(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډيورنډ لائن او د چين ديوال


پيرنګې ډير اوښيار دې زان ئې په ارزانه کې خلاص کړو ـ بس يوه خيالي کرښه ئې راښکله اوعبدا لرحمٰن باچا ته ئې اوې نيم پښتانه ستا ، نيم زما ـ که ټول تاله درکړم نو زما فوځ به خوشې شې ـ په هند کې دا بې حسابه قامونه به راله څوک په قابو کې ساتي ـ او که ټول ستا شي نو صبا به ته نه ئې، دوئې کې به راته ابداليان او درانيان پيدا شي ـ دوئې کې دومره عقل خو شته نه چې زان له بادشاهي جوړه کړي ـ د غزني والو او غوري والو د بادشاهۍ د پاره به زمونږ بادشاهي ورانوي ـ او ستا د تخت نه به په لږو ورځو کې تخته جوړه کړي ـ نو ښه دا ده چې ويش ئې کړو ـ نيم ستا نيم زمونږ ـ که مونږ ته ئې په زړه کې خِيرې راشي نو په خپلو کې ئې جنګول ډير اسان دي ـ مونږ به دوئې قابو ساتو او دوئې به راله دا نور قامونه په قابو ساتي او د دې سودا په بدل کې به مونږ په تا نه بلسو ـ ته اخوا زان له مزې کوه او مونږ به دې خوا په قلاره ناست يو ـ سودا بده نه وه ـ بادشان بدل شول او تر قيامته به بدليږي خو تر اوسه ئې دواړو ډډو ته فائيده رسې ـ د افغانستان د ډډې پښتانه دريوال شول او د پاکستان د ډډې دا نه پنجا بيان شول‘ نه سنديان شول او نه مهاجران شول خو د پښتو نه اوتل ـ او خپله ژبه هم اوس د انګريز په ژبه کې ليکي او وائي دا پښتو ده ـ ځه بيا هم بده نه ده چې د پنجابئ په ګورمکهي کې، يا د سنسکرت په خط خو ئې نه ليکي ـ دومره هم ډيره ده چې خپله پښتون ولي د انګريز په رومن کې ساتي ـ
خبره خو د چين د ديوال وه ـ خداۍ خبر دې چي چينيان د چا نه ويريدل چې دا دومره اوږد او د غرونو په سر ئې ديوال جوړوه ـ بايد چې د پښتون نه ويريدو ـ پښتون خداۍ خبر چې د کومې را پيدا شو او راته راته نو په قندهار کې ئې پړاؤ واچوۀ ـ بيا هم قلار نه شو او په بره روان شو ـ کابل ، پيښور، مردان ، صوابۍ، بونير، سوات، دير، باجوړ، تر دې چې د کوهستان غرونو ته اوخوت ـ نو د چين بادشاه به خبر شوې وې چې ياجوج ماجوج را روان دې، د هندو کش غرونو ته را اوختل، دې غرونو خو هندوان خوړيلي دې ځکه ئې ورله نوم هندو کش کيښودې دې ولي پښتانه خو هندوان نه دې ـ دوئې خو ياجوج ماجوج دي ـ او د چين بادشا ته به د هغه جوتشيانو د خپل جوتش په زور وئيلي وي چي پښتنو ته به زان تينګ نه کړې شې - د غره په سر ورته غت او مضبوط ديوال جوړکه ـ که دوئې ئې په څټلو سورې نه کړې شې نو په څښڅورو به ئې کني ـ او سورې به پکې جوړوي نو چې ديوال داسې دروند وي چې څو سورې بل سر ته رسي نو ديوال به پرې ښکته کيني ، سورې به بيا بنديږي اوکه يونيم ليوني پکې په کنستو لګيا وي نو د هغوۍ به قبر کيږي او ستا بادشاهي به د پښتون ياجوج ماجوج نه په امان وي ـ بادشاه خپل ټول قوم په دې بيګار باندې اخته کړو او پخپله ئې په شنو چائيو سکلو زان د پښتون د حملې نه بې غمه کړو ـ 

