(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

21م فرورى اوس يواځى وارتيرول شو

ليكونكى:عبدلجبار كاكړ

موږ د پښتو ژبى د ناخوالو په اړه څه ليك كړى وو چې د پښتنو سره به لر بر افغان خاوره كښې څنګه چلن ورسره كيږى او د پښتون قادتكي تكي شووميمو كښې د پښتو په ستونځو خبرى كړى وى په دي منځ كښې د مورنيو ژبو نړۍ ورځ (۲۱م فرورى) هم را ورسيده چي ددي ورځي په مناسبت د رسېنو او د نورو لارو ډېر څه ترلاسه شو هم په دهغه ورځ د پياوړو ليكوالانو شاعرانو او سياست مدارانو ويناوي ځما په ګډون ډېرو نورو به هم اوريدلي وي خو خبره هم هغه ده چي پښتو تر ښكلاك لاندي ده خو خبره موږ په بيل بيل ډول كوو شف شف خو كوو خو شفتالو ته وايو دا ځكه چې موږ په هره خبره د يوې ورځي يا د لږ مهال دپاره داسې راوپاريږو چي څوك به دا وائى چي خپل هدف او مخې ته ورسيدو خو چې څه وخت يا هغه ګړى يا ورځ تېره شې بيانه تاكړى ناما كړي د بيلګي په ډول كه ځموږ د سويلي پښتونخوا خبره و مخ ته كړو نو به تاسو ته څرګنده شې چې هوخبره هم داسې ده.

     هر كال چې د مورنيو ژبو دا ورځ را ورسيږى نو و ټولو ډلو ته په زياته بيا او سياسۍ ىګوندو دومره هيلي ځلي پيل كړى چى هره خواته د مورنيو ژبو د ورځى په مناسبت غونډى لاريونو ته ناستى ليدل كيږى او دوي په كلكه دا غوښتنه كوى چى ژر تر ژر دي مورني ژبه دي مورني ژبه د ښوونځي او دفتر ژبه وګرځول شې خو څنګه چې دا ورځ تېره شې نو څومري ژمني چي په دا ورځ شوي وي هغه په اوبو باندى ليكه شې د بده مرغه دلته هر څه لكه څنګه چې د پښتو عادت دي سياسى ګوندو يو د بل سره سيالي ده چي هم په دهغه نړۍ واله ورځ ډېر ښه څرګند شې بله پوښتنه دارابرسيره كيږى چې دوى دا غوښتنه د چا څخه كوى..؟ ولې چې هم دهغه سياسى ګوندونه د ايالتى اسمبليو او پارليمان څخه نيولي تر لوړو پارليمانو پوري غړۍ پاته شوي او اوس هم پاته دي دا خبرى او غوښتني خو هم په دهغه پارليمانو كښې كيدي شې او بيا دا غوښتنه يواځى د پښتنو په هلو ځلو نه شې كيدي تر هغه پوري چې د نورو ژبو د پارليمان غړو په ګډه نه وي راپورته شوي ولي چي په پاكستان كښې چې څومره ژبى ويل كيږى بيله د سندهي ژبى دنورو ټولو ژبو سره هم داسې چلن كيږى لكه د پښتو سره چي كيږى او بيا دهغه غوښتنه تر هغه وخته نه شې منل كيدى تر كله چې پرله پسې كلكه مبارزه نه وي شوي په شمالى پښتونخوا كښې خو داسې اوريدل كيږى چې دعوامى نيشنل ګوند حكومت بشپړه تياري نيولي دي چي دوي به په را روانه مياشت كښې پښتو د ښوونځي ژبه د ګرځولو وروسته په دي عمل پيل كړي خو بيا هم دوي د څلور كاله وروسته په دي كار پيل كوي چي اوس د دوي يواځي يو كال د حكومت كولو پاته دي په كار داوو چي دوي په لومړى يا په دويم كال كښې په ښوونځيو كښې پښتو او نوري ژبى نافذ كړى وي خو هغه د پارسى بان خبره ده چې دېرآمد درست آيد لوئى څښتن دي وكړى چې دهغه لويه لاس ته راوڼه دوام وكړي تر كومه چې د سويلي پښتونخوا يا په بلوچستان ايالت كښې ميشته د پښتو د مورنى ژبى خبره ده دلته دوي نوري ژبى لكه بلوڅى او بروهي ويل كيږي چي د دوي سياسى ګوندونه هم دا غوښتنه لري چي مورني ژبى دي د ښوونځي ژبى وګرځول شې په كاردي چي هغه د پښتنو او بلوڅو د ايالتي پارليمان غړۍ سره راټول شې او و ايالتي اسمبلى ته وړانديځ او قرارداد وړاندي كړي چي دهغه درې لوئى ژبى دي په خپلو خپلو سيمو كښې د ښوونځي ژبى وګرځول شې يا هغه د ژبو اكيډمى ادبى ټولني او سياسى ګوندونه دي په ګډه د اسمبلى د غړو سره وويني او دي كار ته دي وهڅوي يواځي په كال كښې يوه ورځ غوښتني دهغه كار نه شې كولى نن چي يو نوي چاپيريال جوړدي كه لږ هلي ځلي وشې نو دا كار تر سره كيدلي شې پاته شوه په افغانستان او شمالى پښتونخوا (خيبرپښتونخوا دوي دي د خپلو حالاتو سره داسې لاره وتراشې چې دوي و خپلى ژبى ته دا حق راوړي په زياته بيا د افغانستان پښتانه چي دوى د نورو څخه ډېري ګيلي كوى او هر وخت دوى په ځيګروي وي په كاردي چي په نورو د نيوكو كولو په ځائى پخپله ګريوان كښې سرټيټ كړي چي څوك و ځان او خپلې ژبى ته خپلې بشرى حق نه شې راوړي نو دا خو د نړۍ دود دي چي چاته په غاب كښې داسې څه نه ايښوول كيږى بلكې ددي دپاره مبارزه په كارده په افغانستان كښې خو د تاريخ يا په وشاته روانه ده چې ډېركي د لږكيو څخه په چغارو دي..؟

