(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مورنيو ژبو نړېواله ورځ

يوويشتمه فروري

لیک: خان زمان کاکړ
په يوويشتمه فروري به په بنګله دېش کښې عامه رخصتي وي او د د بنګالي ژبې شهيدانو ورځ به لمانځل کېږي، په پاکستان کښې به په هم دې ورځ په مکتب، مارکيټ او عدالت کښې په پرديو ژبو درس، ډيلنګ او رابطه روانه وي. په يوويشتمه فروري به په بنګله دېش کښې د مورنۍ ژبې په ننګ د شهيدو شوو ځوانانو له يادګيرنې سره دا يادونه کېږي، چي د بنګال د ازادۍ په تحريک کښې د مورنۍ ژبي د ايشو څومره لوے کردار و خو په پاکستان کښې به په نصاب کښې تنکي ماشومان دا جمله لولي چي د مشرقي پاکستان بېلتون د انډيا سازش و. په يوويشتمه فروري به د يونيسکو د چارټر تحت په دنيا کښې د مورنيو ژبو نړېواله ورځ لمانځل کېږي، خو په پاکستان کښې به اردو د حب الوطنۍ د معيار په توګه د قومي ژبې، د مسلمانانو د ژبې او د قومي يو والې د علامت په توګه رايج وي، څوک به يې په دې راج خبره هم نه شي کولے، ځکه چي په دې باندې حب الوطني مشکوکه ګرځېدے شي.  په پاکستان کښې حب الوطني د خپل شناخت په سر سودا ده، د خپل قامي وجود بائيللو ته چمتو کېدل دي.  بنګاليانو دا سودا ونه کړه، نن  يې قامي وجود او قامي شناخت جوت دے، پاتې قامونه د خپل سرنوشت په غميزه اخته پاتې دي. نن صورتحال داسي دے لکه سايل چي وايي:
په خپل سکول کښې پردو ژبو او پردي تاريخ ته ناست يم
دا زه کوم کوم سبق وايم له خپل ځانه يې پردے کړم

موږ له خپل ځانه پردي شوي يو، له خپل بنياد، تاريخي او ژبني تشخص او کلتور څخه پردي شوي يو، زموږ د ژوند سبق زموږ له جغرافيې، تاريخ، ماضي او معروضيت سره هيڅ تعلق نه لري، کوم اقدار چي د يو قام انساني، تهذيبي، مذهبي او قانوني اقدار ګڼل کېږي، هغه ټول اقدار په ډېره جبري توګه مسخ کړل شوي دي، زموږ قامي شناخت ته خطرات متوجه شوي دي، زموږ د مستقبل نسلونه د يو فکري او تهذيبي جمود بلېک هول ته ټېل وهل شوي دي، که دې خطراتو ته جدي پاملرنه ونه شي او پر دې قابو ونه ساتل شي، موږ د يو جامع قامي پېش منظر په جوړولو کښې په هيڅ لحاظ کاميابي تر لاسه کولے نه شو.
ژبپوهان په دې نظر دي چي د يوې مورنۍ ژبې په مرګ سره يوازې د افهام و تفهيم يوه وسيله له منځه نه ځي بلکې د يو قام تاريخ، د ماضي يادداشت، ادبيات، فولکلور او ټولنيز علوم هم له منځه ځي يعني د يوې ژبې مرګ د هغه قام د ټول تاريخي پسِ منظر او تخليقي بنياد مرګ وي. يو قام بې ژبې کول هغه بې بنياده کول وي. بشر پېژندنه ژبه يوازې د افهام و تفهيم د وسيلې په توګه نه مطالعه کوي بلکې د کلتور يوه داسي مهمه برخه يې ګڼي چي پکښې د قامي او ټولنيز تشخص تشکيل کېږي او د بشري صلاحيتونو د غوړېدلو لپاره تر ټولو بنيادي سرچينه ثابتېږي. په پرديو ژبو کښې تخلیقي عمل ځکه اکثره وخت شنډ ګرځي، چي تخلیق او د تخليق د غوړېدلو فطري وسيله له يو او بل سره نااشنا وي. کومې ټولنې چي د مورنۍ ژبې د اهميت په حواله د غفلت ښکار وي، په هغو ټولنو کښې کله هم شهکارونه نه دي پنځېدلي. څېړونکي وايي چي هغه خلک چي  تر يوې د زياتو ژبو د استعمال مجبوري په غاړه لري ، د هغوی په الفاظو او تخليقاتو کښې به معنويت او قوت ضرور کم وي. د ډېرو ژبو په زده کړه کښې رضامندي چي څومره په علم او تخليق کښې تنوع او پختګي پېدا کوي، په هم دغومره کچه د ژبو جبراً زده کړه په علم او تخليق کښې جمود او شنډتيا راپېدا کوي. په تاريخي بهير کښې د علمي ضرورت د پوره کولو  لپاره د ځينو پرديو ژبو زده کول د قامونو مجبوري وګرځي، خو دا بېخي د ظلم انتهاء ده، چي داسي يوه ژبه چي هغه علمي ضرورت هم  نه شي پوره کولے خو زده کول يې لازمي ګرځول شوي وي.  د پاکستان په تعليمي ادارو کښې علم نه شته صرف ژبې دي، يو طالبعلم ټول تعليمي ژوند د ژبو په زده کولو تېروي، خو ددې باوجود څوک هم يوه پردۍ ژبه داسي زده نه کړي چي پکښې د مکمل اظهار توان ولري، ددې له وجې د Language Shift   عمل په ډېره تېزي سره روان شوے دے، د ځينو ژبپوهانو په اند دا عمل د ژبوژنې (Linguistic genocide)عمل دے. سيف الرحمان سليم وايي:
د جومات استاد عرب دے په مکتب کښې ډيلي وال دے
يو استاد راله پېدا کړئ خو پښتون راله پېدا کړئ

