې د خپلې سياسي ستراتيژۍ په ډيناميزم کې تر زياتې اندازې شنډې کړې. په بل عبارت هغه ګټنې چې پښتنو د پوځي ستراتيژۍ په غيرمستقيم تقرب کې ترلاسه کولې، ګورګانيانو د عمومي ستراتيژۍ په غيرمستقيم تقرب له منځه وړلې. په نتيجه کې ويلاى شو چې په ١٦ او ١٧ مې پېړۍ کې له مسلطې ګورګاني واکمنۍ سره د پښتنو وسلوالې مبارې ځکه خپل وروستي مرام ته ونه رسېدلې، چې د پښتنو د قبيله يي نظام حماسي او بهادري جوړښت بې له کومې واحدې رهبرۍ د يوې فيوډالۍ واکمنۍ له ټولو موسساتو سره، د لښکري جوړښت په ګډون، مخامخ وو.
روښاني غورځنګ له پوځي عمل سره ايډيولوژيک عمل، چې د سياسي ستراتيژۍ يوه اغېزمنه وسله ده، ملګرى کړ، خو د ګورګانيانو د سياسي ستراتيژۍ په وجه دا غورځنګ هم له ايډيالوژيک اغېز څخه محروم شو او په نتيجه کې يوازې د يو پوځي عمل په توګه په ميدان کې پاتې شو.
ښاغلى جلالي په خپل دې پوځي تحليلي اثر کې د وروستۍ نتيجې په توګه دا پيغام ورکوي، چې د جګړې او مبارزې لپاره د تورې او تدبير، مادي او معنوي قوت په کار دى، تکتيکي عملونه بايد د يوې سياسي او عمومي ستراتيژي برخه وي او د ټولنې سياسي موسسات بايد په ترتيب سره وده وکړي، له دې پرته پوځي او ايډيولوژيک غورځنګونه نه شي بريالي کېدى. ښاغلى جلالي وايي:
((
دا د (١٧) پېړۍ خوشال و چې ددې ټولو تاريخي واقعيتونو په درک کولو سره يې له تورې سره قلم هم راواخيست او په دواړو وسلو يې مبارزې ته دوام ورکړ. هغه په خپله زمانه کې د سياست او عسکرۍ ستراتيژۍ د يوې نسبتاً پراخ نړۍ ليد په رڼا کې د جنګي شرايطو مفصله څېړنه وکړه، له يوې خوا يې د ژوند ترپايه دښمن ته توره په ځمکه کېنښوده او له بله پلوه يې تر مرګ پورې د پښتنو په قومي تحريک کې، د هغوى سياسي او ستراتيژيکې کمزورتياوې کله په خوږه او نرمه او کله په ترخه او ستوغه ژبه څرګند کړې:
هره چاره د پښتون تر مغل ښه ده
اتفاق ورسره نه شته ډېر ارمان
د بهلول او د شېرشاه خبرې اورم
چې په هند کې پښتانه وو بادشاهان
شپږ او اوه پېړۍ يې هسې بادشاهي وه
چې په دوى پورې درست خلک وو حيران
يا هغه پښتانه نور و دا څه نور شول
يا د خداى دى اوس دا هسې شان فرمان
که توفيق د اتفاق پښتانه مومي
زوړ خوشال به دوباره شي په دا ځوان
د جلالي صيب په نظر چريکي جنګ چې خوشال يې د ((قزاقي)) جنګ يوه برخه ګڼي او اوس په نړۍ کې د ګوريلايي جنګ په نامه نومول شوى، د خوشال د پوځي مبارزې د تکتيک اساسي عنصر دى، همدا چريکي جنګ و چې د مقدوني سکندر، چنګېز، انګرېز او روس منظمې لښکرې يې ماتې کړې او اوس دا دى په يوه بل عصري تعبير سره د نړۍ د شلمې او يوويشتمې پېړۍ ستر زبرځواک او د هغه لسګونو انډيوالانو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکوي

 

- بېرته شاته