     اوس به ودي خبرى ته راشو چي د نړۍ والى ورځي (مورنيو ژبو) په اړه د پښتو په اړه څه څه وويل شول چې هغه په رښتيا هم د غور وړدي دا چې مورني ژبه و يوه ماشوم ته لوست وركول هم داسې ضروري دي لكه و ژوند ته چې داكسيجن اړتياوي خو څه وكول شې چې په ډېرو پښتنى سېمو كښې ځموږ ماشومان ددي بشرى غوښتني څخه بې برخې دې چې په رښتيا هم دا ځموږ د ماشومانو سره ډېر لوئى زياتوب دي خو د ماشومان په دي اړه پړه نه دي بلكې موږ لويان او ځموږ مشران پړه دې چي دوي دهغه وخت څخه داخبره ونه تراشله چې دابه سباون كښې څومره زيان ورسوي ځما دلته و ځانګړي سيمى لكه د كرښې ختيځ او سويل سيمي دي چي د تېري يوې يوه نيمه پيړى څخه د دهغه بشري وركړي څخه بې برخه پاته شوى دى چې نن څو نسلو نه د خپلې مورنى ژبى د خپلو اتلانو د خپل دود او تاريخ څخه بې برخي شوي دي بلكې ددي هر څه څخعه بې برخى او بيګانه شوي دي او كه ددي دپاره كارونه شې نو به د سرڅخه دوي خپلې پيژندګلوي څخه به بې برخى شې چې اوس په هغه لوري رواني دي په كاردي چي نه يواځي ددي سيمى پښتانه بلكې لر او بر پښتانه ددي دپاره په ګډه مبارزه وكړي ولې چې  دا حق هر هر بشر ته نړۍ اسلام او د نړۍ پرمخ تللو ملكو وركړي او ملاتړيې كړي دي ځما په اند دا وخت د پښتنو دپاره لومړى غوښتنه هم داده چې دوي پښتو په هغه ټولو سيمو كښې د درس ژبه وګرځوي او دا حق و ماشومانو او لويانو ته راوړي څوك چي ددي بشري وركړى څخه بې برخى دي چي كله دهغه وياړ ځموږ په برخه شو نو بيا به موږ ددي جوګه شو چې پښتو مخ په وړاندى روانه كړو چي بيا به د دفتر ژبه هم وګرځي د ګنج او ماركيټ ژبه هم شې د سائنس او ټيكنالوجى ژبه هم وګرځي او ټولي چاري به په پښتو مخ په وړاندي رواني شې او هغه ليكوالان چې دوى د زړه په خوږ و كتاب چاپ كوي او بيا ددي جوګه نه وي چي ددي په بدل كښې څه ترلاسه كړي دهغو دهغه لويه لانجه به په بشپړه د منځ څخه ولاړه شې ولي چي د لوستونكي څخه په پښتو ازمويني يا امتحان اخستل كيږي يا په يوه دفتر كښې په پښتو چارى تر سره كيږى او داسې د ژوند په نورې چارو كښې د پښتو څخه كار اخستل كيي نو به ارومرو كتابونه هم چاپ ته رسيږى ورځپاڼى مجلى په لوئى شمير تر چاپ ووځي او لوستونكې به بې شميره وي نه داسې لكه نن چي د ټول ورسره مخامخ دي ددي څخه به د ولس د پوهي او ذهني كچه ارومرو پورته كيږى او د كومو ناخوالو سره چي لر او بر مخامخ دي او خلګه دهغه وخته څخه چې دا بهير د پيړيو پيړيو څخه راوان دي ددې مخ نوي بۀ هم ددې لاري تړل كيږى آن دا چې ځموږ دهغه ساداره ولس به په رښتني اسلام هم خبريږى نو ځكه ضرورت ددي چي د ټول لر او بر پښتون افغان داهڅه وكړي چي پښتو په كومو سيمو كښې د زده كړو ژبه نه ده الته دي ددې دپاره هر اړخيزه كاروشې په كومو ميمو كښې چې پښتو داوړتيا لري چي د دفتر ژبه شې دهغه دپاره دې مبارزه په دي ډول شې چي په هغه كښې د نورو ژبو سره كركه نه وى.

