(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمنشي احمدجان طنزیه کیسې

پوهنمل محمود نظری

منشي احمدجان په کال (۱۸۸۲م) دغزني په مقر کې زېږېدلی دی ،د زده کړې لپاره  پېښور ته تللی دی ،دهغه مشهور کتابونه هغه دغه او د قصه خوانۍ ګپ په نوی رنګ نثری کتابونه دی دهغه دنثر ژبه خوږه او جملې يې لنډې دي د هغه د کیسو  منځ پانګه تاریخي  او ښوونییز طنزونه اوټوکې  جوړوي ، دهغه هغه  دغه او د قصه خوانيګپ کتابونه(طنز ډوله حکایتونه)دی  دهغه یوه د پښتو  په خواږه نثر ښکلې، په  طنزی توله اود متلونو ډکه  کیسه  داسې ده
قصه :   درخانۍ  په سوات کې د برې باز درې د یوتاوس خان  نومي پښتون  لور وه او د پایاوخان  نومې  یو پښتون چنغله وه . یوه ورځ ددرخانۍ د ترور د لور واده وو په هغه کې یې د کوزې باز درې یو ادم خان نومي  خانزاده باندې  سترګې خوږې شوې ؛ټپ له دواړو لاسو خیزي؛ هغه هم پرې  زړه بایلو. دې اور داسېلمبه  وکړه  چې د واده د خلاصېدو او د مېلمنو د رخصتېدو نه پس  دواړه په لاره کې  هرومرو یو بل ته  په غلا غلا کتل . ماسخوتن په هوجره  کې  چې ادم خان  یوه ګوتهرباب ووهلو نو یو سوړ اسوېلی یې وکړو او میرو ، بلو  خپلو خوږو یارانو ته یې د زړهحال ووې . د هغه  دا مراد وو چې په دې شپه د اشنا دیدن ته لاړ شي . پردو کورونو ته تلل د ؛خالصي دل نه و؛ ولې میرو او بلو  ورته حلال کړي چرګان  و . سمدستي یې ملاوتړله  او شپه په شپه برې باز درې ته  لاړل . بلو یې  چرته د چوکۍ د پاره ودرولو اودوی دواړه د درخانۍ کور ته ورغلل . میرو ورته  وړومبی ګودر سهي کړی و.  ادم خان داشنا کټ  ته ورسېدو درخو تار په تار په پالنګ  اوده وه ، څنګزنې  سپوږمۍ  او یو نیمستوري یې  په غلا دیدن کولو . ده یو ساعت په غټو سترګو کتل  چې  ښه زور او زېر یې  ووېست  نو ورو غوندې یې د پښې غټه ګوته ترې ونیوه او ویښه یې کړه  چې درخو سترګېوغړولې نو هغه بشره ورته ولاړه وه چې د چا په خیال کې وده شوې وه .  حیرانه شوه چېدا خوب دی که ویښه؟ څو ځله یې سترګې ومښلې او بیا یې وغړولې چې ښه یقین یې راغی نوپاڅېده او ورته ترغاړې وته ، غوږ کې یې ډېرډېر هرکلی ووې او بیا یې د خپلې مینېدوتر ورته پرانستو . په خلکو لویه شپه تېره شوه او په دوی د سترګو رپ و.
میروشپېلی وواهه مطلب یې داوو چې چرګانو بانګونه  ووې . ملایانو اخ وټوخ جوړ کړ. هسې نهچې شرمیندګي جوړه شي  او د اوښ په شامو سپي  ونه خوري . ادم درخانۍ د اوښکو ډکېسترګې یو بل نه جداشول .؛ (له قصه خوانۍ ګپ څخه)

((هغه دغه )) له کتاب څخه :دوې طنزیه  توکې

ېوه سړي ته یوه لویه عهده ورکړی شوه،او غټ سړی شو یو دوست يۍ چې دا خبره واوریده نو د مبارکۍ لپاره ورغی . هغه چې ولید نو ورته يی ووې چې ته څوک يی او دلته د څه لپاره راغلی يې؟ده ورته ووې څه ته ما نه پیژنې؟زه ستا پخوانی اشنا یم،اوریدلی می وو چې ته ړوند شوی يی نو زه د پوښتنه له راغلم

یو فقیر د یو دولتمند دروازې ته ﻻړ او خیريې ترې وغوښت . له کور د ننه نه چا ځواب ورکړ چې   بي بي په کور نشته . فقیر ووې چی ما د ډوډۍ ټوټه غوښتی وه بی بی خو می نه غوښتله چی داسی ځواب مو راکړ.

- بېرته شاته