زموږ په تعليمي ادارو کښې غېرپښتون استاد نه يوازي  په کلاس کښې د طالبعلمانو تر منځ په آپس کښې په پښتو خبرو بنديز لګوي بلکې حوصله شکني يې هم کوي، چي په دې ژبه کښې د تعليم خبرې نه شي کېدے، يعني دا د علم ژبه نه ده، زيات شمير پښتانه استادان هم دې ته په ذهني توګه تيار نه دي، چي پښتو دي د medium of instructionپه توګه لاګو شي، دوی دا دليل وړاندي کوي، چي په پښتو کښې د ځينو مضامينو خصوصاً د ساينسي مضامينو لپاره مواد نشته، دا مواد خو په اردو کښې هم نشته، د هغې د نفاذ لپاره څه دليل کېدے شي؟ د  يوې ژبې علمي قوت له روزګار سره مربوط وي، کله چي په دې کښې مارکېټ فېکټر راشي، هلته کښې د ژبي د علمي پياوړتيا لپاره پخپله حالات راجوړ شي.  کوم قومونه چي په اردو او انګرېزي نه پوهېږي، هغوي خپله علمي اړتيا څنګه پوره کوي؟ انګرېزي د علم ژبه ده خو په دې کښې بنيادي تدريس نه يوازي يوه غېرفطري خبره ده بلکې د طبقاتي تفريق په څرګندولو کښې هم لوے رول لري، په پرائيوټ سکولونو کښې د لوړې طبقې د ماشومانو لپاره نصاب او د تدريس ژبه بدله ده، همدا د دوی د سټېټس يوه برخه ګرځول شوې ده چي په پاکستان کښې اوس د نيم ايمان درجه لري.  په دنيا کښې په دې حواله اتفاق موجود دے، چي د بنيادي او ابتدايي تعليم لپاره د تدريس تر ټولو موزون ژبه مورنۍ ژبه ده او دا د هر قام په بنيادي حقونو کښې راځي، چي خپلو ماشومانو ته په مورنيو ژبو کښې تعليم ورکړي، کوم رياستونه چي له دې حق څخه انکار کوي، هغه د نړېوالو ضابطو مخالفت کوي.  
په پاکستان کښې د قومي ژبو مسئله که هر څو ادبي، تدريسي او تعليمي مسئله ده، د مارکېټ، کاروبار او عدالت مسئله ده خو ددې حل سياسي دے او ددې لپاره پر سياسي بنيادونو غور پکار دے، په ځانګړي توګه د قامي سياستونو په بنيادي ترجيحاتو کښې بايد د قامي ژبو سوال شامل وي، د پښتو، بلوڅي، پنجابي، سندهي او سرائيکي ژبو له قامي حثيت څخه انکار ددې قامونو له قامي وجود څخه د انکار مانا لري، ځکه خو سيف الرحمان سليم وايي:
ژبه چي غواړې اول خوله پېدا کړه
ژبه عبث ده چي دي خوله نشته دے

د مورنيو ژبوپه هکله د يونيسکو له چارټر او تجويزونو څخه سرغړونه به پاکستان په داخلي لحاظ نور هم خوارځواکے کړي،  په دې سرغړونه کښې نه يوازي د قامونو تشخص او توان په خطره کښې لوېدلے دے بلکې په نړېواله کچه د پاکستان په علمي پسماندګي کښې هم تر ټولو لوے کردار د ژبو د مسئلې دے. اردو د يوې سياسي آلې په توګه استعمالول به نور انتهايي نقصانده عمل وي، پاکستان تر هغو پوري يو مضبوط وفاق نه شي جوړېدے، تر څو چي د وفاقي يونټونو تشخص تسليم نه کړي. د ژبني او کلتوري تکثيريت د منلو بغېر هيڅ ممکنه نه ده، چي پاکستان دي د نوي نړۍ غوښتنو ته ځواب ووايي. موږ بايد د خپلې مورنۍ ژبې د حق لپاره پر هر فورم آواز اوچت کړو، همدا د يوويشتمۍ فبرورۍ پېغام دے، د اندېش صېب ددې شعر په مصداق:
چي خپله ژبه درنه ورکه نه شي سپکه نه شي
چي دا وينا د باچاخان ومنم دا به ښه يم

 


[email protected]

- بېرته شاته