(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټولو ته استثناء حاصله ده خو صدر زرداري ته نه!

خان زمان کاکړ

په پاکستان کي فوځ د چا ماتحت اداره نه ده، دا يوه بااختياره او کل اختياره اداره ده، دې ادارې ته که آئيني نه وي نو عدالتي استثناء ضرور حاصله ده، فوځ حکومت، سياست، کاروبار او هر څه کولی شي او ددې لپاره هغې ته د هرې طريقې د استعمال اجازت دی، فوځ منتخب حکومتونه راغورځولی شي، آئين ماتولی شي او ټوله اکانومي په خپل اختيار کي اخيستلی شي،قتلونه کولی شي،  له فوځ څخه د  پوښتنې او د پارليمان ماتحت ساتلو خبره د غدارۍ په زمره کي راځي.

کومو خلکو  چي مشرقي پاکستان په بنګله دېش بدل کړ، له هغوی څخه څوک هم په عدالت کي ونه درول شو په نورو الفاظو هغوی ته استثناء ورکول شوه.  چا چي وئيل موږ ته د بنګال خاوره نه بلکې زمکه پکار ده، هغوی په خدايي او باعزته مرګ مړه شول، دا ټول څه ځکه جايز ؤچي په بنګال کي د اسلامي نظريې نفاذ ممکن نه و او هلته کي د هندوانو اثرورسوخ ډېر زيات و.

پر بلوڅو فوځ کشۍ شوي دي، هغوی ته اوس هم د مسخ شوو لاشونو تحفې ورلېږل کېږي او د هغوی وسائل لوټل کېږي لېکن عدليه ددې هيڅ پوښتنه نه کوي د بلوڅانو خيال دی چي عدليې د هغوی قاتلانو ته استثناء ورکړې ده.

د پاکستان له جوړېدو سمدستي وروسته مسلم لېګي حکومت په پښتونخوا کي په بابړه کي په سلګونه خدايي خدمتګاران ووژل، څنګه چي د قاتلانو تعلق د اسلامي قوميت له امين مسلم لېګ سره وه، ځکه هغوی ته استثناء ورکول شوه او مقتولان او د هغوی تحريک د هندوانو ملګري پاتې شوی و.  نن هم په پښتونخوا کي قام پرستان په نخښه دي، د اې اين پي په سلګونه کارکنان وژل شوي دي، په زرګونه خلک په خودکش حملو او بم دهماکو کي وژل شوي دي، لېکن په عدالت کي يوه ترهګر ته سزا وانه ورول شوه، کېدی شي هغوی ته چرته استثناء ورکول شوې وي.

له حسن ناصر څخه تر بېنظير بهټو پورې چي څومره سياسي قتلونه شوي دي، د هغوی په وينو سره لاسونه تر اوسه د عوامو مخې ته رانه وړل شول، کېدی شي چي د چا په نظر کي ددې لاسونو څه تقدس وي او دې تقدس ته استثناء حاصله وي.

په دولسم مې په کراچي کي د عدليې د آزادۍ د روماني خواهشتر سرقربان شوي تر څلويښتو د زياتو شهيدانو قاتلان تر اوسه آزاد ګرځي او آزادې عدليېقاتلانو تهاستثناء ورکړه او تر اوسه هيڅ تحقيقات نه دي شوي.

له حيات الله څخه تر سليم شهزاد (مکرم خان هاتف تادم تحرير آخري شهيد)  پورې چي څومره صحافيان شهيدان شوي دي، د هغوی قاتلانو ته هم استثناء حاصل ده، ځکه چي دا قاتلان د حق ژبه خاموشه ساتل غواړي او دا د پاکستاني رياست د مزاج عېن مطابق کار دی.

د خروټ آباد کېس د اهم ګواه ډاکټر باقر شاه قاتلانو ته هم استثناء ورکول شوې ده.

له حمود رحمان کمېشن څخه تر اېبټ آباد کمېشن پورې د هيڅ يو ذمه وار فريق ټرايل ونه شو او پر مکمل استثناء عمل وشو.

زموږ پر ورځني ژوند د غلو او غونډه ګردانو قبضه ده، جاګيرداران او خانان مو پر سرونو تورې څرخوي، د ژوند هره شتمني راڅخه اخلي، موږ اوس په تشو لاسونو پاتې يو، په تشو لاسونو چي عدالت ته لاړ شو، هلته کي د وکيل سره خبره په لکونو او کروړونو ده، د سوونو او زرګونو د جائيداد تحفظ ته د لکونو او کروړونو انصاف غوښتل نه يوازې حماقت دی بلکې له غور بهر خبره ده. (زموږ قومي سياست چي ددې ګران انصاف د بحالۍ له سره ځارېدو، ما يې هره لمحه ماتم کولو، له دې څخه د راګرځېدلو مکرره مشوره مي ورکوله، خُله وړه وه خبره يې چا اورېده)                                                          په پاکستان کي قاتلانو، فوځيانو، آمرانو او ډاکوګانو ته مکمل استثناء حاصله ده، په دې کي د يوه ټرايل نه شي کېدی که استثناء حاصله نه ده نو صدر زرداري ته نه ده، استثناء که په آئين کي درج هم وي نه شي ورکول کېدی، ځکه چي کله د ملک سلامتي په خطره کي وي هلته استثناء بې معنا ټکی وي، له صدر زردادي څخه د ملک سلامتي ته خطره ده او هغه انتهايي زيات ملک دښمن کارونه کړي دي، په جمهوري لار يې اقتدار تر لاسه کړی دی، خپل اختيارات يې پارليمان ته ورکړي او پارليمان يې مضبوط کړی دی، د صوبو اختيارات يې سېوا کړي، پښتنو ته په شناخت ورکولو کي يې تاريخي مرسته کړې، پر مفاهمتي پاليسي يې عمل کړی، د افغانستان استقلال ته درناوی لري، له هند سره جنګونه نه بلکې تجارت کول غواړي، د کشمير په مسئله کي دلچسپي نه اخلي، د ترهګرو خلاف څرګند موقف لري ......... دا ټولې هغه خبرې دي، چي د زرداري ملک دښمني ترې ثابتېږي، داد نظريه پاکستان خلاف کارونه دي، ځکه زرداري ته هيڅ استثناء حاصله نه ده، چي څومره مو زړه شي ښکنځلي ورته وکړئ او عدليه چي څومره سخته سزا وي هم هغه دي ورکړي

٭٭٭

- بېرته شاته