(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکابل خلک دواوري او یخني د ستونځو په منځ کي.

د کابل په منډوی کي د واورو سپیني غونډۍ 

 لکه څنګه چي ټولو ته څرګنده ده، چي سږکال دواوري اورښت د افغا نستان پرخاوره باندی د خلکو په منځ کي د خوشالېواو امیدونو هیلي را پیداکړي دي .واوره او باران د ځمکي لپاره د ښو حا صیلاتو زیری ور کوي، د کثافت او چټلیوپرمخ پرده غوړوي اود شنو وښواو ونود ودي لپاره د شنه پسرلي زیری راوړي. واوره د طبیعی ګلونو په را منځته کولو کي د کوڅو، دښتونو ، باغونو او چمنونوته د تازه  شینوالي او ښکلا بڼه ور بخښی. برسیره پردي واوره د بزګرواوکروند ګرو دراتلونکي ښه ژوند او ښو حاصیلاتو په ور کولوکي هم د پام وړ رول لوبلولای شي. دا ځکه د واوري کال خلک د نیک مرغي او خوشبختي کال بولي. او واوره د ښه راتلونکی آباد کال نیک فال هم ګڼی.

ولی ددي تولوخوشالیوسره سره بیاهم واوره او یخني د ځینو هیوادوالو لپاره سختي ستونځې منځته راوړي دي . دا ستونځي دغریبو او بی وزلوهیوادوالوکورنیوته د سونګ ، خوراک او څښاک په لټولوکي ډیرزیات کړاوونه راوستي دي،اوکله کله بیا د غه یخنی او سړه هوا خلکو ته داوږدی مریضی او جبری مرګونو ګواښونه هم منځ ته راوړي.   

زمونږدهیواداکثره خلک چي د ژوند د لمړنیواړتیاوود پوره کولو توان نلري او نه هم د خپلې کورنۍ د بچیانو دخوراک اوګرمو کالیو په لاسته را وړلو کي کومه ځانګړی پانګه لري.دوي په دغه سړی منفی هواکي د سبا په امید شپي او ورځي تیروي او کله هم د خپلو کورنیو د غړو پر مرګ باندی سړي او ښکي تویوي .

د افغا نستان ددولتي چارو لوړ پوړي چارواکي چی دغربی هیوادود نقدوډالرودبوجیو او پلنډو په لاسته را وړلو کي بیخي وپړسیدل او دلوړوجګ پوړو کورونو خاوندان دي ددي بیچاره خلکو د کمک او مرستي در مان و نشول او نه هم ددوي  پاملرنه د غریبو خلکو خواه ته اوښتي ده.دوي بیله دی چه خپل جیب په درغلیو او بډی اخیستلو باندي ډک کړي دهوس اوعشرت په نړۍ کي ګرمه ډودۍ ، ګرمه کوټه ،تاوده کالي، څښاک او پو ښاک موټراو ډریور لري. ولی ددي مظلوم او بیچاره اولس له حاله ځان نه خبروي.

 ددي ټولوبد مرغیوپه څنک کي د کا بل د ښاروالي د ښاغلی ښاروال نواندیښ هغه بی پروایی ته ستاسو پام را اړوم چي پرون  د ملی تلویزون په هنداره کي ددي ښاروالي ځانګړي انځوراو راپورتژ په خورا ښه ډول سره خپورشو. د کابل دغه میډالوال ښاروال چي د نورو وزارتونو، سناتورانو ، وکیلانو،په سترګو کي یی خاوری پاشلي دي .او څوواره یی د یوه ښه ښاروال په تو ګه  د ښي دندی په وړتیا سره په موسکا ډکه خوله مډالونه ترلاسه کړیدی . نن چي مونږدکابل د واوري انځورګورو اودکوڅواولاروننداره کوو. داسی ما لومیږي چي واوري ددي ګڼی ګوڼی ښاربڼه د ټولوخلکو دراتلواوتلوجریان داسی بند کړی دي چه د تګ او راتګ ستونځي یي پر خپل ځای پاتي دی.

; زما پوښتنه د ښاغلی ښاروال څخه داده چه ولی دکابل د زاړه ښار دخوراکی توکود ډیري مشهوری منډوی کوڅي تر او سه پوری په واورو کي پټي دي. د کابل ښاروالی يواځي او يواځی د وزیر اکبرخان ، مکروریانو ، دهوایی ډګرلو یه لاره او د وزارتونو لاري او کوڅي پاکوي. ولې د ښار ونورو لارواو بانډو ته یي هیڅ پاملرنه نه  کیږي. مګر دا چه د کابل ښار ښاریان هره ورځ د خپلو اړتیاوو د ضرورت د پوره کولو لپاره د کابل منډه یی ته ځي او هلته د خوراکي توکو د رانیولو لپاره تګ او را تګ کوي.

دغه مشهوره منډوي چه د کابل ښار په زړه کي پرته ده ،د واوري د اورښت له کبله د کابل د ښاریانو د تلو او راتلو لاره یی دیره تنګه کړی ده . ددي منډوی د مخ څخه د واوری چلول د ښاروالی د تنظیفاتو د ریاست اصلی دنده ده . ولی داسي ما لو میږی چه د ښاروالي د مربوطو چارو رئیسان او خپله ښاروال د عادی هیواد والو د ستونځو د آوارولولپاره کوم ځانګړی پلان او تصمیم نلری. دا ځکه چه ددي ښاروالی د تنظیفاتو او کثا فاتو ریاست د کاله څو میلیونه ډالره بودیجه د همدغه ښار د صفایی او پاکوالی په وجه تخصیص لری.او هغه باید هرومرو په دغه لاره کي مصرف او پکار واچوي.

دزرګونوکارګرانو،تخنیکي ترانسپورتي وسیلو، بیلدوزورواو د واوری د پاکولود لسګونو موټرونو په دردلوسره سره بیا هم ښار نا پاکه، ککړاود چټلیو اوکثافت څخه ډک دي.

که ښاروال ددی ښار په ښکلا ، پاکې ، نظافت  او پر مختیاکي خپله دنده په وړ تیا سره سرته ونه رسوي نو بیا دي ښاروال خپله دنده پریږدي او استعفا دي وکړی .

زه د یو افغان په تو ګه د ټولو مربوطو ادارو پارلمان،وزیرانو او درنو هیواد والو څخه غو ښتنه کوم چي د کابل ښاروالي د مسئولینو پام دی ددوي و اصلی دندي ته را وړوي اود کابل د څو میلیونه ښار ښاریان د خپل ښار په سمسورتیا کي د ښاروالی د کارکونکی سره اوږه په اوږه په ګډه برخه واخلی. تر څو د ښاروالي او خلکو ترمنځ د همکاری او مرستی فضا  منځ ته را شي او د کابل ښارددي ناوړی حالت څخه وژغورل شي.

 ولی محمد  نورزی هالند

 

- بېرته شاته