     ځما و څنګ ته پښتو هغه كتابونه دي چي زياتره ځه لولم چې په هغه كښې په پټه خزانه د الفت صاحب كليات د خوشحال بابا او رحمان بابا ديوانونه دغني خان ديوان د سيال كاكړ پښتانه ليكوال د ډاكټر لياقت تابان پرون ماته ډالي شوي دده څلورم كتاب د تاشقند د قند ځكه د سلطان محمد صابر بلوڅ پښتون او داسې نور ډېر كتابونه چې د ټولو نوم نه شې راتلي ماته څومره خوند راكوي چي دا كتابونه ځه لولمه او څوني وياړ ځه باندي كوم چې څنګه ځموږ اتلانو د ډېرو خواريو باندى دا زياراستلې دي خو كله چې ودي ته ځير شم چې ددې كتابو څخه څومره پښتانه ګټه ترلاسه كوي او څومره وګړى به وي چي دوى دا كتابونه لولي او ګټه به ځيني اخلى نو ډېر خواښني شم ولې چې ځموږ په دي كوږه پښتونخوا كړي په سل زرو كښې سل پښتانه نه شته چي دوى دا كتابونه لوستي شې ځكه چې دلته په ښوونځي كښې پښتو لوستل پښتو ليكل كفر دي نو څنګه موږ ويلي شو چې پښتو دي وده وكړى په پښتو كښې كتابونه نه شته د پښتانه د ژبى او دود څخه دي پښتانه نه بيګانه كيږى..؟ د پښتو تر ټولو لويه ستونځه هم دهغه ده او ځموږ سياسى مشرانو ته تر ټولولويه اړتيا او ضرورت په ښوونځي كښې پښتو نافذ كول دي او دا غوښتنه په يوه ورځ نه شې ترلاسه كيدي تر هغه وخته چې پرله پسې مبارزه ونه شى.(نوربيا)

- بېرته شاته