د چين بادشاه د پيرنګي په شان چالاکه نه وه کنې د پښتنو خانانو ته به ئې وظيفې مقرر کړې وې او په قلاره به ئې بادشاهي کوله ـ پيرنګي ته معلومه وه چې دا وَږې قام دې په وچو زمکو ئې ګزران دې ـ څوک چې د ډيورنډ لائن نه د پيرنګي ډډې ته په ويش کې راغلل نو ملکان او خانان ئې پکې جوړ کړل او وظيفې ئي ورله هم مقرر کړي ـ نو پيرنګې زان له په امن کيناست او خانان ملکان زان له په مزو شو ـ کله کله به پکې د ايپي غوندې ليوني پيدا شول نو د خانانو پروموشن به اوشو، وظيفو کې به هم زياتې راغې ـ 

کا ش چې پيرنګې د چين د بادشاه پشان عقل لرلې او يوه کرښه راښکلو په ځائي ئې د ډيورنډ ديوال جوړ کړې وې ـ د ډيورند لائن نه به ئې زياتې فا ئيدې وې ـ يو خو به ديوال د چين د ديوال نه ښه او مظبوط جوړ وه ځکه چې پيرنګې کار ډير پوخ کوي ـ د زان د پاره ډير ايماندار دې ـ او بې کلمې ډير پوخ مسلمان دې ـ نو د دې ديوال په سبب به د پيرنګې بادشاه نوم په دنيا خور وه ـ دويمه فا ئيده به ئې دا وه چې غريبانو به په کې مزدوري موندې وه ـ او د مزدورۍ د پاره به بمبې ته منډې نه خلاص شوې وه ـ او د فوځ نوکرۍ حاجت به ورته نه وه پاتې ـ د نن دا نسل به د ټوپک او د مرګونو ليوال نه وه ـ ولې پيرنګې د ­­ومره اوښيار وه چې هغه د مستقبل نه هم زان بې خبره نه ساتلو ـ 
پښتون ته ئې داسې مستقبل چرته جوړولو ـ دريمه فا ئيده به ئې دا وه چې پښتون به د هميش هميش د پاره دوه ټوټې شوې وه ـ او نن به پښتنو د پښتونستان جوړولو خبرې نشوې کولې ـ د وچې دا غؤيمه به نه وه ـ د آخوا پښتنو به زان ته پښتانه وئيلو په ځاۍ افغا نيا ن وئيل او په ډير خوند خوند به په دري کې د يو بل سره غږيدل، ليکل لوستل به ئې کول او د پښتو د جنجال نه به بچ وو ـ او د پښتونخوا دې پښتون به زان ته پښتون نه، پټان يا پاکستاني وئيل، دوه قامي نومونو په جنجا ل کې به نه وه پروت ـ غريب خو اوس هم د ويرې زان ته پښتون نه، پاکستاني وائي ولې نور اولس ئې پاکستاني نه ګنړي او پټان ورته وائي او څوک چې د پښتونخوا نه بهر بل ځاۍ ميشته دي که د پاکستان جوړيدو نه ډير مخکي ديره وو ، خپل کورورنه او جائيدادونه لري او اوس ئې دريم څلورم نسل دې خو پټانان دي او بې وطنه مسافر ورته وئيل شي ـ مهاجر چې بې وطنه او بې کوره شوي وو هغه زان مالکان ګنړي او پښتون ورته بې وطنه ښکاري ـ 

د کله چې د طالبانو دا غويمه جوړه شوې ده نو د لائن دواړو ډ ډ و ته د پښتون بل نوم دهشت ګرد شوې دې ـ ډير کم پښتانه به د ملا توب پيشې ته تله ـ دغه د ملانو پيشه وه ـ د پښتنو ځامن بچي به په زمکو خواري کوله ـ اوس که پاکستان دې که امريکه ده، پښتون نه ئې وچ په وچه طالب جوړ کړې دې او بې تپوسه ئې لکه د ماشو ميږو وژنئ ـ د رنجيت سنګ په پولسو پورې ټوقې جوړې دي وائې چې د قيد نه يو قيدې مفرور شو ـ نو د رنجيت سينګ راجا پوليسو په لاره کې يو بې ګناه سړې را اونيولو ـ او ورته ئې اوې چې يو قيدي مفرور شوې دي ـ هغه غريب ورته اوې چي زۀ خو هغه نه يم ـ نو پولسو ورته اوې که ته هغه ئې او که نه ئې ـ زمونږ ډيوټي د قيديانو شمير پوره کول دي ـ نو نن پښتون غريب د دهشت ګردو او طالبانو د شمير پوره کولو د پاره ګير دې ـ او دا خو لا څه کړي ـ طالبان دي که دهشت ګرد دي د پښتون په مرګ پسې دي او د بلې ډ ډ ې ئي امريکي او پاکستاني فوځونه په وژلو لګيا دي ـ نو که ډيورنډ لائن په ځاۍ ورته د ډيورنډ ديوال جوړ وې نو د پاکستان طالبان به آخوا نه شو تلې او د افغانستان طالبانو که وژله کولې نو خپل اولس به ئې وژلو ـ اوس خو مونږ نه پوهيږو چې څوک څوک دا وژله کوي ـ پيرنګي دا ورځ ليده ځکه ئې کرښه راښکله او ديوال ئې جوړ نه کړو ـ 

