(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان بې باوره ائنده

له اړخه(ليکونکي) گېري تهامس

ډیوه ریډیو: افغانستان کې د روانې جگړې باوجود د امریکې او د طالبانو د نمائنده گانو ترمېنځه ابتدائي خبرې  پېل شوي دي ویل کېږي چې پدې خبرو کې زیاتې خبرې د امریکې په ولقه کې موجود طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره د طالبانو په مطالبه روانې دي
امریکې څو ځله ویلی دي چې هغه د افغانستان په مشرۍ کې د امن پروسې مرسته کوي. په کال 2009م  کې د  صدر براک اوباما  حکومت د افغان پالېسی د جاج اخستو د غونډې مشر د سی ائی اې پخوانې چارواکي بروس ریډل وایی چې امریکا د افغان جگړې د یوی سیاسي روغې په مرسته کولو سره تاوان کې نه ده.
ښاغلې ریډل زیاتوي  امریکا باندې پکار نده چې د سیاسي روغې جوړې د مخالفت گوته ونیولې شي. نوموړي زیاته کړه کې د شخړې کوم سیاسی هوارې راونه وتو نو چې د هغې تور باید په امریکا پورې نشي.
که طالبان او کرزی حکومت په خپلو کې جوړیږی نو امریکا پرې خوشحاله ده. خو ښاغلې رایډل  ویلی دی چې د کرزی حکومت او طالبانو ترمېنځه د روغې جوړې امکانات ډیر کم دي.
د سوئس پېس څېړنې ادارې یو څېړنکار کن ډنایز چې د افغانستان  د معاملو یو کار پوه دې وایی چې طالبان افغانستان نه د ټولو خارجی پوځونو وتل غواړي او امریکا او ناټو د خپلو پوځونو د افغانستان په خېر خېریت سره د وتو لار غواړي.
ډنایز وایي چې د موجوده خبرو اترو د لویو مقصدونو کې یو مقصد دا دې چې په وتونکو خارجی پوځونو به حملی نشي کولی. د نوټرډیم یونیورسټۍ د نړیوال امن د مطالعو د پالېسۍ ډائریکټر ډیوډ کورټرائټ د روانو خبرو اترو مهم لمړۍ ټکې بللې ده.
  کورټرائټ وایي چې گاونډي هېواد پاکستان کوم ځاې چې طالبان پرته دي ، د امن دغه عمل تر وخت بهر نشي کېدی.د غربي هېوادونو او څېرنکارانو په حاله کورټرائټ وایي د پاکستان پوځ او د مخبرې ادارې د طالبانو مرسته صرف په دې غرض کړې چې افغانستان کې د پاکستان اثر وي. ښاغلې کورټرائټ زیاتوي چې ډیر زیات داسې څه شته چې زمونږ به خواښ نه وي خو دوي تر ډیر مودې پورې طالبان پاللي دي  او پاکستان د طالبانو مرستیال پاتې شوې دی.
او دا څه پټه خبره نده ، ټوله نړۍ په دې خبرې پوه ده او که دوي پدې عمل کې شامل نه کړې شول نو دوي به د امن عمل د تالا ترغه کولو کار جاری ساتي.
دوي هغه طالبان نیولي هم دي  چې امریکایانو یا کرزۍ حکومت سره یې ځان له خبرو اترو کوشش کړې ؤ.
د څېړنکارانو وینا ده چې د ټولو قریقو د تسلۍ او د کوټلي سیاسی روغې نه نه بغیر به افغانستان کې د کال 1990م   غوندې خانه جنگی بیا اونخلي

Source: Deewa radio

- بېرته شاته