(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د دعوت له اړخه ددغه ملي خوځښت ستاینه

بسم الله الرحمن الرحیم

د دعوت د خپلواکو رسنیو له اړخه  د دغه  ملي  خوځښت ستاینه

په هیوادکي د افغان ولس او په ځانګړي توګه د پښتون توکم  په خلاف  چې د جینوسایډ یا نسل وژني  کومه توطئه او دسیسه    د دغه ولس ددښمنانو له اړخه پیل  شوي ، اخري ګذار یی د قندهار د پنجوایی د ولسوالۍ د زنګاوت دکلي   بی ګناه  ،په خواږه خوب ویده  کوچنیان او ښځې وې ، چې امریکایان  یی د خپل یو لیوني  له اړخه ګڼي  اوسترګو لیدلي شاهدان یی  دامریکایی فوځ د یوې ډلي  قصدي  اوبدل اخستونکي  عمل  ګڼي .  په دې پیښه کی د نهو کوچنیانو په ګډون ۱۷کسان په ډیره بې رحمۍ په ګولیو  سوري سوري   شول اوبیا یی   جسدونه  راټول  او د اور  په لمبو کي  وسوځول شول .

 په دې کي شک نه شته چې  نه دغه ټولوژنه   لمړۍ وه او نه به اخري وګڼل  شي . ځکه امریکایان او دناټو د غړو هیوادو  څخه راغلي  هلکان او نجوني ، چې په خپلو هیوادو کي په پوره نازو  نعمت  سره راستر شوي ، د افغانستان په څیر دفقیر او وروسته پاته  هیواد دژوند اوهلته د عسکري خدمت  څخه په تنګ  راغلي . هغوې ته دا هم ډیره ستونزمنه او عجیبه ښکاري  چې ولي ددی ولس دغه غریب  خلک دهغوې په مقابل کی د کرکی او نفرت  څرګندونه کوي ،  او ددي تیرو  یولسو کالو په دوران کي  یی نه یوازي د هغوې دغلامۍ زنځیر په  غاړه کي وا نه چاوه بلکه برعکس یی  ددوې  ژوند هم ورته تنګ کړې دې .

که څه هم د افغانستان  دلاسپوڅي  حکومت  پخوانیو اواوسنیو مسؤلینو د څو ورځو  واکمنۍ او غلامۍ  له پاره دغو لیونیانو او بنګ وهلو ته دهرجنایت له پاره  لاره پرانستې خوزمونږ په ولس کې ددې رواني ناروغانو په خلاف  ورځ په ورځ  د کرکي زیاتیدو  دوې ته دا ډاګیزه کړې  چې نور نو په دي ولس کي دوې  خوندي نه شي پاته کیدې .

په بګرام کي د قران عظیم الشان دسپکوالي او بیا سوزیدلو وروسته  چې د افغانستان  په  اصطلاح دملي  اردو اوملي پولیسو دیو شمیر مؤمنو ځوانانو له اړخه   کوم عکس العملونه مخته راغلي ، دهغې له ویرې  ددې لیونیانو مسئولین  دخپلو  اړوندو وسلوالو  وګړو  دخوندي پاته کیدو په خاطر  دخپل لاسپوڅي دولت څخه  غوښتنه کړي  چې ددوې د اردو او حکومتي کارکونکو دخونديتوب  پیټي دې  هم په غاړه  واخلي .

د کورنیو چارو په وزارت کي  ددوه کسو امریکایانو په خلاف  قدم  اخستل ، دپروان کاپیسا په ولایت کي  د فرانسوي ځواکونو په خلاف د یوه  عسکر اقدام ، په قندهار کی  دیوه عسکر اواستاد  له  اړخه یی  د امریکایی عسکرو په خلاف  قدم  اخستل ، په هلمند کي د یوه ژباړن  له اړخه د یوه بهرني عسکر وژل او دامریکا د دفاع د وزیر په  الوتکه باندی د یرغل  برید ، او همدا نن سهار د هلمند په ولایت  کې  دیوه  عسکر له خوا ددوو کسو بهرنیو  عسکرو  له منځه وړل ، د ننګرهار په خوګیاڼیو کي د یوه عسکر له اړخه  د اتو امریکایی عسکرو په خلاف اقدام کول او ...... دا ټولي پیښي  دا رابربنډوي چې  اوس  د اردو او پولیسو تر منځ هم داجنبي  لیونیانو په خلاف د ځوانانو احساسات  دکنترول  نه وتلي  اوهرڅومره چې دوې  په افغانستان کي  تمکیږي  په هماغه اندازه به  دهغوې احساسات  نور هم دکنتروله وځي .