يو ځل مو اوريدلي وو چې پاکستان د ډيو رنډ ديوال جوړولو پروګرام تيار کړې وه ـ خو امريکې به ورله ډالري نه وي ورکړي بيا مو واؤريدل چې کرزئې پکې ډالرې اوليدلې نو دا تاريخې کارنامه ئې په خپل نوم کړه خو امريکې ته چا اوي چې مخکې په خپل باډر د کينيډا سره ديوال جوړ کړه ـ يو خو به دا تايخي عمارت په امريکه کې پاتې شي او بله دا چې امريکه کې بې روزګاري ډيره شوې ده ـ اولس بې کوره شوي دي نوچې څلور زره کلو ميټر ديوال جوړيږي نو بلا روزګار به پيدا شي ـ د امريکې د حکومت خيا ل وه چې اولس وږې شوې دې تش په ډوډئ به ديوال جوړه ولو ته غاړه کيږدي ـ نو شپه په شپه د ديوال د مزدورانو يونين جوړ شو او تر سحره پورې يو څو لکه غړي ئې رجسټر کړي وو- او د حکومت سره سودا ته شو چۀ لس لکه مزدورانو له به اول د استوګړې ځائې جوړه وئې - د استوګړې ځائې جوړولولو مزدورانو ځان له بل يونين دې ـ د هغوئې د مزدورۍ د ريټ او نورو مراعاتو سودا به د هغوئې د يونين سره کيږي ـ بيا به د ديوال د مزدورانو د يونين سره خبرې کيږې ـ ورستو خبره د ديوال د پاره د سامان راغله نو کرينونه او بلډوزرې به ورله امريکي کمپنئ جوړه وي خو نور سامان به ورله په ارزانه د چين نه راشي - کانګرس د چين نه سامان اخستو د پاره رضا نه وه ـ خو هند ورته هم د چين نه ارزان مال ورکولو ته غاړه نه کيښوده ـ چې کانګرس کې د ديوال بجټ پيش شو نو هغه د افغانستان، او عراق د جنګ د بجټ نه ډير زيات وه ـ نو کينيډا ته ئې اوې چې دا ټول دهشت ګرد ستاسو د وطن په لارې راځې - د نيم بجټ خرچه تاسو راکړۍ ـ نو کينيډا ورله جواب ورکړو چې خرچه نه شو درکولې ځکه چې زمونږ اولس دا ديوال نه غواړې او مونږ له به اجازت رانه کړي چې په ديوال کې حصه واچوؤ ـ ستاسو دومره مرسته کولې شو چې کوم دهشت ګرد زمونږ د وطن په لارې بې پاسپورټه اونيسئ نو مونږ ته ئې واپس کړئ ـ ګؤيټه نامه بې جيل ته ئې مه اَ ستوئ ـ مونږ به ذمه واخلو او قطب شما لي ته به ئې واستؤو ـ هلته مزدورئ له څوک نه ځي ـ او پيسې به ورله هم ښه ورکوؤ چې تښتي نه ـ نود امريکي د کانګرس دا سودا خوښه نه شوه او د کينيډا نه چې کوم د تيلو پا ئپ لائن امريکې ته د راتلو پلان وه هغه ئې ورله په نيمه لار کې اودرولو ـ 
کانګرس بله لار او نه ليدله او چين ته ئې اوې چي ديوال راته تيار که ـ نو چين ورته اوې چي بسم ا لله زمونږه فيکټرئ به پرې د نن نه کار شروع کړي خو دا راته اوائې چې ديوال د سيمټو او کنکريټ پکار دې که د سټائرو فوم ـ د سټائرو فوم ديوال به زر او ارزان جوړ شي، نيم په نيمه خرچه به راشي ـ سپک به وي نو شپمنټ به هم ارزان وي او اودرول هم په لږ وخت کې او په ارزانه به اوشي ـ زمونږ کاريګر به درشي ـ تاسو بې غمه شۍ ـ کانګريس لا په دې غور کولو چې خبره د ميډيا په لاس ورغله - او ټوله ميډيا، ورځ پانړې، ريډو ګان، تيليويژنا ن، انټر نيټ ، فيس بک ، ام ايس ، آئي پا ډ او خداۍ خبر په څه څه پاډونو او څيزونو لکه د اور، لوۍ وړوکې ته دا خبر د ماښام کيدو نه مخکې اورسيد ـ او سحر له د امريکې اولس سړکونو ته را اوت ـ هر پله ټريفک اودريد ـ ټريفک څه ټوله امريکه په ځائ اودريده ـ څه صدر، څه کا نګرس. سينټ ، څه وزيران، مشيران او جرنيلان، ټول په نيمه ګينټه کې راغونډ شول او بله نيمه کې فيصله اوشوه او د ميډيا مشرانو سره ميټنګ اوشو او اعلان اوشو چې نه چين له ټيکه ورکوؤ، نه به ديوال جوړيږي او بيا امريکه د ماښام کيدو نه مخکي ژوندئ شوه او هر څه روان شو ـ 

