(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لويه بدمرغي په پښتنو كې

كه چېرې پښتانه خپله روانه دغلځي او ابدالي خبره ليرې نه كړي؛ نو هيڅ به ترلاسه نه كړي. په اتلسمه ميلادي پېړۍكي، چې دهرات ابدالي دولت له لوړدرشل شاه اشرف سره ملا ونه تړله او دكندهار مغرور پادشاه شاه حسين په يوه بل مفهوم مرسته ونه كړه؛ نو نادرشاه افشار لومړى ابداليان وډبول او بيا يې د كندهار غلځيان. دسدوزي شاه محمود په مهال هم دا كړنه تر سره شوې او داده اوس يې هم وګورئ : پادشاه( محمد ظاهر) چې روسانوته غلى ناست و؛ بيا كله او څنګه راپورته شو؟ دپښتنو داسې يوې جرګې ته اړتيا ده، چې د اتلسمې، نونسمې، شلمې او يويشتمې پېړۍ پېښې بيا پېښې نه شي. پښتون به په هيڅ بل شي مات نه شي، غلځي او ابدالي به يې برباد كړي . تركله به داخبره پټه ساتو: پښتون، چې ځمكه ، تاريخ ، خلك ، ژبه او هڅوب لري ؛ دولت يې نه جوړيږي. لومړۍ سقوي، كمونسته اداره، دوه يمه سقوى او درېيم دادى اوس پښتانه، هزاره، ازبك او تاجك جنګي پيسه پال سره يو ځاى شوي؛ صادق خلك دې كه هرڅوك وي يوه بله ليكه دې جوړه كړي. لكه د غازيانو او لاتيانو. پښتون - افغان افضل خان لالا يو قومي مشر ، پوه او غښتلى پښتون دى ؛ تل پر قومي وحدت خبرې كوي. نوموړى د 2001ع كال په سپتمبر كښې جرمني ته تللى و او هلته يې دپښتنو ټولنيز ولسيز ګوند په سيميناركښې يو لړخبرې كړې وې ،چې د خبرو جوهر يې په ملي بنيادونو ولاړ و. دتاريخ دنويو څېړنو له مخې په تاريخ كښې هم هومره بدلون راغلى لكه، چې په نورو علومو او فنونو كې راغلى دى. څوك، چې پښتون قوم، پښتو ژبې او دپښتونولۍهڅوب ته كاركوي؛ دغه چاردټولو پښتنو دى، انحصار په كښې نشته؛ځكه افضل خان لالا د هغې شريكې معشوقې لپاره لګيادى، چې راتلونكي نسلونه هم په كښې شريك دي. افغان، اليان، المان؛ پښتانه دي. پاكت ،ساك او سور هم پښتانه دي، چې ټوله اّريا كورنۍ په دوى پورې اړه لري . نن، چې كومې كتيبې يا ليكنې په لاس راغلي؛ ددوى ژبه لكه دوى پخپله پراخه، خپره شوې او اوښتې ده . په دې صورت كښې ځمكنى شتون مهم دى، چې لكه يو لوښى په كښې راغونډ دي؛ خو دا،دا معنا لري، چې لوښى دچا دى ؟ لكه لمن، چې څښتن يې څوك دى ؟ او څومره نور په كښې راټول دي. قامي وحدت يوه لاره او مفاهمه ده. مونږ كولاى شو،چې هغه بېرته دميروس نيكه لارې ته راواړوو. عادل اوظالم _ عادلان يو قوم دى، ظالمان بل قوم دى. افغان ، اليان او ايغان : لومړى _ د نورستان په تاريخ كښې محمد اكبر شورماچ دالياني په برخه كښې بشپړ معلومات وركوي او وايي: نورستانيان الياني دي او دوى پرته له افغانه په بل چا پورې اړوند نه دي. دو يم : په تاريخ منتظم ناصري كښې، چې دناصرالدين شاه قاجار په مهال كښې دده د يوه وزير له خوا ليكل شوى، داسې راغلي دي : " دافغان طايفې دخزر (كسپين ) پرغاړو، شيروان او داغستان كښې اوسېدل يا له باب الابواب او داغستان څخه دباندې يې په دښتو كښې اړول . داميرتيمور ګورګاڼي په مهال كښې داّذر بايجان ولس له هغو سر وټكولو، پادشاه هغوى د هند او كندهار ترمنځ سيموته ولېږدول. سياح(۱) ليكلي: ما په ځينو تاريخونوكښې ليدلي، چې دوى ته يې اغواني او الياني ويل او اغواني داليانى غلط بڼه ده او دوى ارمنيان دي،چې اوس شيروان ته نژدې دقره باغ په سيمه كښې دارمنيانو يوه ټولنه خلك شته چې هغوى ته" مناشري " قندسار وايي او دهغوى مشر اغوان بلل كېږي". په دغه بحث كښې دافغان بل تعبير په لاس راځي. مسعودي وايي: ايغان په بلخ كښې اوسېږي او د بلخ رود هم د ايغان په نامه يادېږي . مسعودي داهم وايي: چې د واخان او تبت ښي لاس ته ايغان پراته دي، چې پراخه سيمه لري". ________________________________________ (۱) سياح يو عيسوي اومذهبي شوى و،چې ايران يې دهوتکو په دوره کښې ليدلى و. دساپی دپښتو څییړونو او پراختیا مرکز From Sapi’s Center form Pashto Research and Development Qudratullah Hadad Farhad - بېرته شاته