که څه هم امریکایانو د لمړي ځل له پاره د زنګاوت  دشهیدانو او زخمیانو کورنیو ته  دهر شهید په سر د پنځوس  زرو  ډالرو او د هر زخمي په سر د لس زرو  ډالرو  د تاوان  مسئله  منلې  خو  د شهیدانو دکورنیو او د عام ولس  له اړخه  داخبره  په زغرده کیږي  چې  دا  لیونیان زمونږ د کلیو اوبانډو څخه وکاږئ او زمونږ ددغو شهیدانو  مجرم ته زمونږ د ولس تر مخه  سزا ورکړئ .

دبلي لورې  په داسې  حال  کي  چې زمونږ  کړیدلي ولس  دملی ماتم  سره مخ دي ،  په اصطلاح  دسیاسي چارو واکمنان  یی د تاجکستان دکمونستواود ایران د  نژدا پالو  واکمنانو سره یو ځاې د  اورپرستو د نور روز په میلو کي خپله  ساعت  تیري کوي . تر څنګ  یی یو شمیر هغه افغانان  چې ددغه درد  څخه ناخبره  او یایی هم  نه شی  احساسولاې د کلتوري غونډو تر عنوان  لاندي  د داسي نورورز  ورځ  ، چې  اصلا زمونږ د ولس  سره هیڅ  ډول تړاو نه لری  او تر څنګ  یی د اسلامي شریعت په خلاف  د زردشتیانو  د اور  پالني  ورځې ګڼل کیږي ، په میلو او چړچو کې  اخته دي .

اړینه ګڼل کیده چې ددې ماتم  چې  قربانیان یی  زمونږ د ولس  راتلونکي نسل او کوچنۍ کوچنۍ  هیلي وي ، دغه  راز سرې اوشني غونډي له یوه سره منسوخ  اعلان کړل شوي وای او دخپل ولس  ددردونو دکمښت په خاطر مو دغه  بې ځایه  مصارف  خپلودرمندو کورنیو ته رسولاې واې .

هر افغان  ته پکار دي  چې دبل افغان ورور  درد خپل درد  وګڼي  او دخپل درمند ورور سره دهغه په دردونو کي ځان شریک و ګڼي ، ځکه شونی  ده چې دې اویا دده کورنۍ  پخپله  د دا ډول اویا دې ته د ورته  پیښي سره  مخ شي . او په هغه وخت کې د نوروافغانانو څخه   هیله  ولری چې د هغه دغم  دروند بار ورسره  پورته کړي .

ددعوت د خپلواکه رسنیومرکز د  مسؤل دځوان اوښاغلي محمد طارق  بزګر  دغه  نوښت  چې  د یوه  دیني  او ملي خوزښت په لور ډیر ستر او دستایلو وړ قدم  ګڼل کیږي ،د هر افغان  له پاره  د ملي یووالی په لور ښه مثال او نمونه ده .

دناروي د هیواد په مرکز  اوسلو کي  ددغو غمځپلو کورنیو سره غمشریکي  او دهغو مظلومو  شهیدانو په نامه د دعاوو  دغه غونډه  چې په کې ګڼ شمیر افغانان  د فکري ،حزبي او سمتي  اختلافاتو پرته په پوره اخلاص  سره راټول شوي وو او ترڅنګ  یی د ډنمارک ، سویډن  او یو شمیر نورو لرو ځایو څخه هم   یو شمیر  درمند  افغانان راغلي  و ، د افغاني ورور ګلوۍ او یووالي  په لور ښه  اومثمر خوزښت  دي .

په دغه غونډه کي  د اوسلو اوشاوخوا  سیمو ټول  معمر اوپوه  افغاني  مشرانو  ګډون  درلود، چې ددې ډول  وګړو  ګډون پخپله دې سترې  غونډي  ته  ویاړ  ور باښه .

افغان ولس  ژوندې ولس دې  او ددې ولس  ټول  سیاسي  وګړي ، د فکري ، حزبي  ، سمتي  اوژبني  اختلاف  پرته په ټولو ملي مسایلو  کي  باید سره  متحد او  یو لاسي اوسي او نړیوالو ته خپل ځان د یوه ژوندي ولس په څیر  را څرګند کړي ، ترڅو د نړۍ په هر هیواد کي  دیوې ژوندۍ ، باوقاره او عزتمنده  ټولني په څیر  وپیژندل شي .

هیلمن  یم چې  زمونږ ټول  روڼ آندي  لیکوالان  او د کلتوري  خوزښتونو مسؤلین  د دروند محمد طارق بزګر دغه  نمونه ې  خوزښت  و ستایي او دخپلو ځانو له پاره یی  غوره نمونه  وګرځوي .

د ویاړلو مؤمنو افغانانو د نور  ویاړ په  هیله .

قریب الرحمن سعید                        

دمارچ ۲۶مه ۲۰۱۲م کال 

 

- بېرته شاته