که ګرځې ګرځې خو ځاۍ دې کنډول دې ـ نو مونږ به بيا ډيورنډ لائن له راشو ـ د سټا ئرو فوم دا آئيډ يا د کرزئي او زرداري ډيره خوښه شوه د يو بل سره ئې په ټيليفون هم صلاح اوکړه او بيا ئي د امريکې د صدر، سکريتري کلنټن او يو نيم جرنيل سره په تيليفون خبرې اوکړې چې که تاسو د ډالرو ناوه ديخوا راواړه وئې نو ډيورنډ لائن به ډيورنډ وال شي او ډيورنډ ورک کړه غرق دې شي مړ دې مونږ به اوباما وال جوړ کړو د هغې ډډې ورت جواب راغې ـ“ لرې د اوږ سترګو ځامنو ـ مونږ ايله خپل کور کې د غرقيدو نه بچ شو او تاسو د ديوال په نامه کچکول رامخې ته کړو ”ـ دا دواړه غريبان د امريکې د سخاوت نه نا اميده شول او خوله خوله کې ئې ورته دوه څلور کنځل اوکړل او بيا دواړو په صلاح چين ته مخه کړه ـ چين ورته اوې، ـ“قربان ولې نه ـ ستاسو نه ديوال خوږ دې څه ـ مونږ خو دا هنر د پلار نيکه بادشاهانو نه وراثت کې موندې دې ـ دا ميوه به تاسو ته ولې نه درکؤ ـ خو يو شرط پکې دې ـ يوه يوه پرزه به د چين په فيکټرو کې تياريږي ـ د چين په جهازونو کې به شپ کيږي او زمونږ هنرمندان به ورسره درځي او هغوئې به دا ديوال د يو سر نه تر بل سره اودروي ـ او ستاسو بې هنره لږ ډير مزدوران به پکې اولږي ”- دې دواړو په يو اواز کې اوې ـ زمونږ مزدوران دې ورک شي بيخي د څه کار نه دي ـ بيشکه هغه ورله هم د چين نه را اوليږئ ـ نو چين ورته اوې ـ“چې اخرې او اهم خبره دا ده چې تاسو له به پيسه ټکه په لاس نه درکؤ ـ ټول به په تاسو، سره د سود، قرض وي اوپيسه به زمونږ د منتظمين په لاس کې وي ” ـ دې دواړو يو بل ته اوکتل مخونه ئې مړاوي شول او سوچ کې پريوتل چي ډالرې پکې نشته نو مونږ ليونې سپي چيچلي يو چې ديوالونه جوړه ووـ دا تشه کرښه بده ده څه ـ پرته دې وي ـ او د ډيورنډ لائن تشه کرښه ، تر اوسه کرښه پاتې شوه، نه ورانه شوه، نه ديوال شوه - يو خوا افغاني پښتون، افغاني پاتې شو او بل خوا پټان پښتون، پټان پاتې شو ـ

 

- بېرته شاته